د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
شفق
28.09.2008
د عبدالرؤف قتیل" خوږیاڼی غزل
غزل
نصيب وويشتمه زه دځمکې تل ته
ياره لا س راکوه مادمينې مل ته
سر په لاس کښې گرځومه مينه غواړم
ښکاري داچې په لوى لاس ورځم اجل ته
ددې کلي کوڅه ډکه له فتنو ده
څوک به لاس راکړي چې ورسم منزل ته
قصابان دمينې ټول مينان وژني
خدايه خير کړې ،دې دسرو شونډو غوښتل ته
چې سر ورکړي سر ،سرونو کښې سردار شي
دا سردار دمنصور ورور خيږي اکمل ته
سروهلى داشنا دوعدې څار کړم
حيرانيږمه دخپلې مينې غل ته
زه په تمه وم چې يار به مې نصيب شي
خو دژړيږمه دخپل قسمت ازل ته
پښتني ملالې نجونې ورته ژاړي
چې مغروره لته ورکاندې غزل ته
غمازانو د " قتيل " مينه کوټه کړه
اوس به څه کړمه ډالۍ ديار درشل ته