د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جوړې بهانې دي...

ويښ ځلمی
11.09.2002

................................................جوړې بهانې دي.................................................
پرون روسي وژلم نن امريکا مې وژني
..............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني
دا د وطن دښمن مې ملک کې لاسونه وهي
............................................................يو په بل وژني مونږه خپلو کې وروڼه وهي
دغه اوس ندی خلکو له ډېر پخوا مې وژني
..............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني
ټول واکداران شول دلته او گوډاگيان د نورو
..............................................................وطن به څنگه جوړ کړي دا رهبران د نورو
يو امريکا خو نده هم اروپا مې وژني
..............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني
که القاعده ده د دوي که زل قاعده ده د دوي
.......................................................دا ټول همدوي پېدا کړه ، هر ېو بنده ده د دوي
د مکر گوډی گوره له هرې خوا مې وژني
..............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني
ما چې امېد لرلو ورته بابا مې ويل
.............................................................راځي وطن جوړوي د قوم پېشوا مې ويل
هغه هم دوي راوستو په ظاهرشاه مې وژني
.............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني
داسې غوبل او غويمنډ به وي د چا وطن کې
........................................................چې ټول پردي پراته دي ځما او ستا وطن کې
اړم ريښتيا واېمه چې په ريښتيا مې وژني
.............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني

----------------------مشهور سندرغاړی او شاعر اسماعيل اړم


د بحث موضوع به په نثر ښه وي ، په ش

نقاد
29.09.2002

که دکرزي په سياست اود نورو ويجاړيو په اړه نيوکې، نظريې او بحثي ټکي وليکئ نو ډير اغيزمن او ارزښتمن به وي نسبت شعرته.په شعر خو بحث نه کيږي او جدي نه نېول کيږي نو ښه داده چې د بحث مو ضوع په شعر بيان نشي . په مينه او سلامونو


پاڅون صاحب اسلام علېکم

ويښ ځلمی
30.09.2002

:?: لکه چې په شعرونو مې تنگ کړې؟
:?


له سلامونو وروسته :

نقاد
08.10.2002

قدرمنه وروره سلامونه مې ومنه !

په شعر نه، خو په بې نثرۍ به ټول لوستونکي ښايي تنګ وي ، ځکه نه څوک د خپل هېواد په اړه څه ليکي او نه په کومه بله ټولګړې علمي،ټولنيزې، هنري، کلتوري ، تاريخي مو ضوع او يا فردي چارو څه ليکي ؛ او نه په ساده توګه يوه پوښتنه لوستونکو ته وړاندې کوي ، نه پوهېږم چې ولې ؟ لږ تر لږه پوښتنه خو بايد وکړای شي او که څنګه ؟ په مينه اودرنښت ـ


ـ


ډېر ښکلې شعر


هيواد شېرزاد
14.10.2002

[color=darkred:9335eca766]سلام ګرانه
ډېر په زړه پورې شعرونه دې ليکلي دي[/color:9335eca766]


ښکلي بيتونه

نقاد
26.10.2002

(( پرون روسي وژلم نن امريکا مې وژني))
دا څومره همدردي او د زړه سوی يو دغسې مظلوم ملت لکه دافغأنستان اولس سره را پاروي او يو(( واقعيت))
هم دی چې روسيې اوامريکا دواړو ددغه هېواد بچي بمبارد کړي ، روسيې چور بيګناه او دې بل په ((يوڅه)) ګناه او موجب عين کار وکړـ نو بيا هم دواړه يو شی نه شول ، ځکه چې يو موجب او دليل درلوده اودغه بل يعنې روسيې هېڅ موجب نه درلود ! د پښتو په قأنون چې وايي (( په سلو ووهل شې، خو په يوه پړ مشې)) ځکه د پړ سره بيا د هغه بل متل له مخې چال چلند کيږي چې وايي: پړ مې که نو مړ مې که )) طالبانو د سپتمبر د 11 په
په بې غيرته بنلادني ترهګر ګزار افغانستان په نړيواله کچه پړ او ملامته کړ او په امريکا يې افغأن اولس په تيره پښتانه هم پړه او هم مړه کړل ! يولسم د سپتمبر هسې (( يو څه)) ګناه نه وه لکه ماچې پورته د صحيح (موجب) نه مخکې ليکلی دی ، بلکې لکه څنګه چې نړ ۍ غندلی همدغسې يو بشري جرم او جنايت و ، او داچې د افغانستان او پښتنو سرنوشت پرې د پښو ﻻندې کيده ، نو داد پښتنو سره دطالبانو يوه ډيره سخته سياسي جفا او لوې خيات او جنايت وـ
دا ځکه کيدل چې طالبان پاکستان ګمارلي او ميدان ته راتير کړي وونو ځکه قدرت رسيدﻻی شول او خلک او پرچم هم روسانو رامنځته کړي وو او دواړه دخارجي مداخلو سبب شول: خلک او پرچم په دوستۍل روسان راوستل څو ما او تا پرې بمارد کړې او طالبانو په دوشمنۍ سره د امريکالاس زمونږ هيود ته راوغځاوه!
نو اوس تاسو وواياست چې طالبان څوک وو، پښتانه نه وو؟ خلقيان څوک وو ، پښتانه نه وو؟ دپردو، شوروي او
پاکستان په لاس ګټل شوي راټول شوي او تنظيم شوي ، خلق د ساري په توګه د پښتنو د تنې او بدن خلک وو،او طالبان د سويې له مخې بالکل د پښو ، د مچليو، غوزانو ، خپړو ، ګوتو او نوکانو مثال درلود؛ يعنې يوهم
د پښتنود سر خلک نه وو، د فکر او عقل، پوهې او معقوليت او مسئوليت درلودونکي خلک نه وواويواځې له زور، ګواښ او سرتمبګی څخه کار اخيستلوباندې پوهيدل او بس! په سياست کې دغه کار د وطن اوملت او حتی تاريخ سره جفاه ده اوبس ! نو که مونږ ځان پخپله په چا ونه ډبوو، هيڅوک مونږ نشي وهلی په دې شرط چې سر ته سر ، تنې ته تنه او ښپوته ښپې ووايو او د يو دنده بل ته ورنکړو!


نقاد
27.10.2002

هغه هم دوي راوستو په ظاهرشاه مې وژني
.............................................................جوړې بهانې دي راته په اسامه مې وژني
داسې غوبل او غويمنډ به وي د چا وطن کې
........................................................چې ټول پردي پرا ته دي ځما او ستا وطن کې

دا سړی په رښتيا هم دوطن با با و اودی ، خو د قدرت لرونک له لاسه خپل و طن ته نشو راتلاي،دا هم څرګندوی
او ثأبتوی چې قدرتمندان ټول له خلقيانو نيولې تر طالبانو پورې د د خارچی لاسونو بړيڅی او دوطن دوښمنان ووـ خو بيا هم هغه ډلې رياليزم او سليم عقل یېدرلود د خپلو ګټو لپاره يي نوموړي خپل هېواد ته راورساوه ، د
هغه له اغيز څخه يې دکرزي په مخکې کولو کې ترې ګټه پورته کړه او نوريې پرېښود ـ د با با نه ځامن اونه لمسي ( پښتانه) بيداره ، متحد او اخلاصمن وو چې د با با له سياسي فضيلت څخه برخورداره شوي وای، بلکې هغه يې د شمال خاين اتلاف ، امريکاېانو او ددواړو بړېڅ کرزي ته يواې پرېښود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more