اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
روح یعنی څه؟
موبین
26.07.2008
ډيروگرانو محترمو اوعزتمنو خویندواووروڼو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ٠
څوورځي دمخه یوه تنکی ځوان په نا څاپه ده دي نړۍڅخه سترګي پټي کړي
الله، ج ،دی دهغه پردوس جنت په نصيب کړ ی٠ امین٠
دلته راته سوال پیداشوا امید دی چه محترم علماۀ او پو هان ئ داسلام لنظره جواب رکړي٠
روح یعنی څه؟
دبدن دعضلاتوحرکت دکومی قوی پواسطه اجراکېږ ی؟
وسلام
ع کريم حليمي
02.08.2008
ګران او محترم ،عزتمن موبين وروره ، سلامونه مي ومنه
تاسو ډېري ښې پوښتني ، او په پخوا هم د ټول افغان لوستوونکو د روح په باب
پوښتني کړيوې او تر وسه پوري ئې هر ليکوال جوابونه ورته ليکلي وه
روح يو جوهر دي هيڅ انسان نه پوهيږي چه وپېږني ، الا خو ډېر لږ ئې پېږنو
دا ژوندي چه ئې ساتلي يوو ، هم دا روح ساتلي يو ، بس
خو دا پوښتنه دي ډېره مهمه پښتنه ده چه
دبدن دعضلاتوحرکت دکومی قوی پواسطه اجراکېږ ی؟
انسان دوه جزه لري ، يو ماده او بل ئې روح ، روح خو نه سو پېژندلی ،
اما پوهېږوچه يو شئ په دننه بدن کښي سته،کله چه دغه ښئ يعني روح
خارج سي نو مرو ، او حرکت هم ورک سي ، اوبس
انسان په خپل ځان کي يو مادي مشين دي لکه د خياطۍ مشين ، يا د موټر
ماشين حرکت کوي ، هر ماشين چه حرکت لري بينا پر ځينو قوانينو حرکت
کوي ، اما موټر نه مړکيږي ، او زموږ تر امر داسي لاندي دۍ ، لکه موږ چه
د خدای تر امر لاندي يو ، انسان د موټر خالق دي او زموږ خالق رب دۍ
موټر چه اويا زه واره ځان دوري هوري کړي، چه نه غواړي چه چالانه سي
موږئې په يوه پېچ کش او پانې او پلاس په زور يا واسطه چالان کړو
او که وغواړو چه موټر مړ کړو نو د کيلۍ په پېچلو سره ئې مړ کړو ، خو داسي
به هيڅ وخت پېښه نه سي ، چه موږ کيلي وه پېچو چه موټر مړ کړو او موټر
دي سر زوري وکړي چه نه مرم ! دا له امکانه لرې خبره ده ، نو کله چه الله امر
د مرګ وکړي ، نو له امکانه لري خبره ده چه کوم شئ دي ځان ژوندئ وساتي
اوس نو خبره په حرکت کښي ده ، روح د حرکت سره هيڅ لياره نه لري
روح به په بدن کښي وي اما حرکت نه وي ، روح له احساس سره اړه لري
خو داسي هم پېښيږي چه احساس وي د بدن په عضلاتو کښي ،خو هغه دحرکت
قوه نه وي په بدن کښي ،چه اظهار د احساس په کيږي
ماشينونه هم حرکت کوي ، د ماشيني الاتو او د انسانو حرکتونه ټول د کيمياوي
او فزيکي قوانينو پر اصولو تکيه لري ،مثلا ; د نساجي ماشن حرکت لري
او ټوکران جوړه وي دا يوقسم حرکت دۍ چه څو قسمه پارټونه يا پورزې سره
تړلي ، او د ټوکره پارچي جوړه وي ، په داسي حال کښي چه دنساجۍ جوړولو
ماشين په ځان کښي د حرکت قوه نه لري ، يو بل د حرکت مشين ته ضرورت
لري چه د نساجۍ مشين په حرکت راولي ، يعني د نساجۍ مشين يوازي
په فزيکي قوانينو په اصولو چليږي ، او هيڅ کيمياوي عمليه نسته پکښېکي
او د موټر ماشين په دوو طبيعي قوانينو حرکت کوي ، يو کيمياوي
او بل فزيکي
انسان هم د دغو دوو قوانينو پر اصولو حرکت کوي ، کيمياوي او فزيکي
موټر (gas engine ) حرکت ; په يوه کوچنۍ خونه (cylinder ) کښي تېل اور
اخلي او په حرارت او دود جوړ سي ،يعني تېل چه اور واخلي نو انبساط
وکي او د انبساط څخه فشار پېدا سي او پسټم په حرکت راولی او دغه
اور اخستل د برق د له جرکې څخه پيدا کيږي ، او دغه عمليه تکراريږي
او حرکت دوام پېدا کوي ٠ او اکسيجن اخلي او کاربون ازاده وي
اکسيجن د وال له لاري اخلي Inlet Valve او کاربون د Exhaust Valve
له لياري ازاده وي ٠ لنډه ئې داچه حرارت او حرکت سره تړلي دي
انسان ياهر ژوندی مخلوق د حرارت په تولدسره حرکت کوي ، مار چه د سړو
وينو خاوند دۍ ، د لمر حرارت ته ضرورت لري ، که لمر نه وي نو متل دي چه
وايي ; مار يخ نيولی دي ، مار هغه وخت قوي وي چه ډير لمر ئې جسم جزب
کړئ وي
دايوه معلومه خبره ده چه د انسان په بدن کښي هم حرارت تولد کيږي ، يعني
په هره حجره کښي حرارت پېدا کيږي ، هري حجرې ته د وينو په واسطه
اکسيجن ور رسيږي او د هم دې وينو له لياري کاربون له هري حجرې رااخستل
کيږي او ازاديږي ، په هره حجره کښي ٩٨،٧ پارونهايت درجې حرارت جوړېږي
دغه حرارت اينرجي جوړه وي او د دغي اينرجۍ په سبب په هره حجره کښي
قوه پيدا کيږي ، او له حجرو څخه يوه يوه غضوه جوړه سوې ، او دا عضوي
يو دبل سره برقي ،فزيکي ، او کيمياوي رابطي او يودبل همکاري لري
لکه د نساجي ماشين ، يا د يوه موټر پورزي ، چه يودبل سره راسا تړلي
او موټر ته حرکت ورکوي ، خرابۍ د يوه ماشين او انسان ډير مشابه دي
که د موټر په سلينډر کښي په صحيح ډول اور بل نشي ، نو موټر به ډېر
کمزوری وي ، يعني که حرارت ډېر وي پکښي هم خرابي ده او که لږ حرارت
وي نو هم خرابي ده
هم دا رنګه که د انسان په بدن کښي تر 100 درجې زيات حرارت جوړ سي
مريضي ده او که تر 98,7 لږ حرارت جوړ سي نو هم مريضي ده ٠
لنډه ئې دا چه حرکت له حرارته پېدا کيږي (روح په هغه ځای کښي اوسي چه
په هغه جسد کښي حرارت وي ، کله چه حرارت له منځه ځي نو روح هم له جسده
خدای په امانئ کوي ، او کله چه حرارت او روح ورک سي ، جسد تجزيه کيږي
هره علمي موضوع -چه څوک ليکي او يابيانوي ځانته خپله ژبه لري ،
هغه ژبه زه نه لرم ، که ئې لرم ، او وئې ليکم نو لوستونکي مجبوره دي چه
غياث الغت پر راواخلي
الله دي وکي چه ستاسو جواب مي ويلئ وي
په درنښت
،
موبین
09.08.2008
ډيرگران محترم اوعزتمند وروه استاذ حليمی صاحب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
دا چه تاسو دو مره تکليفونه پځان وه ګالل
او ځمادپوښتنې لپاره مودومره خلص اوساده جواب وه ليکه چه پلوستلو ئ نه مړيګم؛نو الله ،ج،دی دصحت اوخوشحالی سره ډير عمر او عزت در کړی او همدارنګه وسه اوقدرت در کړی چه په راتلونکی کښی هم داسی ښی ليکنی په ليکه کړي چه مسلمانان تری استفاده وکړی اوپوه شی چه اسلام څومره مکمل دين دي .
او په اخر کښی يودوه پو ښتنی نوری لرم چه هغه په لاندي ډول دی :
- په ورځ دمحشر چه الله ،ج، انسانان بيا راژوندی کړی دهغو جسم به دهغوی په لمړنی شکل وی اوکه يا هم پکوم بل ډول ?
-بل داچه هلته به انسانان او نور ژوندی مو جو دات ،خواراک،څښاک او نو رو دژوندضرورياتوته اړ تيا لری او کنه ?
-او همدارنګه هلته به انسانان خپل مور اوپلاراونور دوستان يو بل سره پيژنې اوکنه?
په ډير احترام
ع کريم حليمي
09.08.2008
مکرم او محترم موبين صاحب
تر هر څه دمخه زما سلامونه ومنه ، اول ئې ستاسو کور ودان چه ماته دا موقع
په لاس راکوۍ چه ستاسو سوالوته جواب وليکم ، کله چه پښتونکی په
زړه پوري او عالي پوښتني کوي ، کمال د پوښتوونکي دۍ ،
په جواب ورکوونکي کښي هيڅ کمال نه وينم
اوس به راسو ستاسو پوښتنوته
ستاسو لمړي پوښتنه
1-په ورځ دمحشر چه الله ،ج، انسانان بيا راژوندی کړی دهغو جسم به دهغوی په لمړنی شکل وی اوکه يا هم پکوم بل ډول ?
جواب - له احاديثو داسي څرګنديږي چه په همدې شکل به راژوندي کيږي
او په جنت کښي به هم په هم دې جسم سره اوسېږو ، کله چه مبارک اسمانونو
تللی وو ، نو عيسی ع ،موسی ع ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او ټول نبيان ئې ليدلي وه
چا يا کم صحابې پوښتنه ورځه کړې وه چه عيسي ع څرنګه سړي وو
په کوم ډول چه ښولی وو ، نو يعني دغه زموږ د جسم په شکل ئې نښانې
بيان کړي وې ، ښايسته سور اوسين او مړه اويا پاسته ورېښتان ئې وه
د سر ورېښتان ئې داسي معلومېده له چا چه شاور نيولي وي يعني
غوړ يا لانده يا لشم ځړېدل
اما له قران څخه دا ثابتيږي چه د سترګو جوړښت به په بل ترکيب وي خو فزيکي شکل به ئې هم دغسي وي لکه دنړي
دغه د نړۍ سترګي ناقصي دي ، د الله د ديدار له پاره ندي جوړي شوي
د جنت سترګي به د رب ديدار کولی سي
دويمه پوښتنه
بل داچه هلته به انسانان او نور ژوندی مو جو دات ،خواراک،څښاک او نو رو دژوندضرورياتوته اړ تيا لری او کنه ?
جواب - نه هلته هيڅ شي ته ضرورت نسته ، هر څه د شوق او ذوق له پاره دي
خوراک او چښاک ته ضرورت نسته ، ولي چه هلته مړک نسته ، کله چه جنتيان
ديدار وکړي ، کلونه کلونه مسرور پراته وي ، تعريف ئې ئې امکان نه لري
او که و غواړي چه خوراک وکړي ، په قران سره ثابته ده چه
د جنت مېوې مشابه دي د نړۍ له مېوو سره ، د خوند تعريف ئې له امکانه وتلې
خبره ده (أُتُوا بِهِ مُتَشبِهاً )بقره ٢٥
درېيمه پوښتنه
او همدارنګه هلته به انسانان خپل مور اوپلاراونور دوستان يو بل سره پيژنې اوکنه?
جواب - هو ! د نړۍ خاطرې د جنتيانو سره وي
خو پلار يو دۍ په جنت کښي ، هغه ادم عليه السلام دی
په جنت کښي فاميل يعني وړونه او خوندي ، بس