نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په مينه زه ستاسو نوئ ملګرئ يم
Faqirzay
01.01.2004
ګرانو او محترموخويندواو وروڼوسلامونه تاسوټولوته کوم٠
خداي ج دي وکړي قبولي شي٠ما مخکي داسايټ لوستلو اما کمپيوتر مي نه لرلو اوس يو دانه مي وخيستلو اوس به زه کله کله څه ليکم٠ زما يو دوست ماته دا سايت وښودلو خوشحال شوم او تاسو ته کاميابي غواړم په ځانګړي ډول شيرزاد ورور ته٠ مونږ بايد منطقي ګټه ورڅخه پورته کړو٠
hotak
02.01.2004
فقيرزيه وروره ستړي مشي خداي دي هركله راوله.
خداي دي وكړي چي تل به له موږ سره مل او ملكري يي.ريښتيا هم شيرزاد صيب دافغانانو په تيره بيا دپښتنو لپاره ډير لوي خدمت ترسره كړيري.په مټه او ځواني دي بركت شي.
دانو اوس زموږ او ستاسو كار دي چي څه ډول له هغي نه كار اخلو؟؟؟
مينه نصير احمد هوتك
Faqirzay
04.01.2004
ګرانه وروره هوتک صاحبه وروسته د سلامونو ديره مننه کوم چه ماته مو هرکلئ ويلي دي په ريښتيا بايد ددغه سايټ نه ښه ګټه واخلو٠ بعضي وروڼه بي چوکاټه ليکي چه ډير بد کار دي٠ څوک حق نلري کوم چي دبل چه په باره بالعکس ايديالوژي ولري ورته چټيات او بادبي وليکي٠بريالئ اوسئ
hotak
05.01.2004
محترم ورور فقيرزي صاحب سلامونه او ښي چاري
وروره كه تاسي پام وكړۍ دغه فورم په دوو ښكاره برخو ويشل شويدي. يوه پلو ته ډيموكراسي پلوه ياران او دوستان دي چي په عين حال كي دپښتو او پښتونولۍ له تعصب نه هم مړه پراته دي.كه څه هم چي هر څوك پخپله رايه او نظر كي ازاد دي او حق لري هر وچ او لانده چي غواړي ووايي او په تيره بيا پدغه ښكلي فورم كي خو هسي هم هغوي ته داحق په مفت او بي پيسو ډول وركړشويدي. نو څه وشول چي يو څوك چټيات وايي !!! اّخر كومه بيه خو يي ورباندي نه ځي.
كه تاسي پام كړي وي زموږ ديموكراسي پلوه ورونه په حقيقت كي اوس دمنفي گرايي يا Negative ism اوج ته رسيدلي دي.هغوي ديموكراسي غواړي منگريم پدي پخداي كه ترمابتره پوهيږي چي كوم رقم ډيموكراسي؟؟؟ هغوي دا هم نشي ويلاي چي ياره په نړۍ كي نن دغه يا هغه هيواد دښي ديمروكراسۍ، ديموكراتيكي ټولني او ديموكراتيك نظام سمبول دي.ځكه هغوي پدي ښه پوهيږي چي ديموكراسي يوازي د لويديځوالو لپاره ده او موږ مسلمانان خو څوك والله كه داسي بولي لكه دخيرك زامن. هغوي كه بوش پپه غير قانوني ډول انتخابوي او كه دهنگري كامياب شوي لومري وزير جورج حيدر دهتلر غريبگي په پلوي له واكه غورزوي حق لري ځكه ديموكراسي او جمهوريت دهغوي دكور مينځه ده څنگه چي يي په زړه جوړه وي هغسي يي ډنگوي.
هغوي كه اتوم جوړوي او كاروي يي،كه په ناگاساكي او هيروشيما كي په سلگونو زره انسانان پخپلو وينو كي لمبوي او كه په كابل او بغداد باندي داتومي ذراتو لرونكي بمونه اوروي حق لري.ولي چي هغوي نازدانه گان دي او موږ تاسي هسي دبوسو په تول كي راغلي يو.
دبوش هغه باټي دي ندي اوريدلي چي وايي زه خداي نړۍ ته دعدل او انصاف دپلي كولو لپاره راستولي يم او داچي نعوذبالله خداي پاك پخپل دي كار كي سهوه كړيده چي دتيلو شتمني يي له مستحقو خلكو(امريكايانو) اخستي او غير مستحقو صحرايانو ياني عربانو ته يي وركړي. نوموړي وايي چي پخپلو اعمالو سره غواړي دخداي پاك دغه سهوه جبيره كاندي!!!
بله ډله بيا ځيني اسلام پلوه وروڼه دي چي په هغوي كي هم فرق دي.ځييني يي دمنطق او استدلال په ژبه خبره كوي او ځيني نور يي بيا دتوپك او كلاشنكوف په ژبه. خو هغه څه چي ما دهغوي په ليكنو كي درك كړي دادي چي دهغوي په ليكنو كي دروند والي او احترام له ورايه ښكاري.هغوي ماته ريښتيا هم داسلام په درد دردمن ښكاري.يوازي يو ورور چي احمد نوميدي او په فورم كي نوي داخل شوي وو پخپلو ليكنو كي يو څه تجاوز كړي وو خو هغه هم بيا ورك شو.
دلته دبدبختي خبره داده چي دفورم مسئولينو سره لدي چي گډون كونكو ته دبحث ښه زمينه برابره كړيده خو پخپله بيطرفه ندي پاتي شوي. په تيره بيا محترم پاڅونوال صيب چي يوه خبره تر لكۍ ونيسي بيا يي نو قران كړي چي په قراربه كينه ني. يا به خپل حريف په توبو كوي او يا به نو لگيا وي دفورم پاني به ډكوي.
غروال صيب دي خداي ژوندي او گړندي لري هم په خبرو كي بد ندي.
خدا وراستي چي يو واري خو دي كومه خبره ورسره راغله نو بيا به يا ته يي او يابه دي وي. خو په هرحال زه دهغه سړي سيني او درانه شخصيت ته سلام كوم او خورا ورنه متاثره يم. داخبري خو مي هسي دټوكي په بڼه وكړي. ما ويل ته نوي راغلي يي چي يو څه دي خوشاله وساتم.
هو ريښتيا خاټول خور دي هم خوا نه بدوي.دخبرو گوډي راته ښكاري خو يا به داوي چي تايپنگ به يي سم نوي زده او يا به داوي چي په نورو كورنيو چارو كي به دومره ستومانه وي چي سر به هم نشي گرولاي كنه پخداي كه لږ فرصت خو يي درلوداي موږ او تاسي ټول به يي په توبو راوستلي وو.
هغه نه دي دي اوريدلي چي ميرمني چي په خبرو سر شي بيا نو دبل بسلمان خبره والله كه واوري بس لكه ماته ژرنده او يا هم زموږ دكلي چيلى اكا گډه به وي او چا ته به وار نه وركوي.
نو اصل خبره مي داكوله چي يو څه پام او فكر په كاردي. خپلي مشاركي او موضوعات بايد داخلاقو او افغانيت په چوكات كي وساتو.ماته په يوه خبره محترم طالب خان صيب ډير خوند راكوي او هغه داچي نوموړي دخپلو حريفانو لپاره تل له عزت او احترام نه ډك كلمات كاروي او هيڅكله هم دخپلو مخالفينو سپكاوي نه كوي.
پاتي شول نور ورونه او خويندي نو ډير يي داسي دي چي تر ما هم بي ادبه دي او زه داسي ورته ښكارم لكه پياده چي لكه مكي نه راغلي يم او ډير نور بيا داسي دي چي ماته داسي ښكاري لكه دوي چي له مكي نه پياده راغلي وي او زه يا خو په موټر كي راغلي يم او ياهم په مركبه سپور.
ښي چاري .......................................ستاسي كشر ورور نصير احمد هوتك....................................
خاټول
05.01.2004
فقيرزيه وروره هرکله راشی !
باوروکړي چي ستاسي دوستانوپه راتګ به د فورم هر غړي دومره د خوښې احساس کوي لکه چي دچا کورکي چي دډير خواږه مسافر د راتللو زيري وشي موږ دنيټ وروڼه او خويندي که په څومره لري واټن کي يو خو دګران شيرزاد دغي حجري ډير رانزدي کړي يواو بيا چي دپرديسو دغي حجري ته کوم نوي ورور راشي مونږ ئ دزړه له کومي هر کلي وايو٠
هوتک صيب تل تر تله خندان اوسي ځواني دي تانده عمر دي بهاروختونه دي ګلونه او ګلونه دي مه مړاوي کيږه((رشتيا وايه چي نيا دي داسي په اخلاص دعا درته کړي؟)) دادخبروګوډی يواځي زه درته ښکارم نا انصافه زه خو دومره لنډي ليکني کوم چي ښاي بل څوک به ئ نه کوي اوته راته دخبرو ګوډی واي؟؟؟خير خداي دي پر تا دومره ليکني وکړي چي څوک دي دخبرو په غړک ونوموي او زما کسات درنه واخلي دوستانو تاسو لاس پورته کړي اوپه يوه غږ ووائي چي أمين٠
Faqirzay
06.01.2004
محترمې خورې غاټول جاني او محترم ورور نصيرجان هوتک صاحبه زماسلامونه پخپل حضور کي قبول کړئ٠ وروسته دسلامه نور د ټولو ګرانو خويندو وروڼو څخه هيله کوم چي ماته هرکلئ مه ليکئ چي بس هما غه به ليکو دما دپاره همدومره ستاسو د پښتنو مينه بس دي٠ او ديره د زړه نه مننه کوم٠ زه دغه سايټ کي په ريښتيا ډيري ښي او جالبه او قانع کونکي مقالي لولم چه ياني حقيقت لري خو بي احترامي بايد چاته ونکړو او دنيا وګور چه اسمان کي چکر وهي او مونږ اوس هم بي اتفاقه يو او ديو بل په ضد ليکو٠ په مينه
ع کريم حليمي
06.02.2004
فقيرزي صاحب سلام ! خدای دی راوله په خير راسی ٠
زه هم دغه ټول افغان پاڼی ته نوی راغلی يم ٠ زه هم تاسوته ښه راغلی وايم٠ په هر کورنۍ چه سړی ډير وی ٠ په هغه کورنۍ کی برکت ډير وی ٠ نو ستاسو په راتګ سره انشأالله برکت هم راغلی د ټول افغان پاڼی ته٠
زه دډير عمر مسافر يم کله چه د وطنه خط راته راسی ډيره خوشحالی احساس کړم ٠ تردی دمخه چه دغی پاڼی ته می لاره نوه پيداکړی ٠ پوسته رسانته به می سترګی په لاری وی٠ اوس بيله انتظار ددوستانو ليکنی لولم٠
وايی انتظار تر قتل بدتر دی ٠ زه مننه اوتشکور کوم د ښاغلی او محترم وطنمل صاحب څخه چه زه ئی دانتظاره خلاص کړم ٠ وسلام
حليمي