د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

{{{دملالۍ جويا پر نظر باندي نظر}}}


محمد اسحق (شيوانی)
21.12.2003

[size=18:f6f9ec50d2]درونو افغانانو، خويندو او وړونو هيله ده چه سلامونه مي منی[/size:f6f9ec50d2]

زه محمداسحق (شيوانی) دافغانستان دفراه دولايت دبالابلوک دولسوالی دشيوان دکلي،
خو ؤس په کوئټه کي دمهاجرت شپي او ورځي سباکوم. زه په حيث ديو افغان خپل نظر دملالی جويا
پر نظر چه دفراه دښځودکيلي په وړاندي کړی،زه خپل نظر داسي څرګنده وم.
.

ـــــــــــــــــــــ دملالی جويا خبري دوه اړخه لري ـــــــــــــــــــــــ

اول داچه ملالی جوياپرمجاهدينو نه ده لګيدلي،او هغه پر جنايتکارانو لګيدلي ده، دايوازي نه ده
فراه دښځو اودملالی جويا غوښتنې دي چه جنايتکاران بايدمحکمه سي، بلکه دټولو افغانانو غوښتنه ده.
دو هم که ملالی جويا پر مجاهدينو لګيدلي ده، نوبيا زما له نظره دانه چه ملالی جويا بلکه دهغې
ملاتړې ټول خامخا ژرتر ژره محکمه سي، ځکه دادمجاهدملت سپکاوی دي، اومونږ ته داڅرګنده ده
چه مجاهدين هغه خلګ دي چه دخپل سر په بيه او په خپله پاکه وينه ېي دوخت ښامار دخاورو سره
سم کړی، داسي درس ېي ورکړي چه تل به ېي په يادلري، مجاهدينو زمونږ وطن، عزت، پت او آزادي
وساتل ، او دهيڅ کله نه پو ټيږي چه هغوي مونږ ته خدمت ندي کړی.

په درنښت
محمد اسحق (شيوانی)
afghan_farahi2001@yahoo.com
______________________
چاېي پرده له مخه پورته نکړه
پښـــــــــتولاهسې بکره پر ته ده


Re: {{{دملالۍ جويا پر نظر باندي نظر}}}

نقاد
21.12.2003

[quote:20776b7b5a="محمد اسحق (شيوانی)"][size=18:20776b7b5a]درونو افغانانو، خويندو او وړونو هيله ده چه سلامونه مي منی[/size:20776b7b5a]

زه محمداسحق (شيوانی) دافغانستان دفراه دولايت دبالابلوک دولسوالی دشيوان دکلي،
خو ؤس په کوئټه کي دمهاجرت شپي او ورځي سباکوم. زه په حيث ديو افغان خپل نظر دملالی جويا
پر نظر چه دفراه دښځودکيلي په وړاندي کړی،زه خپل نظر داسي څرګنده وم.
.

ـــــــــــــــــــــ دملالی جويا خبري دوه اړخه لري ـــــــــــــــــــــــ

اول داچه ملالی جوياپرمجاهدينو نه ده لګيدلي،او هغه پر جنايتکارانو لګيدلي ده، دايوازي نه ده
فراه دښځو اودملالی جويا غوښتنې دي چه جنايتکاران بايدمحکمه سي، بلکه دټولو افغانانو غوښتنه ده.
دو هم که ملالی جويا پر مجاهدينو لګيدلي ده، نوبيا زما له نظره دانه چه ملالی جويا بلکه دهغې
ملاتړې ټول خامخا ژرتر ژره محکمه سي، ځکه دادمجاهدملت سپکاوی دي، اومونږ ته داڅرګنده ده
چه مجاهدين هغه خلګ دي چه دخپل سر په بيه او په خپله پاکه وينه ېي دوخت ښامار دخاورو سره
سم کړی، داسي درس ېي ورکړي چه تل به ېي په يادلري، مجاهدينو زمونږ وطن، عزت، پت او آزادي
وساتل ، او دهيڅ کله نه پو ټيږي چه هغوي مونږ ته خدمت ندي کړی.

په درنښت
محمد اسحق (شيوانی)
afghan_farahi2001@yahoo.com
______________________
چاېي پرده له مخه پورته نکړه
پښـــــــــتولاهسې بکره پر ته ده[/quote:20776b7b5a]

شيواني صيب ټول افغان ته مو راتګ مبارک، هر کله راشئ !
تاسوډيره تازه او جالبه پېښه د خبرو اترو له پاره وړاندې کړې ده ، کومه چې زما په خيال کې هم ګرځيدله چې مطرح يې کړم ، خو غوره مې ګڼله چې که د ټول افغان له لوستونکو خويندو څخه يې يوه خور وړندې کړي ﻻ به ښه وي . داچې د پوره وخت سره سره نه يوځې خويندو ، بلکې په ليکونکو ورونو کې هم چا دا موضوع وړاندې نکړه ، پر ځای يې بولم چې په ښه وخت کې تاسو د ملالۍ جويا د وطندار په توګه بحث ته د وړندې کولو تشه ډيره ښه ډکه کړه او د خپل اند کتنه مو هم په دې اړه ورسره مل کړه ، برياليتوب مو غواړم .
زما په نظر مجاهدين هم دوه ډوله دي يا تير جهاد دوه اړخونه درلودل :
١ ــ مجاهد ملت : چې د خپلو نيکونو او پلرونو په څېر يې د يرغلګر شوروي او دهغه دبړېڅو ملحدو ديکتاتوري ګوندونو پسې راپاڅيد ، او د نړۍ دغه سوپر قدرت يې دړې وړې کړ .
٢ــ تنظيمونه : چې واقعي جهادي تنظيمونه نه وو، نه يې ملي او نه اسلامي اړخ د مجاهد ملت د سياسي مشرۍ او استازيتوب وړتيا درلودله ، بلکې د وسلو د تحويلدارانو ، قدرت طلبانو او د ملت له دوښمنانو سره د معامله ګرانو په ډول د افغانستان په غازي او مجاهد اولس تحميل او وتپل شول او تر اوسه پورې يې ﻻ د وسله والو ډلو په توګه په افغانستان کې د سولې ، امنيت، ملي ورورۍ ، پرمختګ او ديموکراسۍ پر ضد د دوستميانو او ستميانو په ګډون په پوځي او سياسي مرچلو کې کلک ناست دي ، د دوی ناوړه کارنامې رښتيا هم په خپل وخت ، چې ﻻ اوس نه دی راغلی ، د محاکمې وړ دي . ددوی محاکمه به هماغه مجاهد اولس کوي چې ددوی په څير ناوړو تنظيمي مشريو مشرې يې زغمله خو د د جهاد ډګر يې نه پريښوده.
زما په اند ملالۍ جويا په خپله وينا کې د مجاهد ملت او ځينو تنظيمي جناياتکارانو تر منځ لا زم تو پير ونه کړ ، او د جذباتو په لمبو کي يې د وچو له غمه لانده هم وسيزل او ځان يې پړې ته ورکړ ، حال داچې کولی يې شول د جهاد په ارزونه، د جهاد ددوښمانانو په غندنه اوتفکيک سره يې دغه مختوري بيل اوګوښه کړي او بيايې پرې همدغه حکم صادر کړی وای . هله به پرې د کمونستې (( تور)) همچا نه و لګولی . تر اوسه روښانه نشوه چې ايا ملالۍ جويا کمونسته وه او که څنګه ؟ دا مغلومات به له ټولو نه زيات له تسو سره ځکه وي چې تاسو يې د وطن ياست او هغه به بهتره پيژنئ . بريالي اوسئ ،والسلام .


{{{دملالۍ جويا پر نظر باندي نظر}}}


محمد اسحق (شيوانی)
23.12.2003

ګرانوافغانانو خويندو او وړونواو ښاغلۍ پاڅونوال هيله ده چه سلامونه مي وه منی......
دروند ورور پاڅونوال ستاسو ددي ښکلي اومينه ناک نظر څخه يوه دنيامننه.....................

په رشتيا هم مجاهدين يا تير جهاد پر دوه قسمه دی،،، بعضو خاص او خاص د الله درضالپاره ددين او وطن ساتلو
لپاره خپل سرونه وقف کړيوه او وقف کړيدي. او بل هغه قسم مجاهدين يا جهادلکه څنګه چه تاسوذکر کړی چه
بعضي نه مجاهدوه اونه يې جهاد کوی.، نه ده وطن،دين او اسلام غم ورسره وو. بلکه دخپلو جيبو دډکيدو او د
چوکۍ لاسته راوړلو لپاره صر د مجاهديا جهاد له نامه څخه ګټه پورته کول..... او زما په آند تر ټولو غټ جنايتکاران دغه سي کسان دي، ، ، او زماله جنايتکارانو څخه چه مامخکي وويل دوه قسمه جنايتکاران مراد دي.
چه هغه بعضي داخلي دي او د خارجانو له خوا همايه کيږي، او بل خا ص او خاص خارجان دي ........................
دغسي کسان بايد ژرتر ژره محکمه سي دهغه مظلوم مجاهدملت په وړاندي ... او لکه څنګه چه مو دملالۍ جويا په
يوه مرکه کي واوريده چه هغه وايې ما دا څلور کاله ده افغان ماشومانوته خدمت کوی. ددي خدمت څه ووي؟؟؟؟؟
هغه داچه دي مجاهدملت بي عزتې، سپکاوی او بد دافغان ماشومانو په غوږوکی پوه کۍ،،،،،،،،،،،،،،،،،
ايا داتاسو خدمت بولۍ او که دمظلوم او مجاهد ملت سپکاوي؟ چه هغو مونږ ته دخپل سر په بيه او په خپله پاکه وينه ، په يخ او ګرمی کي په لوږه او تنده آزادي وساتل او کرزي صاحب بيرته په داسلام پر دښمنانو خرڅه کړه........
دانسان په ژوندون کي ډير غټ، ضروري او مهم شی آزادي ده همدغه مجاهدين چه هغه نعمت دالله په فضل لاسونو
ته راوړ...
لکه څنګه چه تاسو ويلی دي چه تاسو به دجويا په باره کښی ډير معلومات لري، ګرانه وروره ما تر ؤسه دغه ښځه
نه پيژندل، او ؤس يې د معلوماتو په لاسته راوړلوکی يم، کم وخت چه معلوما لاسته راغله نو هغه به ستاسو سره
شريک کړم، او بل داچه ويلې مو دي چه هغه مجاهده ده که کمونسته؟ ګرانه وروره داماته هم پوره نده معلومه، خو
دهغې دغسی خبري يا په يو سياسي ګوند پوري تړلی او يا بې کمونستوبه نه ښکاري، زما له نظــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــره
که څه هم هغي خپل په يو مرکه کي ددغس خبرو انکاروکړ.
وسلام
په درنښت
محمد اسحق (شيوانی)
afghan_farahi2001@yahoo.com
_____________________
چايې پرله مخه پورته نکړه
پښتو لا هسی بکره پرته ده


اسلام دوست
23.12.2003

ډيروقدرمنووروڼوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
داچي( ملالئ جويا)څوک اودکوم ايډيالوژی پلوي ده زماپه انددابه وروسته معلومه شي ؛خوترکومه ځايه چي په لويه جرګه دهغې څرګنده ونې دمجاهدينوپه هکله دي له هغوڅخه د( راوا)غيري اسلامي ګوندنظريو بوی راځي اوکيدلای شي چي ملالئ هم دهمدي نام نهاده ګوندکومه غړې وګڼو٠
بل پلوزه ستاسوددي خبرې پلوي يم چي مجاهدين موپه دوه قسمه ويشلي ؛ چي يوقسم هغه مجاهدين دي چي هغوی يواځي دخدای جل جلاله رضااودهيوادازادی لپاره برابره ده که هغه بيګاني روسان وواويااوساني امريکايان جنګيدلي اوياهمدااوس هم دخارجي يرغلګروپرضددجهادسنګرپه خپلووينوتود ساتي
دامجاهدين چي طالبان هم ورته ويلی شو واقعي مجاهدين دي ٠دغومجاهدينوته يواځي دهيوادازادي مهمه ده که هغه هرخارجي يرغلګروي دوی پرضدجهادکوي ترڅويی زمونږ هيواد څخه ويستلواړکړي که څه وخت لږيا زيات ونيسي
واقعي مجاهدين هيڅکله هم دانشي زغملای چي امريکايان ددوی هيوادوالوکورونودروازې په لغتوماتي اودشپې په خواږه خوب ويده ماشومان اوښځې دپه يواوبل نوم وځوروي ٠
دوهم قسم هغه تش په نوم مجاهدين دي چي له روسانوسره هم ديوڅوډالروترلاسه کولوپه خاطرجنګيدل اوبيايی د امريکايانويرغل يی په افغانستان باندي تائيدکړ اوهغوی دهيوادازاده وونکي اواباده وونکي
وبلل ٠
ښايی (ملالئ جويا) همدغه ډول مجاهدين چي په لويه جرګه هم ورسره ناست وودمحکمې وړبللي وي ،لکه رباني ،سياف ،صبغت الله مجددي اوپيراحمدګيلاني ٠ داډول تش په نوم مجاهدين په رښتيا هم دمحکمې وړدي
په درنښت
ستاسووروراسلام دوست


م ن غروال
06.01.2004

درنو لوستونکو سلام
دا عجب اسلامي څېړنه ده چه لولم يې٠ مجاهد او په دوه ډوله٠ د مجاهد تعريف کي ډولونه ما ﻻ تراوسه چيرته ندي لوستي٠ اما د جهاد ډولونه هو٠ هغه کسان چه تاسو او زه او نړېوال او اسلامي اصول هغه کسان چه په جناياتو او انسان وژلو او وطن خرڅولو اتهاموئ، او دي هم هماغه جنايتکاران، نو هغه خو اصلا مجاهد نشول٠ د مجاهد مقدسې او وياړلي لقب هغوئ ته کارول، د جهاد او مجاهد له اصطلاح سره ظلم او اسلامي لويه ګناه ده ٠ دا داسي مثال لري لکه سړۍ چه ووائې زر يا طلا په دوه ډوله دي يو هغه چه رنګ يې سپين يا سوربخن يا ژړرنګئ وي او دبرق عايق او نرم او دزنګ وهلو په امان وي، او دوهم هغه دي چه ډېر زر ماتيږي او برق نه تيروي او د نم په وړاندي ډير زر زنګ وهي٠ نو دا خو طلا يا زر نشول٠ جنايتکار ته بايد جنايتکار او مجاهد ته بايد مجاهد ووايو٠ داسي حق لرو چه ووايو چه دوه ډوله خلک د جهاد په وخت کي وؤ، يو في سبيل الله يعنې مجاهدين، اوبل هم في الډالر والکدارخلک يعني ملي خائينين٠ اما نه داسي چه مجاهدين دوه ډوله٠ مجاهد ، مجاهد دي هغه کي ډول مول ځائ نلري٠ اما ستاسو په هدف زه پوه يم چه مرام مو همدا دي اما ليکل او وېشل داسي نه لکه چه پورته مو مجاهد وېشلئ دي٠ والسلام



محمد اسحق شيوانی
07.01.2004

ګرانو افغانانودټول افغان ليکوالانو خويندو او وروڼو اسلام عليکم ورحمتُ الله وبرکاتهُ!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
هيله ده چه په ښه ساعت، روغ صحت او خوشحاله زړه راته وعليکم وواياست.........

دروند ورور غروال صاحب ستاسو د نظر څخه يوه نړي مننه کوم، خودا واوره>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
پښتانه يو متل کوي، او وايې چه ( نه دي وي اوريدلي وابه يې وري، او چه نه دي وي ليدلي وه به يې وينې)
ستاسو خبره پرځاي ده زما له نظره چه جهاد ندي پردوه قسمه ، خو ؤسنيو خاينانو پردوه څه پر لس قسمه ويشلي.
زه به ئي يو نمونه درکړم:::::::::::::::::::::: > طالبان چه دي هغه خپل کردار او عمل جهاد بولي، او دايو قسم جهاد چه
دکفر په مقابل کي دي ورته وائي، او بل داچه ښاغلي کرزي او دده ملاتړي داخلي او خارجي (امريکايان) دطالبانو
او دهغوي دملاتړې (اُسامه بن لادن) پر ضد جګړه جهاد بولي..
ددي خبر نور تفصيل به ښاغلي اسلام دوست صاحب يا ښاغلي پاڅونوال صاحب درکړي، ځکه هغوي هم زماسره په
پورتنيو خبري کي تائيد کړيدي، او ډير پوره معلومات لري، نو زه ده اسلام دوست اويا پاڅونوال صاحب څخه غوښتنه کوم چه دروند ورور ښاغلی غروال صاحب ته پوره تفصيل ورکړي...
________________
په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق (شيوانی)
afghan_farahi@yahoo.com



ع کريم حليمي
26.01.2004

شيوانی،غروال،اسلام دوست ،پاڅونوال ، صاحبانو سلام عليکم !
خدای مو غم مه راکوه ستاسو ليکنی چې ګورم او چی وايم ئی ډير خوند پر اخلم ٠ نو مننه درڅه کوم!
ګرانو جهاد خو هر انسان کوی او کوو ئی تر مرګ تر ساعته (جهاد اکبر )
دوهم چی دی هغه ته قتل او قتال وای (په شرعه کی ) وه دی ته په اصتلا کې دحق د لاری مجاهدين وای ٠
او بل فقه داسی وايی (چی قومندان دقتل او قتال يو وی ) يو امام ٠
ؤس به راسو ملالی جويا ته جوېا ويلی دی چی مجاهيدين دی محاکمه سی ٠ دمځکی پر مخ څلور ښه ځايه سته
مکه ،مدينه ،مسجداقصا ،اوبل زما په فکر محکمه ده ٠ محکمه هغه ځای دی چې حق او باطل په کښی معلوميږی ٠ او د محکمی څه يوازی د غدارانو بد کيږی ٠
ملالی و يلی دی چې مجاهيدين دی محاکمه سی ٠ چې دا ئی حق ويلی دی کيا ؟ ډيره حق خبره ده ٠
حق ته چې هر څوک ګوته و نيسی ډير اعلی (و نبی ص ته سړې ودريدی چې زما پور دی ندي راکړی شاهد تير سو چې ورکړی ئی وو ) ٠
که ملاله : خلقی ، پرچمی ، مسلمانه، کافره، هر شی چې ده خپل کار ئی دی ٠
ملت يو حق لری که مو ملاله په دغه خوله و زبان او فکر نوی خوښه نو دفراه د ولايت خلګ دی بيا رايه نه ور کوی ٠
پر دونيا داسی وختونه تير سوه چې ويل ئی مځکه ګردی ده (ول مړ ئی کی )
ډير ښه کار دی څوک خبری وکی ٠ که خوله ئی پټه نيولی وی د پوټ خولي سړې حال جامعی ته نه معلوميږی ٠
پخوا وختو کی چې پر دوکانو سرلوحی نه ويی څوک نه پوهيده چې چشې خرڅه وی تر هغو به سړې ورته ولاړ وای چې دروازه خلاصه کی بيا به نو معلومه سوه چی چشی خرڅه وی ٠ اوس پر دوکانو سرلوحی ځړيږی ٠
نو چې انسانان خبری وکی موږ ته به رامعلومه سی چې چشی لری ٠ که څه ئی ستا دپاره درلوده خوښه ٠
کنه ولاړ سه هغه چاته رايه ورکه چی ستاملی کټه پکښيوی ٠
کوښښ و کی چی هغه چاته رايه ورکی چی ستاسو ملی او فردی کټه پکښی وی ٠
ع٠ک٠ حليمي


نقاد
26.01.2004

حليمي صيب ښې چارې، سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم د ښو خلکو له ډلې دې خدای مه کموه !
هره ليکنه مو د ساده خو ډيرو ارزښتمنو حقايقو په ويلو سره راته په بې ساري توګه په زړه پورې ده ، په منطقي او رښتيني اند ،حق ليکنه او حقه وينا مو برکت شه !
ستاسو خبره بيخي سمه او منطقي ده چې له محکمې څخه صرف پړه ، ملامت او ګناه کاران ويريږي، هو، متل وايي :(( چې غل نه وې له باچا نه هم مه ويريږه)) ، ملالۍ جويا د مجاهدينو نو م نه واخيستی ، صرف د جنايت کارانو کلمه يې کارولې وه، خو له اړند څخه څرګندېدل چې مطلب يې مجاهدين دي. وايي (( ويشتلی په زړه بيدار وي)) ، نو د سياف ، رباني او نور (( جهادي) مشرانو په څير اشخاص چې لاسونه يې د بې ګناه خلکو په وينو سره شوي او ګېډې يې هم په ډالرو ، دينارونو او کالدارو باندې ډکې کړي دي، د ملالۍ جويا نيوکې يې فورا ځان ته راجع و بللې او لکه سياف په ډير مکر او طمطراق سره يې تقريبأ داسې وويل چې :(( شما ملت تانه نميشناسېد ، ملت تان او ملت مجاهدين قهرمان است ، که سوپر قدرت شوروي را، که از طرس او جهان به لرزه مي امد، او سوپر پاور شوروي را توته توته کرد...)) . نور نو څنګه کيدایشي ، څوک دداسې قهرمان مجاهد ملت مشران لکه
سياف، رباني ... وامثالهم محاکمه کړي او يا هغوی پر جنايتکارۍ تورن کړي؟ ددوی په اند دوی څوک نه پر مکه ، نه مدينه او نه په مسجد الاقصا کې محاکمه کوﻻی شي ، ځکه د شوروي سوپر قدرت نه سعوديانو ، نه فلسطينيانو ، نه بل او بل چا، او نه هم د امريکا يانو او نورو لويديځوالو په مرسته مات او ټوټه ټوټه شو، بلکې يواځې او يواځې د څو ((جهادي)) تنظيمونو په زور او برکت سره مات شو ی او بس! د تنظيمي مشرتابه له برکت پرته ددوی له پاره بيا مجاهد ملت هم نور څه معنی نه درلوده ، نو د روا په څېر د يوه بد نام ښځينه سازمان د يوې ملحدې او کمونستی غړې ملالۍ جويا په تور لګولو به دوی ولې اوڅنګه محاکمه ،يا جنايتکار نومول ،کيږي!

بنسټپالو تنظيمونو به له اول څخه دغه شعار ورکاوه چې : نه ( د) شرق (کمونيستي ديکتاتوري) غواړو، نه (د) غرب (ديموکراسي) ،بلکې مونږ خپل اسلامي ( بنسټپال ديکتاتوري) نظام غواړو، کوم چې ديموکراسۍ ته په هيڅ شکل سره، ولو که اسلامي او افغاني ديموکراسي هم وي ،اجازه نه ورکوي ، په کوم کې چې د عمر ثالث سياف، حضرت علي ثاني حکمتيار، حضرت عثمان ثاني خواجه يين رباني، ابو بکر خالص مخلص په څير د اسلام داصحاب صفته خليفه ګانو حکمونه او حل و عقد چليږي او بس .! په درنښت اوسلامونو ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more