د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دي نظرخان شايسته غزل

مجاهدكتوازي
20.05.2008

هسي ليونيوليوني كړوموږ : هسي يي په زلفوكي بندي كړو موږ
هغه غټي سترګي چي راواړوي: هسي يي ده سترګوسودايي كړو موږ
سري نركي شونډي سپين غاشونه پكي پړک وږي : هسي په تيرو شيشوزخمي کړو موږ
بيايي توري زلفي په ده سپين تندي راړنګي كړي: هسي په ده مستو مي خانو كي په مستي كړوموږ
ترسپينو غاشولاندي په نري ژبه سندري كړي
هسي خپل طرف ته په اتڼ كي په سيالي كړو موږ
ده مسته ده كوم ځايي پيرياني دلته راغلي ده
هسي په انګار كي داخپل ځان ته سپيلني کړو موږ
لاړه مجاهد ده بل چا شوله
هسي ببر سره ملنګي کړو موږ
وميد ده دي دي غزلي په اړه خپل نظروليكي


Nazar
20.05.2008

دسينې داغ

چې مې ستا ورانې ويجاړې وليدلې
ګران وطنه! له زړګي مې نه وتلې

په ليدو دا ستا ماتم راباندې جوړ شو
خداى دې وران كړي چې يې ته را ورانولې

ستا دننګ څلي ټول ړنګ وو ګران هېواده
پر ګرېوان مې ځكه اوښكې بهېدلې

هره تيږه دې په وينو باندې سره وه
له درو څخه دې وينې څڅېدلې

نه هغه شور د بلبل او نه چمن و
بوراګانو سرې منګولې لګولې

د بلبل پر سينه داغ و پيدا شوى
دماتم كيسې يې هر چاته كولې

له دردونو او زخمونو سره مخ وو
د وفا په سترګو هېچا نه كتلې

نور عارف ته منور ښكلا ښكلا شوې
چې "د خړ كتاب شريك" را وګټلې.


Nazar
20.05.2008

نه يې شم تېرې هېرولى اونه يې نن دا لوړمقرستايم
نه مې جامونه دي ليدلي نه دسروشنډوکوثرستايم
په سپيره کلي کې اوسيږم اوګر ځيږمه په غرورغو
نه دساقي سره آشنا يم اونه دشنو ميو ساغرستايم
نه دچامدح شم کولى اونه دچابدوته ويلى شم ښه
راته ښه ښکاري چې پر ځاي يې خپل ټټو اوخپل کچرستايم
نه دپردودخيراتونوڅه صفت ،نه دقصرونوڅه ستاينه کوم
ماته ډيرښه دي چې په ځاي يې بېوسي دخپل ټبرستايم
چې دشهيد وينې يې هېرې په عيشونوشوسر
نورترې بېزار يم، لا له هانده يتيمان سريې ببرستايم
چې يې هيرکړي او پلورلي په بازاريودکاليوپه څير
زغملى نه شم خپل عزت مې دټاټوبي خپل حضرستايم
چې دوطن په ننګ زهيرنه شولو،تمه ترې څله کوې!
څه شوکه ډير ې لري نه يې کلدارې،نه يې ډالرستايم
چاچې رانغښتي خپلې مټې دوطن دآبادۍ په چوپړ
سرمې ترې ځارشه،زه يې آن ددار په سرستايم
په ماشومتوب کې مې مورجانې داسې ويلي راته
سردې ټيټ نه کړې ځويه ! زه دهمت لکه لوي غرستايم
ماته بدښکاري دامودونه،فېشنونه تقليدونه دبل
حيانه ډکه دې ټکري کې پټ ښايست لکه قمرستايم
دنياده لويه پاى يې نشته اودودونه رواجونه دي ډير
ګران(امين زى) ته خپل وطن دى خپله مېنه خپل کلچرستايم


همت الله امين زى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more