وطن پال او نور ګټور شعرونه
ښکلی کندهاره زه دی قربان
خیریوسی
07.05.2008
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر خرقې مبارکی شمه
بیا دی قربا ن داحمدشاه بابا تر روضی شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر نازو انا ، وملالۍ شمه
بیا دی قربان دسپین ږیرو تر جرګې شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان د عیدګاه تر دروازی شمه
بیا دی قربا ن
بیا دی قربان تر ارغنداب وبند دالی شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر شین غرو چهل زینو شمه
بیا دی قربا ن
بیا دی قربان د شاه اغا تر جنډې شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر خواجه ملک وباغ سرده شمه
بیا دی قربا ن
بیا دی قربان تر پاشمول وچارغولبې شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر شیرسورخ وسرپوزې شمه
بیا دی قربا ن
بیا دی قربان تر غیرتی شملو شمه
ښکلی کندهاره