هنر،ادب او پښتو نحوه
د پښتو د خوږی ژبی لپاره شعرونه
پښتونمل
01.05.2008
پښتو
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
د ښاغلي پيرمحمد " کاروان " شعر
پښتونمل
01.05.2008
پښتون ته خطاب
پرون سالار وې نن د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
مغــُل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته
چې درته ووايي د ننګ غيرت اشعار پښتونه
اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور
په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه
غواړم له تانه د ميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلکو په ځای ناست د کندهار پښتونه
د پکتيا پښتونه تاته ډيرې سترګې اوړي
ته مشهور په ننګ غيرت په هر ديار پښتونه
وزيرو تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړي
انګرېزان ستا له لاسه تل وو ناکرار پښتونه
خبرې ډېرې دي اوږدې کيسې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه
د خوشال خان خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) رح شعر
پښتونمل
01.05.2008
د پښتون حال
باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه
نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه
چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه
که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعر
پښتونمل
01.05.2008
پښتونه غوږ شه
زيږ پښتون شه دباباپګړۍ په سر کړه
په پښتواوپښتونواله ځان خبر کړه
لر اردو او بر فارسي کې پښتوګېره
د دری د ژبې ليرې ترې اثر کړه
ژر شه ويښ چې پښتوپه مړه کېدوده
پښتوليک اولوست رواج دخپل دفتر کړه
دا نفاق توره بلا ده نور يې پرېږده
غېږه خلاصه کړه پخلاخپل مرور کړه
دامنم چې ستادتورې ثاني نشته
دجګړې خيال دماغزو ځنې بهر کړه
تمدن واړه علمه نه مونده شي
قلم پورته ځان خاوند دلوی هنر کړه
لا ترکومه دبابا په نوم نازيږو؟
ملادې وتړه ودان دا خړ کابل کړه
د ښاغلي نجيب الله "جبارخېل" شعر
پښتونمل
01.05.2008
پښتون ته
ځان دې په خپله د پردو پسې تړلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
توره تر لاسه شه پله خاوره خپل ايمان وګټه
که ته ريښتونی يې پښتون افغانستان وګټه
بې غمه ناست يې غېرت چېرته درنه تللی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
په خپل وطن کې يې بې کور دومره نادان ولې يې
کمزوره نه يې له هيچانه نو بې ايمان ولې يې
مظلوم ولس دې تورو شپو کې غورځېدلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
دا خو منم چې خوله لرې خو غږېدلای نشې
پوهيږم سترګې خو دې شته څه پرې ليدلای نشې
داسې سړی مې په بتانو کې شمېرلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
xxxx
ننګ او غېرت چې پکې نه وي دا ځوانان څه په کار
چې غم دخلکو وطن نه خوري دا مشران څه په کار
داسې غافلو پښتنو مې زړۀ رېبلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
مخ دې يې تور شي چې پښتو او شجاعت نه لري
هغه نر نه دی چې مېړانه کلک همت نه لري
بې ننګ پښتون خو خوشحال خان بابا رټلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
روغ لېونيه هر سړی چې غلامي کړي د بل
مرګ به پرې ښه وي څوک چې دا شان بندګي کړي د بل
دغه بدبخته له پښتو ځينې وتلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
د ښاغلي وزير محمد "روغ لېوني" شعر
پښتونمل
01.05.2008
دپښتنې مور اواز
زما په عقل کښې نقص نه شته دی انسان يمه زه
ما چې ورکړی امتحان ده قهرمانه يمه زه
ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيان روزلي
د استعمار مقابلې ته جنګيا ليان روزلي
ما دايمان سبق ښودلی په زانګو کښې ورته
دتجاوز په مقابل مې ميرويس خان روزلي
دميوند جنګ کښې قرباني ته په ميدان ومه زه
ما چې ور کړی امتحان دی قهرمان يمه زه
سر کښې ماغزه لرم ماغزو کښې احساسات لرمه
زه پښتنه د پښتنې مينې جذبات لرمه
داسې خو مه وايه چې کور کې يا په ګور کښې اوسه
ستا داحساس لپاره ډېر عالي خيالات لرمه
د پښتون کور ابادېدو ته په ارمان يمه زه
ماچې ورکړی امتحان دی قهرمان يمه زه
دنړ يوال په مقابل انتظام پورته کړه
دجهالت الزام کړه لرې نوم دقام پورته کړه
عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپل زړه وګڼه
که ترقي دې وي مقصد ددوی مقام پورته کړه
ټول نړيوال ته په طاقت کښې ښه بيان يمه زه
ما چې ورکړی امتحان دی قهرمان يمه زه
دوطن مور يمه ته ګواښ دظلم زور مه کوه
دجګو غرو زمرو ته غوږ کښې شور ماشور مه کوه
دوی نه ختميږي سلسل دغيرتنو لري
داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لري
(حفيظه ) وايه چې قدرت د ستر کاروان يمه زه
زما په عقل کښې نقص نه شته دی انسان يمه زه
د اغلې زرلښت "حفيظ" شعر
پښتونمل
01.05.2008
پښتو ژبه
زه يم پښتون او پښتو ژبه ناوکۍ جوړوم
د ننګ په بيه ناوکۍ ته سره ډولۍ جوړ وم
دادخوږې مور پښتنې يوه پښتنه ژبه ده
کړم به يې پورته له زمين ورته پوړۍ جوړ وم
دامې د پلار اودنيکه ميراث دی پاته ماته
د پلار نيکه په ميراث نن ښکلې ماڼۍ جوړ وم
داد پښتون د ننګ غيرت اود عزت نښان دی
او لوړه شمله ورته په سرتړم پګړۍ جوړ وم
د خزان باد ته به دېوال شم ځان به ټينګ کړم ورته
ورته سايه به ده غرمې شم او سپرلۍ جوړ وم
د پښتنې نازو اناقيصې به هېرې نه کړ م
او د احمد شاه باباقيصونه به زولۍ جوړ وم
پښتو به وايم په پښتو ژبه به وياړمه زه
او د نوروژبونه پښتوته به څپلۍ جوړه وم
مسکين کړه مړ خو دازړې جامې يې مه څېروه
او څېری جاموته اصلزئ چې نن پټۍ جوړه وم
د ښاغلي صابر "اصل زي" شعر
پښتونمل
01.05.2008
افغانستان ته
ته مو روح يې ته مو ځان يــې
ته وطن جـــــــنت نښان يـــــــې
په سرو وينو به دې ســـــــــاتو
ته زمـــــونږ افغانـستان يــــې
ته يوه توره د غــــيرت يـــــــې
تــــه جــــنډه د شهامــــت يــــې
ستــــا تاداب د انســـــــانيــته
ته تاداب د انســـــــانيت يــې
ته زمونږ د سترګو تور يـــــې
تـــــــه يې مينه محــبت يـــــې
تـــــابه لوړ همېشه ســـــــــــاتو
تــــــــه شمله د افغانيت يې
ستا د خوار اولاد دوعا ده
چې همېش دې سلامت يې
مونږه واړه ستا بچيـــان يو
ته په مونږه باندې ګران يې
په سرو وينو به دې ســـــــاتو
تـــــه زمونږ افغانستان يـې
ستا خزان هم بهــــــــــارونـه
هــــــــره تيګه دې لالـــــــونه
ستا په غېږه کــې پراتـه دي
د سپين غر پشانته غرونه
هم ويده ستا په سينه کې
د غـــــيرته ډک ســــــــــرونه
له غيرته چې نارې کړي
د هلمند کونړ سيــــــندونه
ستا په ګُلو ښايسته شوي
ډېرو پېــــــــغلو وربولونه
مينه ستا ډېره خوږه ده
ته اعلا تر ټول جهان يې
په سرو وينو به دې ساتو
ته زمونږ افغانستان يې
انګرېزان دې نابود کړي
تا له غېږې خپل ايستلي
تاته جګ څوک کتی نشي
دوښمنان دې شرمولي
تا پخپله لوی لمن کې
غيرتي بچيان روزلي
ستا د ننګ ناموس لپاره
ډېرې ميندې ژړېدلي
ډېرو ستا په محبت کې
په سينه مرمۍ خوړلي
ستا په سر به ځان قربان کړو
ته ژوندون د هر افغان يې
په سرو وينو به دې ساتو
ته زمونږ افغانستان يې
هر بچی دې (احمدشاه) دی
غيرتي دی باوفا دی
هره پېغله (ملالۍ) ده
هر زلمی په تا فدا دی
چې له تا دي جدا شوي
د هغو زړه په ژړا دی
بېل له تا چې مونږ اوسېږو
دا څه ژوند پدې دونيا دی
بس چې ستا غېږه کې خښ شو
لوی ارمان د ژوند مو دادی
ستا ديدن پسې رنځيږي
د "هېواد" د زړه درمان يې
په سرو وينو به دې ساتو
ته زمونږ افغانستان يې
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعر
پښتونمل
01.05.2008
پښتو ژبه
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا
د ارواښاد حمزه بابا شعر
پښتونمل
01.05.2008
پښتو ژبۍ او پښتو !
تاکۍ نغښتی معنی دغيرت ده شمله دلوړوالي اوعزت ده
اغيارته دی نه پريږدو ترقيامته دا زمونږميراث روحي قوت ده
تاکۍ ښه مينه اومحبت وينم ر ښتيا ويل او صداقت وينم
غږ چی ستا د جرګو واوري په دښمنانو دی هيبت وينم
تا کۍ ميړانه او وفا شته تيارو زړونو ته رڼا شته
جرګو دود کی د پخوا نه د الله عدل او رضا شته
په تا فخر کړم ايمان لرم دا باور او اطمينان لرم
کله چی ته راسره مل يۍ زه برۍ يه هر ميدان لرم
ته لارښود د نارينتوب يۍ سترښونځۍ د سړيتوب يۍ
د ميړانۍ درس او فن لپاره ته پوهنځۍ د ميړنتوب يۍ
دتاريخونو په اوږدو کۍ د حب القدرتونو مرحلوکۍ
په تا شوي څوواره ګذارونه چی رامات کړي ستا وزرونه
تا کاږلي د عمرونو کړاونه دخپلو اوپردو نه جنجالونه
سردی ټيټ نکړو هيڅ چا ته څومره چۍ وهلي ستاسرونه
راويښ شوي دی بچيان دي ډګر ته وتي لکه زمريان دي
په دی نومو دي توهين شوي پټان،پاګل که غول افغان دي
پښتوويل، ليکل، لوستل کا پيغلۍ ، واړه او که ځوانان دي
په هری څانګی روزل شوي اوس ستا تکړه کدرونه دي
اوس ستا د ودی نوۍ واردی تخنيک دکمپيوتر سره دی کاردی
هيردی نه شي نړيواله دسيسی غليم پخوا نه لا درته بيدار دی
پښتون چی په پښتوکولو وياړي پښتو يا مرګ د خدايه غواړي
بی اوبو فصل ژروچيږی یاره ژبه خدمت زمااوستانه غواړي
ظريف وايي د لراوبرقومو ته درنو،د سترګو تورو پښتنو ته
په توره،قلم که سرو مال وي کووبه تل خدمت پښتواوپښتنوته
د انجينر روح الله ظريف ساپۍ شعر