د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
افغاني مېرمنو تکړه شئ!
ihtesham
01.05.2008
ښځينه موټر چلوونکې هم هڅه کوي موټرخپله وچلوي
حنان حبيبزى
له کابله
په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د پوځي مرستو په مټ رامنځته شوې ولسواکۍ ښځو ته دا لار اواره کړه چې په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي چارو کې خپله ونډه وښيي .
د ٢٠٠١ کال په وروستيو کې پر افغانستان د امريکا د متحدو ايالاتو له پوځي بريد وروسته افغان مېرمنو د ټولنې د غړو په توگه له کوره بهر د کار کولو ازادي ترلاسه کړه .
دا هغه خپلواکۍ وې چې د لسيزو راهيسې په هېواد کې روانو جگړو په ټپه درولې وې او اوس دوى ته دا لاره هم اواره شوې ده چې د نارينه وو په څېر شخصي موټر وچلوي .
دا د ښځينه ازادۍ په لورنوى پرمختگ دى او ښځو ته دا وړتيا ورکوي چې د نارينه وو په څېرخپل گاډى خپله وچلوي او پرمخ ولاړې شي .
که څه هم په افغانستان کې د ښځينه وو له خوا موټر چلول نوې خبره نه ده، خو له لسيزو وروسته په ټپه ولاړ بهير يو ځل بيا د ډيموکراسۍ او فردي ازادۍ د هڅو په اوږدو کې له سره نيول کيږي .
په افغانستان کې د پوځي حالت سره سره چې د طالبانو په وړاندې جگړه هم په کې راځي دخپلواکۍ نوي احساسات اود ډيموکراسۍ نښې نښانې د لويو ښارونو په واټونو او کوڅو کې په ټينگېدو دي .
افغان ښځو نشو کولى چې د خپل تېر رژيم پر مهال ښوونځي ته ولاړې شي، دولتي ادارو کې کار وکړي او په نورو ټولنيزو او سياسي چارو کې خپله ونډه وښيي .
خو په ٢٠٠١ کال کې چې امريکا پر طالبانو يرغل وکړ او د هغوى واکمني يې وپرځوله دادى شپږ کاله کيږي چې ددوى په وړاندې د ازادۍ څرکونه په ډېرېدو دي .
په کابل کې د موټر چلولو د روزنې يو شمېر مرکزونه وايي چې په تېرو څو کلونو کې په زرگونو ښځينه چلوونکې يې روزلې دي او د افغانستان په لويو ښارونو کې پر کار بوختې دي .
خو يو شمېر نورې لا هم د چلولو د روزنې د ترلاسه کولو په ټولگيو کې ونډه لري .
گل خان مموزى د مموزي د موټرچلولو د مرکز مشر دى، نوموړى وايي چې د ټولنيزو ستونزو سره سره ښځې غواړي چې په دې برخه کې هم خپله وړتيا وښيي .
مريم د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي زده کوونکې ده ، نوموړې يې د سپرلۍ گاډى پخپله چلوي وايي چې په ټولنه کې د ښځو په وړاندې شته دوديز توپيرونه د چلولو پر وخت دا ډېره ځوروي :
''مريم خلک راپسې خبرې کوي ....''
بهانه سروري د مموزي د موټر چلولو د زده کړې په مرکز کې نوې زده کوونکې ده، دا همدا شيبه د کابل ښار په يوه برخه کې گاډى ځغلوي او هڅه کوي چې دکابل د گڼې گوڼې په واټونوکې د چلولو وړتيا پيدا کړي .
زه له دې سره په گاډي کې ناست يم ، همدا شيبه موږ پخپل لاس کې نه يو روان، درې نور گاډي زموږ په مخکې دي چې له يو بل نه د مخکې کېدو هڅه کوي اوموږ هم ډېر ور نژدې يو، وگورو چې بهانه جانه څه ډول کولى شي چې پخپل لاس کې پرتگ بريالۍ .
د بهانه جانې د لارښود په مرسته دې وکولى شول چې خپل لاسته وگرځي، ښه بهانه جانې تاسو خو گاډى هم چلوئ خبرې به درته سختې وي خو که په لنډو راته ووايې چې ولې دومره وارخطا شوې :
'' ولا سړى وارخطا کيږي نو، گڼه گوڼه ډېره ده او لوړې او زورې هم د کابل په واټونو کې ډيرې دي ، سړى ډېر وارخطا کيږي .''
خو که په داسې يوه گڼې گوڼه کې گاډى خرابه شي او يا ټاير پنچر کړي نو بيا خو به ستونزې لاپسې د يوې ښځينه چلوونکې لپاره ډېرې شي .
مريم د کابل د پوهنتون زده کوونکې ده نوموړې وايي دا حالت يې ستونزې ډېرې زياتوي .
د افغانستان په څېر دودپاله ټولنه کې ښځې په روغتيايي چارو، ښوونه روزنه او په دې وروستيو کلونو کې ان په بهرنيو مرستندويه ټولنو، لوبو ، هنر او د ژوند په نورو ډگرونو کې ډېرې فعاله دي او ورځ په ورځ يې فعاليتونه پراخيږي .
خو خپلواکه خبرياله تور پيکۍ امرخېل چې د ښځو د چارو په اړه يې ډېرې څېړنې کړې دي وايي چې دغه پرمختگونه يوازې په ښارونو پورې لنډ دي ، په کليو کې ښځې هغسې د دې په وينا له ستونزو سره مخامخ دي لکه چې په تېرو کلونو کې وې .
ځکه خو ځينې ښځينه چلوونکې ددوى په وړاندې له شته دوديزو توپيرونو څخه خوښې نه دي او وايي چې داددوى وړتيا وژني ان په کابل کې د پوهنتون زده کړياله مريم وايي چې دا هغه مهال ډېره ځوريږي چې د موټر چلولو پر وخت د نارينه گانو له بدو خبرو سره مخامخ شي، مريم همدغه ستونزه يادوي .
زه له بهانې سره په گاډي کې په داسې حال کې بهر ووتلم چې هغه يې له ښوونکي سره د چلولو د تمرين لپاره روانه شوه .
ما داسې احساس کړه چې په افغانستان کې رښتيا هم د ښځو لپاره د گاډي چلول څومره سخت کار دى هغه وخت چې مې د ځوانانو د يوې ډلې يو غړى وليد چې په دې يې ملنډې ووهلې :
د ښځينه چلوونکو ښوونکي هڅه کوي چې په افغانستان کې له دې نوې ازادۍ څخه گټه واخلي او خپله ښوونه روزنه روانه وساتي خو دوى هم ډېر ځورېدلي دي .
انجينر عبدالکبير چې بهانې ته د گاډو د چلولو روزنه ورکوي وايي چې په ټولنه کې يو شمېر ځانگړي فکرونه شته دي چې د ښځو پر فعاليتونو ملنډې وهي او ددې ډول خلکو شمېر ډېر لږ دى .
ددې سره سره چې افغانستان دتيرو کلونو راهيسې ډېر بدل شوى دى خو دا ډېر لوى زړه غواړي چې په يوې دودپاله ټولنه کې د ښځو په وړاندې د توپيرونو د شتون سربېره هغوى کولى شي چې په ټولنيزو، سياسي او يا اقتصادي چارو کې ونډه واخلي .
هسې هم ښځې او نارينه د گاډي ددوه پايو مثال لري او که د گاډي يوه پايه کار پريږدي طبيعي ده چې سفر نشي کولى .
يو شمېر خلک وايي پرېږدئ چې ښځې د بېلابېلو چارو د پرمخ بېولو وړتيا پيدا کړي او وکولى شي چې له خپلو کورنيو سره په ښه ډول مرسته وکړي .
خو خبرياله امينه بابک چې خپله هم موټر چلولى شي وايي چې د افغانستان ښځې ډېر وخت ته اړتيا لري چې له نارينه وو سره د سيالۍ جوگه شي .
زه د ټرافيکو له چارواکو سره هم وغږېدم ، دوى په ټوله کې د ښځينه موټر چلوونکو چې اوس يوازې په افغانستان کې شخصي گاډي چلوي او ډېرى يې خپلو کارځايونو ته پرې تگ راتگ کوي ملاتړ وکړ او ويې ويل چې د ټرافيکو قوانين په پام کې نيسي .
ډېرى وايي افغانستان لا هم د ټولنيزو چارو په پر تله ډېر پام امنيتي او سياسي چارو ته کوي او د سوله ييز چاپېريال راگرځول دې هېواد ته ډېر ليرې دي .
ماته د امينې په څېر ډېرو مېرمنو وويل چې دوى نه يوازې په کليوالو سيمو کې بلکې په ښارونو کې له دې ډېرې پورته نورې ستونزې لري .
يوې چلوونکې دا خبره له ډېرې نهيلۍ سره وکړه چې موږ په افغانستان کې خپلواکي لرو خو نشو کولى د خپلو خوښيو لپاره يې ډېره وکاروو.
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2008/04/080430_women_driving_afghanistan.shtml
Re: افغاني مېرمنو تکړه شئ!
pattang
09.05.2008
دغه خبرې او عمل خو ډېر خطر ناکه دي ، څکه سل ګزه ټوپونه وهل خو ډېر
په ضرر تماميږه ٠هر هغه قوم ملت به تبا کيږي اوخپل هويت له لا سه ورکوي چې
هغه په خپل کلتور کې لوی نشي او هر کار او پر مخ تګ د خپل کلتور په غيږ کې
ونکړي ٠ .
داخبرې خو ښې دي خو له بلې خوا په وزير اکبرخان کې ښځي به دبلجيم عسکروته
ورتلې او په څنګ کې يې د يوه افغان دفتر وو چې دملل متحد په څانګه يې کار
کاوو ددوی دعشقي او شهوتي نارو او جزبي له لاسه او نارويې کار نشوی کولی او
خپل کار يې پرېښود٠ هر شی چې په خپله وي په ګله وي٠
په اولو کې به داشغالګرو عسکر دوبۍ ته تلل او هلته به يې د شرقي بلا ک دنجونو
سره خپل کار کاوو ، اوس کابل ته راځي او خبل کار کوي٠
(دستر ګو ليدلی حال )
مرګ په اشغالګرو او غربي دېموکراسي چې دديکتاتوري يو پوخ شکل دی٠
[quote:8816033413="ihtesham"]ښځينه موټر چلوونکې هم هڅه کوي موټرخپله وچلوي
حنان حبيبزى
له کابله
په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د پوځي مرستو په مټ رامنځته شوې ولسواکۍ ښځو ته دا لار اواره کړه چې په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي چارو کې خپله ونډه وښيي .
د ٢٠٠١ کال په وروستيو کې پر افغانستان د امريکا د متحدو ايالاتو له پوځي بريد وروسته افغان مېرمنو د ټولنې د غړو په توگه له کوره بهر د کار کولو ازادي ترلاسه کړه .
دا هغه خپلواکۍ وې چې د لسيزو راهيسې په هېواد کې روانو جگړو په ټپه درولې وې او اوس دوى ته دا لاره هم اواره شوې ده چې د نارينه وو په څېر شخصي موټر وچلوي .
دا د ښځينه ازادۍ په لورنوى پرمختگ دى او ښځو ته دا وړتيا ورکوي چې د نارينه وو په څېرخپل گاډى خپله وچلوي او پرمخ ولاړې شي .
که څه هم په افغانستان کې د ښځينه وو له خوا موټر چلول نوې خبره نه ده، خو له لسيزو وروسته په ټپه ولاړ بهير يو ځل بيا د ډيموکراسۍ او فردي ازادۍ د هڅو په اوږدو کې له سره نيول کيږي .
په افغانستان کې د پوځي حالت سره سره چې د طالبانو په وړاندې جگړه هم په کې راځي دخپلواکۍ نوي احساسات اود ډيموکراسۍ نښې نښانې د لويو ښارونو په واټونو او کوڅو کې په ټينگېدو دي .
افغان ښځو نشو کولى چې د خپل تېر رژيم پر مهال ښوونځي ته ولاړې شي، دولتي ادارو کې کار وکړي او په نورو ټولنيزو او سياسي چارو کې خپله ونډه وښيي .
خو په ٢٠٠١ کال کې چې امريکا پر طالبانو يرغل وکړ او د هغوى واکمني يې وپرځوله دادى شپږ کاله کيږي چې ددوى په وړاندې د ازادۍ څرکونه په ډېرېدو دي .
په کابل کې د موټر چلولو د روزنې يو شمېر مرکزونه وايي چې په تېرو څو کلونو کې په زرگونو ښځينه چلوونکې يې روزلې دي او د افغانستان په لويو ښارونو کې پر کار بوختې دي .
خو يو شمېر نورې لا هم د چلولو د روزنې د ترلاسه کولو په ټولگيو کې ونډه لري .
گل خان مموزى د مموزي د موټرچلولو د مرکز مشر دى، نوموړى وايي چې د ټولنيزو ستونزو سره سره ښځې غواړي چې په دې برخه کې هم خپله وړتيا وښيي .
مريم د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي زده کوونکې ده ، نوموړې يې د سپرلۍ گاډى پخپله چلوي وايي چې په ټولنه کې د ښځو په وړاندې شته دوديز توپيرونه د چلولو پر وخت دا ډېره ځوروي :
''مريم خلک راپسې خبرې کوي ....''
بهانه سروري د مموزي د موټر چلولو د زده کړې په مرکز کې نوې زده کوونکې ده، دا همدا شيبه د کابل ښار په يوه برخه کې گاډى ځغلوي او هڅه کوي چې دکابل د گڼې گوڼې په واټونوکې د چلولو وړتيا پيدا کړي .
زه له دې سره په گاډي کې ناست يم ، همدا شيبه موږ پخپل لاس کې نه يو روان، درې نور گاډي زموږ په مخکې دي چې له يو بل نه د مخکې کېدو هڅه کوي اوموږ هم ډېر ور نژدې يو، وگورو چې بهانه جانه څه ډول کولى شي چې پخپل لاس کې پرتگ بريالۍ .
د بهانه جانې د لارښود په مرسته دې وکولى شول چې خپل لاسته وگرځي، ښه بهانه جانې تاسو خو گاډى هم چلوئ خبرې به درته سختې وي خو که په لنډو راته ووايې چې ولې دومره وارخطا شوې :
'' ولا سړى وارخطا کيږي نو، گڼه گوڼه ډېره ده او لوړې او زورې هم د کابل په واټونو کې ډيرې دي ، سړى ډېر وارخطا کيږي .''
خو که په داسې يوه گڼې گوڼه کې گاډى خرابه شي او يا ټاير پنچر کړي نو بيا خو به ستونزې لاپسې د يوې ښځينه چلوونکې لپاره ډېرې شي .
مريم د کابل د پوهنتون زده کوونکې ده نوموړې وايي دا حالت يې ستونزې ډېرې زياتوي .
د افغانستان په څېر دودپاله ټولنه کې ښځې په روغتيايي چارو، ښوونه روزنه او په دې وروستيو کلونو کې ان په بهرنيو مرستندويه ټولنو، لوبو ، هنر او د ژوند په نورو ډگرونو کې ډېرې فعاله دي او ورځ په ورځ يې فعاليتونه پراخيږي .
خو خپلواکه خبرياله تور پيکۍ امرخېل چې د ښځو د چارو په اړه يې ډېرې څېړنې کړې دي وايي چې دغه پرمختگونه يوازې په ښارونو پورې لنډ دي ، په کليو کې ښځې هغسې د دې په وينا له ستونزو سره مخامخ دي لکه چې په تېرو کلونو کې وې .
ځکه خو ځينې ښځينه چلوونکې ددوى په وړاندې له شته دوديزو توپيرونو څخه خوښې نه دي او وايي چې داددوى وړتيا وژني ان په کابل کې د پوهنتون زده کړياله مريم وايي چې دا هغه مهال ډېره ځوريږي چې د موټر چلولو پر وخت د نارينه گانو له بدو خبرو سره مخامخ شي، مريم همدغه ستونزه يادوي .
زه له بهانې سره په گاډي کې په داسې حال کې بهر ووتلم چې هغه يې له ښوونکي سره د چلولو د تمرين لپاره روانه شوه .
ما داسې احساس کړه چې په افغانستان کې رښتيا هم د ښځو لپاره د گاډي چلول څومره سخت کار دى هغه وخت چې مې د ځوانانو د يوې ډلې يو غړى وليد چې په دې يې ملنډې ووهلې :
د ښځينه چلوونکو ښوونکي هڅه کوي چې په افغانستان کې له دې نوې ازادۍ څخه گټه واخلي او خپله ښوونه روزنه روانه وساتي خو دوى هم ډېر ځورېدلي دي .
انجينر عبدالکبير چې بهانې ته د گاډو د چلولو روزنه ورکوي وايي چې په ټولنه کې يو شمېر ځانگړي فکرونه شته دي چې د ښځو پر فعاليتونو ملنډې وهي او ددې ډول خلکو شمېر ډېر لږ دى .
ددې سره سره چې افغانستان دتيرو کلونو راهيسې ډېر بدل شوى دى خو دا ډېر لوى زړه غواړي چې په يوې دودپاله ټولنه کې د ښځو په وړاندې د توپيرونو د شتون سربېره هغوى کولى شي چې په ټولنيزو، سياسي او يا اقتصادي چارو کې ونډه واخلي .
هسې هم ښځې او نارينه د گاډي ددوه پايو مثال لري او که د گاډي يوه پايه کار پريږدي طبيعي ده چې سفر نشي کولى .
يو شمېر خلک وايي پرېږدئ چې ښځې د بېلابېلو چارو د پرمخ بېولو وړتيا پيدا کړي او وکولى شي چې له خپلو کورنيو سره په ښه ډول مرسته وکړي .
خو خبرياله امينه بابک چې خپله هم موټر چلولى شي وايي چې د افغانستان ښځې ډېر وخت ته اړتيا لري چې له نارينه وو سره د سيالۍ جوگه شي .
زه د ټرافيکو له چارواکو سره هم وغږېدم ، دوى په ټوله کې د ښځينه موټر چلوونکو چې اوس يوازې په افغانستان کې شخصي گاډي چلوي او ډېرى يې خپلو کارځايونو ته پرې تگ راتگ کوي ملاتړ وکړ او ويې ويل چې د ټرافيکو قوانين په پام کې نيسي .
ډېرى وايي افغانستان لا هم د ټولنيزو چارو په پر تله ډېر پام امنيتي او سياسي چارو ته کوي او د سوله ييز چاپېريال راگرځول دې هېواد ته ډېر ليرې دي .
ماته د امينې په څېر ډېرو مېرمنو وويل چې دوى نه يوازې په کليوالو سيمو کې بلکې په ښارونو کې له دې ډېرې پورته نورې ستونزې لري .
يوې چلوونکې دا خبره له ډېرې نهيلۍ سره وکړه چې موږ په افغانستان کې خپلواکي لرو خو نشو کولى د خپلو خوښيو لپاره يې ډېره وکاروو.
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2008/04/080430_women_driving_afghanistan.shtml[/quote:8816033413]
رښتینی
30.05.2008
[code:1:dab0f81b96]'' ولا سړى وارخطا کيږي نو، گڼه گوڼه ډېره ده او لوړې او زورې هم د کابل په واټونو کې ډيرې دي ، سړى ډېر وارخطا کيږي .'' [/code:1:dab0f81b96]
مناسب خوداسي وه چي بهاني جاني ويلي وي ولا ښځه وارخطاکيږي :) :)
په مينه
همت
02.06.2008
سلامونه،
د ليکلو څخه ډډه کوم خو نا وخت رانه څو کرښې ليکل کيږي. په هر حال موضوع ګډه وډه نشي٠
[quote:fa99b0f274]دغه خبرې او عمل خو ډېر خطر ناکه دي ، څکه سل ګزه ټوپونه وهل خو ډېر
په ضرر تماميږه ٠هر هغه قوم ملت به تبا کيږي اوخپل هويت له لا سه ورکوي چې
هغه په خپل کلتور کې لوی نشي او هر کار او پر مخ تګ د خپل کلتور په غيږ کې
ونکړي ٠ .[/quote:fa99b0f274]
ولې خطرناک ده؟ که دې تشرېح ورکړې غوره به وي٠ موټر چلول هم د کلتور يوه برخه شوه؟
[quote:fa99b0f274]په اولو کې به داشغالګرو عسکر دوبۍ ته تلل او هلته به يې د شرقي بلا ک دنجونو
سره خپل کار کاوو ، اوس کابل ته راځي او خبل کار کوي٠
(دستر ګو ليدلی حال )[/quote:fa99b0f274]
ستاسو عکسل العمل څه وه؟
پاسينۍ ليکنه کې هم ياد شوي دي چې دا کومه نوي خبره نده ,
په غربي دمکراسي پورې هېڅ تړاو نلري.
همت
women rights
سميع الله سمس
19.07.2008
د شځو حقوق او که د شځو سپکوالې
ډېر افسوس کوم راشې کابل ته چه د شځو حقوق وه ويني