د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د عزیزیار دشعرونو یوه نمونه(چونغر)

chenar
22.04.2008

چونغر
هره دره یې ګلستان ده یو سهار ورشه
که دې یادیږي چون غر په دغه لار ورشه
یو رنګ په رنګ ښکلي ګلان دي کښې
بل سپین وزري ښه زرکان دي کښې
هم ښې غرڅه او ډیر سویان دې کښې
معطلي مه کوه ګله په تلوار ورشه
که دې یادیږي چونغر په دغه لار ورشه
په شین سهار کې شاهین ګوره پروازونه کوي
ګربته ناسته په ګړنګ عجب فکرونه کوي
ټپس بې غمه ده ویده ښکلي خوبونه کوي
زرک په مزه مزه چینې ته ځي په قرار ورشه
که دې یادیږي چونغر په دغه لار ورشه
پسته ته اوګوره اشنایه تماشې کوي
اوبښتې هم ګړګۍ نیولي دي نخرې کوي
زرک او سوسۍ ښکلي سیلونه د درې کوي
دی دبازانو وطن ویې کړه دیدار ورشه
که دې یادیږي چونغر په دغه لار ورشه
حضرته تل تر او تازه د وي چونغر ګلونه
خزان د نشي په غوري کښې هلکان او نجونه
د جبار په کلي باندې وایه زما سلامونه
د سین پر غاړه باندې ورو مخ په مزار ورشه
که دې یادیږي چونغر په دغه لار ورشه

حضرت محمد عزیزیار
بغلان
پلخمري ،ډنډ غوري[b:9b63e736f6][/b:9b63e736f6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more