وطن پال او نور ګټور شعرونه
شپېلۍ د عبدالباري جهاني شعري ټولګه پرلیکه شوه
Nawabi
19.04.2008
شيطاني دعا
دوه ياران سره ملګري وه كلونه
يو يې ژوند يو دسترخوان و يوه خونه
يو يې ټينګ پر عبادت مسلماني و
تل پر وخت به يې كول پنځه لمونځونه
د كال ښې ورځي به تل روژه په خوله و
كله كله يې د شپې كول نفلونه
د پيرانو د شيخانو اخلاص مند و
په هر ښار كي ور معلوم وه زيارتونه
يوه ورځ سهار وختي لاس په دُعا و
لوى څښتن ته يې زارۍ كړلې خواستونه
ويل خدايه ګناهونه مي مهاف كې
ما ته را مه كړې په برخه دوږخونه
دروازې دي د كرم كړه راته خلاصي
دښمنانو ته نصيب كړه دوږخونه
په طاعت مي سپيني كړي درته شپې دي
شپه په ورځ درته كوم عبادتونه
دې وطن كي دلته داسي بندګان دي
چي يې خوښ دي د لمانځه پر وخت خوبونه
نه زما چيغي نه آذان د ملا اوري
ستا پر نوم باندي كاڼه كي دوه غوږونه
په بستر كي يې اوږدې پښې غځولي
دوى به هم د جنت غواړي نعمتونه
پر ځاى پروت كړ سر راپورته ويل خوار سې
له خپل خدايه درته غواړه جنتونه
ځه مېلې كوه د حورو په لښكر كي
دربخښلي مي قصرونه كوثرونه
شل جنته او زر حوري دي نصيب سه
خداى ته ولي كوې زموږ شيطانتونه
ويرجينيا
2001- 8- 9
Nawabi
19.04.2008
دشپېلۍ د چاپ ټوله حقوق د خپروونکي اودانلائن حق ئۍ یوا ځي د بېنوا پاڼي سره محفوظ دي، نوري ویب پاڼي ددې کتاب شعرونه د ماخذ په ښوولو کاپي کولای شي
http://benawa.com/kandahar/library/sheer/shpailai/