د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان دځینو جنګیالیو دجنګونو د فلمونو په اړه
پښتون زلمی
11.04.2008
په افغانستان دځینو جنګیالیو دجنګونو د فلمونو په اړه
زما پتمنو افغانانو وروڼو
دا څو ورځو مخکې دافغانستان داوسنیو جنګونو په اړه ځیني فیلمونه لاس ته راغلل، دغه فلمونه چې دختیځ او سویل ختیځ کې دجنګ په مهال ډک شوي دي، ځاي په ځاي په کې دافغانستان پر ځاي دخراسان کلمه استعمال شویده، چې ما ته دې کار یو اندازه اندیښنه پیدا کړه، نه پوهیږم،
ګمان کوم چې دغه کار بې هیڅه نه دی، ضرور شاته څه موخې لرې.
که خراسان په تاریخ کې ددغې منطقی نوم پاته شوې دی، نو دهغه وخت خراسان تر دې ډیر څو چنده پراخه وو، او اوس خو يي نوم افغانستان دی، او دخراسان نوم کارولو ته نه څه اړتیا لیدل کیږي، او نه کوم شرعي غوشتنه ده، اونه کوم تاریخي غوښتنه ده.
نو آزاد افغان جنګیالو ته پکار دي، چې ددغه نوم له کارولو ډډه وکړي.