نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانانو کارپوهنه او جهالت مې ډېر ځوروي.
pattang
07.04.2008
[color=yellow:3a380e416d]انډيوالانو دا مضمون مې له بينوا ځخه اخيستی دی ، تاسو پر دې هکله ځرنګ خپل نظر ورکوۍ ??[/color:3a380e416d]
افغانانو ته د زهرو سوغات
په تېره اونۍ کې داسې آوازې او ګونګوسې ديوه لوړپوړي چارواکي له څرګندونو سره غبرګې خورې شوې ، چې ګواکې پاکستان دخپلو اټومي وسلو پاتې شوني دطالبانو د امارت په وخت کې په سويلي ولايتونو کې تش کړي دي .
همداراز له سيمې څخه دنا تائيدشويو راپورونو له مخې، دطالبانو د رژيم په وروستيو کلونو کې دهلمندولايت د دروازګى کندالوچې د خانشين او ديشو ولسواليو تر منځ لويه دښته ده او دکندهار او هلمند په پوله دپغدر په سيمه کې لويو باروړونکيو لاريو دشپې لخوا څه شى تشول .
د راډيو اکتيف او اتمى توکيو تاريخچه :
کيمياوي ماده T.N.T تراى ناتيرو تالوين، چې يوه چاودېدونکې ماده ده په لومړي ځل په کال ١٨٦٣ ميلادي کې ديوه آلماني کيميا پوه جوزف ويلبر لخوا جوړه شوه .
ټى .ان .ټى هغه چاودېدونکي ماده ده، چې دچاودنې چټکتيا يې په يوه ثانيه کې ٧٠٢٨ متره ده .
TNt زهري ماده له پوټکي سره په تماس کې پوټکى ژېړوي او وچويې، شديد دردونه ،بې اشتهايي ،دوينې لږوالى ، دوينې سرطان ، دجګر پړسوب او په قوى احتمال ټى ان ټى کار سينوژن يعنى دسر طان زيږونکى دى
د دويمې نړيوالې جګړې دپاى په کلونو (١٩٤٥ ) کې د امريکا لخوا نه دهيروشيما اونا کازاکي په ښارونو اتمي بمونه وغورځول شول، چې کابو شل زره ټنه ټي _ ان _ ټي په کې پرځاى شوي و.
راډيو اکتيف څه دى ؟
راډيو په انګليسى ژبه کې وړانګو او اکتيف فعاله معنى لري، يعني هغه وړانګې، چې فعالې او خپرېدونکې وي دا وړانګې د يورانيم په نوم دعنصر له هستې او اتمونو نه هغه وخت خپريږي، چې ددې عنصر هسته بډايه شي ، ددې عنصر بډاينه کې سنترفيوزنه کارول کيږي ، چې د اتم او هستې ايزو توپونو ته بدلون ورکوي ، په پايله کې ددې عنصرله هستې او اتم نه دا وړانګې خپريږي .
دا وړانګې په دې ډولونو دي :
X چې په طب کې دهډوکو په عکس اخيستلو کې کارول کيږي دا وړانګه دغوښې نه تيريږي او هډوکى عکاسي کوي ، چې د راډيو اکتيف تر ټولو ضعيفه وړانګه ده .
بيتا : دا وړانګه چې تيزوالى او دتېرېدو تخريب يې زياد دى حتى دانسان دغوښې انساج او دنبات epithel پوست له منځه وړي، ځينې وختونه دبيتا له وړانګې دسرطان په هغه دانه کې ، چې په لاس يا پښو کې وي دتېرېدوپه واسطه يې درملنه کېداى شي .
ګاما : هغه وړانګه ده ، چې مختلف تخريبي ځواک لري ددې راډيو اکتيف وړانګو نه خپراوى شاوخوا چاپيريال په خطرناکو راډيو اکتيف ايزوتوپونو ککړوي، چې هم حيوان او هم نبات ته رنګارنګ عضوي تاوانونه رسوي، په پوټکي اغېزې لري د پوټکي رنګ ژېړ اوړي بعضى انساج وچوي کانګې منځ ته راوړي او بلاخره جنيټيک اغيزى لري چې په DNA ډى اوکسى ريبو نيکليک اسيد کې ژڼه کۍ له منځه وړي يا په جنين ناببره بده اغيزه کوي .
که چيرې اتومى پاتې شوني په فنى توګه دځمکې نه دوه زره متره لاندې په قرنطين شويو سيمو کې ښخ نه شي دپورتنېو وړانګو خپرېدل ،په حيوان او نبات اغيز يې حتمى دى او دژوندي اورګانيزم لپاره ډيرخطر ناک تماميږي او پورتني عوارض يې چې ذکر موکړل منحته راوړي .
دپاکستان داټومي کړنو تاريخچه :
دپاکستان اټومي پروګرام په لومړي ځل د ذوالفقار علي بوټو په نوښت په ١٩٧٢ زيږديز کال کې پيل شو او بوټو دپاکستان داټومي پروګرام بنسټ اېښودونکى و، دپاکستان اټومي پروګرام په ١٩٧٥ کې کله چې دپاکستان د اټومي پروګرام پلاراو پلي کوونکى ډاکټر عبدالقدير خان پاکستان ته راغى، نور هم چټک شو، ډاکتر قدير خان، چې زده کړې يې په جرمني کې کړي وروسته دتخنيکي تجربو او زده کړو لپاره هالنډ ته تللى و.
خان په ١٩٧٦ کا ل کې په عملي توګه دپاکستان داټومي پروګرام بنسټ په کويټه کې کېښود او ديورانيمو دبډاى کولو توان يې پيدا اوهغه ته يې سامان الات پيدا کړل ، چې وروسته د عبدالقدير خان له خواد ګاز د سنترفيوزونو په جوړولو سره د توغنديو هستوي کوپړيو جوړولو ته مټې بډ وهل شوې، پاکستان په لومړي ځل په ١٩٩٨ کال د مى د مياشتې په ٢٨مې خپل اټومي ازمېښت سرته ورساوه .
د پاکستان په اټومي کولو کې د چين هېواد ستر رول ولوبولو او دهستوي بنسټ په پياوړتوب کې يې ورسره مرسته وکړه.
افغانستان ته دپاکستان داټومي پاتې شونو داحتمالي لېږد نښانې !
لومړى :څرنګه مو چې وړاندې وويل چې دپاکستان لومړنى اټومي ازمېښت په ١٩٩٨ کې ترسره شو او دا هغه کال دى، چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم په درز سره چلېده .
دويم :څرنګه مو چې وړاندې وويل چې د ډاکټر عبدالقدير خان د اټومي هڅو مرکز کويټه او شاوخوا سيمې وې ، ډېر امکان شته چې اټومي پاتې شونې دنږدې والي له امله دهلمند دروازګي کندالو او پغدر ته راوړل شوي وي .
درېيم : په هغه وخت کې پاکستاني ځواکونه ته ډېره اسانه وه، داسې لکه چې د خپلې ولکې په سيمه کې تګ راتګ کوي او دا زمينه پوره مساعده وه، چې افغانستان ته بې له وېرې مواد راولېږدوي .
څلورم : افغانستان کې د ځواکمن حکومت نشتوالى او په بلوچستان کې د اټومي پاتې شونو نه شتون دا ښيي ، چې احتمال لري دا پاتې شوني افغانستان ته راوړل شوي وي .
دافغانستان دولت اوس څه بايد وکړي ؟
الف : افغانستان هغه هېواد دى، چې په ١٣٣٦ لمريزکال کې يې د نړيوال اټومي انرژۍ دسازمان IAEA غړيتوب ترلاسه کړى دى ، نو ددې سازمان له لارې دې پر پاکستان زور واچول شي، چې خپلې اټومي پاتې شونې يې څه کړې او چيرته دي ؟
ب: افغانستان دچاپيريال د نړيوال پروګرام يونيف UNEP غړى هېواد دى دافغانستان د چاپيريال ساتنې لوى رياست ته پکار ده، چې په دې هلکه څېړنې پيل او کوټلي ګامونه پورته کړي .
ج : لکه څرنګه چې دې مسئلې ته اوس يو کميسيون جوړ شوى دافغانستان د پارلمان دنده ده، چې دافغانستان اټومي کړنلارې ته يو قانون جوړ او غور پرې وکړي .
د : دافغانستان پياوړي ساينتست ښاغلى پوهنوال داکټر نظر محمد سلطان زي ځدراڼ ته دې بلنه ورکړل شي چې د جرمنې له هېواد نه افغانستان ته راشي زموږ نور ساينس پوهان سره راغونډاو دسيانس دپرمختګ او اتمي کړونو په اړه خپل رسالت سرته ورسوي .
عبدالرووف ليوال حسين خيل
Re: د افغانانو کارپوهنه او جهالت مې ډېر ځوروي.
shokoor
09.04.2008
[quote:68b0660faf="pattang"][color=yellow:68b0660faf]د افغانانو کارپوهنه او جهالت مې ډېر ځوروي.
[/color:68b0660faf]
[/quote:68b0660faf]
پتنګ صاحب ، دا خو یو ډېر په زړه پورې خبر دﺉ! تاسو ندي ویلي چې د چا او کوم جهالت تاسې ځوروي؟
په درنښت
Anonymous
09.04.2008
اي ايس اي او پاکستان د افغانستان او افغانانو اصلي دوښمنان دي دوى تل په افغانستان کي تخريب کوي او د دغه تخريب لپاره يي مجاهدين او طالبان ساتلي دي چي د [color=yellow:418641bf0c]کوڅه ډبوپه څير [/color:418641bf0c]هر چا ته خوله اچوي او هر تخريب ته يي ملا تړلي ده. چي پاکستان او اي ايس اي تر څوي وي او دغه [color=white:418641bf0c]ګوډاګي[/color:418641bf0c] يې ژوندي وي افغانان به لا نوري بدې ورځي هم ويني.
Ghairat
09.04.2008
دا یوځل بیا په ګوته کوي چې طالبان څومره د پاکستان ګوډاګي او صرف له همدې کبله د پنجابیانو پر ځای د خپل وطن سره دوښمني کوي او که نه ولې داسلامي غورځنګ په توګه پارلماني او آن د ولسمشرۍ ټاکنو ته په سوله يیزه سیاسي لار نه دريږي اود خپل قناعت په موخه د ټولټاکنود شفافیت له پاره نړیوال کنترول او د کنترول په کمیسیون کې دپاکستان،سعودي او دوبۍ داستازو ګډون نه غواړي .
پاکستان ولې اتومي چټلي افغانستا ته را لیږلي او ولې اتومي ازمیښتونه د افغانستا پولې ته څیرمه او بیا په بلوچ او بښتونمشته سیمه بلوچستان کې تر سره کوي ، ولې یې په پنجاب یا کراچۍ کې نه تر سره کوي ؟؟؟؟؟
د طالبانوملی سیاسي پوهه خو رښتیا هم لکه د خرو په ښنګرو کې وي نه ددوی په سرونوکې !
pattang
09.04.2008
خانجانه د cia استاز يه!
خلک خوواښه نخوري ،ستا اشغالګر صليبيان او لاسپوڅی رژيم څه کوي ?
بله لاره خو نلرۍ دا يوه خبره مو نيولې ده : ISI او طالب لکه هغه وخت به مو چې
دکور ، کالويو او ډوډۍ خبرې کولې ، اوس هم تاسې او هغه وخت هم تاسو له
اشغالګرې قوې سره يو ځای کارونه کول او داولس ريښې مو کيښلې او کاږۍ يې ٠
په لاسپوڅيتوب او مذدوري کې خاص مهارت او فرهنګ لرۍ٠
[color=yellow:071afc8711]که ژاړې او که خاندې سپين درته وايم:[/color:071afc8711]
طالب او نور ملتپاله قواوې طبعي او بشري حق لري چې د اشغالګرو د اشغال په
مقابل کې خپله توره واخلي او ددې په څنګ کې ټولو لاسپوڅيوته خپله سزاورکړي ٠ که په افغانستان کې د پاکستان عسکري قوا په ډګر او په يا په پټه داسې مداخله
او اشغال وکړي لکه دا اوس اشغالګر و چې کړې د ه ، نو هغه وخت به زما لپاره پاکستان اشغالګراو طالب به لا سپوڅي شي او زما په ګډون به ټول اذادي غوښتونکي له اولس سره يو ځای کيږ و او دواړو ته به ابدي جزا ور کول کيږي٠
شرم او حيا نلرۍ چې له چپړاسي نيولې تر کرزي پوري ټول د cia ډالر خورۍ ?
نالت په مړ سترګيو لاسپوڅيو
[quote:071afc8711="khan jan"]اي ايس اي او پاکستان د افغانستان او افغانانو اصلي دوښمنان دي دوى تل په افغانستان کي تخريب کوي او د دغه تخريب لپاره يي مجاهدين او طالبان ساتلي دي چي د [color=yellow:071afc8711]کوڅه ډبوپه څير [/color:071afc8711]هر چا ته خوله اچوي او هر تخريب ته يي ملا تړلي ده. چي پاکستان او اي ايس اي تر څوي وي او دغه [color=white:071afc8711]ګوډاګي[/color:071afc8711] يې ژوندي وي افغانان به لا نوري بدې ورځي هم ويني.[/quote:071afc8711]
Re: د افغانانو کارپوهنه او جهالت مې ډېر ځوروي.
pattang
09.04.2008
اڼډيواله دا مضمون بيا ولونه هلته پرابلم هم ترحه شوی او دحل لارې ته يې هم اشاره
شوې ده او علاوه پردې کرزيخيل نه وينې چې څه کارونه کوي ? 40 مليارده دالر څه
شول که 30 يې دباند تللي وي نو 10 خو يې به په افغانسان کې مصرف شوي وي خو
دکابل کوڅې له مرداري لا نورې هم ډکې شوې چې سړی له ډاره په بازار کې ډوډۍ نشي خوړۍ ٠ دارزيلان بېکاره بايد د وحشيانو باغ ته ولېګل شي٠
[quote:66d8d6413d="shokoor"][quote:66d8d6413d="pattang"][color=yellow:66d8d6413d]د افغانانو کارپوهنه او جهالت مې ډېر ځوروي.
[/color:66d8d6413d]
[/quote:66d8d6413d]
پتنګ صاحب ، دا خو یو ډېر په زړه پورې خبر دﺉ! تاسو ندي ویلي چې د چا او کوم جهالت تاسې ځوروي؟
په درنښت[/quote:66d8d6413d]
shokoor
09.04.2008
[quote:60988c517a="pattang"]طالب او نور ملتپاله قواوې طبعي او بشري حق لري چې د اشغالګرو د اشغال په مقابل کې خپله توره واخلي او ددې په څنګ کې ټولو لاسپوڅيوته خپله سزاورکړي ٠ [/quote:60988c517a]
محترم پتنګ صاحب دا پورتنۍ څرګندونه د ستاسو له خوا خپور شوي مضمون متن پورې څه اړه لري؟ خبره پدې باندې ده چې باید وڅېړل شی چې آیا پاکستان په ریشتیا هم د افغانستان په یادو شویو ځایونو کې د خپلو اټومی ازمویښت پاتې شونې خښې کړي دي که نه؟
که څه هم په مضمون کې منطقی دلیلونه وړاندې شوي دي، چې پدې دلالت کوی چې ښایي پاکستان دا کار یې کړﺉ وي، خو دا ادعا باید ثبوت شی.
په درنښت
pattang
09.04.2008
انډيواله داخبرې ټولې کوم اساس نلري بې اساسه خبرې دي زما مطلب د يوران او
پلوتونيوم په خوا صو کې نده بلکې يواځې د مسئلې طرحه او دحل لار ه يې د شرم
وړ دي ٠ زماخبرې چې تاسو په ګوته کړې دي د لاسپوڅي رږيم د خاص
پروپاګندچي ( خانجان) دخبرو ځواب دی اودا ځکه که هغه د يورانيم د چټلې په
غم کې وي نو ولې هغه نورې دولتي چټلي نه يادوي ? او هيڅ کله يې يادې کړې هم
ندي ٠
[quote:abf2157eb6="shokoor"][quote:abf2157eb6="pattang"]طالب او نور ملتپاله قواوې طبعي او بشري حق لري چې د اشغالګرو د اشغال په مقابل کې خپله توره واخلي او ددې په څنګ کې ټولو لاسپوڅيوته خپله سزاورکړي ٠ [/quote:abf2157eb6]
محترم پتنګ صاحب دا پورتنۍ څرګندونه د ستاسو له خوا خپور شوي مضمون متن پورې څه اړه لري؟ خبره پدې باندې ده چې باید وڅېړل شی چې آیا پاکستان په ریشتیا هم د افغانستان په یادو شویو ځایونو کې د خپلو اټومی ازمویښت پاتې شونې خښې کړي دي که نه؟
که څه هم په مضمون کې منطقی دلیلونه وړاندې شوي دي، چې پدې دلالت کوی چې ښایي پاکستان دا کار یې کړﺉ وي، خو دا ادعا باید ثبوت شی.
په درنښت[/quote:abf2157eb6]