د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

يو افغاني ښځي شعر


محمد اسحق (شيوانی)
20.12.2003

ديوي افغاني پيغلي شعر................................

څنګه به سترګی دلته جګې نور زلمي ساتي
چه دوي ژوندي دي او وطن زمونږ پردي ساتي
څه عجيبه غوندي حالت دی يم حيرانه خلګو
چـــــه څـــــوپردي دلته راغلي دي زمـــــــري ساتي
حقيقت څوک ويلاي نسي داحال چاراوسته
دزورلاسونه مو په خوله دي مونږ ګونګي ساتي
زلمو خـــــــوورکړ امتحان ګوره پوره ېي نکړ
له دي نه وروســــــــــــــته به ګودر کي منګي سا تي
چه دوطن په در ونه خوري نو په کور دي کښيني
داسي ځـــــــوانان دي په لاسو کي تل بنګړي ساتي
دبل تر لاس لاندي ژوندون خو مو قانو کي نشته
پښـــــــــــــــــــــتون خو تل دسر په بيه خپلواکي ساتي
څوک چه دعشقه ناخبر وي خود به روغ ګرځي
څــــــــــــــــــــــــــيري ګريو ان خو تل دميني ليوني ساتي
کوردي ودان وي زون دي لوي وي تل سرلوړي دي وي
چــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دقلم او دبيان څوک آزادي ساتي
نوردي ګرځيږي خوشحالۍ اوخنداګاني دي کړ
دوطـــــــــــــــــــــــــن غم دي تل په زړه کي(ناصري) ساتي

تر پايه

ليکوال ( محمد اسحق (شيوانی)
ګرانو خويندو اوړونوسلامون مي منی هر چاته که ددغه افغاني شاعر په باره کښي معلو مات وي چه دغه شاعره څوک او دکم ځاي ده؟ نو ماته خبر راکړي.
afghan_farahi2001@yahoo.com

[color=red:8faf3d360e][/color:8faf3d360e][color=cyan:8faf3d360e][/color:8faf3d360e][/img][/url]



Adil watanmal
04.09.2004

ګرانو لوستونكو هيله لرم چې تاوده سلامونه مې قبول كړي

محترم اسحاق شيواني وروره:

زه دومره معلومات لرم چې دغه شاعره د افغانستان د ننګرهار ولايت ده.او په پيښور كې يو ليكوال چې عبدالهادي ملاخيل نوميږي هڅه كوله چې د ناصري بي بي د شعر په اړوند ويل شوي شعرونه راټول كړي او يو كتاب ترينه جوړ كړي چې نه پوهيږم چې نوموړي به په خپل هوډ كې څومر پر مخ تللي وي. او نوموړي اوس د الاسلام د ورځپاڼي د اسلام اباد په دفتر كې كار كوي.

د غه لاندي يو شعر چې عبد الكبير طلايي ويلې دى زه تاسي ته وړاندي كوم:

+++++++++++++++++++++++++ خور ناصري ته!++++++++++++++++++++++++++++

غلام سړى به له اغيار سره دوستي ساتي
=============================نامرد انسان به خپله خاوره په پردي ساتي
څوك چې پردي دى خپل وطن ته په دوستۍ راولي
=============================دا غولېدلي دي ناپوه فكر خيالي ساتي
پردي هيڅكله دا وطن ابادولى نه شي
=============================مونږه مصروف كړي خپلې ګټې دوى جاري ساتي
خلك پردي ملك كې ازاد ګرځي سيلونه كوي
=============================له شرمه مړ شوم چې مې خپل كور كې بندي ساتي
دا چې زلمو باندي نيوكې له هر خوانه كېږي
=============================دى نازولي ځان په سپانده سپيلني ساتي
دا ټول زلمي ملامت ندي صرف هغوته وايم
=============================چې له زحمته څنګ كوي ځان په پوكي ساتي
په تبه پريوځه په مرګ مړشه بې غيرته بچى
=============================چې ملك ورانېږي دى دښمن سره ياري ساتي
د پاك حريم ساتنه فرض ده د افغان په بچو
=============================د افغان خاوره به په مينه شا زلمي ساتي
شاباس پرې وايمه همت ته يې سلام كومه
=============================چي د وطن مينه په زړه كې څوك خوندي ساتي
دا پخوانى د پښتنو عزم او هوډ دى ګوره
=============================چې شين چمن په خپلو وينو ابياري ساتي
...........................زه د بي بي احساس لمبه كړمه بې اوره اوسوم..................................
...........................خبر شي خلكو صدقه سر طلايي ساتي............................................
\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more