د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دصدام حسين نيونې په هکله موڅه نظردی ؟

اسلام دوست
15.12.2003

ډيرودرنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دنړيوالوخبري وسايلوڅخه به مودامريکايانوله خوادصدام حسين نيولوخبراوريدلی وي . اوس غواړوپدي پوهه شو چي دصدام نيول امريکايانوته څومره ارزښت لري اورسره په څنګ کښي لاندي پوښتنوته ځوابونه ؛نظرونه او سياسي څيړني به دټول افغان ويب پاڼې ښکلانوره هم زياته کړي .په همدي هيله به وي چي ووايو:
دامريکايانوله خوادصدام حسين نيول :
١:رښتياده ؛ اوکه ډرامه؟
٢: اصلي صدام ده؛ اوکه نقلي ؟
٣:ورباندي خوښ يی ؛ اوکه ناخوښ ؟
٤ :عراقي مقاومت به پرځاي وي ؛که کمزوری ؛ اويابه بيخي له منځه لاړشي ؟
٥:ولي صدام حسين پرته له کوم مقاومت څخه په ډيري اسانی امريکايانو ونيولو؟
هيله ده په دي هکله خپل نظرونه سياسي څيړني له مونږڅخه دريغ نه کړی
په دروند درناوي
ستاسووروراسلام دوست


Re: دصدام حسين نيونې په هکله موڅه نظردی ؟

نقاد
16.12.2003

[quote:4255c4b83d="اسلام دوست"]ډيرودرنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دنړيوالوخبري وسايلوڅخه به مودامريکايانوله خوادصدام حسين نيولوخبراوريدلی وي . اوس غواړوپدي پوهه شو چي دصدام نيول امريکايانوته څومره ارزښت لري اورسره په څنګ کښي لاندي پوښتنوته ځوابونه ؛نظرونه او سياسي څيړني به دټول افغان ويب پاڼې ښکلانوره هم زياته کړي .په همدي هيله به وي چي ووايو:
دامريکايانوله خوادصدام حسين نيول :
١:رښتياده ؛ اوکه ډرامه؟
٢: اصلي صدام ده؛ اوکه نقلي ؟
٣:ورباندي خوښ يی ؛ اوکه ناخوښ ؟
٤ :عراقي مقاومت به پرځاي وي ؛که کمزوری ؛ اويابه بيخي له منځه لاړشي ؟
٥:ولي صدام حسين پرته له کوم مقاومت څخه په ډيري اسانی امريکايانو ونيولو؟
هيله ده په دي هکله خپل نظرونه سياسي څيړني له مونږڅخه دريغ نه کړی
په دروند درناوي
ستاسووروراسلام دوست[/quote:4255c4b83d]

دروند دوسته اسلامدوسته وروره ، له سلامونو نه وروسته به ووايم چې د لومړۍ او دويمې پوښتنې ته تيرو شويو ورځو او شپو ځوابونه ورړي دي غو روښانه شوي دي . دريمه پوښتنه داسې ځوابيدای شي :
وايي چې له کم عقله دوست څخه هوښيار دوښمن ښه دی، خو که دوست هر څومره کم عقل هموي ، بيا هم دوست دوست دی او په هوښيار دوښمن څه چې طبيعي مرګ هم پرې نشي لوريدای . صدام حسين بيا هم مسلمان او
او د امريکايانو پرې نه بريالي کيدل غواړو او نه يې د هغوی په ﻻس وژل ! خو له هوښيار دوښمن څخه هم زدکړه په کار ده وهم ورسره مقابله او دوښمني ، نو د صدام عقلدوښمنه ديکتاتوري رژيم او سياست يې مردود او د نابوددۍ وړ بولم ،
او د عراق مسلمان اولس ته خپلواکي اوديموکراسي غواړو ، څه چې مونږ خپل ځان ته په افغانستان کې هم
غواړو بايد په غراقي ورونو يې هم ولوروو . کوم مرګونه چې صدام حسين کړي ښايي د افغانستان ډير قصابانو سياسي ((مشرانو )) هم نه وي کړي ، نو په ديموکراسۍ کې هم صدام ژوندی نشي پاتې کيدای ، خو که نړيوالې محکمې ته وسپارل شي ، کيدای شي په ټول عمره بند له مرګ څخه بچ شي .
٤ ـ يو مقاومت که ملي وي د يو فرد او يو شخصيت په مړينه نه مري خو په لنډمهاله توګه يې په شدت او حدت
کې منفي يا جذباتي تغير راتﻻی شي او بس .
ه ــ ويل کيږي چې د نوموړي د پټ ځای معلومات امريکاينوته دده ډير نږدې همکار ورکړی ؤ ، ښايي دغه علت د نيولو په وخت کې د صدام د حيرانتيا ، نا اميدۍ ، تسليمۍ ، ستړيا اوزړه ناتيدو سبب ګرځيدلې وي ، والله علم .



طالب جان
31.12.2003

ګرانووروڼو او پتمنو خويندو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
دصدام کړه وړه که هر څنګه وو خودامريکايانو په لاس نيول يي داسلامي نړۍ لپاره يوه توره ورځ بلل کيږي ځکه نن خبره داسلام او کفر ده .ځکه چي نه خو صدام دبش پلار وژلې وو اونه هم بش دومره ښه سړي دي چي له صدام نه يي
دبيګناه خلکو دوژلو کسات اخست . په نيولو يي هر مسلمان ځوريدلې . ځما په انددا همغه صدام دي په کوم پسي چي امريکايانو شپه اوورځ يوه کړي وه خوددي معنا دا نه ده چي دعراقي مجاهدينومقاومت به کم يا هم زيانمن شي زه پوره باور لرم چي دامقاومت به لا هم ګرم شي او پايله به يي دامريکايانو ناکامي وي انشأالله تعالي . ژوندي دي وي اوژوندي دي دحق دلاري سرښندونکي مجاهدين



طالب خان
01.01.2004

گرانو وروڼو او خويندو السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
دصدام حسين د نيوني په اړه ډير ټكي دي چي بايد پام ورته وشي.
لومړي: دصدام حسين دكړو وړو خبره ده.خلك هغه يو جابر دكتاتور او ظالم انسان بولي او واي چي هغه په زرگونو انسانان وژلي وو.ديوي شيبي لپاره به دا خبره ومنو.صدام ظالم او جابر.خو څوك داويلاي شي چي صدام دچا پر خلاف ظالمانه چلند درلود؟دكردي او شيعه ډلو پرضد.او داټولي نړۍ ته جوته ده چي كردي ډلي دامريكا لمني ته ناستي وي.هغوي دواشنگټن تالۍ څټلي.دهغوي قبله سپينه ماڼۍ وه.كه جلال طالباني وو او كه مسعود بارزاني دامريكاغلامان وو.هغوي يوازي دخپل اقتدار او واك لپاره دعراق دتيلو له شتمنۍ تير او هغه يي امريكا ته وربښلي وو.دملي وحدت دښمنان وو او غوشتل يي چي عراق پر شپاړسو وړو قومي ټوټو وويشي.تاسي پخپله قضاوت وكړۍ كه څوك وغواړي چي افغانستان پر دوه ديرشو ټوټو وويشي ستاس عكس العمل به دهغه په وړاندي څه وي؟ايا له اعدامه كمه سزا به وركړۍ؟
نه هيڅكله نه.نو لومړۍ ترجيحي خبره خو داده چي هغه شايد دعراق دخاوري او ملي يووالي دشمنان په دار كړي وي. كه ريشتيا يي هم دا كړي وي نو بيا خو يي والله كه بد كړي وي.
هو كيداي شي هغه به ځيني بيگناه انسانان هم وژلي وي خو نن دهغو خبرو دچيړلو ورځ نده.نن هغه دمسلمان په نامه نيول شويدي او له هغه سره هره معامله دمسلمان په نامه ترسره كيږي.
او پاتي شوه دشيعه گانو خبره نو هغه خو هسي هم له څيلمي دايراني رژيم خلك وو.دهغوي اشارو ته نڅيدل.په نولس سوه يو نويم كي چي دصليبيانو له بريده وروسته عراق ملي وحدت ته سخته اړتيا لرله خو دغو ډلو دعراق دحكومت پر ضد بغاوت وكړ.ښه نوچي صدام هغوي ټكولي نواي نو گلان يي په غاړو كي وراچولي واي؟؟؟
همداراز په صدام باندي دايران پرضد دكيميايي وسلي دكارولو تورونه هم لگول كيږي.لږ انصاف وكړۍ دنيويارك ټايمز دتيري اونۍ يوه گنه را واخلۍ چي څه يي ليكلي دي؟
هغه ليكي چي دامريكا اوسني ددفاع وزير دونالد رامسفيلد چي هغه مهال هم ددفاع وزير وو په كال 1983 او كال 1984 كي عراق ته لاړ او له اولس مشر صدام حسين سره يي دايران دټكولو په اړه خبري اتري ترسره كړي.دورځپاني تر مخه له رمسفيلد سره پدغه سفر كي دامريكا دكيميايي رژيمونو دملي فابريكو مشر پاتريك سيمون هم ملگري وو.هغوي صدام ته د امريكا له لوري دكيميايي رژيمونو دوركړي وړانديز وكړ او صدام هغه په روڼ تندي ومانه.امريكا دكيميايي رژيمونو او مركباتو خپل شپيته تنه ساينسپوهان سم له لاسه عراق ته واستول او هغوي ته يي لارښونه وكړه چي عراقي ساينسپوهانو ته ددغو رژيمونو دكاروني چلونه وروښيي. همداراز دخپرو شويو خبرونو له مخي ويل شويدي چي صدام حسين څرگنده كړي چي په نولس سوه اته اتيايم كي دحلبچي په ښار كي په كردانو باندي شيندل شوي كيميايي گاز دايران كار وو.ددي مانا دا نه ده چي گواكي صدام نو رشتيا وايي مگر اصل خبره داده چي دا موضوع لا متنازع فيه ده او موږ نشو كولاي چي ديوه او بل پرضد دتورونو پخلي وكړو.
داچي دصدام نيول به په مقاومت باندي څه اغيزه وكړي ددي پوښتني ځواب دادي چي دمقاومت لارښونه خو دصدام په لاس كي نه وه.صدام كه چيري ددغه مقاومت مشر واي نو هغه پدغسي بد حالت كي نشواي نيول كيداي.كه تاسي كتلي وي دهغه په نوكانو كي دډير وخت خيري نښتي وي.دهغه ويښتانو سپږي كړي وي او دهغه دږيري او ځان بد حالت خو تاسي پخپله وليد.لدي څه نه څرگنديږي چي دصدام دپټيدو هڅي يوازي دژوندي پاتي كيدا لپاره وي نه دكوم لوړ هدف لپاره.
كيداي شي چي هغه دي دبعث گوند دځينو سرتيرو مشري په غاړه درلوداي خو په حقيقت كي هغه ټول په وروستيو وختونو كي مسلمانو مجاهدينو ته تسليم او تولي هڅي يي له هغوي سره هماهنگي كړي وي.
دعراقي مقاومت له رنگ نه داسي ښكاري چي هغه خالص اسلامي دي نه صدامي.
په پاي كي زه راځم ستاسي اولي خبري ته چي ايا نيول شوي كس ريښتيا هم صدام دي كنه؟
داخبره هم موږ بايد پخپله دامريكايي پروپاگندي په تله كي وتلو.
له جگړي نه مخكي امريكايانو ادعا كوله چي صدام خپل څو تنه كاپي او هم قواره خلك ساتلي دي او ډير ځله له بيروني ميلمنو سره هم هغوي دصدام پرځاي خبري كړيدي.له هغو كسانو نه يو يي هم كردي وو.خو له نه وروسته بيا دا گونگوسي غلي شوي.دلته پوشتنه داده چي هغه دصدام كاپياني څه شوي او چيرته ولاړي؟ اّيا داممكنه نده چي نيول شوي كس دي هماغه كردي صدام وي او امريكايانو دي ورته دخپل نقش په بدل كي ډيري پيسي منلي وي؟دصدام ديوه زوي عدي كاپي خو ماپه خپله ليدلي دي چي سي اين اين ته يي مركه وركوله او ويل يي چي هغه پوره اووه كاله دعدي دكاپي په بڼه كار كړي وو.له عٍدي سره دهغه توپير كول يقينا گران كاردي.
خو كه په ريشتيا هم صدام نيول شوي وي نو دمقاومت لپاره به گټه وي او تاوان به نه وي.مقاومت به ورسره نور هم تيز شي.ځكه چي تراوسه پوري هغه خلك چي دصدام دذات له امله له مقاومت نه غلي ناست وو هم دمقاومت ليكو ته ورگډ شي.
له بله پلوه شيعه ډلو نه غوښتل چي له عراقي مقاومت سره يوځاي شي ځكه هغوي انديښنه لرله كه دمقاومت په پايله كي امريكايان له عراقه تيښتي ته اړوزي نو حكومت به بيا هم دصدام لاس ته لويده چي داڅه دهغوي لپاره دمنلو وړ نه وو ځكه هغوي دصدام دوهلو ټكولو خوند له لاسه نه وو وركري. خو دصدام له نيولو وروسته اوس دا ټولي ډلي له مقاومت سره په يو ځاي كيدو كي هيڅ كومه ستونزه نلري.
دايت الله مقتدى صدر له لوري دامريكا پر خلاف په وروستيو وختونو كي مخالفانه بيانونه او اقدامات دهمدي لړۍ كړۍ ښكاري. والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته


Iraq


ع کريم حليمي
11.01.2004

سلام دوست صاحب ، افغانانو سلام !
په دونيا کي دصدام درژم په قسم نورهم سته ٠ دونيا خو بوش دپولس په نامه نه پيژه نې يوازي ملل متحد د دنيا پولس کيداسی ٠ که په نړي کي هر توپک والا پولس سي هر توپک واﻻ به ځانته يو صدام پيداکي ٠
صدام چه هر څه کول تر داخيلي د عراق تر قانون لاندي ٠ او س خو بوش د بينول ملل قانون مات کې ٠ دعراق خبرونه که رشتيا که دورواغ وې ٠ اوس داسي وخت دي چه غوښي په پشی ساتی ٠ دعراق پر خاوره په تاريخ ټولو امپراتورانو ځان کتلي اوس د امرېکا وار دې ٠ (ټول کاروان ئې چور کي اوس ئې وار پر دهخواجه راغلی)
په دونيا يوار دامرحله راغله چي انسانان رانيولکدل او خرڅدل دامرحله نتکراريږې په عيني شکل
نو امپراتورۍ کار خلاص دي که کوم سوپر پاور غوښته چه امپراتور سي پو سه چه ميږې چم په کيږې٠ (حليمي)


نقاد
11.01.2004

په لنډ ډول :
هند او پاکستان دواړه اتومي قدرتونه دي تر اوسه ورته امريکا ځه ګواښ ونه کړای شو ، خو ديکتاتوري رژيمونه
که د امريکا سره دوستي ونه لري او نوی اتومي قدرت ته رسيږي امريکا يې د ځان له پاره دوښمن او ګواښ ګڼي ، په تيره بيا چې ناسيونالستي يا بنسټپاله رژيم هم ولري . ديموکراسي د امريکليانو غوښتنه نه ده، خو ديموکراسي هغه ډال او سپر دی چې امريکايان پرې ګوزار نشي کولی او له ديموکراسۍ څخه که اتومي قدرت هم ولري کوم خطر ورته نه متوجه کيږي . اوس دديموکراسۍ له چوکاټ او سپر څخه پرته د ملي ګټو او استقلال ساتل هم خوندي نه دي . اولسواکي يوه ملي او کلتوري قوه ده ، چې هم داخلي او هم بهرني خطرونه له منځه وړلی او هم دفع کولی شي . خو ديموکراسي کوم اسان کار هم نه دی او د واکمن له پاره د ځان پر ضد مبارزه غواړي . د صدام خپلسري حرکتونو به په ديموکراسۍ کې هيڅ امکان نه وای لرلی اونه به ورته مجبور وی وای .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more