وطن پال او نور ګټور شعرونه
څوک خلیلزاد څوک اسامه جوړوی
عبدالله عبد
24.03.2008
سلامونه ګرانو ورڼو.
د محترم سمیع الله تړون صاحب یوشعر درته وړاندی کوم.
خدایه بښنه درنه ډیره غواړم--------ته زورور یی زور له تاسره دی
ستا له مخلوقه په زړه داغ لرمه-------ددغه داغ ټکور له تاسره دی
دا لیونۍ دنیا دې ونړوه -----سیندونه ستا دی اور له تاسره دی
خوښه دې کوم یو چی رالیږی راته--زما تر بور او ورور له تاسره دی
دا ګونګوسي می لا پخوا اوریدلی
چی زمــــونږ واک به بیا جلاد نیسی
ځوک به پخوا د مردباد کی اوســـی
ځوک به طرف د زنده باد نـــیســـــــی
د تاریخ ســـپینی او سپیڅلې پاڼی
د ځینو ځینو خــلــــکو یاد نـــــیــــسي
د ا سپین لباس کی د لستوڼی ماران
رانــــــه کابل نــــیسی بـــــغداد نیسی
خوب می لیدلی دی حیران یم ورته ---تیاره راپورته شی او لمر وخوري
یو بله په منډه منډه راشی ------رانه شیندونه وخوری غر وخوري
یو ځوک په چل د آبادی په نامه------زور رانه واخلی رانه زر وخوری
بیا رغونه که همدوره وی نو--------دا څو پلچکه د ې ستا سر وخوری
د قدرتونو او کـــــمال خاونده
دا بندګان دی ولی رنګ بدلوی
نن په یوه سبا په بله درومی
هره ورځ نوی نوی تن بدلوی
سړی خواره رادرومي ډلی ډلی
سپیڅلی سوله می په جنګ بدلوی
داسی مشران می خدایږو نه دی په کار
زما کلتور چی په فرهنګ بدلوی
ستا صلیب نشان په توره وهلی -----په دغه توره مسلمان وژنی
یو افغان غیږ ه کی نږدی کړی ځانته-----په هغه بیرته بل افغان وژنی
خپل انجیل شاه پوری تړلی ګرځی-----خو لاروی د پاک قران وژنی
زما ازار د ې لیونی کړه اشنا ----چی په سوکانو باندی ځان وژنی
زما اولس نه دڅرمن ایستلی
خپلی بچو ته تری خیمه جوړوی
د خپلی خونی ستړی ستړی راغلی
زما په خونه کی دمه جوړوی
سپینی او توری ټاپی ستا سره دی
څوک خلیلزاد څوک اسامه جوړوی
هغه خو وایی چې ناری وهمه--------لکه غلام په زولنو تړلی
زما ممبر یی په ګولو ویشتلی------زما ایمان په زولنو تړلی
بی ګناه زړه می د خپل سری جانان---لکه صدام په زولنو تړلی
ګرانو ورڼو دا شعر په نیما یی کی پاتی شوی دی او سمیع الله تړون نور ونه وایه او وویل چی نور نه وایم.
که زما په لیکنه کی غلطی شوی وی بښنه غواړم
مننه
عبدالله عبد
24.03.2008
ګرانو ورڼو په پورتنی شعر کی دوه ځایه رانه غلط شوی دی
په لمړی بیت کی د بخښنه په ځای بښنه رانه لیکل شوی ده
او په یو ځای کی د سیندونو په ځای شیندونه لیکل شوی دی
هیله کوم چی معزرت می ونی
مننه
ډوکتر څپاند
24.03.2008
محترمو دوستانو
د ښاغلی سميع الله تړون دغه شعر په you tube کی په ژوندی ډول کتلی شی٠
له هغو دوستانونه چه په انټرنټ کی مهارت لری،هيله کيږی چه پدی هکله موږ سره مرسته وکړی٠
دغه راز زماد شخصی معلوماتو په بنسټ،نوموړی شاعر په ننګرهار کی په یوه
ترافیکی پیښه کی د هغه د دښمنانو په لاس شهيد شوی دی٠هيله ده چه زموږ
دقدر وړ دوستان پدی برخه کی دقیق خبر نشر ته وسپاری٠
په دناوی،
jankhan
26.03.2008
[quote:7d51d23aa8="Fared Besada"]محترمو دوستانو
د ښاغلی سميع الله تړون دغه شعر په you tube کی په ژوندی ډول کتلی شی٠
له هغو دوستانونه چه په انټرنټ کی مهارت لری،هيله کيږی چه پدی هکله موږ سره مرسته وکړی٠
[/quote:7d51d23aa8]
درڼو ورونو: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دمحترم سميع الله تړون دغه شعر په لانديني لنك كي كتلي شي.
ډير ښكلي ، په زړه پوري شعر او له حقايقو ډك دي.
http://fr.youtube.com/watch?v=aWIBOo17cY4
[quote:7d51d23aa8]
دغه راز زماد شخصی معلوماتو په بنسټ،نوموړی شاعر په ننګرهار کی په یوه
ترافیکی پیښه کی د هغه د دښمنانو په لاس شهيد شوی دی٠هيله ده چه زموږ
دقدر وړ دوستان پدی برخه کی دقیق خبر نشر ته وسپاری٠[/quote:7d51d23aa8]
فريده وروره: كه تاسو سره دښاغلي تړون دمرګ په اړه كي موثق معلومات وي نو هيله كوم چه دلته يي وړاندي كړي. ځكه دا خبر ما له تاسو څخه واوريده. او همدارنګه كه نورو وروڼو سره په دي اړه كوم خبر وي نو هيله كوم چه په دي اړه مالومات راكړۍ.
په درنښت او سلامونو.
زمونږه واک اوس د پردو سره دی
ډوکتر څپاند
11.04.2008
اودادی دقدرمن شاعر ښاغلی تړون يو بل شعر
http://fr.youtube.com/watch?v=Xt9JUW9HYk8&feature=related
ډوکتر څپاند
15.07.2008
http://www.youtube.com/watch?v=bFbZI1lk-nM&feature=related
دښاغلی تړون يو نوی شعر دده پخپله ژبه او اواز په پورتنی لينک کی وګوری٠
په درناوی،
باتور
16.07.2008
آفرين دې د ده په مور وي چي داسي نر او هوښيار زوی يې دنيا ته راوړی . .
مرګ او لعنت دي وي پر هغو چي د ده ژوند ته يې د د ترافيکي پېښي په بهانه خاتمه ورکړه !!
په درنښت
amarkhil
22.03.2009
سلامونه يارانو
تړون صيب ته دې خدای تعالی اوږد عمر ورکړي ، تاسې يې فاتحه مه اخلئ ، روغ او جوړ دی ،خدای تعالی دې يې له بدو سترګو ساتي .