د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامريکايي الوتکوبمباري،ديوه کورنه تنه شهيدان{عکسونه}

خاټول
10.12.2003

[color=darkred:103d46f394]په غزني کې دامريکايي الوتکوبمباري،ديوه کوراته تنه شهيدان[/color:103d46f394]

سهار+بي بي سي:دغزني په ښار کې دامريکايي الوتکوپه بمباري کې ددريو کوچنيانو ګډون په غزني کې دامريکايي الوتکوبمباري،ديوه کوراته تنه [color=red:103d46f394]شهيدان[/color:103d46f394] :(

اته تنه وژل شويدي داخبره دبي بي سي راډيو په يو راپور کې کړې ده. بي بي سي دافغاني دولتي چارواکو له خولې ويلي دي چې امريکايي الوتکوپه غزني ښارکې په يو کورباندې بمونه وغورزول چې نه تنه بې ګناه هيوادوال يي شهيدان کړل او کور ټول له منځه ولاړ٠


[img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10812071841.afghanistan_attack_xar108.jpg[/img:103d46f394]
د [color=red:103d46f394]شهيدو[/color:103d46f394] ماشومانو [color=orange:103d46f394]قبرونه[/color:103d46f394]
[img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10212071733.afghanistan_attack_xar102.jpg[/img:103d46f394]
د [color=red:103d46f394]شهيدو[/color:103d46f394] ماشومانه [color=orange:103d46f394]ميراث[/color:103d46f394]
[img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10712071711.afghanistan_attack_xar107.jpg[/img:103d46f394]
د[color=red:103d46f394]شهيدو[/color:103d46f394] ماشومانو وژونکي په [color=red:103d46f394]شهيد [/color:103d46f394]کلې کي
[img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10512071700.afghanistan_attack_xar105.jpg[/img:103d46f394]
د [color=red:103d46f394]شهيدو[/color:103d46f394] ماشومانو دلوبو [color=green:103d46f394]مردکۍ[/color:103d46f394][img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10412071638.afghanistan_attack_xar104.jpg[/img:103d46f394]
د شهيد "[color=brown:103d46f394]کلوشه[/color:103d46f394]" پاي زار
[img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10312071600.afghanistan_attack_xar103.jpg[/img:103d46f394]
[color=red:103d46f394]شهيد[/color:103d46f394] [color=darkred:103d46f394]سالو[/color:103d46f394] اود [color=red:103d46f394]شهيد[/color:103d46f394] په سرو وينو لژنده [color=cyan:103d46f394]جامي[/color:103d46f394]
[img:103d46f394]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031207/capt.xar10112071558.topix_afghanistan_attack_xar101.jpg[/img:103d46f394]
غمجن پلرونه دخپلو بچو په مزار
ښاغليو لوستونکو :!:
پورتني ويرژن عکسونه مو وليدل چه ديويشتمی پيړي تر ټولو مخ ته تللي هيواد بړيڅي زمونږ په بي دفاع وګړو دخپلو شومو اهدافو د لاس ته راوړلو دپاره هر راز ظلمونه اوتيرې کوي او دهغوي په وژلو دهيڅ نوع شرم احساس نه کوي ، او ټول مسلم بشري حقونه تر خپلو حيواني پښو لاندي کوي، راځي چي لږ دا هم متصوره کړو که دا ډول پيښه په کوم غربي هيواد کي ترسره شوي واي نو ټولي مهذبي نړي او د هغوي پر مخ تللي مطبوعاتي شبکو به څومره خاوري په سر اړولي واي؟٠
که د تروريزم معيار دبي دفاع وګړو وژنه او دهغوي کورونه ورانول اودهغوي شتمني تالا کول وي نو دا کار عملا امريکايان زمونږ په هيواد او نوره اسلامي نړي کي په خلاص مټ تر سره کوي ،نو بيا ولي دالقاعده اوطالباونو ډله تروريستان دي او امريکا او دهغي په مټ جوړه مزدوره اداره شريفان :!: :!: :!: ٠
که امريکايان دا دليل وړاندي کوي چي دوي ته اطلاع رسيدلي وه چه دطالبانو يو تن چارواکي {ملاوزير :!: ؟} په نوموړي کور کي پټ وو، نو دا اطلاع به يا دوي له خپل استخباراتي سټيلايټ نه اخستي وي او يا به هم په زمکه د دوي ايجنټ ورکړي وي په اول صورت کي دا پوښتنه را مينځ ته کيږي چي دا سټلايټ ايا دومره ړوند دي چي ملا وزير تروريست ليداي کشف او تشخيص کولاي شي او بي دفاع ماشومان نشي کولاي :!: ؟ :( .
او په دوهم صورت کي بشري ټولنه په تيره بيا افغانان دا حق لري چي له صليبي يلغرگرو وپوښـتي چي دخطا خو هم يو حد وي؟ نو داچي تاسي په څو واره دی ته ورته خطا ګاني او اشتباهات کړي او کم ترکمه په دي ځل مو ايجنټ ناسم معلومات درکړ وو نو را ونيسي دا جاسوس مو او د وګړو عدالت ته ي وسپاري چي خپل غمجن زړونه ورباندي يخ کاندي او که هسي بهاني کوي نو"خوي بدرا بهانه بسيار است".
زه په دي ګروهمنه يم چي امريکايانو دا کار په قصدي ډول کړي او پدي ترتيب غواړي چي د افغانانو اذادي غوښتونکي روحيه وځپي.

[img:103d46f394]http://english.aljazeera.net/NR/rdonlyres/5BA19FB5-3D67-41EE-A315-5C67F26626B9/20383/NUMBERSOFKILLENGCOMPRESSED.gif[/img:103d46f394]
او همدا راز افغانان حق لري چي له ښاغلي کروزي وپوښتي چي : دو ستانو دي په واروار دومره اشتباهات وکړل ستا عکس العمل څه وو؟ دا چي هغوي ته دي درخواست وکړچي دبيا دپاره داسي خطا ونکړي اويا هم کم ترکمه تر بمبار له مخي تاسو ته اطلاع در کړي؟ هغوي ستا خبره ونه منله؟ډير ښه؛نو بياته ولي په ارګ کي ناست ئ؟ ولي ځان ته اذاد اوخپلواک جمهور رئيس واي؟ ولي دي خپله استعفی وړاندي نه کړه؟ ولي؟؟؟ ريښتيا هم چي غلامان وجدان نلري٠


hotak
10.12.2003

پتمني خوري خاټول جاني.............سلام
كاشكي چي دا د ظالمو امريكايانو اول وار واي .هغوي همدا نن دپكتيا ولايت دسيدكرم په ولسوالۍ كي په يوه كور بمباري كړيده او شپږ تنه نور بيګناه ماشومان يي دخپلو ميندو په لمنو كي په سرو وينو كي ولمبول.او خبره يي چي داځل يي څوك پلمه كړيدي؟؟؟
ملا جيلاني چي امريكايان ادعاكوي دطالبانو لوي قومندان دي.حال دا چي كه زه قسم هم وخورم نو ورباندي حانث به نشم چي نه خو دملاجيلاني په نامه په طالبانو كي كوم لوي قومندان شته او نه هم دملا وزير په نامه.داهرڅه بس مازي يوه پلمه ده دافغانانو دوژلو لپاره.
زه حيران په دي يم چي په دي فورم كي ياران دوستان ماشأالله دلويي جرګي,اساسي قانون,وسله ټولونه او په دغي او هغي موضوع باندي ډير په خوښۍ سره خپل دقلم زور ازمويي مګر دا غريبانان دي ته نه ګوري چي هيواد مو عملاً دامريكايي قواوو په لاس كي دي.
كرزي غريبګي او بيچارګي ته دي پام نه وو چي لا په دي پيښه خبر هم نه وو.وړمه شپه يي له بي بي سي اردو سرويس سره په خپله مركه كي زما په ځواب كي ډير په عاجزي سره وويل چي زه لاتردي دمه نه يم خبر. زه به له امريكايي قواوو سره خبري وكړم.........او دادي امريكايانو نن بيا يو بل جنايت ترسره كړ او ښاغلي كرزي لا ښايي خبر هم نه وي :cry:
زه هغو وروڼو او خوندو ته چي امريكايانو ته يوڅه خوشبينه دي وايم چي دپرديو ترسيوري لاندي به لويه جرګه څه وي؟ ټاكني او ديموكراسي به څه وي او ازاد فكر او عمل به څه؟؟؟
راځۍ چي دوروي او اتفاق لاسونه سره وركړو او تر هرڅه مخكي ناولي امريكايان له خپلي خاوري نه وباسو او بيا مو كه هره لوبه سره كوله په خپل منځ كي به يي كوو.
[img:59fce113ad]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/afp/20031210/capt.sge.mzi74.101203082758.photo00.default-384x251.jpg[/img:59fce113ad]
دا دپكتيا ولايت دسيدكرم په ولايت كي دهغه كور عكس دي چي امريكايي الوتكو وربان
ي نن شپه بمونه ورول او شپږ معصوم كوچنيان يي په خپلو وينو كي ولمبول.
په لاندي لينك كي تاسي دغه خبرپه بشپړ ډول لوستلاي شي.
[url]http://story.news.yahoo.com/news?tmpl=story&u=/afp/20031210/ts_afp/afghanistan_us_attack_031210082830[/url]


اسلام دوست
11.12.2003

قدرمن ورورهوتک اوپتمنې خورې خاټول سلامونه اوښې چارې
په رښتيا چي دامريکايانوله خوازمونږدهيوادبي ګناه ملکي خلکوپه تيره دماشومانووژل کومه نوي خبره نه ده اونه هم ورته وروستی ځل ويلی شو خدای (ج)خبرچي نوربه څومره تنکي ماشومان دخپلو ميندوله غيږوبيل کړي
بيګاامريکايی قومندان ويل چي که چيري طالبان په ملکي سيموکښي پټيږي نوبيادوی دماشومانو ياملکي خلکو مرګ ژوبلې ذمه وارنه دي
هو دوی ځکه ذمه وارنه دي چي زوره وردي او زوره ورته څوک ويلی شي چي پوزه دپاکه کړه امريکايان به بيا هم زمونږ بي ګناه خلک کله دملا وزيراوکله دملاجيلاني په نوم وژني اوخلکوته به داسي تأًثرورکول غواړي چي ګني طالبانودملکي سيمو څخه خپلې اډې جوړي کړي اوزمونږپه خلاف يی کاره وي نو مونږمجبوريوچي خپل دوښمن په هرځاي کښي چي وي له منځه يوسو خو ولي دافغانستان خلک ښه پوهيږي چي که غواتوره اوشيدي يی سپينې
طالبان تل دداسي ځای څخه عمليات کوي چي په هغو کښي ملکي خلکوته کوم خطرمتوجه نه وي اونه هم دخلکوله خواهغو ته دداسي ځای څخه اجازه ورکول کيږي
امريکايان خو زمونږ ددين اووطن دوښمنان دي خبري دکرزي کوه چي اوس هم د امريکايانو خدمت ته تيارسی ولاړدی که څه هم دده هيواد ماشومان يی په وينو کښي ولمبول خو دکرزي خپل ماشومان نه ووځکه هغه بيچاره له خواشينۍ څرګنده ولو پرته نور هيڅ نه شي کولای
هوتک صيب رښتيا چي هم دټول افغان ځيني کاروونکي دکرزي حکومت څخه ډيري هيلې لري داساسي قانون اوهمدارنګه پښتوژبه به څنګه شي په دي باره کښ خپل نظرونه تبادله کوي اودي ته يی پام نه ده چي زمونږ هيواد د امريکايانو په موجوديت کښي کوم لوري ته روان دی
هادي صيب خو دکرزي حکومت څخه دحنفي مذهب طمعه هم کوي پداسي حال کښي چي دا حکومت له يوي مخي غيري اسلامي اودامريکايانو له خودتوپک شپيلی په زور زمونږ په هيوادوالووتپل شو
حنفي مذهب په دي حکومت ناولی مه کړي ځکه دکرزي له حکومت څخه دحنفي مذهب طـمعه کول داسي مثال لري
لکه په ټټی حمام کښي تلاوت کول
زمونږ دهيواد زرګونوديني عالمانوله خواکرزی ردشوی اوملاتړ کوونکي ته يی دځنکندن وخت کښي دايمان زيان خبرداری ورکړل شوی داچي دکرزي حکومت کي هم ځيني حلوايی اومال وهي صاحبان شته لکه مال وهي عبدالهادي شينواری چي صرف دحلوا په طمعه يورټل شوي حکومت کښي کارکوي نو داډول عالمان هيڅکله هم دصحي عالمانو نماينده ګي نشي کولای
نوراځی چي ددي حکومت کاميابي دامريکايانوکاميابي اوناکامي يی دامريکايانوناکامي وګڼو کنه نودا به مونږوواودابه مو دامريکايانوله لاسه زمونږ دښځو،ماشومانووژنه کله په يو اوکله په بل نوم وي
چي پدي صورت کښي به نه يواځي دا چي ددي دونيا تاريخ به مو ونه بخښي بلکي اخرت کښي به هم لوی خدای جل جلاله ته مسؤليت په غاړه ولرو اودبي ګناه شهيدوماشومانو لاسونه به موګريوان کښي اچول کيږي
په درناوي
بي داسلامه دهيواد ودانول نه غواړو


HOTAK-amin
11.12.2003

ښاغلو ورڼو او خويندو سلام مي ومنۍ:
د دواړو بمباريو دخبرونو په اوريدلو او دتصاويرو په ليدلو دومره خوابدۍ سوم لکه زما په شخصي کور کي چي دی حادثی صورت نيولۍ وي ، زړه مي درد وکړ او لوۍ خدای ته په زاريو سوم او د خپل قام حفاظت مي ترې استدعا کړ.
ګرانو ورنو او خويندو:
دا يوازي تاسي نه ياست چي دوطن او قام په درد درديږۍ،زموږ ټول وروڼه او خويندي د دي وطن او خلګو سره مينه لري،نو که چيري غواړۍ د حوادثو په ارتباط څه وليکۍ ، کوم بل افغان ورور مه مخاطب کوۍ.
ستاسي هر يوه ليکني دومره پر ځای او د وخت د غوښتونو سره برابري وې چي د هر افغان زړه دردوي،خپلوي او ويښوي.زه بيا هم د افغان قوم بيداري په شعار کي نه بلکي په عمل کي غوښتونکۍ يم،دقام د بيدارۍ نه زما مطلب پر پوهي وﻻړ او د يوه سالم او مدبري رهبرۍ نه دۍ.په نړۍ کي چي څوک سر نه لري ،هغوۍ زر نه لري.
په درښت



محمد اسحق شيوانی
20.01.2004

ګرانو زړه ته رانږدي افغانانو هيله ده چه سلامونه مي قبول کړئ
دادي نن بيا امريکا په خپله ومحشتناکه بمباري زمونږد مظلوم او با غيرته ملت بي ګناه کوچنيان نر او ښځي خپل
په لعنت لړلي د B52 طيار ښکار کړل، او هغه يې شهيدان کړل،،

د ډيره خواشينی څخه د نور ليکلو طوان نلرم، هيله ده چه تاسو دغه موضوع نوره وه څيړی.

ژر به سي ورک له دي جهانه، هر يو انسان چه ستم ګر سي
د ظلم خونه يې سي ورانه ، پر مظلومانو جوړ اختر سي

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی



طالب جان
20.01.2004

ګرانو او درنو هيوادوالو وروڼو اوخويندو په سلامونو اونيكو هيلو مو لمانځم.
له ډيره وخته مي يوشمير تخنيكي ستونزي لرلي او نه مي شواي كولاي چي پخپل وخت سره په فورم كي څه وليكم او ياهم دچا دپوښتنو جواب وركړم. خو اوس مي الحمدلله داستونزي تر يوه كمه حده حل شويدي او زه دادي يو ځل بيا ستاسي دمشكو دديكاروان يو ملگري شوم او له ډيرو شپو ناسوبتيا وروسته دادي دنيك فال په ډول دشيواني صاحب اونورو وروڼو او خويندو درانه نظرونه تاييدوم. والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته او ښي چاري.


hotak
21.01.2004

[quote:5aa70b96fe="محمد اسحق شيوانی"]ګرانو زړه ته رانږدي افغانانو هيله ده چه سلامونه مي قبول کړئ
دادي نن بيا امريکا په خپله ومحشتناکه بمباري زمونږد مظلوم او با غيرته ملت بي ګناه کوچنيان نر او ښځي خپل
په لعنت لړلي د B52 طيار ښکار کړل، او هغه يې شهيدان کړل،،

د ډيره خواشينی څخه د نور ليکلو طوان نلرم، هيله ده چه تاسو دغه موضوع نوره وه څيړی.

ژر به سي ورک له دي جهانه، هر يو انسان چه ستم ګر سي
د ظلم خونه يې سي ورانه ، پر مظلومانو جوړ اختر سي

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی[/quote:5aa70b96fe]
شيواني صاحبه بيشكه ستاسي ټولو جذبات دقدر وړ دي خو ايكاش چي امريكايانو هم دافغانستان دخلكو دپاكو اومعصومو جذباتو او احساساتو خيال ساتلي واي.
امريكايي الوتكو پرون ورځ ديوي بلي وحشيانه حملي په ترڅ كي داروزگان ولايت دچارچينو په ولسوالي كي يولس تنه بيگناه ماشومان او ميرمني شهيداني كړي.تاسي په نيټ باندي دبي بي سي پښتوخپرونه واوري داروزگان والي جان محمد خان غريب واي چي يولس بي گناه خلك شهيدان شويدي اوامريكايي پوځي وياند بيا وايي چي نه هغه ټول طالبان وو.
هغه هم ريښتياواي ځكه چي دامريكا په اند پښتانه ټول طالبان دي او بايد چي ټول قتل عام شي.



محمد اسحق شيوانی
23.01.2004

ګرانو زړه ته رانږي افغانانو په ښه تازه او تاوده سلامونو مو لمانځم..
درونو وړونو تاسو ته دامريکا د وحشتناکه بمباری ښه پوره معلومات دي، او زمونږ خويندو او وړونو هغه په ښه تفصيل سره مخکي بيان کړي دي، داخو دامريکا او دهغه دګوډاګيانو هغه ظلم دي چه مونږ په خبر يو، هغه ظلم خو يه لا پريږده چه دوي يې زمونږ پر مظلوم او باغيرته ملت کوي چه مونږ په خبر نه يو، داسو ته په ښه پته وي چه هغه يو مياشتي مخکي يې په اُرزګان کي ديوه واده پر خلګو خپل ظالمانه بمباري وکړي، او ډير بي ګناه خلګ يې شهيدان کړل، او دغه يو څو ورځي مخکي يې په غزني ډير مظلوم کوچنيان دخپلو مند په غيږو کي په سرو وينو وه لمبول، هغه غم مو لا ده زړه څه نه وو وتلي چه په پکتياکي يې نور بي ګناه کوچنيان شهيدان کړل، او دادي نن يې يو ځل بيا په لعنت لړلي، دB52 په طياري ډيری شمير کوچنيا شهيدان کړل، دوي ده دي څخه انکار کوي چه دوي بي ګناه خلک وژلي دي، دوي وايې هغه طالبان وه کم چه مونږ بمبار کړه. ((((ولي طالبان وه؟)))) ځکه کم وخت چه مونږ ددوي پر کورو وغلو، او هڅه مو کول چه ددوي په کورو او ښځو کي تلاشي وکړه، نو دوي مونږ پري نه ښو ولي، او مونږ بمبار کړه، ښاغلو وړونو > تاسو ته دا څرګنده ده چه پښتون ته خپل مرګ هيڅ هم ندي، دخپل ناموس او وطن په مقابله کي.
ګرانو وړونو بحث ډير ا وږد دي، او هم به اوږد سي، ځکه دا ده امريکايې ويره اچونکو((دهشتګرو))) اول وار نه دي چه بمبار زمونږ پر مظلوم ملت کوي او نه هم آخري ځل ورته ويلاي سو، زما ګرانو وړونو او خويند، ؤس ده دي وحشتناکه بمباري د مخنوي د پاره يو څه وه واياست،
څه کول پکاردي ده دغه وحشتناکه بمباري ده مخنوي دپاره؟؟؟
څه کول پکاردي چه ده دغه ظالمانه بمباري څخه خپل مظلوم او باغيرته ملت وه ساتو؟؟؟
ستاسو دنظر په هيله....................................................

دبل تر لاس لاندي ژوندون خو مو قانون کي نه سته
پښتــــــون خو تل دســــــــره په بيه خــــــپلواکي ساتي

په پښته مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


ډاکتر وطنمل
23.01.2004

په ډيره خواشينۍ سره دا خبرونه اورو او لولو چې د نړيخور امريکايي امپرياليزم پوځي ځواکونه له ځمکې او هوا څخه د طالبانو پر بهانه زمونږ د پلرني ټاټوبي په بيلابيلو برخو لکه کند هار ، پکتيا،غزني کونړ اونورو کې زمونږ بي ګناه اولس ، ښځې ،ماشومان او سپين ږيري د B 52 او نورو درندو وسلو پواسطه ولي ، پر کورونو ننوځي او
او افغاني ژوند دود او ناموس په خلاف تالاشي کوي . مونږ په داسې حال کې چې د بوش دحکومت دغه جنايتکارعملونه په کلکه سره غندو ، د کرزي ګوډاګي حکومت ته خبر داری ورکوو، چې که ددښځو ماشومانو سپينږيرو او بي ګناه خلکو ژوند ددوی د امريکايي بادارانو له خوا صدمه وويني ، مسووليت به يي د کرزي او کرزي پلوه ګوډاګيانو او نورو افغان دوښمنو وسلوالو ډلو په غاړه وي . مونږ له طالبانو ورونو څخه هم دا غوښتنه کوو ، چې د خدای (ج) په لحاظ او خاطر د ماشومانو ، ښځو، سپين ږيرو د ژوند او ناموس د ساتنې په خاطر او دملي وحدتاوملي ګټو د ساتنې په خاطر دوسلوال مخلفت څخه ديموکرا تيکې مبارزې ته راستانه شئ ، هرڅه چی کوئ د ملت د قاطع و پراخه اکثريت په خوښه ، تصميم او ملاتړ يې وکړۍ، ملي وحدت وساتئ، د سوله ييزې او ديموکرا تيکې مبارزې له ﻻرې د هيواد واکمني تر ﻻسه کړئ او بيا ټولو بهرنيو ځواکونو لکۍ ورغوټه کړئ چې ووځي او نور زمونږ په هيواد کې پاتې نشي ، که نه ستاسو په خپل سر وسله وال حرکتونو به يواځې او يواځې خپل قام او خپل اولس د پرديو په ﻻس خدای مکړه تباه او برباد کړئ . که په هيواد کې سوله او ديموکراسي خوندي کړو ، او بيا هم امريکايانو دلته ښپې ټينګې کړي، نو هله بيا جهاد او ملي قيام په ټولو فرض کيږي آو ټول به د ينکي س پرضد ډګر ته وردانګي . والسلام



طالب خان
23.01.2004

گران او محترم دانشمند ورور وطنمل صاحب په سلامونو او نيكو هيلو دي لمانځم.
خداي پاك دي په ځوانۍ،استعداد ايمان او كار او زيار كي بركت واچوه.
ستاسي نيك نظر ته په كتلو سره زه شخصا له هغه نه ډيرمتاثرشوم.كاشكي چي زموږ نورور وروڼو او خويندو هم دغه ډول مثبت نظرونه خپل كړي واي.زموږ بدبختي داده چي ديوه او بل نظرونه نه يوازي داچي منو يي نه بلكي مطلقا اوريدلو ته يي هم نه يو تيار.ستاسي نظر پرځاي دي او زه يي تاييدوم البته يوه ټكي ته اشاره كول غواړم او هغه داچي طالبانو هيڅكله هم له ديالوگ نه سترگي ندي پټي كړي بلكي دخپل واك او له واكه په راوروسته وختونو كي يي دملي قضاياوو دحل اوفصل په اړه دولس او دهغه دواقعي استازو رايي ته داحترام په سترگه كتلي .هغوي ته يي بلنه وركړيده چي راشي او له حكومت جوړوني نه نيولي دژوند په هره برخه كي دپخو او اساسي بدلونونو درامنځته كولواو ملت ته ديوه سالم جامع او هراړخيز اسلامي نظام چي په عين حال كي يي مثبت ديموكراتيك خصلتونه هم په بر كي نيولي وي ،په سوغات كي وركړي.
كه مو په ياد وي داسلامي امارت بيلابيلو استازو په بيلابيلاو زماني پړاوونو كي امريكا اروپا او دنړۍ نورو برخو ته په همدي منظور سفرونه ترسره كړل.پدي لړ كي زه په 1999 كال كي امريكا ته دطالبانوداطلاعاتو او كلتور دوزير محترم ملااميرخان متقي(خداي دي مل او ملگري شي) او دهغه دملگر پلاوي راتگ ديادولو وړبولم.هغوي دلته دافغانانو په پراخو غونډو گي گډون وكړ او له نيكه مرغه مثبت برداشتونه يي له ځانه سره يوړل خو افسوس چي زموږدانشمندانو او مسلكيانو پرخپلو كړو ژمنو وفا ونكړه او هماغه چي طالبانو امريكه پريښوده مسلكيان يوځل بيا خپل زاړه رباب ته كيناستل.
له هغه وروسته په 2000او 2001 ميلادي كال كي دلوړو زده كړو دوزير مولوي حمدالله نعماني او همداراز دمشر ملاصاحب دنژدي مشاور محترم سيدرحمت الله اغا راتگ هم يادوم.
له رحمت الله اغاسره زه پخپله په ډيرو سفرونو كي ملگري وم.هغوي ډير نيك نظر درلود.او هيڅكله يي هم دديموكراسي او همداراز دامريكا او اروپا دمثبتو پرمختگونو نه سترگي نه اړولي بلكي غوشتل يي چي دهغوي ټولي مثبتي كړني كاپي كاندي.كه هغه په حكومتي ډگر كي وي او كه په ټولنيزډگر كي.
هغوي همدا اوس هم ديالوگ ته چمتو دي البته وايي چي دهرډول خبرواترو لپاره لومړي شرط دادي چي امريكايي ځواكونه دي سم له لاسه له افغانستانه ووزي او افغانان دي پريښودل شي چي خپل سرنوشت څنگه چي وغواړي هغسي يي پرته له كومي بيروني مداخلي وټاكي.خو پدي لاره كي ډير خنډونه پراته دي له بده مرغه دشمالي ټلواله ده چي هيڅ ډول ملي كمپرومايز ته نده چمتو او دټوپكوالو انفرادي او اجتماعي تشكيلات دي چي ترپرونه يي ځانونه داسلام ټيكداران بلل او نن دادي له امريكايانو سره دبيگناه هيوادوالو په قتل كي نه يوازي داچي شريك دي بلكي پرخپلو دغو ټولو شومو اعمالو فخر هم كوي.
سياف نه گوري چي په يوه زمانه كي پخپله يوه رساله (لماذانقول لا؟) ((موږ ولي نه وايو)) كي دهرډول پراخ بنسته حكومت تشكيل،له غربگرايانو سره ناسته ولاړه،لويه جرگه،او له ظاهرشاه او ياهم دهغه له دارودستي سره ناسته ولاړه او مصالحت او يا هم له هغوي سره په اقتدار او سياسي تشكيل كي شركت كفر نه بلكي غليظ ترين كفر بللي وو او څرگنده كړي يي وه چي دغه ډول خلك به ترټولو وړاندي دسياف دمرمۍ هدف گرزي.
خو نن يي وينو چي هماغه سياف ظاهرشاه ته مكلفي او گران بيي ميلمستيا گاني كوي.تيركال يي ظاهرشاه ته په يوه ميلمستيا اته سوه زره پاكستانۍ روپۍ خرڅ كړي مگر ظاهرشاه پغمان ته له تگ نه سكوټ انكار وكړ.داخود ي ښاغلي كرزي خير يوسي چي هغه يي تگ ته چمتو كړ كنه نو سياف به له خجالته مړواي كه چيري مرگ يي درلوداي.خو داخلك خداي ترهغوپوري نه وژني ترڅو چي يي نور هم ذليله كړي نه وي.
ما په هيواد ډاټ كام كي هم ددغي ميلمستيا دسترگو ليدلي حال په پوره تفصيل سره ليكلي وو.
ورونه او خويندي يي هلته هم لوستلاي شي.البته هغه څه چي مي دلته غوښتل واضح كړم دادي چي شكر الحمدلله طالبانو تر ننه پوري كوم مثبت ملي اصل ته په سپكه ندي كتلي او كه بالفرض والتقدير سبا دكوم ملي مجبوريت يا اړتيا له مخي هرډول كمپرومايز ته غاړه ږدي نو څوك خو به دا نه وايي چي ياره هغه پروني سخت دريځ يي گوره او دا ننني انعطاف يي گوره.
خو هغه څه چي له لمره هم روښانه دي هغه دادي چي طالبان به انشاالله هيڅكله هم داسي كمپرومايز ته غاړه كينږدي چي ددين،ايمان،هيواد،ملت او له وجدان سره ادنى خيانت پكي متصور وي ځكه داځانگړتيا خو دسياف غوندي خلكو په برخه ده.ماته دسياف دحالت په ليدلو سره دحميد بابا دا شعر هروخت راياديږي ي وايي:
....................................................چي خاوند يي پخپل فضل ږمنځ نه كا........................................
..................................................................................ښي ښي ږيري به شي سپكي لكه درب...............
والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته ....ستاسي كشر ورور طالب خان..................................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more