نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ټولنه ،اقتصاد او سياست
HOTAK-amin
06.12.2003
ګرانو دوستانو او دېوې ﻻري ملګرو ښی چاري؛
د هغه وخت نه چي ستاسي له انټرنېټي پاڼي سره اشنا سوی ېم ، پوه سوم چې د دودپالو او روڼاندو افغانانو له پاره ،هغه ځرګنده تشه ، ستاسي په زيارډکه سويده٠ستاسي ښاغلي شېرزاد او نورو ګڼو ېارانو د قلم او اند ﻻري دخپل قوم چوپړ ته ، روښانه غواړم ٠ او هيلمن يم د ټولنې او سياست په هکله څرګندونې وکړئ .
خاټول
06.12.2003
[color=green:efe8b044f9]ښاغليو وروڼو هوتک صيب اوپاڅونوال صيب ستړي مشې :!:
پاڼي خو ډير خوند کړي اوډيررغنده بدلونونه پکي راغلي چي ګران شيرذاد ورورکي ته کور وداني وايم او له لويه څښتنه ورته ددواړو جهانو کاميابي غواړم٠[/color:efe8b044f9]
نقاد
18.12.2003
[color=blue:aa6f9919ff] درنو او پتمنو ليکونکو او لوستونکو خويندو ورونو ، که زه له سلامونو او نېکو هيلو له وړاندې کولو څه وروسته ټولنه په خپل اند داسې تعريف کړم ، نو تاسې به يې راسره په کوم دليل ومنئ اويا هم څنګه به يې ونه ومنئ ؟ ؟؟ ، که ووايم چې : [/color:aa6f9919ff]
[color=red:aa6f9919ff]ټولنه د انسانانو د کړنو او فعاليتونو د تاريخي شکلونو له مجموعې څخه عبارت ده ! [/color:aa6f9919ff]
ستاسو له مستدلل تائيد او پلوي يا مستدلل ترديد او مستدللې نيوکې څخه مخکې له مخکې مننه کوم ، خو له چپ پاتې کيدو څخه مو نه !
م ن غروال
18.12.2003
ښاغلۍ پاڅونوال صاحب سلامونه او ګلونه
ستا تعريف د ټولنې نه بلکه د کلتور له يوې څنډې يا د فرهنګ له يوې څنډې دی٠ د بشر يو ځايي ژوند په يوه سيمه کي يوه بشري ټولنه تشکيلوي٠ د بشر يووالي ته ، که يوځاي هم نه وي د خپلو کړو سرته رسولو په هدف هم که وي، ټولنه ورته ويل کيږي٠ يعني کلا بشري يووالۍ ټولنه کېدائ شي٠ دا چه دغه يووالي کی څه نغښتي دي ، هغه اړه پيدا کوي دوئ په کلچر علم پوهې او٠٠٠٠
بيا به ګورو،،،،،
نقاد
20.12.2003
[quote:0379638b14="Gharwal"]ښاغلۍ پاڅونوال صاحب سلامونه او ګلونه
ستا تعريف د ټولنې نه بلکه د کلتور له يوې څنډې يا د فرهنګ له يوې څنډې دی٠ د بشر يو ځايي ژوند په يوه سيمه کي يوه بشري ټولنه تشکيلوي٠ د بشر يووالي ته ، که يوځاي هم نه وي د خپلو کړو سرته رسولو په هدف هم که وي، ټولنه ورته ويل کيږي٠ يعني کلا بشري يووالۍ ټولنه کېدائ شي٠ دا چه دغه يووالي کی څه نغښتي دي ، هغه اړه پيدا کوي دوئ په کلچر علم پوهې او٠٠٠٠
بيا به ګورو،،،،،[/quote:0379638b14]
[color=darkblue:0379638b14]دروند غروال صاحب سلامونه مې د نيکو هيلو سره ومنئ . ستاسو له ليکنې څخه ډيره مننه کوم . سمه ده چې ګډ ژوند د ټولنې شرط دی ، په پورتني تعريف کې دغه ګډون او يووالی د (( انسانانو )) دجمعې په شکل ذکرولو کې نغښتې دی : که مونږ وايو چې (( د انسانانو د فعاليتونو د تاريخي ......)) نو معنی يې همدغه ده چې د ګډ ميشتو او ګډ اوسيدونکو انسانانو ( او نه د يوګړو يا بېلګړو انسانانو ) د فعاليتونو دتاريخي شکلونو يوه مجموعه بلل شوې ده . هو ترڅو چې يو شمير غړي څانونه يوې ټولنې ته منسوب بولي ، که څه هم بهر چيرې اوسيږي ، بيا هم د همغه ټولنې غړی دی ، لکه مهاجر او پنا ه لرونکي افغانان چې بيا هم د افغاني ټولنې غړي دي که څه هم په بهرنيو هيوادونو کې اوسيږي . خو د هيريدو نه ده چې له يوې خوا ټولنه تش يوه مجموعه نه ده ، او له بلې خوا هر ګډ ژوند لکه ډير ژوي چې يوه نوعه يې په خپلو کې لري ، انساني جامعه منځته نشي راوړی که څه هم له مذهبي نړۍ ليد (جهان بينۍ ) يا اندڅار (تيؤري) پرته دعلمي څېړنو پر بنسټ دغسې ګډ ګله يي ژوند له حيواني ژوندود څخه انساني ژونددود ته د ليږداو په پړاو کې (( انسانانو)) هم درلود ، چې په باور سره يې ﻻ انساني ټولنه او انساني جامعه نشو بللی . پر دغه طبيعي عامل او فکتور سربيره چې د انسانانو تر منځ د اړاو تړاو د بيولوژيکي بنسټ په توګه ان د حيوانيت له پير څخه په انساني ټولنې په اړوندونو او پيوندونو کې مدغم راپاتې ساتل شوی ، اود پرمختګ او بشپړتيا په ترڅ کې وخت په وخت کم شوی اود له منځه تللو په شرف يا درشل کې ﻻ تم دی ، د ټولنې غه بنسټ پراختيا موندلې ده چې چې دبشر انساني تاريخ پرې وﻻړ او پر مخ روان دی . نو انسان په نوموړي بنسټ د خپل انساني تاريخ هم جوړوونکی ( خالق) او هم محصول ( مخلوق) ګڼل کيږي . و من الله التوفيق [/color:0379638b14].
م ن غروال
20.12.2003
ښاغلۍ پاڅونوال صاحب ورسته دسلامونو تقديمولو ډيره فليسوفانه کتنه مو کړېده ، که بحثونه لېکنې او د افکارو تبادله تل داسې بڼه ولري نو له ټول افغان پاڼې به د مختلفو مسلکو علمي زده کړې وشي٠ خورا ارزښمنه ده چه ديو بل د خبرو په مفهوم سره وپوهېږو، نه په غير ادبي لېکنو او د قلم ادب څخه وتلي کلمات او جملې وکاروؤ، چه په خواشېنۍ سره تر سترګو کيږي٠
ټولنه کيدائ شي ژوي هم ولري اما ستاسو ليد د انسان لورې ته متوجه دی چه د انساني ټولنې تعريف ورته ويلئ شو٠ د بشر علمي څېړنو د افکارو د پرمختګ او دانساني خدمتونو يووالي ته هم ټولنه يعنې بشري ټولنه ويل کيږي، چه اکثره هم په ټولنو مسمی شويدي٠ يو وخت انسان تاريخ نه درلود او نه هم له دغه اصل سره اشنا وؤ، ولې هماغه د بشر ګډ ژوند خپله په خپل ذات کي يوه انساني ټولنه وه٠ امکان لري په سلګونو کلنو يې هيڅ د پرمختګ يا ستاسو په وينا تاريخي فعاليت نه وي موندلئ يعنې منجمد ژوند يې لرلئ وي٠
خو ټولنه او د انسان کلتور دا دوه خپلو کي د يوه ځنځير کړۍ جوړوي چه د بشر تاريخي څېړنې پرته له دغو کړيو، محال بحث دي٠ خو تعريف د ټولنې او کلتور بيا هر يو ځانته دي او د تاريخ تعريف کي هر يو له دغو دوؤ څخه، بيا زما په اندچه اصلا تاريخ نشو کوﻻئ جوړ کړو څه ورسېږه چه تعريف ورکړو٠
ټولنه، دبشر يوؤالۍ، کلتور دوئ د فعليت او منل شوؤ بشري قوانينو مجموعه، او تاريخ د دغو تير شوؤ څخه خبرېدل، او علمي څېړنه او دبشر د کړو دبنسټ لټون هم د تاريخ فلسفه،
البته بده نده چه نوره هم مسئله روښانه شي اما بحث يوازې د ټولنې په پېژندنې دی چه صرف ما خپل نظر بيان کړ ولې زه په هر حال ستاسو اند د قدر وړ بولم ٠ ښاد اوؤسئ
نقاد
21.12.2003
دروند ورور غروال صاحب ، يډۍ ګېډۍ سلامونه او نيکې نيکې هيلې درليږم ، له ګډون او غبرګون څخه مو ډيره مننه کوم چې د انديزونو راکړه ورکړه مو ممکنه کړې ده ، څومره به ښه وي چې ستاسو په پل نور لوستونکي هم ګام پورته کړي او دخپل نظر په وړاندې کولو او يا لږ تر لږه دپو ښتنو په مطرح کولو سره کوانده برخه واخلي .
ستاسو په په ليکنه کې د لاندې جملې په تړاو پوه نشوم چې زما دليکنې د کوم ځای سره يې لرلی شي ، ځکه ما داسې کومه کرښه ونه موندله چې دغه جمله مو تصديق کاندي :.
[code:1:be4537e04a]ارزښمنه ده چه ديو بل د خبرو په مفهوم سره وپوهېږو، نه په غير ادبي لېکنو او د قلم ادب څخه وتلي کلمات او جملې وکاروؤ، چه په خواشېنۍ سره تر سترګو کيږي٠ [/code:1:be4537e04a]
خوکه ستاسو مطلب له ادب څخه په علمي بحث داسې نزاکت ساتل وي چې د ساري په ډول په طب کې دې هم د ﻻبراتواري تجزيې په اړه (( د مادو تجزيه )) ويل ادبي وي ، خو ((د غايطه موادو تجزيه)) ويل هم بي ادبي ده ، نو ښايي پوهنه پل مفهوم چې ( پوهونه ) هم ده ، دنزاکت په باريکخيالۍ کې له ﻻسه ورکړي او حتی خپله موضوع هم معرفي نشي کړای . څنګه چې پوهنه دګماتيک او عقيدوي کتنتوګه نه لري او نه له مذهبي مباديو څخه پيل کيږي ، نو د انسان او انساني ټولنې پيلامه هم وار دمخه په اسمانونو او جنتونو او د هغوی په اوسيدونکو ( ادم عليه السلام او بيبي حوا بي بي) کې نه لټوي ، بلکې د ځمکې پر مخ او د ځمکنيو ژوندي موجوداتو په غيږ کې لټوي . نو که د بيولوژيکي ځانګړتياوهغه پړاو ته زمانغوته ،کومې ځانګړتياوې چې اوس هم د انسان او حيوان تر منځ ګډې پاتې دي، خو په انساني کيفيتونو کې مدغمې ساتل شوي دي ا و يو وخت ؤ چې دغه حيواني ځانګړتياوې برﻻسې وې او انساني ځانګړياو ﻻ دومره وده او بشپړتيا نه وه موندلې چې حيواني هغه په ځان کې مدغم کړي ، چيرې چې دغه د طبيعت وتلي او تاجدار موجود له ګله ييز ژوند توګې څخه د انساني ژوندتوګې په لوري د لېږداو (ګذار) پړاوونه په سليزو کې نه بلکې د زريزو کلونو په ترڅ شاته غورځول ، د ګله ييز ژوند دغه پړاوپه
ګوته کول تاسوته تاسوته د دب له چوکاټ څخه تاسوته لرې يوه بې ادبي ښکاره شوي وي ، نو بخښنه غواړم لکه څنګه چې طبي پوهنه بايد د نوموړو موادو د تجزيې سره ((غايطه)) په کومه سپين سترګۍ ورزياته کړي ، دغسې سپين سترګي هر علم او هره څيړنه لري اوپه هغوی باندې د ادب ، نزاکت او ورته ((نارمونو)) له کبله صرف نظر نشي کيدلی .
البته د بحث په اصلي سکالو کې ښايي دغومره تيروتني ځای نيولی وي چې تاريخ او تاريخپوهنه يو ډول ، يعنې تاريخ او موضوع يې يو ډول انګېرل شوې اوسي . تاريخ د پونې په توګه د تاريخ بهير څيړي ، لهدې علمي انعکاس پرته تاريخ د پيښو د بهير يا عيني سلسلې په توګه تل موجود ؤ ،د ی او وي به . او ما هم همدغه عيني بهير ته ګوته نيولې ده ، نه کړ کيښ او د ړکيښ شکلونو او چوکاټونوته . داپيښې پهعيني توګه هم د وختون او ځايتون يا زمان او مکان په چوکاټ کې رامنځته شوي او کيږي او تريخي بهير جوړوي ، صرف بيان يا کښل يې د همدغه وختون او ځايتون په قيد کې کړکيښ بلل کيږي او بس ، نو له کښلو مخکې ، وروسته او له هغې بهر هم تاريخ د عيني بهير پهتوګه تل جري ؤ ، دی او وي ه .
يوه بله خبره د پوهاوي له پاره د يادونې وړ دا بولم چې د انسان فعاليت دا نساني تاريخ د بهير او پرمختګ ژمندوی دی ، سره ددې چې د يوې اوږدې مودې له پاره ، لکه څنګه چې تاسو ورته پر حقه نغوته هم کړې ده ، په يو ثابت او منجمد شکل هم دوام موندلی شي ، کوم چې زما په اند د يوه تاريخي پړاو د اوږوالي ، ځنډ او دننيو تضادونو د پس (کند)پاتې والي او يا هم د درک او پوهيدلو د کچې د ټيټوالي او ((نشتوالي )) سره تړاو ولري، بيا هم مطلق انجماد امکان نه لري ، ځکه هر نسل د تير نسل په تجربو او پوه دخپلې پوهې او تجربي کړۍ او لړۍ ورزياتوي او څه ناڅه بد لون رامنځته کوي او هره نوې زمانه له تيرې څخه په ټوليزه توګه لوړه ، زيات اړخيزه ، بډای ا و پېچلې وي ، او مخکينۍ ساده ، صافه او لږ اړخيزه ( ډنګره) ښکاري . والسلام .
م ن غروال
22.12.2003
ښاغلۍ پاڅونوال صاحب وروسته له سلامه
تاسو لږنه ډير تېر وتلي ياست هغه جمله کاملا هغو ته متوجه وه چه له قلم عفته وتلي جملې يې په تېرو بحثو کی کارولې وې٠ خدای ج دې ونکړي چه تاسو مې مخاطب وئ٠ هيله مند يم چه سؤ تفاهم لري شي٠ بېشکه ستاسو لېکنو کی اصلا داسې څه نشته چه زه تاسو مخاطب کړم٠ په خوږې مينې
نقاد
01.01.2004
دروند او منلی غروال صاحب [color=blue:732bbf1f9e]، اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته [/color:732bbf1f9e]
ستاسې وضاحت زما انديښنه په دې اړه چې ، خدای مکړه ، زما د کومو کلماتو کارول به ستاسو د څارنې او نظارت سبب شوي وي، له منځه يو ړه ، زه ډيره مننه کوم او تاسو د ﻻ ډيرو برياو او نيکمرغيو په هيله په لوی الله سپارم . په مينه او درناوي .
ع کريم حليمي
12.02.2004
پاڅونوال صاحب سلام ٠ياره ته خو دزړو خريدار ئی صاحبه هر ليکه چه ستاسو لولم ٠ زړه راڅه ولاړ سی ٠ او په دوو جملو زړه راڅه رانسئ ٠ خدای ته ګور چه هيرجن خريدارنسئ ډير رابندی ګران سوئ٠
بيدله يم او بيا هم يوڅه مجلس راسره وکړه
استاده ٠ په دې ونياکی خو زه ډيموکرسي نه وينم ٠ زه چه ئی وينم هغه يوازی د يو څو سرمايدارو حکومت وينم
پر خلګو ؟ ستاسو د ليکني په انتظار وسلام
نقاد
14.02.2004
[quote:3b3d06c2dc="abdul karim"]پاڅونوال صاحب سلام ٠ياره ته خو دزړو خريدار ئی صاحبه هر ليکه چه ستاسو لولم ٠ زړه راڅه ولاړ سی ٠ او په دوو جملو زړه راڅه رانسئ ٠ خدای ته ګور چه هيرجن خريدارنسئ ډير رابندی ګران سوئ٠
بيدله يم او بيا هم يوڅه مجلس راسره وکړه
استاده ٠ په دې ونياکی خو زه ډيموکرسي نه وينم ٠ زه چه ئی وينم هغه يوازی د يو څو سرمايدارو حکومت وينم
پر خلګو ؟ ستاسو د ليکني په انتظار وسلام[/quote:3b3d06c2dc]
دروند استاد حليمي صيب سلام او ښې چارې!
تاسو يې خپله وينئ ، چې هلته په امريکا کې له ديموکراسۍ څخه څوک ښه ګټه پورته کولی شي . په هرصورت
زورواکه او له خلکو څخه خپلواکه حکومت نه دی ا و د اولس له رايو پرته څوک واک ته نشي رسيدلی او نه پرې د کومې ايديالوژۍ په نامه حکومت کولی شي . که اسامي ټولنپوهنې او سياستپوهې ټول تير ١٤سوه کاله انکشاف موندلی وای، ښايي ډيره ښه او بشپړه ديموکراسي يې رامنځته کړې وای .زمونږ ستونزې بي شميره دي ، او زياتې تاريخي دي ، پښتانه ددولتي او حکومتي او اداري تجربې سابقه نه لري ، د اکثريت سره سره د سياسي شعورپه وده او سياسي فيصلو کې ډير وروسته پاتې دي . ديموکراسي يو ستر سياسي ښوونځی دی ، او پښتانه يې ﻻ په لومړي ټولګي کي روان دي . الله دې ددوی مل شي او په ديموکراتيکه سيلۍ کې دې برياليتوب ورپه برخه کړي . والسلام
ع کريم حليمي
19.02.2004
دروند او قدرمن پاڅونوال صيب اول سلامونه وايم خدای په ژوند کی کاميابه لره ٠
تاسو ډير ښه ليکلی چه ډماکرسی يو ښه مکتب دی ٠ په دغه کی زه هم شک نه لرم ٠ زه د ١٨ کلنی څه راپديخوا
په ډماکرسی کی ژوند کوم ٠ او اؤس تر پنځوس واوښتم ٠ ديکتاتوری می نده ليدلی ٠
ډماکرسی ډيره سخته ﻻره ده داسی اسانه نه ده لکه ديکتاتور ٠ ډماکرسی په ګريس کی وه زيږيده او په ايټاليا کی
پيغله سوه او امريکاته راواده سو ٠ ماته د30 کالو راهسی داسی رامعلومه سوه لکه دا ﻻس ته چی ګورم ٠
هغه سی چه په کتابوکی ډماکرسی ليکلی ٠ په امريکا کی وجود نه لری ٠ د ډول ږغ د ليری ښه خوند لری
چه نزدی ورته ناست يی غوږنو ته تکليف ورکوی ٠ په امريکا کی د ٧ کورنيو حکومت دی٠ و دی ٧ کورنيو
ته د بوش، راکفيلر ، کنډی کورنی داسی ايسی لکه فقران ٠ داسی نه وايم چه زما دغه ډماکرسی نده خوښه ډيره
می خوښه ده ! ډماکراسی غريبانو نظام ندی ٠ ضرور ده چه جامعه به سرمايه داره وی ٠ اول شرط ئی سرمايه ده
دوهم شرط ئی د سرمايه دارۍ اخلاق دی ٠ دريم شرط ئی دادی عايدات به د خارجه راځی ٠
او څلورم شرط ئی دادی چه پر ډماکرسی به سر هم ورکوي ٠ پنځم شرط ئی دادی ٠ قومی نظام به په ډماکرسی
کی نه وي او دغه پنځه شراطونه به سر نغښتې وي او پلس نور يوڅه فرعی ٠
پر ټولو سربيره پوه ډيره ضرور ده ٠ که څوک غواړی چه افغان ته ډماکرسی وروړی اول بيد د خوشحال خان تر
مکتب ﻻس واړه وي ٠ او درحمان بابا پر مکتب روان سی ٠ دوهم دکياپيټليږم نظام په اعتماد چليږی ٠
نو پښتنه داده چه پښتانه خو پر نظام سر نه ورکوی ٠ يوازی سر پرپيسو ورکوي ٠
او دجنګه ﻻس نه اخلی ٠ پلار ئی خوشحال خان دی ٠
څه فکر کوئ اول ٠ چه پښتانه به دغه دوه کار اول وکړی ؟ او ځنګه به تر تير سی ٠ دخوشحال خان تر مکتب
تيريدل تر پښتو تيريدل ندی ؟
دغه لحظه خدای په امان ٠ ټول افغانته سترګی پهﻻر
حليمي
نقاد
19.02.2004
[quote:e4fb40a91f="abdul karim"]دروند او قدرمن پاڅونوال صيب اول سلامونه وايم خدای په ژوند کی کاميابه لره ٠
تاسو ډير ښه ليکلی چه ډماکرسی يو ښه مکتب دی ٠ په دغه کی زه هم شک نه لرم ٠ زه د ١٨ کلنی څه راپديخوا
په ډماکرسی کی ژوند کوم ٠ او اؤس تر پنځوس واوښتم ٠ ديکتاتوری می نده ليدلی ٠
ډماکرسی ډيره سخته ﻻره ده داسی اسانه نه ده لکه ديکتاتور ٠ ډماکرسی په ګريس کی وه زيږيده او په ايټاليا کی
پيغله سوه او امريکاته راواده سو ٠ ماته د30 کالو راهسی داسی رامعلومه سوه لکه دا ﻻس ته چی ګورم ٠
هغه سی چه په کتابوکی ډماکرسی ليکلی ٠ په امريکا کی وجود نه لری ٠ د ډول ږغ د ليری ښه خوند لری
چه نزدی ورته ناست يی غوږنو ته تکليف ورکوی ٠ په امريکا کی د ٧ کورنيو حکومت دی٠ و دی ٧ کورنيو
ته د بوش، راکفيلر ، کنډی کورنی داسی ايسی لکه فقران ٠ داسی نه وايم چه زما دغه ډماکرسی نده خوښه ډيره
می خوښه ده ! ډماکراسی غريبانو نظام ندی ٠ ضرور ده چه جامعه به سرمايه داره وی ٠ اول شرط ئی سرمايه ده
دوهم شرط ئی د سرمايه دارۍ اخلاق دی ٠ دريم شرط ئی دادی عايدات به د خارجه راځی ٠
او څلورم شرط ئی دادی چه پر ډماکرسی به سر هم ورکوي ٠ پنځم شرط ئی دادی ٠ قومی نظام به په ډماکرسی
کی نه وي او دغه پنځه شراطونه به سر نغښتې وي او پلس نور يوڅه فرعی ٠
پر ټولو سربيره پوه ډيره ضرور ده ٠ که څوک غواړی چه افغان ته ډماکرسی وروړی اول بيد د خوشحال خان تر
مکتب ﻻس واړه وي ٠ او درحمان بابا پر مکتب روان سی ٠ دوهم دکياپيټليږم نظام په اعتماد چليږی ٠
نو پښتنه داده چه پښتانه خو پر نظام سر نه ورکوی ٠ يوازی سر پرپيسو ورکوي ٠
او دجنګه ﻻس نه اخلی ٠ پلار ئی خوشحال خان دی ٠
څه فکر کوئ اول ٠ چه پښتانه به دغه دوه کار اول وکړی ؟ او ځنګه به تر تير سی ٠ دخوشحال خان تر مکتب
تيريدل تر پښتو تيريدل ندی ؟
دغه لحظه خدای په امان ٠ ټول افغانته سترګی پهﻻر
حليمي[/quote:e4fb40a91f]
دروند حليمي صيب سلامونه او نېکې هيلې !
تاسو حقايق بيان کړي او پوښتنه مو پر واقعيتونو ولاړه ده. همدومره ويلای شم چې ددې ستونزو تر څنګ پښتانه يوشمير ګټې او اسانتياوې هم په ديموکراسۍ کې لري ، صرف بايد ترې خبر، پرې پوه او ورسره اشنا شي .
١ـ دوی د جرګو سيستم لري، ورسره اشنا دي چې په جرګه کې ټول غړي برابر دي او مساوي حق لري . هلته د چا ديکتاوري نه چليږي او فيصله يواځې په اکثريت نه بلکې د رايو په اتفاق تر سره کيږي . همدايې د ديموکراسۍ سره فرق هم دی چې دوی ساده اکثريت پريکنده نه بولي او د رايو اتفاق غواړي . د رايواتفاق سخت مشکل کار هم دی او جرګه له رواجي زور څخه کار اخلي ، لکه داچې له مدعي مدعی غليه دواړو څخه لومړی واک اخلي بيا فيصله اوروي ، ا حتی په ځينو حالاتو کې جريمه لوړه ټاکي اود فيصلې له اورولو څخه يې مخلې له دواړو څخه خلي ، که کوم لوري فيصله ونه منله ، هغه ته دجريمې پيسې واپس نه ورکوي، او صرف منونکي لوري ته يې واپس ورکوي . د جرګو عنعنه په اسانۍ سره په ديموکراتيکو شوراګانو، ټول ټاکنو په طريقو بدليدای او پراختيا موندلی شي . د اولسي جرګې او مشرانو د جرګې نومونه د همدې عنعنې په تکيه ټاکل شوي وو.
٢ــ فرد ګرايي هم په پښتنو کې ډيره ده ، هر يو يې ځان ته من پوره وايي، نيم من او چارک په کې نشته ، دا خاصيت د فردي حقوقو ښه بنسټ او دديموکراسۍ يو شرط دی .
٣ــ د پښتنو فرديت او د پيسو خوښاوی په اقتصادي توګه د ټولنيز ازاد بازار له اقتصاد سره مرسته کولی شي . کولېکتيويزم او ډله ييز اقتصاد چې د کمونستي ديکتاتورۍ بنسټ ګرځي، پښتانه يې نه خوښوي ، خو فردي اقتصادي ګټه وټه يې هم سترګې ړندوي او له ګډو ديموکراتيکو هاند او هڅو څخه بي پروا او ګوښی پاتې کيږي . په ګټه راسره شوي پښتانه زياتره کوم رغنده رول نه لوبوي، ملي او قومي ګټې هم په پام کې نه ساتي اوله ځينو څخه يې د پيسو له پاره ديهوديت او ساميريت تر څنډو پورې بي غيرته بي ايمانه او بي وجدانه
(( انسان)) جوړيږي .
٤ــ داچې د پيسو له پاره جنګ او د جنګ له پاره پيسه خوښوي ، په پښتنو کې د وحشت هغه تاريخي غريزه په ګوته کوي چې قومي جنګ سالارانو پرې دقومي مساوات او ورورولۍ ټولنه د غلامۍ او برده دارۍپه ټولنه اړلې وه ، د پښتنو ظلمونو او بې کرکې مرګونو ته پښتون سيدجمال الدين افغاني هم ګوته نيولې وه ، چې د آزادۍ په جنګ کې هغه وخت د انګليس او وروسته د وحشي روسانو پر مثبت خو په دخلي وکمنۍ کې يو آفت او ديکتاتورۍ تماميږي. د امين او تره کي دورو او طالبانو د وسطی يي پيړيو نادودو دغه آفت يو څل بي تصديق کړ . ګل بدين او سياف هم دغسې خلکو ته ځان ورپيژندلی او منفور ګڼل کيږي . يواځې يو پښتون چې دا خاصيت يې نه ﻻره هغه المتوکل علی الله محمد ظاهر خان ؤ، چې پښتو ترې ورکه او پښتونولي يي هم خسي شوې وه ، او له همدې برکته وس د ملت با با شو .
زما په اند په هغه څه کې د پښتنو ګټه ده او پښتانه يې نه پيژنې او نه يې غواړي، هغې ته مجبوريږي، او په دې توګه ورسره اشنا کيږي ــ هغه يموکراسي ده ، خو که يو څل يې دديموکراسۍ مزه و چښله او لږ لږ پرې پوه شول چې سړی ترې څنګه ګټه اخيستلای شي، بيابه پښتانه تر هر چا زيات ديموکراتانوي او ديموکراتيک غورڅنګونه به همدوی پرمخ بيايي . که يو ځل دوی ټول د سواد خوندان شي نر او ښځې ټول، کوم کار چې په چټکۍ روان و، که دداود خان کودتا اود هغې په پايله کې د غويي منخوسه کودتا نه وای شوی ، تر اوسه پورې به ټول پښتانه باسواده وو، دديموکراسۍله پاره به شرايط جوړ او لار به ورته خلاصه وه. والسلام
ع کريم حليمي
19.02.2004
دروند او ښاغلی پاڅونوال صيب سلام ٠ تاسو او ټول افغان ته ښی هيلې او چاری ٠
محترمه! افغانستانته 1330 کاله مخکی اسلام راغلی ٠ اسلام پر ټوله نړی اغيزه وکړه دهره طرفه ئی نړۍ روښانه
کړه ٠ ولی چه اسلام دومره ښه د ژوند ﻻره ده چه بله نسته ٠ ابراهيم+ ډماکرسی + موسی +عيسی ٠ مساوی په اسلام ٠
دهندوانو دين 5000 کاله تاريخ لری ٠ دونيا ته صاديرنسو ،بودا،يهود،دګرس افلاتون
ډماکرسی تر اسلام د مخه وه اما کاميابه نه وه نه ئی خريدار پيدا کی ٠ کله چه اسلام ور سره يو ځای سو په دنيا کی ئی بازار ګرم سو ٠ دغه سبب دی چه په دنيا کی دغه د اسلام بازار ګرم دی ٠هو هغه خلګو ته اسلام او ډماکرسی د قدر وړ ده چه د دواړو فلسفه ئی زده يا په پو هيږی
اوس راځو ديته چه په 1300 کاله 1/2 نيم فیصد افغان د اسلام په فلسفه سرخلاص نسو
قدرمن پاڅونوال صيب که موږته(لوستنکو)يو ځه وليکی
چه څه وکړو چه اسلامی ډماکرسی کاميابه کړو موږ پښتانه ؟ تشکور
حليمي
نقاد
07.03.2004
[quote:f6b10bdc28="abdul karim"]دروند او ښاغلی پاڅونوال صيب سلام ٠ تاسو او ټول افغان ته ښی هيلې او چاری ٠
محترمه! افغانستانته 1330 کاله مخکی اسلام راغلی ٠ اسلام پر ټوله نړی اغيزه وکړه دهره طرفه ئی نړۍ روښانه
کړه ٠ ولی چه اسلام دومره ښه د ژوند ﻻره ده چه بله نسته ٠ ابراهيم+ ډماکرسی + موسی +عيسی ٠ مساوی په اسلام ٠
دهندوانو دين 5000 کاله تاريخ لری ٠ دونيا ته صاديرنسو ،بودا،يهود،دګرس افلاتون
ډماکرسی تر اسلام د مخه وه اما کاميابه نه وه نه ئی خريدار پيدا کی ٠ کله چه اسلام ور سره يو ځای سو په دنيا کی ئی بازار ګرم سو ٠ دغه سبب دی چه په دنيا کی دغه د اسلام بازار ګرم دی ٠هو هغه خلګو ته اسلام او ډماکرسی د قدر وړ ده چه د دواړو فلسفه ئی زده يا په پو هيږی
اوس راځو ديته چه په 1300 کاله 1/2 نيم فیصد افغان د اسلام په فلسفه سرخلاص نسو
قدرمن پاڅونوال صيب که موږته(لوستنکو)يو ځه وليکی
چه څه وکړو چه اسلامی ډماکرسی کاميابه کړو موږ پښتانه ؟ تشکور
حليمي[/quote:f6b10bdc28]
محترمه او قدرمنه وروره حليمي صاحب او درنو لوستونکو خدای مو بريالي او نيکمرغه لره !
د اسلام او ديموکراسۍ اړيکې اتوماتيکه بڼه نه لري ، خوداړيکې يې ټينګېدای شي ، ځکه په دواړو خواو کې د بل له پاره هم ځای شته . که د يو هيواد اولس مسلمان وي ،لکه شکر چې مونږ افغانان مسلمانان يو، نو لومړی بايد دغه حقيقت د هغه هيواد ، په تيره بيا دافغانستان ديموکراتان درک او په خپله غوښه، پوست تر هډوکو پورې حس کړي چې مونږ مسلمانان يو او سپېڅلی اسلام زمونږ د ژوندانه سره ﻻينفک تړلی دين دی . په دې معنی چې له ديموکراسۍ څخه دې خپله دا هيله د تل له پاره ورکه کړي چې خدای مکړه په ديموکراسۍ کې به ګنې د اسلامي امر او نهې په وړاندې بي تفاوتۍ ته څه اجازه وي او د ساري په توګه فرايض لکه لمونځ روژه زکات به يواځې د شخصي خوښې او ميل ميلان پورې تړاو ومومي . نه ، نه، نه او بيا هم نه ، داسې نه ده ، او ديموکراسۍ پخپله دې ته اجازه نه ورکوي . يواځې داچې ټول افغان ، يا په سلو کې له ٩٥ څخه زيات شکر مسلمانان دي، د اسلام پيګيره پيروي او مراعات د افغانانو داسې يو ديموراتيک حق دی لکه طبيعي حق چې او هيڅکله ترې انحراف نشي کېدای . دلته دا هم زمونږ طبيعي او ديمکراتيک حق دی چې اسلام ته هر سړی راووښتی شي، خو پريښودل او بل دين ته ترې اووښتل ناممکن اوسي . د عقايدو آزادي د نورو اديانو د موجوديت په منلو کې ده لکه اهل هنود، کوم يو نيم يهودي او يا عيسوي چې له اول څخه موجود وي، کوﻻی شي خپل خپل ديني مناسک آزادانه پر ځای کړي .
په دې ډول قراني احکام به په ديموکراسۍ کې ﻻ پياوړي کيږي او په شدت او جديت سره به پلي کيږي او په روزنيزو موسسو کې به يې بشپړ مراعاتول کيږي. هغه مجازات چې د قراني اوامرو دترک کولو په صورت کې او يا د قراني واهيو د ارتکاب په صورت کې يې شرعه حکم کوي، بايد پلي شي . خو هغه څه چې پريښودل يې مجازات نه لري لکه سنت او نور ، بايد جبر ي هم نه اوسي ، بلکې د تبليغ تشويق او روزنيزو ﻻرو څخه يې پلي کول خوندي شي او بس.دولت مجبور او مکلف دی د ديني مناسکو د پرځای کولو اسانتياوې او د شرعياتو مدرسې د حقوقو د اړتيا د رفع له پاره رامنځته کړي ، خو د اسلام او ملاتوب په نامه څوک د سياسي قدرت د غصبولو حق نه لري، مګر داچې يوه ډله د آزادو، ټولګړو ، سري او ديموکراتيکو ټول ټاکنو له ﻻرې قدرت ته ورسيږي ، که څه هم ملا ، طالب يا چړي ، جوﻻ، نداف يا چواړي هم وي .
بله مهمه بره د ښځو او نارينه و تر منځ د حقوقو مساوات او بربري ده:
دا برابري په شرعي حقوقو، ديني مناسکو ، ميراث وړلو ، علم او ملکي زدکړو او داسې نورو کي ده .
له فرض ستر عورت پرته نور زياتي حجاب او له نارينه و څخه مخ پټول ضروري نه دي ، په کار ، وظيفو او رسمي دندو ، موسسو او کارخانو، صحي او تعليمي برخو کې د نارينه و سره اوږه په اوږه يو ځای برخه اخيستل او په جمع سره په لمانځه کې ګډون کول په مسجدونو کې اوس د ښځو ديموکراتيک حق او دينی مسوليت دی . که پخوا د جمعې له لمانځه څخه صرف نظر د ښځو له پاره لکه د مريانو په څير مجاز و حتی ضوري شکل بلل کيده، خو قراني حکم نه و چې ښځې دې د مسجد د جمعې په لمانځه کې ګډون نه کوي، اوس بايد د جمعې په لمانځه کې دښځو ګډون په ړونده طريقه سره حتمي شي . په ميراث کې د ښځې او نر حقوق مساوي کول که څۀ هم مستحب بلل يدای شي و بايد د فرضو پشان قانوني شکل اختيار کړي . واسلام