د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نړيوالو موسسو په نامه د پوشالي دولت مبلغين

فرهنګي افغان
02.12.2003

درنو دوستانو سلام او درناوۍ !
نن د سويډن هېواد او پرون د ډنمارک هېواد ته د افغانستان د متخصيصينو د جلب د ادارې مشاور وزېر ښاغلې صافی په يو سفر لومړی ډنمارک او بيا سوېډن ته راغی ،چې د افغانانو لخوا يې تودهرکلی وشو . په لومړي سر کې ښاغلي مشاور وزير په افغانستان کې د متخصيصينو لپاره د اړتيا په هکله يو لړ څرګندونې وکړې او بيا وروسته د I O M د نړېوالې ادارې د هلسنګي د دفتر مشر ښاغلي وهاب زاده د د غې ادارې د کار او موخو په هکله څرګندونې وکړې .دوي وويل چې د افغانستان په بيا جوړونه کې بهر مېشته متخصصين لوي او د يادونې وړ رول لري .او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې هېواد ته د يو شمېر متخصصينو د لېږلو له امله خپله مېړانه څرګنده کړه . داسې ښکاره شوه چې دغه وينا وال د افغانستان اوسني واکداران دي په داسې حال کې چې دوي د i o m او د اروپا د اتحاديې د پروګرامونو استازېتوب کاوه ،له بده مرغه دغه کسان په نوموړي مجلس کې نا موفق او ناکامه کسانه وبلل شول ، ځکه داسې داسې ښکارېده چې دوي د دولت استازي دي نه د د اروپا د اتحاديې استازي !!!!!
د I O M د ادارې په تشکيلاتو کې چې يو پښتون نشته او په پښتو هيڅ ليکنې او خپرونې نه لري په څرګندنه توګه د پښتنو ضد عناصر نفوذ لري او دا هم په نړېواله سطح د دغې ادارې د جانبدارۍ استازيتوب کوي . په زړه پورې خبره خو دا ده چې ښاغلي مشاور وزير محترم صافي د يو پښتون سوال کوونکي په ځواب کې وويل چې (( زه په پښتو نه پوهيږم او ستاسو د سوال ځواب په دري درکوم !!!!!!)) .دوي د i o m دپروګرام د تشريح تر عنوان لاندې د کابل د پښتنو ضد رژيم د تبليغاتو لپاره اروپا ته راغلي وو . شرم دې وي د دغه شان عوام فريبه اعمالو او افغاني ضد پروګرامونو پر چلوونکو. پښتنو ! ويښ شۍ. ټولې نړۍ ستاسو پر ضد لاس يو کړی او تاسو لا هم له دوي سره د سازش په فکر کې ياست !!!!! تاسو د دوي په منصب او مقام خپله پښتو هيروۍ ؟
ژوندی دي وي افغانستان
ژوندي دي افغانان
بريالۍ دې وي دموکراسي او د بيان آزادي ،
مړه دې وي د دموکراسۍ او د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ دښمنان .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more