د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دملاحسن اخند شعرونه

خیریوسی
08.03.2008

سلام سلام دی نبی سلام دی ****پسله سلامه می دا کلام دی
دسهار باده خوش یې نسیمه ****احوال می یوسه تر یار تر سیمه
خراب صورت که زما په تلکان دی*روح می ستا پر روضه حضور دی
[color=green:1e3a4c8ea2]مغز خوته یې جهان دی پوست دی ***محب يې هر یو دالله دوست دی
چې ستا له حوبه یې سینه خالی وی ***ایمان یې نسته عمل یې وروست دی
هغه چاری چې زما پر خاطر اوری ***شیخ یې نه وینی یې خوا ملا په توری [/color:1e3a4c8ea2]
مــــــــا ویل لا دیدن کړم دیارانو ***زه چې راغلم یاران نه وه مېنی توری
لڅی پښی می درباط پر مټوو سوی ** خپل اشنای په تش نظرنه راته ګوری
چی چندن له ورځې خپل سر به بایلی **دحافې مارانو ځای دچندن سیوری
دچندن ونی اوس وسولیدلی ولاړی ***دا ښاحونه یې تازه دحق پر لوری
دحسن زړګۍهغو معشوقو یووړی***چې مدام یې تر نقاب لاندی سترګی توری
دحسن په برخه دغه سوه له ازله ***چی همیش دښایستو ومخ ته ګوری

پورتنی شعر دملاحسن اخند دی دیوچا وایه ما رانقل کړی شاید چې تیروتنه په پکښی وی
که دچا سره دملاحسن اخند پښتو شعرونه وی دلته ولوستنکو ته ولیکی

په درناوی


خیریوسی
08.03.2008

خدای دی راوله حاجی محمد عالمه ***چې زما دیار زیری دی راوړی له حرمه


و.افغان
08.03.2008

ښاغلې، محترم او دقدر وړ عاجزه صاحب:
سلامونه مې ومنه
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خداي شته چې ډیر راباندې ګران يي، خو حق راباندې له هر چا ډیر ګران دې،
دغه پورتنې شعر کې شرعي محظورات موجود دي،
شاعر په کې ډیرې بیځایه بې ضرورته مبالغې کړي دي، که چیرې نبي کریم
صلی الله علیه وسلم خپله اوریدلې واي ، نو رد کړي به يي واي.

[quote:2a6998f49b]
[color=blue:2a6998f49b]مغز خوته یې جهان دی پوست دی [/color:2a6998f49b]***محب يې هر یو دالله دوست دی
چې ستا له حوبه یې سینه خالی وی ***ایمان یې نسته عمل یې وروست دی
[color=white:2a6998f49b]هغه چاری چې زما پر خاطر اوری[/color:2a6998f49b] ***شیخ یې نه وینی یې خوا ملا په توری [/quote:2a6998f49b]
هیله کوم چې خفه شوې نه اوسې.


خیریوسی
09.03.2008

محترم وروره ساپی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسو دمینی نه یوجهان مننه
وروه زه خپله دومره علم نه لرم لاکن ملا صاحب یو مجزوب محب ملا صاحب ؤ دشعر په مطلب خپله ویونکی ښه پوهیږی شاید چی ددی بیت مطلب یې لولاک لو لاک وی

وروره خوا مه بدوه یوه ټوکه درسره کوم :
تاسو په دستخط کی ګوته ونورته نیولی پام کوه چې ځان دی هیر نه سی

په درناوی


و.افغان
09.03.2008

[quote:d1a38a241d="ajaza"]
وروره خوا مه بدوه یوه ټوکه درسره کوم :
تاسو په دستخط کی ګوته ونورته نیولی پام کوه چې ځان دی هیر نه سی

په درناوی[/quote:d1a38a241d]

دقدر وړ عاجزه وروه:
دیته دې هم پام وي چې څلور ګوتې مې خپل طرف ته نیولي دي.

:lol: :lol: :lol:
په رښتیا سره ستاسو دطبابت په اړه لیکنې مې ډیرې خوښیږي، او ډیر په شوق يي
لولم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more