نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که په اساسي قانون کي ونشوه نو ستاسي نظربه؟؟
انځورګر
01.12.2003
دټول افغان درنو او روښان اندو ليکوالو ته !
فرهنګي افغان
04.12.2003
ګرانه وروره هادي صاحب ! هيله ده زموږ سلامونه ومني . ډېره ښه موضوع دې رامنځته کړې او ښې پوښتنې دې کړي دي .خو هم تا ته وايم او هم ټولو پښتنو ته چې:
که دغه ټولې هيلې ترسره نشوې او د پښتنو په تاريخي برخليک باندې اوسنيو پښتون دښمنو څېرو لاس بری وموند، نو د افغانستان تاريخ ، ملت او راتلونکي نسلونه به د حامد کرزي ، جلالي ، ځلمي هېوادمل ، حبيب الله رفيع ، انور الحق احدي ،او دغه شان نورو په اصطلا ح پښتنو له نوم ، علميت ، پوهې او کارنامو څخه تلپاتې نفرت او کرکه ولري .دوي او د دوي اولادونه به هېڅکله هم د ښه او منلي نوم او اعتبار خاوندان نشي .
تر بيا لېدو يا هو .
نقاد
05.12.2003
ګران هادي صيب او قدرمنو لوستونکو سلام .
١ ـ که په اساسي قانون کي حنيفي مذهب رسمي مذهب نه سو اعلان نو ستاسي نظر به څه وي ؟
ځواب: حقوق غومجازات د قانون له مخې ټاکل کيږي ، نو قانون له شرعې پرته امکان نه لري .
البته د شرعې په احکامو کې به يو واحد مذهب ، حنفي وي که جعفري ، په ټول هيواد کې
کارول کيږي ، څو احکام په يو او وحد ډول په ټول هيواد کې اعتبار ولري ، نو له دې کبله به د مذاهبو څخه صرف يو مذهب او هغه هم يواځې هغه مذهب ې پيروان يې تر نورو زيات، يعنې اکثريت ولري ، ه څه هم اکثريت يي نسبي اوسي ، په داسې حال کې چې دحنفي مذهب پيروان مطلق اکثريت لري ، نو په شرعې کې به حنفي مذهب ضروري وي او چاره ترې نشته ، خو داچې ولسمشر دې حنفي اوسي ، ضروري دومره راته نه بريښي .
٢ ـ که په اساسي قانون کي پښتو ملي ژبه نه سوه اعلان نو په دې اړه به ستاسي نظر څـــــــه وي؟
ځواب : دابه ډير تر خه عوا قب او بدې پايلې ولري ،ددغه د يموکراتيک حق پايمالول ښايي پخپله دديموکراسۍ د پايملولوسبب وګرځي او يوې پوځي کودتا ته ﻻر پرانيزي ، او ديموکراسي د ملي ژبې د ديموکرتيک حق په وندي کولو سره پيل شي ، اوتر هغه وخته وځنډيږي ، ځکه د اکثريت حق په ديموکراسۍ نه پايماليږي ، مګر داچې ديموکراسي پخپله پايمال شي .
٣ ـ که په اساسي قانون کي ملي سرود په ازبکي يا دري او يا هم په درو ژبو سو نو ستاسي نظر به څه وي ؟
ځواب :
که په سلو کې لږ تر لږه ٦٥ برخې په ملي ژبه پښتو ، ٢٥ په سلو کې دري او لس په سلو کې نورې ژبې وي ، زه يې منم ، همدغسې په دغه تناسب د ټولو ژبو رسميت هم منم .
٤ ـ که د اساسي قانون دتصويب په لويه جرګه کي پښتنو ته د اقليت د نوم تحفه ډالۍ سوه نو ستاسي نظر به څه وي
ځواب : دابه يوه دسيسه وي ، او دسيسې به ماتيږي ، ژر وي که وروسته ځواب به يې خوله ماتوونکی وي او بس !
ع کريم حليمي
31.01.2004
هادی او پاڅونوال صاحبانو سلام ٠ پسله سلامه ښی ښادی
که څوک حنيفی مذهب اعلان نکړی داسی تاوان لری !
د فقهی په مذهب کی هر فعل ،کلام ته قيد سته ٠
او که د اسلام رسمی اعلان سی ٠ نو به هر سړې خپله ترجمه راوړی ٠ نو يو لوی چنچال سو٠
نن په هر کوڅه (پاکستان) يو فقه ناست دی اوخپلی ترجمی کوي ٠ نو دولت کمه ترجمی څه کار واخلی٠
چه پښتو سوفت وير پيداکم انشأ الله څه به نوره ليکنه پر وکم ٠
حليمي