نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
غوئې چه زوړ شی نو کنجاړه په خوب وينی!
ډوکتر څپاند
17.02.2008
غوئې چه زوړ شی نو کنجاړه په خوب وينی!
"متقاعد جنرال حمیدګل: د افغانستان له خاورې هند او اسرائيل په پاکستان کې ورانکاري کوي
د پاکستان د فوځ د استخباراتي ادارې پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل تور لګولی دی چې هند او اسرائيل د افغانستان له خاورې په پاکستان کې چاودنې کوي او د تېرو ورځو په ورانکاریو کې لاس لري. متقاعد جنرال حمیدګل دا خبرې نن د الجزېرې تلویزیون ته د پاکستان په اوسنۍ امنیتي وضعیت په تبصره کې وکړې.
متقاعد جنرال حمیدګل د افغان جهاد په مهال د پاکستان د فوځ د استخباراتي ادارې مشر ؤ. د ډاکټر نجیب الله د رژیم له نسکورېدو وروسته ورته د وخت ولسمشر برهان الدین رباني د افغان ولسمشر د ځانګړي مشاور د دندې وړاندیز هم کړی ؤ. متقاعد جنرال حمیدګل او د پاکستان د فوځ د استخباراتي یو بل پخوانی لوړپوړی چارواکی کرنی امام د طالبانو او القاعدې ښکاره ملاتړ کوي".
دحميدګل په زړه کی دافغانانوپه ضد داسی د اور لمبی بلی دی چه اوس د
پاکستان هر مشکل د افغانانو له لاسه ګڼی٠
حميدګل خپل وجدان(که وجدان ولری!)ته سخت ملامت بريښی٠داځکه چه دی
تر هرچا ښه پوهيږی چه د پاکستان اوسنی مشکلات او جنجالونه دده اودده
پشان دانګریز نوکرو،پاکستانی واکدارانو د هغو کړو وړو منطقی پايله ده چه
دوی دافغان ستر ولس د بر بادی لپاره سرته رسولی دی٠
نن چه په سيمه کی د انګريز چلول بله بڼه او نوی اهداف لری نو د حمید ګلک
پشان دکاره وتی زاړه نوکران نور پدرد نه لږی٠