د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښاغلي عبدالکريم خُرم په نوم سرخلاصى لـــــــــــــــيکونه

Nawabi
16.02.2008

دسلام په وړاندي کولو ستاسو د ملي غرور او افغاني شهامت نه ټول افغان ولس ملا تړۍ دۍ
موږ د اسلام لپاره ستري قربانې ورکړې اوس ددۍ وخت رارسيدلۍ چي ملت او افغانيت ته چوپړ وګرزوه
تاسو په خپلو کړووړو ددې کار لمړني ګام پورته کړۍ ، خداۍ دي بيله شکه مل دۍ
دورورۍ په پښتني مينه
الحاج حکمت الله حکمت

د ښاغلي خرم صاحب له میړانې ډکې کړنې په تاوده هرکلي سره لمانځم. او الله څخه ورته د لاپیاوړتیا مرسته غواړم.

خیبر پښتون

خرم صاحب! په ملي مبارزه کې دې ملګري يو!
څرګنده به شي چې د ملت استازي د قانون پلوي کوي که د تعصبګرو؟؟
د افغانستان د اساسي او نورو قوانينو تطبيق په لومړي ګام کې د حکومتي چارواکو کار دى چې له ځانه يې راپيل کړي، د کلتور او ځوانانو وزير عبدالکريم خرم دا پيل له ځانه کړى دى، هغه د ملي ټلويزيون خبريال او په بلخ ولايت کې ځينو نوروکارکوونکو ته د پرديو تورو د نه کارونې ويلي، په دا تېرو څو کلونو کې د کابل په شخصي ټلويزيونونو کې د ايرانۍ ټرمينالوژۍ او نومونو کارونې ته هېچا هم ګوته ونه نيوله.
موږ حيران په دې يو چې د اساسي قانون ماتوونکو ته هېچا هم ګوته ونه نيوله، د ملي ګټو او ارزښتونو دښمنانو ته هېچا هم ګوته ونه نيوله، خود قانون پلي کوونکي او د ملي ارزښتونو مدافعين چې ټول کارونه يې په شفافيت سره ترسره کړي، د هېواد د ملي ګټو د دښمنانو د دسيسو ښکار کېږي.
ښاغلى وزير صاحب!
موږ دا مبارزه د دې لپاره نه کوو چې ستاسو واک او ځواک به څوک له تاسو واخلي، تاسې دا مبارزه جاري ساتئ، ټول ملت مو ملګرى دى
موږ په نورو پاڼو کې په تاسو پسې سپکې سپورې ولوستې، چې په دې ډله کې بي بي سي راډيو هم ايران ته ښه کمپيان چلولى و، موږ حيران په دې يو، يوه اداره چې ځان په هر لحاظ ناپلوې ګڼي، څنګه ليکنې يې خپرې کړي او په داسې يوه حساس وخت کې يې څنګه دغې موضوع ته لمن ووهله، چې د ملت د پرګنو ترمنځ بېلتون راولي.
که چېرې د اساسي قانون عملي کول جرم وي، بيا خو رښتيا هم ته مجرم يې، که چېرې د ملي ګټو دفاع جرم وي، بيا نو ته مجرم يې. خو خلک بارلرونکې ونه په کاڼو ولي.
زړه مه لږوه موږ ټول دې ملګري يو!

دافغانستان داسلامې دولت داطلاعاتو او کلتور محترم وزير عبدالکر يم خر م ته سر خلاصې ليک .سلامونه اونيکې هيلې وړاندې کوم دقانون پلې کول په ټو لنه کې اصلاح او پر مختګ منځ ته راولې ستاسو کړ نه معيارې او قانونې بڼه لرې دهيواد داساسې قانون نه ياغې باغېان او دافغانانو دشمنان ايرانې اجنټان نه شې کولې ستاسو دقانونې کړنو مخه ډب کړې ټول په وطن مين افغانان ستاسو تر شاه ولاړ دې . مير عرب شاه ( چمتو) په ډنمارک کې دوايله دښار دافغانانو دکلتورې ټولنې مشر .

--------------------------------------------------------------------------------
د اوکرائين جمهو ريت داديسی په ښار کی د ميشتو افغا نانو دپښتو ژبی ادبی ټو لنه ٠٠د چنار تر سيوری لا ندی ،، دښا غلی خرم صا حب هلو ځلو ته چه داساسی قا نون دپلی کيد و په لاره کښی ئ تر سره کوی د قدر په سترګه ګوری اخر چه زمو ږ چه زموږ دځوريدلی ژبی ريښتينی نما ينده ګا ن زمو ږ په حکو مت کی پيدا شول تا سو د خدای روغ لر ی او ستا سو دښکلی ځوانی سيور ی دی خدا ی ج زموږ له سر ه نه کموی په درناوی مير احمد شاه پښتون اديسه دچنار تر سيوری لاندی ٠
--------------------------------------------------------------------------------
د بېنوا د جالپاڼې ګرانو کارکونکو او درنو لوستونکو مينه او سلامونه ومنئ ګران خرم صيب خدای دې تل همداسې مخکښه او بريالی لره چې ، د ايران د تاليڅټو په مقابل کې دې له افغاني پرهنګ څخه د يو اصيل افغان په توګه دفاع وکړه ، او پردي ناولي داغونه دې پرېنښودل چې زموږ د غيرتي ملت په پاکه لمنه ولګېږي ، د تا دلا برياوو په هيله په پښتني درنښت
اختر پسرلی
--------------------------------------------------------------------------------
ګرانه خرم صيب ، ناپايه نيکې هيلې او ښې پيرزوينې ومنه
دافغاني پرهنګ قسم خوړلي غليمان تل په دې هڅه کې دي چې ، زموږ اصيل کلتور له منځه يوسي ځکه چې دغه ګوډاګيان غواړې چې په دې ډول خپله خوش خدمتي خپلو ايراني بادارانو ته ثابته کړي ، خو ستا غوڅ اقدام ددوي ټولې ناروا هيلې له خاورو سره خاورې کړي ، په پای کې ګرانه خرم صيب د خوشال بابا داشعر ،
لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي - چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
لا په خوب کې په لړزه پرېوزې له کټه -چې دچا دغوږو زما دتورې شرنګ دی
په افغاني مينه
اميل جان
--------------------------------------------------------------------------------
سلامونه او نيکي هيلي مي د بينوا کارکونکو ته ټولو پښتنو وروڼو ته او ښاغلي الحاج خرم جان صاحب ته وړاندي کوم بعد له سلامه څخه الله ج دوکړي چه روغ جو ړ او خو شحاله اوسي مونږ ټول پښتا نه وروڼه د ښاغلي خرم څخه ډيره زياته مننه کوو چه ده دا اقدام وکړو مونږ ټول پښتا نه وروڼه ستا سو سره اوږه په اوږه ولاړ يوو الله ج مو کامياب او بر يالي کړه امين
شیرخان : هریپور پاکستان
--------------------------------------------------------------------------------

ښاغلی عبدالکريم -خرم- د اساسي قانون د پلي کولو په حقه لار کې موږ ټول ستا ملګري يو ، د ايران د اجيرانو ناروا غوښتنو ته تسليم نه شې ، هرچا چې پښتو پرېښې ده او پاړسو يې ويلې ده بيا دغو ايراني تاليڅټو هغه افغان بې پرهنګ بللی دی ، زه په اخير کې د افغاني کلتور غليمانو دا لنډۍ ليکم ،
غليم به څنګه بری راباندې وکړي - چې دخرم په شان پښتانه دپښتو په مينه مرينه
دپښتو دغليمانو دبشپړه نابودي په هيله
ستاسو خواخوږی تندر

--------------------------------------------------------------------------------

ښاغلې خرم صاحب سلا مونه مي ومنی،ستاسو رښتينې پښتنی ګام کوم چي دپردی ژبی دتر مينا لوژې په وړاندې تاسو جګ کړی ،ډير د ستيلو وړ دی ،ديوه روسې شعرژبړه؛
کچيری زه ونه سوځم
کچيری ته ونه سوځی
کچيری موږ ونه سوځو ،بيابه ددی تور تم ټغر څوک ټو لوي!!
ګرانه وروره!موږ د ملا تړی يوو!خوشال بابا،حمزه بابا،پوهاند رښتين،بينوا ،الفت صاحب به ډير درنه خواښ وی ،چي تا غوندی نر خو يې په مينه له خوځيږې،حمزه وايې؛

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا
رښتيا هم تاسو دعمل جذبه پيداکړيده برۍ مو په دسپيځلي کار کې په برخه
ستا سو ورور ادم خان ځدراڼ اوکراين ادېسه

--------------------------------------------------------------------------------

ګران خرم صاحب
ستا د څرخی پله هغه خبره درپه یادوم چی کله به دی مستنطق خو شحاله ولید نو زړه به دی وښوییده ځکه چې د هغه د خوشحالی معنی دا وه چې په تحقیق کې دی څان ته تاوان اړولی خو چې مستنطق به بد خویی کوله نو ته به خوشحاله وی چې تحقیق دی سم ورکړی دی.. ستا په خلاف چې چا دا کوم کسان لګیا دی دا دومره ذلیل او بد کرکټره مخلوق دی چې که خدای مه کړه کومه ورڅ درنه خوښ شول په هغه ورڅ خامخا ژور سوچ وکړه چې کومه غلطی درنه شویده. په درنښت هدیت الله

--------------------------------------------------------------------------------

د اطلاعاتو او كلتور دوزارت لوړ مقام ته سلامونه او نيكې هيلې !
ښاغلي خرم صاحب تاسو هغه كار تر سره كړي چې د خلكو هيله درنه كيده ،په رښتيا سره هم تاسو خپله اسلامي ،ايماني او افغاني وجيبه ادا كړه او ملت هم ستاسو ملا تړ كوي .
پاتې شوه د ولسي جرګې خبره اوس به داخبره په ډاګه شي چې په ولسي جرګه كې د ملت رښتيني استازي دي او كه دپرديو لاسپوڅي .
نجيب الله پيمان كابل

د لوګر فرهنګيان: د خُرم د دريځونو ملاتړ کوو
د ستر څښتن (ج)په نامه !

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لومړي ځل لپاره د ملي ټرمينالوژۍ په خونديتابه کې تاريخي ګام اخستى دى. افغانستان د اېران او نورو بهرنيانو تر کولتوري يرغلونو لاندې په داسې حال کې پايي، چې موږ يې په حکومتي کچه خورا کمزورى دفاعي ځواک لرو. د اطلاعاتو او کولتور وزير وروستى دريځ او ګام د افغان ولس د ملي ارزښتونو او ګټو د خونديتابه لپاره يو ستر او د ستاينې وړ ګام دى. موږ له ښاغلي عبدالکريم خُرم څخه هيله کوو، چې د قانون په استناد ١٦مه ماده په ټولو برخو او خصوصي رسنيو هم تطبيق کړي. د قانون په پليتابه کې د هيچا له ګواښونو مه وېرېږئ، د لوګر او افغانستان ټول ولس ستاسو تر شا دى.

لوګر فرهنګي ټولنه

مشرتابه پلاوى

پل علم

ولسمشر کرزي له خُرم نه پوره پوره ملاتړ څرګڼد کړ
د جمهوري رياست څخه د يوې معتبرې منبع په حواله د پحنشنبې په ورځ د کابينې په فوق العاده غونډه کې پريکړه وشوه چې په هيواد کې د د ملي ترمنالوژۍ پوره پوره رعايت وشي او د کلتور وزير مکلف دى چې د ملي ترمنالوژۍ ساتنه وکړي ،دغه راز د ملي ټلويزيون پښتو او دري ګډ سرويس چې د ښاغلي خُرم په نوښت پيل شوى ستايل شوى او د کابينې د پريکړې په اساس به په ځاى پاتې وي ،دغه راز هر وزير ددې صلاحيت لري چې د خپل وزارت لوحې د هيواد په هره ژبه يې چې زړه غواړي جوړې کړي په کابينه کې دغه راز پريکړه شوې چې ملي ګالري د د اوس لپاره بيرته ملي نګارستان شي او وروسته به بيا په دې باندې يو کميسيون تصميم ونيسي.

دهرا ت ځوانانو د یوې غونډي په ترڅ کي د خرم ملاتړ وکړ..
دهرا ت ځوانانو د یوې غونډي په ترڅ کي د خرم ملاتړ وکړ..

دهرات ښار د بېلابېلو ځایونو فرهنګي ځوانانو، دیوې ناستې په ترڅ کي د ښاغلي خرم ملاتړ وکړ، او برسیره پردې یې یو لیک و ښاغلي وزیر ته واستوی تر څو په نورو انځوریزو او چاپي خپرونو کي هم همداډول ګام اوچت کړي ، ځکه ملي ترمینالوژۍ باید دافغانستان په ټوله میډیا کي عملي شي، نه یوازي په ملي راډیو او ټلویزیون کي ...

دوزیرصاحب خرم څخه د ساينسپوهانوټولنې ملاتړخبرتیا

نيټه : دفېبرورۍ میاشتې پېنځم ، ٢٠٠٨ زکال
په جرمني کې دساینسپوهانوټولنه دهيواد ملي شخصیت ښاغلي وزیرصاحب عبدالکريم خرم درښتوني خدمت اوقانوني تګلارې څخه چې داساسي قانون دپلې کولوپه موخه يې ترسره کوي په کلکه ملاتړکوي .
موږ ډېر ویاړیوچې تاسې دخپل ماموريت په دې لنډه موده کې، دنورووزيرانواوحتی ولس مشرپه پرتله، په خپل کارکې ډېرې لاس ته راوړنې سپینولای شی. خدای وکړی نورجګ پوړی چارواکي هم دتاسوڅخه زده کړه وکړي او دستاسوپه پله کې روان شي . څرنګه چې دستاسوصداقت ،مسلکي پوهه اوزړه ورتوب دستاينې وړدی . خو دبلې خوا دلوړملي ارمان لپاره لوړفکراوکلک عزم پکاردی . میرویس نیکه ، احمدشاه بابا ،امیرامان الله خان اونوروميړنیوپښتنومشرانوهم دځان اومال په قربانی سره افغان ولس ته خدمتونه ترسره کړيدي . په دې اړوند استادخادم داسې وايي :

څوک چې خادم وي دخپل ملک اودملت وطن يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي(ارواښادخادم)

دستاسو ميړانه اوعلمي کارپوهي په لاندې ډول څرګندندولای شو:

میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه يویادوه پکې افلاطون یا سکندرشي(ارواښاد الفت )

دستاسواونوروصادقوچارواکودلاډیربرياليتوب په هیله .
(په درنښت )

په جرمني کې دساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني)

ټول پښتانه چارواکي د له خُرم نه د عبرت درس واخلي .

په هېواد کې د وروستۍ جوړې غوغا په اړه د ايران په تومانو جوړې رسنۍ په خُرم پسې په سلګونو تبليغات کوي خو نوموړى د يو واقعي نر پښتون په توګه ورته ولاړ دى تر خپلې څوکۍ ورته تيريږي خو زرياب خيلو ته ددې اجازه نه ورکوي چې په ملي ژبو ورته نورې ملڼدې ووهي ،موږ خُرم تعصب او نفاق ته نه هڅوو خو په وزارت کې دده کړو کارونو ته د قدر په سترګه ګورو زه وړاندې نه ځم يواځې خپل په څوکۍ مين چارواکي د خُرم په څير په خپلو ادارو کې ورته کارونو ته رابولم د کلتور وزارت لومړى وزارت دى چې نيم رسمي مکتوبونه په دري ورنه ځي او نيم په پښتو دغه راز يې پښتو ته د قانون په اساس لومړيتوب ورکړى څو وړې بيلګې يې وګورئ د وزارت ويب سايټ www.moic.gov.af
د باختر آژانس ويب سايټ www.bakhtarnews.com.af
بيا ورشى نور وزارتونه هم وګورئ تش په نوم مين پښتانه خوشاله دي چې څوکۍ ساتو .

په ننګرهار کې دکلتوري ټولنوګډې جرګې ګډه اعلاميه
په ننګرهار کې دکلتوري ټولنوګډې جرګې دژورنالستانو خپلواکې ټولنې

او سفما داستازې ټولنې ګډه اعلاميه

درسنيو له لارې مو واوريدل چې دولسي جرګې دديني او فرهنګي چارو کميسون دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم (خرم)پدې موخه ورغوښتې چې ګواکې دبلخ په ولايت کې يې خپل اړوند څو تنه کارکوونکي دقانون پر خلاف نقدي جريمه کړي .

ښايې دولسي جرګې ياد شوي کميسون چارواکواوغړو ته دا نه وي څرګنده چې ښاغلي خرم قانون تر پښو لاندې کړى نه بلکې پلى کړى يې دى او هغه چاته يې جزا ورکړې چې ملي ترمينالوژي او يووالي ته يې زيان رسولې دى.دافغانستان اساسي قانون (١٦) مادې څلورم بند ډاګيزه کړې چې ((په هيواد کې موجودملي،علمي او اداري مصطلحات خوندي دي))اوس څرګنده شوه هغه څوک چې دقانون جوړونې پرګدۍ ناست پخپله قانون تر پښو لاندې کوي او دکلتوروزيرته چې دهمدې مادې پلې کولو ته ژمن دې دقانون څخه دسرغړاوي ګواښنه کوي .په افغانستان کې ددود له مخې دهرې موضوع اومسلې سره سليقوي چلند کيږي اساسي قانون که ديواړخ ګټې تضمينوي په وچ زور يې پلې کول غواړي خو که داقانون له قومي،سمتي اوګوندي ګتو سره په تضاد کې وي پلې کوونکي مجرمان ګڼي دا دافغانستان دهغه قانون جوړونکو دريځونه دي چې دخپلو ګټو دخوندي ساتلو لپاره دقانون او ټوپک دواړو نه ګټه اخلي .

مونږ پداسې حال کې چې دولسي جرګې دديني او کلتوري چارو دکميسون ددې پريکړې په کلکه مخالفت کوو دولسي جرګې له مشرتابه غواړو چې دياد شوي کميسون دا پريکړه بيرته واخلي او هم لاندې ټکو ته داړوندو ادارو دچارواکو جدي پاملرنه رااړوو.

١-دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزير ددې اقدام په کلکه ملاتړ کوو او ترې په نورو سيمو کې هم دقانون دورته پلې کولو غوښتنه کوو.

٢-دافغان دولت او په ځانګړي ډول داطلاعاتو او کلتور وزارت نه په ټينګه دملي ترمينالوژۍ او مصطلحاتو دخوندي ساتلو غوښتنه کوو.

٣-په ملي ترمينالوژۍ کې چې په هيواد کې دملي يووالي او دټولو ژبو دخوندي تابه ښکارندويه ده دهردول لاسوهنې غندنه کوواو هغو ادارو او څيرو ته چې دې کار ته لمن وهي دقانون سره سمه جزا غواړو.

٤-مونږپدې باور يو چې په ملي ترمينالوژۍ کې لاسوهونکي دګوتو په شميرڅيرې دي چې فکر يې له بهر نه خړوبيږي چې دا څيرې په هيڅ صورت ديوه قوم استازيتوب نشي کولاې بنا له تولو مليتونوغواړو چې په هيواد کې دورونو قومونو تر منځ شته يووالي ته دزيان رسوونکو په پوچو تبليغاتو ونه غوليږي .

٥-که ولسي جرګه دديني او کلتوري چارو دکميسون پريګړه بيرته وانخلي مونږ به اړ شو چې دملي ترمينالوژۍ دساتلو هڅو ته دوام ورکړو او دقانون په چوکاټ کې يې دلا ساتنې لارې چارې ولټوو.

درنښت

دننګرهار دکلتوري ټولنودګډې جرګې-ژورنالستانوخپلواکې ټولنې

او دسفما دسيمه ايز دفتر مشر تابه

بي بي سي څنګــه فاشستانو سپکه کړه؟
(د هغه ليک پښتو متن چې د ايراني فاشستانو د کړنو په اړه د بي بي سي مشرتابه ته استول شوى دى)

گرانو ښاغلو،

غواړم ستاسې پام هغو قصدي هڅو ته راواړوم چې د بي بي سي د نړيوالې څانگې په ځينو برخو کې يې يو شمېر کسان د خپلې آجندا د پلي کولو او د يوه ځانگړي هيواد دگټو د تامين لپاره ترسره کوي چې دا د بي بي سي له اعلام شويو ارزښتونو سره اړخ نه لگوي. زما خبره په فارسي ژبه د بي بي سي د راډيو او انلاين خپرونو په اړه ده چې د هغې ډلې له خوا چې په بي بي سي کې يې ځاله کړې، خپرېږي. دا ستونزه دومره ځنډنۍ ده چې آن د بي بي سي نوم يې اوس په "پي پي سي" (پېرشين پروټکټينگ کمپني) اړولى چې مانا يې ده: د فارسي د ساتنې کمپنۍ ! کله چې خبره د ژبې، ايراني هويت او سيمه ييزو شخړو پر سر شي، بيا نو د بي بي سي فارسي څانگه بېطرفه نده، تر هسې بريده چې په خپل وس کې ټول کارونه ترسره کوي څوخپل ايډيالوژيک دريځ وساتي. زه به تاسې ته يوه وروستۍ بېلگه راوړم چې د افغانستان په اړه ده:

د بي بي سي فارسي څانگې (راډيو او آنلاين دواړو) په افغانستان کې له يوې سيمه ييزې موضوع نه لويه ډنډوره جوړه کړه او دا موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا له دې امله خپل يوه سيمه ييز خبريال ته د انضباطي سزا ورکول و چې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون ژبنى لارښود يې له پامه غورځولى و. ددې لپاره چې دا موضوع د خپرېدو وړ وگرځوي، په مزارشريف کې د دوى خبريال له کوم ثبوت پرته رپوټ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو خبريال له دې امله له کاره گوښه کړى چې په خپل رپوټ کې يې د پښتو ټکو پر ځاى فارسي کارولي وو. په داسې حال کې چې اصلي خبره د دغه وزارت د هڅې په اړه وه چې ټول کارکوونکي هغه ټرمينالوژي وکاروي چې د هيواد په هر گوټ کې وگړو ته، د هغوى د قومي سټې له پام کې نيولو پرته، د پوهېدو وي. دا کېداى شي د عربي ژبې "محکمه" وي، يا ترکي "قول اردو"، يا فارسي "خوردضابط" او يا کوم بل پښتو ټکى. دغه رپوټ ناکره، نامتوازن، له افترا ډک او ناعادلانه و. خو خبره پردې ځاى پايته ونه رسېده او د دوى د آنلاين برخې پر دې موضوع نور پښتني ضد جزييات هم ورزيات کړل او له لوستونکو نه يې وغوښتل چې په دې اړه خپل نظرونه ورواستوي. هاى، که تاسې کولاى شواى چې دا هرڅه ولولئ!!! خو داهم لا د لانجې پاى نه شو. د آنلاين غدۍ وروسته، زما د معلوماتو له مخې د ولسي جرگې د کلتوري او ديني چارو کميسيون سره چې مشري يې يوهزاره جنگسالار کوي، تماس ونيوه چې د پوښتنو لپاره د وزير د ورغوښتلو زور پرې واچوي. او داځل بيا په آنلاين پاڼه کې سرټکى داسې و :"د اطلاعاتو او کلتور وزير به د فارسي ژبې خلاف دريځ په نيولو وپوښتل شي"!!! دلته هم د شاليد خورا ډېر نور جزييات راوړل شوي چې وايي دغه وزير د فارسي ژبې خلاف په يو شمېر نورو کارونو هم پړ دى چې په دې ډله کې له فارسي نه پښتو ته ددغه وزارت د لوحې د اړولو خبره هم راځي. هو، سمه ده چې وزير دغه لوحه اړولې، خو چېرته دى ستاسې هغه عدالت او د قضيې د بلې خوا نظر؟ ولې چې کله مخکني وزير دغه لوحه له پښتو نه فارسي ته اړوله، د دوى لپاره دا يوه موضوع نه وه؟ ولې دا د دوى لپاره کومه ستونزه نده چې مخکني بدنام جنگسالار محمد اسماعيل د خپل وزارت لوحه فارسي کړه؟ آيا دا يوازې فارسي ده چې ارزښت لري که په دغه هيواد کې نور ولسونه هم شته چې د خپل هويت څښتنان دي؟

زه کولاى شي په دې برخه کې همداسې ادامه ورکړم خو ستاسې د وخت د سپمولو لپاره يوازې غواړم هيله درنه وکړم چې دا ټوله مساله د يوه عادل پلاوي له خوا په بيړه ني ډول وپلټئ څو ددې مخورې رسنۍ نوم د هسې يوې ډلې له خوا نور سپک نشي چې دغلته د خپلو هدفونو د حصول لپاره ټول شوي، هغه هدفونه چې د بي بي سي له موخو سره اړخ نه لگوي. زه به په داسې حال کې چې ستاسې ځواب ته سترگې په لاره پاتې کېږم، په عين حال کې هڅه وکړم چې دې موضوع ته دولسمشر او د ولسي جرگې د وکيلانو پام هم راواړوم.

په درناوي

ډاکټر سپين غر اتل

افغانستان

کاپي: اندرېس ايلويس ته (د بي بي سي د پښتو اوفارسي څانگې مشر)

کاپي: مارک تامپسن ته (د ټولې بي بي سي لوى رييس)،

کاپي: مارک بايفورډ ته ( د لوى رييس مرستيال)


دروسيې جنوب د افغانانو په استازيتوب

Nawabi
16.02.2008

( د روسيې جنوب څخه دېو شمېر افغانانو پېغام )

څو ورځې وړاندې مو خبرتېا ترلاسه کړه چې دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور وزير ښاغلي خرم صاحب ، داساسي قانون له مخې او دخپلې دندې او مسؤلېت پربنسټ ،دملي ټلويزيون يوژورنالست دملي ترمينالوژۍ دقصدي او څو څو ځله ترپښو لاندې کولو وروسته ،ددولت دمامورينو دقانون پراساس مجازات (کسر معاش )کړ. ددغې ډېرې وړې جزا موخه داوه ترڅو هم نوموړی شخص او هم نور ورته اشخاص، دهېواد ترټولو معتبر قانون (اساسي قانون ) ته احترام زده کړي ، په هغه باندې دملنډو وهلو او دهغه د پښو لاندې کولو څخه لاس واخلي . که څه هم چې دغه کار شخصأ دوزير صاحب دخواهشونو او نظرېاتو سره هېڅ اړه نلري بلکه لکه څنګه چې ووېل شول ، هغه غوښتل چې دخپل کار او صلاحېت په ساحه کې خپل ترلاس لاندې مامورين قانون ماتولو څخه منع کړي ، خو لکه دتل په شان دغه وخت کې هم د يو څو کسانو او ډلو ټپلو چې ډېری يې ، له بده مرغه ايراني جيره خواره دي ،غوا لنګه شوه ،او په ډېره بې شرمۍ او بې حېايې سره غواړي دغه قانوني چلند تحريف اوهغه ته کاملأ بل رنګ او شکل ورکړي . دغه پردۍ پالې ډلې ټپلې چې په ډېره خواشينۍ سره هېڅ افغاني مقدسات او ارزښتونه نه پېژني او خپل ټول روح او ايمان يې پان ايرانيزم ته وقف کړی ،بې لدې چې ددغې عمل قانوني اړخ ته وګوري او زموږ په هېواد کې مروجې ددري ژبې مقام او افغانېت ته کوم ارزښت ورکړي ، په ډېره بې حېايې او سپين سترګۍ سره ، د خرم صاحب په د غه سالم او قانوني عمل باندې ناسمې او غير منطقي ، کوڅه ايزې او بازارۍ نيوکې کوي او په دې برخه کې دهېڅ ډول انساني،اسلامي او افغاني اخلاقو او ادابو پروا هم نه ساتي .
که څه هم چې خبره دملي ترمينالوژۍ ده کومه چې په څو لسيزو کې په ټولو افغانانو کې منل شوې او په زړونو کې ېې ځای نيولی او قانون يې هم دساتنې امر کړی خو دغه دملي يووالي دشمنان دغه قانوني امر ته بېا داسې رنګ ورکوي : (به ماحق نميدهند به لسام مادري خود حرف بزنيم ) ،( وزير اطلاعات وفرهنګ به سبب حرف زدن به لسان مادری مجازات ميکند ) او داسې نورې خندونکې جملې . دلته هغه ددری ژبې ېو متل ښه سر خوري چې وايې ( ده درکجا ودرختها درکجا ؟؟)
څنګه چې ددغو پان ايرانيستانو يوې غټې ډلې دايراني بادارانو دارتباطاتو ، تومانونو او روزنيزو ورکشاپونو له برکته، دافغانستان دحکومت ډېرې لوړې چوکۍ او هم ډېرې خبري رسنۍ په لاس کې نيولي دي ځکه نو دوي په ځانګړي توګه دغسې حالت څخه، په ولس کې دبيلتون پېدا کولو او په نتېجه کې هېواد بې ثباتۍ خواته بېولو لپاره حدې اعظمي استفاده کوي ، کومه چې خصوصأ ددوي دايراني بادارانو هيله او فرمايش دی . خو ددغو خلکو او ډلو چغو او کوکارو ته تسليميدل او دحق او قانون نه لاس په سر کېدل غير دايران دفرهنګي ېرغل پاليسۍ څخه بل هېچا ته هم ګټه نه رسوي . او که موږ هر ځل ددغسې قانوني عملونو څخه دېو څو ګوډاګېو د شورماشور له امله لاس په سر شو نو دومره وخت به ونه غواړي چې موږ خپل افغاني کلتور دلاسه ورکړو او واقعأ هم دايراني فرهنګ په ژرنده کې دل شو .
موږ دروسيي په جنوب کې اوسېدونکي اکثره افغانان ، دښاغلي اتمر تر نيمګړو قانوني هڅو وروسته د ښاغلي خرم صاحب لخوا دقانون دپلي کېدلو د پېل، ډېر تود هرکلی کوو او په عين حال کې هيله لرو چې دوي به په کلک هوډ او لوړ همت سره خپلو سمونونو ته دوام ورکړې . موږ هم لکه نور ټول افغانېت ته وفادار افغانان له هره پلوه ددوي ملاتړ کوو او هرډول همکارۍ ته چمتو يو !
په درناوي
دروسيې جنوب د افغانانو په استازيتوب


Re: دروسيې جنوب د افغانانو په استازيتوب

پښتون زلمی
16.02.2008

اګر چې اوسنۍ دولت له بیخه په روغ تاداو نه دی ولاړ، خو بیا هم ځیني ښې څیرې په کې وجود لري، چې دهغوي ځیني کړنې دوخت مناسبې او ښې بریښي.
زه هم دښاغلې وزیر خرم دغه کار ډیر ستایم، او هیله لرم چې دایراني فرهنګ په وړاندې خپلې پښې ښې مضبوطي ټینګې کړي،
او دغه کوم کار يي چې کړې دا يي یوه شروع او یوه وړه لاسته راوړنه بولو،
او ترې غوښتنه کوو چې دغه کار ته ښه متوجه اوسي او دملي اصطلاحاتو او عنعناتو څخه پوره دفاع وکړي،
او په دې لار کې له هیچا ونه ډار شي.


Bahram
17.02.2008

دا هم زما لخوا بیفرهنګ خرم ته:

قطعنامه مظاهره مسالمت آمیز دفاع از فرهنگ وزبان فارسی در لندن

سرزمینی که از سده نزدهم به این طرف افغانستان نام گرفته است در طول سده ها بنام های آریانا و خراسان شهرت داشته است. یکی از ویژگی های این سر زمین تنوع فرهنگی، زبانی و ایتنیکی آن است که در طول سده ها شکل گرفته است. هرقوم و تباری در تاریخ این سرزمین افتخارات و شهکارهای دارد که به مشکل می توان آنرا نادیده گرفت. در این میان زبان فارسی که از تکیه گاه گسترده فرهنگی در منطقه برخور دار است دریک هزاره اخیر به عنوان زبان فراقومی و فرا کشوری نقش بزرگ در رشد و شگوفایی درین حوزه تمدنی بازی نموده است.

در حال حاضر زبان فارسی که یکی از عناصر کلیدی هویت و افتخارات فرهنگی افغانستان، ایران و تا جکستان را تشکیل می دهد، هر گز محدود به مرز های سیاسی تصنعی و اجباری کنونی نمی ماند. ازینرو هیچ نیروی داخلی و خارجی مانع همبستگی فرهنگی و زبانی میان مردمان این کشور ها شده نمی توانند.

در یک سده اخیر بخصوص بعد از نفوذ تفکر فاشیسم در دردستگاه حکومات قبیلوی افغانستان نژاد پرستی و فارسی ستیزی در صدر برنامه های آنان قرار گرفت. این سیاست ها نه تنها باعت تقویت زبان پشتو نشد، بلکه باعث برهم زدن همزیستی زبانی و فرهنگی میان اقوام برادر و برابر افغانستان نیز گردید افزون بر آن سیاست های هویت بر انداز قبیلوی منجر به فجایع سه دهه اخیر و سرا زیر شدن قوت های خارجی گردید.

در پی حوادث یازدهم سپتمبرافغانستان در مرکز توجه جامعه جهانی قرار گرفت و فکر می شد که همه از گذشته درس عبرت گرفته باشند اما متاسفانه رویداد های شش سال اخیر نشان داد که تمامیت خواهان سر از گریبان حامیان جدید خارجی شان کشیده برنامه های کهنه و تاریخ زده را با تمام قدرت در صدر کار شان قرار دادند.

یکی از اهداف اساسی تمامیت خواهان حکومت کرزی حذف هویت و تاریخ دیگران و تحمیل حکومت تک هویتی است. و درین راستا آقای عبدالکریم خرم، وزیر اطلاعات و فرهنگ و دست پروردهء حکمتیار نقشی خاصی را بازی نموده است که به برخی آنها درینجا می توان اشاره نمود:

اول: حذف زبان فارسی ازتابلوی وزارت اطلاعات و فرهنگ و تغییر آن به زبان پشتو و انگلیسی؛

دوم: اخراج آقای نجیب روشن از ریاست رادیو تلویزیون دولتی افغانستان و حمله بالای تلویزیون طلوع در همکاری و همدستی با دادستان کل آقای عبدالجبار ثابت؛

سوم: ممنوع ساختن استفاده از اصطلاحات ناب فارسی در نشرات تلویزیون دولتی و یکجا ساختن خبرهای دری و پشتو همزمان؛

چهارم: جاگزینی واژه انگلیسی گالری به جای واژه فارسی نگارستان در راستای آجندای فارسی ستیزی؛

پنجم: تقرر افراد غیر مسلکی، گلبدینی، قوم گرا و فارسی ستیز در چوکات وزارت اطلاعات و فرهنگ به منظور پیاده ساختن برنامه های برتری جویانهء حزب افغان ملت؛

ششم: بی توجهی در حفظ آثار تاریخی و باستانی کشور و عدم جلوگیری از قاچاق آنها به خارج از کشور؛

عملکردهای اخیر آقای خرم، و تصمیم به توبیخ عده ای از کارمندان رادیو تلویزیون ملی افغانستان به جرم استفاده از واژه های دانشگاه، دانشکده و دانشجو، و بیگانه و غیر اسلامی خواندن این اصطلاحات که از سوی فرهنگیان، نویسندگان، دانشمندان، ژورنالستان و ادیبان افغانستان محکوم گردید، موجی از اعتراضات را در درون و بیرون کشور برانگیخته است.

ما روشنفکران، فرهنگیان و انجمن های افغانستانی مقیم کشور بریتانیا یکصدا با سایر برادران و خواهران درون و بیرون کشور که علیه این عمل ناشایسته عکس العمل نشان داده اند، انزجار شدید خویش را نسبت به سیاست های فارسی ستیزانه و غیر ملی وزیر اطلاعات و فرهنگ افغانستان ابراز نموده و آنرا محکوم می کنیم.

ما شهروندان افغانستان مقیم بریتانیا مطابق به قانون اساسی افغانستان، کنوانسیون های بین المللی و اعلامیه جهانی حقوق بشر مبنی بر حقوق صحبت به زبان مادری خواهان توجه و عملی نمودن پیشنهادات ذیل از طرف دولت جمهوری اسلامی افغانستان هستیم:

1- بر کناری کریم خرم به خاطر اعمال سیاست های نژاد پرستانه، متعصبانه و نفاق افگنانه در میان فرهنگ ها، زبانها و اقوام افغانستان از طریق وزارت اطلاعات و فرهنگ و نمایندگی های آن و تقرر یک شخصیت فرهنگی به این مقام والا و شایسته.

2- حق دادن به اهل زبان های مختلف در افغانستان تا از اصطلاحات و واژه های زبانی خویش در رسانه ها و محاوره استفاده نمایند و جلوگیری از صدورفرمان های رسمی برای تجویز چگونه سخن گفتن.

3- ایجاد تعادل و توازن زبانی در نشرات تلویزیون ملی و مقرری ها به اساس استعداد و شایسته سالاری در وزارت اطلاعات و فرهنگ.

4- پایان دادن به فارسی ستیزی در وزارت های معارف، اطلاعات و فرهنگ، تحصیلات عالی، دانشگاه های کشور، اکادمی علوم و سایر موسسات دولتی.

5- احیای حقوق کارمندان مجازات شده تلویزیون ملی و محلی ولایت بلخ و پوزش رسمی وزیر اطلاعات وفرهنگ از این کارمندان.

6- پارلمان کشور باید این عمل غیر ملی وزیراطلاعات و فرهنگ را محکوم نموده و وی را به خاطر این عمل نفاق افگنانه اش از مقام وزارت اطلاعات وفرهنگ افغانستان سلب صلاحیت نماید؛.

7- جلوگیری از استفاده و تفسیر نادرست مواد مندرج در قانون اساسی و حذف مواد دست کاری شده و اضافی شده چون «اصطلاحات علمی و ملی» در بند پنجم ماده شانزدهم قانون اساسی توسط متعصبین و برتری طلبان دولت حامد کرزی بعد از تصویب قانون اساسی در لویه جرگه.

اجتماع فرهنگیان و انجمن های آزاد افغانستان در لندن


13م ميلمه
18.02.2008

[quote:c53431509a="Bahram"]دا هم زما لخوا بیفرهنګ خرم ته:
قطعنامه مظاهره مسالمت آمیز دفاع از فرهنگ وزبان فارسی........[/quote:c53431509a]

درنو لوستونکو،
له ېاده مو ونه وځي، چې د پورتني تاريخي سند دوېاړلېولاسليک کوونکو
نومونه په لاندې لينک کې حتمي وګورئ !
http://www.youtube.com/watch?v=enKwG7F4ATM&feature=related

ورېځ مو نېکمرغه :lol:


خرم صاحبه! مور دی کینی او ستا په شان نر او غیرتی افغان ځوی دی راو‌ړوی

Saifullah baryal
18.02.2008

خرم صاحبه! مور دی کینی او ستا په شان نر او غیرتی افغان ځوی دی راو‌ړوی

زه په خپل وار سره د کونړ ولایت د اسد اباد ښار د پښتنو په نمایندګی د خورم صاحب د کړی عمل ستاینه کوم که چیرته د خرم صاحب په شان با غیرته او میړیانه کسان پیدا شی نو مونږ به ایله د نورو کلتورونو او فرهنګونو د یارغل څخه آذاد شو. خدای(ج) دی زمونږ د افغانستان دری زبانو ته هم انصاف ور په برخه کړی ځکه چه غلطی هم کوی او بیا بازار تیزی پری لادپاسه نور هم کوی. په حقیقت کی دا یو لوی جرم دی چه یو څوک د بلی ژبی څخه لغتونه را اخلی او په خپله ژبه یی را ګدوی د یو خوا خو خپله ژبه پردی کوی او د بله خوا د بلی ژبی لغتون را پټوی او بیا د خرم صاحب پر دندی نیوکه کوی چه دا د دری ژبی سره تعصب لری. دا خو معلومه خبره ده چه د افغانستان دوهمه میلی ژبه فارسی نه بلکی دری ده نو بیا تری مونږ څه رنګه ایرانی فارسی جوړولی شو او ولی باید داسی وشی؟ خورم صاحبه چی وار دی خطا نشی تا سره ټول رښتنی افغان ولاړ دی ځکه چی ته په حقه یی او په را تلونکی کی هم خپله دنده ښه په ایمان سره په سر بیایه.


Akram
18.02.2008

یکتعداد از روی احساسات اعصبانی شده اند و نا حق جناب کریم خرم را انتقاد میکنند. هستند عده دیگری که برای خوش نمودن باداران ایرانی خود، حلق و گلون خودرا جار زده، جار زده پاره نموده تا به اخوندها ایرانی وفاداری خودرا ثبوت نمایند. هدف اصلی آنها انداختن نفاق در بین افغانها است. انشالله که این ارمان را با خود به قبرستان خواهند برد.
این بحثیکه رادیوی شیطان بی بی سی در انتقام اخراج جاسوسان شان از افغانستان و رد تقرر لارد پیدی ایشداون به صفت فرستاده ارگان عالی سازمان ملل متحد در کابل یک بار دیگر به راه انداخته است، تازگی ندارد. هر زمانیکه وزارتخانه ها در پیاده نمودن مواد قانون اساسی اقدام مینمایند این آرکستر فرسوده به نواختن نغمه های تکراری کهنه و ناکار اقدام میورزند.


Nawabi
18.02.2008

[quote:9d1fb3cfa1="Bahram"]دا هم زما لخوا بیفرهنګ خرم ته:

قطعنامه مظاهره مسالمت آمیز دفاع از فرهنگ وزبان فارسی در لندن

[/quote:9d1fb3cfa1]

په كابل كې د ملي مصطلاحاتو په ملاتړ مظاهره

كابل: د سلواغې ۲۹مه

نن د پارلمان ودانۍ په مخ كې دكابل پوهنتون محصلانو او ويښ ځوانانو ټولنې غړو د پارلمان د فرهنګي كميسيون د هغې پريكړې پرخلاف لاريون وكړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم به يې له مخې سبا ياد شوي كميسيون ته غوښتل كيږي.

ګڼ شمير لاريون كوونكو د ملي ټرمينالوژۍ د نه منونكو په ضد شعارونه وركول: ( مرګ د ايران پر فاشيستانو، مرګ د اساسي قانون په ماتونكو، مرګ په طلوع ټلويزيون، مرګ د ايران په جواسيسو، مرګ د بي بي په فارسي ځانګه، مرګ په زنګ خطر، مرګ به اجينټ هاى ايراني، مرګ په دانشګاه او دانشكده او دانشجو او...)

دوى د ياد شوي كميسيون له غړو غوښتل چې راووځي او د محصلانو او زلميانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي . ځوانانو په ګډه دفرهنګي كميسيون له لوري د فرهنګ د وزير د استجواب لپاره ورغوښتل هم په كلكه وغندل او دايې اساسي قانون ته سپكاوى وباله او له مصلحتونو نه يې قانون لوړ او واجب الاحترام باله.

ددغه كميسيون مشر محمدمحقق حاضر نه شواو دوه نورو غړو اسدالله همتيار په دې اړه ځوانانوته ډاډ وركړ چې ستاسو له نيكو احساساتونه مننه چې له سوله ييزې لارې مو د خپل حق غوښتلو ته ملا وتړله او ان شاالله د قانون په خلاف هيڅ پريكړه به نه كيږي او نه كيداى شي .

ځوانانو دا هم ويل چې كه دا ځل بيا هم دا كار تكرار شي نو دوى به په لازياتو مظاهرو لاس پورې كړي.

د ويښ ځوانانو مشر او د لاريون يو تن سمبالوونكي اسرارالله كريمزي وويل : (( دا مظاهره موږ د قانون د پلي كيدو لپاره كړې، ځكه وزير قانون پلى كړى او د فرهنګي چارو غړي وايي چې خرم مو د مصلحت په خاطر رابللى دى.)) ځوانانو شعرونه وركول،چې قانون تر مصلحتونو لوړ دى او د پرديو كليمو رواجوونكي هغه خلك دي،چې په دې نومونو ځانونه په خلكو تپي او د ايران د كلتور د رواجولو هڅې كوي. دوى دا هڅې د دري ژبې د محو كولو په مانا وبللې.

د ا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د مزار په ملي ټلويزيو ن كې يو خبريال د دانشګاه او نورو ملي مصلطلحاتو د نه مراعاتولو له امله كسرمعاش كړى و او په همدې موخه د ولسي جرګې فرهنګي كميسيون پريكړه كړې وه چې د فرهنګ وزير بايد استجواب شي.


Bahram
18.02.2008

[quote:8f0b75c1fe="Nawabi"]په كابل كې د ملي مصطلاحاتو په ملاتړ مظاهره

كابل: د سلواغې ۲۹مه

نن د پارلمان ودانۍ په مخ كې دكابل پوهنتون محصلانو او ويښ ځوانانو ټولنې غړو د پارلمان د فرهنګي كميسيون د هغې پريكړې پرخلاف لاريون وكړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم به يې له مخې سبا ياد شوي كميسيون ته غوښتل كيږي.

ګڼ شمير لاريون كوونكو د ملي [color=orange:8f0b75c1fe]ټرمينالوژۍ[/color:8f0b75c1fe] ( مرګ د ايران پر فاشيستانو، مرګ د اساسي قانون په ماتونكو، مرګ په طلوع ټلويزيون، مرګ د ايران په جواسيسو، مرګ د بي بي په فارسي ځانګه، مرګ په زنګ خطر، مرګ به اجينټ هاى ايراني، مرګ په دانشګاه او دانشكده او دانشجو او...)[/quote:8f0b75c1fe]
عجب کار عالی انجام داده اند. مرگ به دانشگاه از همه جالبتر بود. یک روز وقتی در کابل بودم دیدم که عبدالجبار ثابت دادستان کل از چهل تا پنجاه نفر از مردمان ‍لغمان و جلال آباد را در موتر ها به کابل می خواست تا در مقابل دروازه های تلویزیون طلوع دست به مظاهر بزنند. چون در کابل کسی حاضر نبود برای جبار ثابت وقت خود را تلف کند. این بار هم فکر کنم همین آدم های بیکار در مقابل دانشگاه کابل دست به مظاهره زده اند. شعار مرگ به دانشگاه و غیره...یکبار دیگر فقر فرهنگی ایشان را به نمایش می گذارد.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more