د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

که وغواړو چې بدن مو روغ وی باید20 دقیقی دپښو تګ هیر نه کړو

خیریوسی
09.02.2008

که غواړی چې صحت مو سالم او بدن مو روغ وی نو دورځی20 دقیقی
یا نیم ساعت سپورټ مه هیروی سپورټ خاماخا پوټبال ، والیبال ، وزن پورته کول .....نه بلکی دپښو تګ دبدن دغړو حرکتونه هم سپورټ دی موږ کولای سو
چې دخپل ورځنی کاروبار سره سم سپورټ هم وکړو
1ـ سهار وختي 20 دقیقې ژر ژر تګ کول
2ـ دکور څخه و کار ، بڼ ، او دکان ته دموټر او موټر سیکل پر ځای په پښو تلل
3ـ جماعت ته په پښو تلل
4- دلیفټ پر خای په ځینو کی څو ځله په پښو ختل
5ـ ددوستانو یا کوم ناروغ دپوښتنی دپاره دهغوی وکورته په پښو تلل ....

که چیری لاندی ناروغی ولری باید دڅو ورځو دپاره سپورټ ونه کړو
1ـ تبه
2ـ ټوخ چې بلغم ورسره وی
3ـ دمتیازو سوزک
3ـ دعضلاتو ( پلو) او بندونو درد


خیریوسی
10.02.2008

هر څوک چې ورزش کوی تر ورش مخکی او یاتر ورزش کولو 30 دقیقې
وروسته باید دوه ګیلاسه اوبه وڅښی چې دبدن کم سوی سوائل بیرته پوره سی
ځکه چې دورزش په وخت کی دبدن سوائل کمیږی ځنی کسان داوبو پر ځای
شای ، قهوه څښی دا غلطه ده ولی چی چای متیازی ډیروی
او دبدن سوائل نور هم کمیږی دوی باید دچایو پر ځای اوبه وڅښی

دیادنی وړ : دانسان بدن دورځی و اته ګیلاسه اوبو ته ضرورت لری ورزش کونکی باید هغه دوه ګیلاسه اوبه تر اته ګیلاسه زیاتې وڅښی

په درناوی


خیریوسی
10.02.2008

ورزش دزیاتو ناروغیو مخنوی کوی
1ـ دزړه عضلات قوی کیږی زړه قوت پداکوی او وینه په اسانی سره دبدن وټولو غړو ته په منظم ډول رسیږی
2ـ په سږوکی دتنفس لاری داکسیجن په واسطه خلاصیږی په راتلونکی کی به تنفس په ښه ډول سرته رسیږی
3ـ بدن زیات نه غټیږی
4ـ په وینه کی دشګر مخنوی کوی
5ـ هډوکی قوت پیداکوی
6ـ بندونه خپله وظیفه په ښه شکل اجرا کوی
7ـ دسرطان دناروغي مخنوی کوی
8ـ ضررناکه کولسترول کمیږی او ګټور کولسترول زیاتیږی
9 ـ دوینی فشار کمیږی لدی امله دزړه او دماغ دناروغیو مخنوی کوی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more