نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دخټګر صاحب او ښاغلي محمد حسن په ځواب کې.
و.افغان
09.02.2008
محترمو وروڼو:
سلامونه مې ومنۍ.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
داسلام په خونه کې ځما دیوې موضوع ((داسلام په اړه شبهات او دهغی ځوابونه)) لاندې ښاغلې خټګر صاحب یوه اعتراضي لیکنه کړې چې زه يي دلته تاسو ږدم،ځکه چې هغه ځاي يي مناسب نه وو، زه پرې خپله څو تعلیقات لرم، او دا دخټګر صاحب دلیکنې لینک دي،
:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25568#25568
[quote:aa439a9eb6="KHATHGAR"]د بحث محترمو ګډونونوالو السلام و عليکم و رحمه الله و برکاته!
و بعد:
لکه څرنګه چې وينو په وروستېو وختو کې د خبرو اترو( ليکنو) په لحن، څرنګوالي، شکل او د الفاظو او کلماتوپه غوره کولو کې ځينې ملګري (هغه هم د دوۍ په اند له اسلامي دريځ څخه په دفاع کې) د سالمې انټرنيټي مراودې له حدودو تېرۍ کوي او د عادي استدلال په عوض د رکيکو اوترخو لفظونو څخه کار اخلي ٠
زما په اند دغه راز ليکبڼه او( د افکارو د تبادلې په منظور !)مراوده له اسلامي نېکو اخلاقو سره په سخت ټکر کې دي او داسلامي نصوصوخلاف دي نو ځکه زمونږ سپېڅلي دين ته ئې له ګټې نه زېان او تاوان ډېر دۍ ٠ دا هغه څه دي چې زمونږ د مسلمانو وروڼو پام باېد ورته وګرځوو، هدف نشي کولاۍ د وسيلې( دانتخاب) سپيناوۍ وکړي، يعنې ، که مونږ و واېو چې ځه نو، هاغه دۍ پر څو کاپرو او لادينوکه تېرۍ کوم(په حاضر حال کې لفظي او کتبي) نو جهاد دۍ او ثواب به هم ګټم! دا بيخي ناسمه او د ا سلاميت خلاف روش دۍ اود اسلام له ارشاداتو او حقيقي پيغام څه چې بې شکه دحوصلې (tolerance) او نېکو اخلاقېاتومنبع ده، ښکاره سرغړونه ده ، ځکه نبي کريم (ص) په خپله ډېر حليم اخلاق لرل او دهغو ئې تل سپارښتنه هم کوله، نو که څوک له اسلامه د تعرض، هجوم، بريد او تيري تعبير لري دا به دهغو خپل تعبير وي خو اسلامي تعبير ورته بيا نشو ويلاۍ ، بلکه دې ته قهريت ،تشدد، افراطيت ، اورپکي او داسې نورنومونه کارېداۍ شي چې بالاخره انجام ئې بې منطقي او ان جګړه مارئ او ټروريزم ته رسېداۍ سي٠
دحقيقي اسلامي روش نمونه د پيغمبر (ص) له لاندې کيسې څخه تصور کېداۍ شي :
و ائي ېوه ورځ نبي (ص) له خپلې ماندينې بي بي عايشې (رض) سره په لاره کې روان ؤ،چې دهغه وخت د بني اسرائيلوله کوم ټبر څخه څو تنه يهودان چې ډېرله غضبه او دوښمنئ ډک وو په مخه ورغلل٠ له هغو څخه ېو تن دوۍ ته ووئېل :
[color=blue:aa439a9eb6]السام علېکم![/color:aa439a9eb6] ( توجه ؤکړئ السام يعنې مرګ ېا زهر دې پر تاسې وي، نه سلام!)
مبارک په ډېر ارامئ او خوددارئ ووئېل : [color=yellow:aa439a9eb6]وعليکم![/color:aa439a9eb6] (يعني پر تاسوهم)٠
پدې کې عائېشه (رض) په ډېرو ولولو او قهرشوه ځکه نوموړي يهود خونه داچې ېوازې دهغې مېړه ته بلکه نبي او د خداۍ پېغمبر ته سپکاوۍ ؤکړ نو سمدلاسه ئې هغو ته ځواب ورکړ :
[color=blue:aa439a9eb6]السام عليکم و لعنکم الله و غضب علېکم ![/color:aa439a9eb6]
(يعنې زهر ېا مرګ دې پر تاسو وي، او الله مو په لعنت او غضب کړه )
رسول الله (ص) په ډېر حلم او نرمئ بي بي ته مخ کړ او وئې فرماېل :
[color=yellow:aa439a9eb6]ېا عائشه مهلا، علېکي بالرفق واياکي والعنف و الفحش[/color:aa439a9eb6]
(اۍ عائشې، کراره شه، نرمه شه ا و پر تا باندې د ي چې نرمئ او حلم دې تل درسره وي، او ځان له ز مختئ ، او ستوغو( harshness) او دحدودو څخه له وتلو وساتې)
[color=blue:aa439a9eb6]وقال ايضا ما کان الرفق في شيئا الا زانه و من تزع الرفق من شيئا الا شانه[/color:aa439a9eb6]
(يعني هر هغه څه کې چې رفق (دنرمئ او ملګرتېا سلوک ) ورګډ شي
هغه ښکلۍ کوي او له هرڅه نه چې ووېستل شي هغه څيز بدرنګه اونا مطلوبه کيږي)
نو ګرانو دوستانو پکار دي چې له دغه امر څخه هم سر ونه غړوو!
په درنښت[/quote:aa439a9eb6]
و.افغان
09.02.2008
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه فروري 07, 2008 1:14 pm
خټګر صاحب، ډیر ښه شرعي نصوص مو راوړې دي، او مونږ ټول يي دسر په سترګو منو، اخلاق یو اسلامي اصل دې، چې هر مسلمان ترې باید برخمند وي، دپیغمبر صلی الله علیه وسلم داخلاقو باره کې عائشه رضي الله عنها فرمايي:
کان خلقه القرآن.
دپیغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاق قران و و، یعني ټول قرآن کریم دهغه په اخلاقو کې متمثل وو.
پاتې شوه دا خبره چې ځما ځینې لیکنو ته مو اشاره کړې، لومړۍ خو دا چې هلته ما په صریحه الفاظو واضحه کړې وه، چې ددښمن په مقابل کې یو فکري هجوم دې، دهغه دښمن په مقابل کې چې ځما ددین سپکاوۍ کوي، ځما دپیغمبر سپکاوۍ کوي، او ځما دتقلید او کلتور سپکاوۍ کوي.
ځما په دېن په ډیر ظلم سره داسی تهمتونه لګوي چې هغه ترې بیزاره دې، خو دغه نوعه تهمتونه دهغوي په عقائدو کې حقیقت او وجود لري، بې شماره ډیر دي، او ځما موضوعګانې ددغو حقیقتونو ښکاروندوي دي.
او هیله کوم چې زه په یوه موضوع کې هم داخلاقي چوکاټ څخه وتلې نه اوسم، او که کوم اخلاقي چوکاټ څخه وتلې یم، نو تاسو يي را په ګوته کولاي شۍ، او زه تیار یم چې خپله لیکنه کې تجدید نظر وکړم.
خو که حقیقت ویل بداخلاقي وي، دمارکسیت اصلي څیره ښکاره کول بد اخلاقي وي، دلیننیزم، او ستالینیزم، مردارې څیرې توضیحول بد اخلاقي وي، دملحدینو او لادینیانو دالحاد څخه پرده اوچتول بد اخلاقي وي،
او په مقابل کې داسلام په اړه دشبهاتو نه ځوابول اخلاق وي، داسلام ددفاع څخه لاس اخیستل اخلاق وي، ددښمن د پوښتنو څخه چپ پاته کیدل اخلاق وي
نو وبخښه خټګر صاحب، دا ستاسو خپل تفسیر دې،
او فکر نه کوم چې څوک به يي در سره ومني.
لکه څنګه چې مو دغربي نړۍ دفکري هجوم په سبب لاندني افکار خپل کړي:
[quote:caa65f34f5="KHATHGAR"]
که مونږ و واېو چې ځه نو، هاغه دۍ پر څو کاپرو او لادينوکه تېرۍ کوم(په حاضر حال کې لفظي او کتبي) نو جهاد دۍ او ثواب به هم ګټم! دا بيخي ناسمه او د ا سلاميت خلاف روش دۍ اود اسلام له ارشاداتو او حقيقي پيغام څه چې بې شکه [color=blue]دحوصلې (tolerance) او نېکو اخلاقېاتومنبع ده، ښکاره سرغړونه ده ، ځکه نبي کريم (ص) په خپله ډېر حليم اخلاق لرل او دهغو ئې تل سپارښتنه هم کوله، نو که څوک له اسلامه د تعرض، هجوم، بريد او تيري تعبير لري دا به دهغو خپل تعبير وي خو اسلامي تعبير ورته بيا نشو ويلاۍ ، بلکه دې ته قهريت ،تشدد، افراطيت ، اورپکي او داسې نورنومونه کارېداۍ شي چې بالاخره انجام ئې بې منطقي او ان جګړه مارئ او ټروريزم ته رسېداۍ سي٠ [/quote:caa65f34f5]
یک بام ودوهوا:
ته چې دټروریزم، او جګړمارۍ غربي اصطلاحات استعمالوۍ شې، کوم اصطلاحات چې اوس خلقیانو، او غربیانو په شریکه د ځان لپاره مهمه وسله جوړه کړي، نو ما که دفکري هجوم اصطلاح استعمال کړه،دې کې نو مشکل څه شې دي، چې آن د ټروریزم ټاپه دې په ولګوله،
دلغت عربي له لحاظه او ددې مرکبې کلمې دمعنا او حقیقت له لحاظه دا استعمال ځما دموضوعګانو سره سمون خوري او که نه؟؟
بالکل ورسره سمون خوري، لکه څرنګه چې عسکري هجوم وي، هماغه رنګ فکري هجوم هم وي، او دغه فکر ي هجوم شرق او غرب پر مونږ شروع کړې، او ددې فکري هجوم په سبب ځمونږ ډیر نالوستې، او ددین څخه لیرې ناپوهه ځوانان بد راه شول، چې یو لوي مثال يي دافغانستان خلقیان او پرچمیان دي، او بل لوي مثال يي اوسني لادینیان او ملحدین دي.
اما دا خبره چې اسلامي تعبیر ورته نشو ویلاي دا بیله خبره ده، اسلامي تعبیر هغه تعبیر ته ویل کیږي، چې په اسلامي شرعه کې راغلې وي، قرآن کې وي، یا سنت پیغمبرې کې وي، یا امت مسلمه پرې اتفاق کړې وي
أما ځما تعبیر یو اسلامي تعبیر نه دې، بلکه ځما یو شخصي جائز تعبیر دې، او حقیقت سره سمون خورې، په استعمالولو کې هیڅ رنګ مشکل نه لیدل کیږي.
هغه وخت چې همدې ویبسایټ کې په اسلام قسم قسم تهمتونه لګول کیدل، او ورونو یواځې دفاعي حالت اختیار کړې وو، او په مقابل کې مخالف په ډیر بې شرمۍ له هر لارې کار آخیسته،
ها غه وخت چیرته وي چې داخلاقو قضیه دې مطرح کړي وي.
کله چې په هغوي باندې فکرې هجوم شروع شو، او هغوي يي تاب رانه ووړ، نو داخلاقو نصیحتونه او بیا مسلمان ورونو ته شروع شول.
چې دا کار هم دملحدینو دتګلارو څخه یوه تګلاره ده، او زه په دی باب کې پوره تجربه لرم.
پاته شوه دلیکنو درکاکت خبره، نو خبره مو درسره منم،
او دهغې دوه سببه دي،
یو دا چې زه لیکوال نه یم.
او بل دا چې زه په نورو څیزونو هم مشغول یم، او ډیر وخت راته مشکل وي چې خپله لیکل شوې لیکنه بیا وګورم، په هر حال دا یو فوروم دې او ځما لپاره مهمه داده چې مخاطب ته ځما مقصود او مفهوم ورسیږي.
بیا هم له تا څخه او ستا له نصیحت څخه یو نړۍ مننه.
و.افغان
09.02.2008
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه فروري 07, 2008 4:10 pm
ګران خټګر صاحب:
بیا مې هم سلامونه ومنه.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
عربي ژبه کې یو شعر دې چې وايي:
لا تنه عن خلق وتأتي مثله
عار علیک اذا فعلت عظیم.
ژباړه: له یوې داسې رويي څخه منع مه کوه کومه چې ته په خپله هم کوي، غټ شرم دې ستا لپاره که چیرې دې دا کار وکړ.
محترم خټګر:
په تیرو دریو کلونو کې ستا دیوولسو لیکنو څخه به یواځې یو څو لیکنو ته سر ښکاره کړو چی تا څه لیکلې؟؟
تاسو یو ځاي کې لیکلي دي:
[quote:aacc1a716f="KHATHGAR"] دا څه أپلاتې دي چې ته ؤ خوار، ځورېدلي أو ژوبل أفغان ولس ته ډالي کوې؟
تا غوندې د دين ټېکه دارانو خو پخوا ﻻ خپل مرګوني أو زهرجن کړه په دغو بېوزلو خلکو راوړي ؤ، نو أوس چې أفغانانو أو په تېره بېا پښتنو ته د ساه اېستلو موقع په ﻻس ورغلې تر څو ځان د ٣٠ کلنې جګړې د پرهارونو څخه خلاص کړي أو بلأخره د يو رېښتين ملت په شان د سوکالئ ، سولې أو بقا ﻻره غوره کړي نو تاسو غوندې نا پښتانه ،( هو کې، ځکه که ته پښتون وای نو داسې به دې په خوشې خپل د قام پر برخليک لوبو ته غاړه نه اېښوده) چې سره له خپل ګران عائېله هرو مرو د هېواد دبېوزلو خلکو نه لېرې په أمن أو سوکالئ کې پروت وي أو له لېري بيا د هغو جنګ ځپلو أفغانانو د دين، پښتو أو برخليک په هکله فتواوې صادروي، [/quote:aacc1a716f]
خټګر صاحب :زه له هغه بحث سره اوس هیڅ کار نه لرم کوم چې تا دغه ورور سره کړې، لیکن ستا رويي او روش سره مې کار دي، په دې لیکنه کې تا څوکاره کړي:
لومړۍ: دمخاطب خبرو ته دې اپلاتې ویلي دي، سره له دې چې مخاطب دخپلو خبرو لپاره تاته شرعي دلائل وړاندې کړي، هغه بیله خبره ده چې استدلال صحي دې او که غلط تا ته پکار دا وه چې په دلیل سره دې دهغه استدلالات مات کړي واي، خو دهغه خبرو ته به دې اپلاتې نه ویل.
دوهم: تا هغه ددین دټیکه دار په نوم نومولې دې، او دا هغه نوم دې چې هغه يي ځانته نه غوره کوي، نو ته څه حق لرې چې دغه نوم په کیږدي.
دریم: کومې شکلې چې تا دلته ایښي دې دموضوع په تړاو له ادب څخه لیري دي.
څلورم: خپل مخاطب دې نا پښتون بللې، سره له دې چی هغه ځانته افغان وايي، آیا تر دې بده ښکنځله مونږ پښتنو کې شته؟؟؟؟
نه پښتون === بې غیرت.
پنځم: ستاسو دا ګمان چې عائله به مو له افغانستان څخه بهر وي، دا خبره آیا بې بنسټه نه ده، کومه مو چې دمخالف لوري دتهمت لګولو لپاره لیکلې.
شپږم: که شرعي مطالعه لري نو په دلیل سره خبره کوه، په دلیل فتوی هم رد کولې شي، خو چې یواځې ټاپی لګوي نو هیڅ به هم تر لاسه نه کړې.
په بل ځاي کې تاسو لیکلي:
[quote:aacc1a716f="KHATHGAR"] څاروان ليکلي:
په تير پسي:
اقتباس:
د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله
يوسف څاروان
درنو دټول أفغان د بحث فورم ګډونکو أو لوستونکو، پس له سلامه:
دېوې مودې راهيسې دادۍ د قرأني متبرکه أياتو أو نبوي أحاديثو په پر ځاېه أو بې ځاېه راوستلو سره ،دمونږ أفغانانود دغو اسلامي مقدساتو نه په ناوړه استفادې أو د هغو تر شا خپل د أصلي مقاصدو دپټولوپه هدف ( چې زه دا عمل غير مشروع أو د أخلاقي جرأت پرته کاربولم)پر بې وزلو، جګړې أو بربادۍ ځپلوأفغانانو أو خاصتأ پښتنوباندې د پخوانېو ناورينودتکرارتلاښ کيږي، چې دا أفغان ولس باندې ماضې ملنډې وهل دي٠ د دين دغه ټېکه داران چې أصلي ښوؤنکي ئې داسې ناپښتني څېرې لکه "مولېنا" فضل رحمن؛ "قاضي" حسېن أحمد أو د دوۍ لوی پېشوا چې دوی ئې "مجاهد أعظم" بولي (أسامه درته يادؤم) دي، ترور أود هغې بربادي راوړونکې پايلې ئې په أفغانانو پېرزو کيږي٠
تاسې په خپله قضاوت وکړئ، أيا ترور ېو پېژندل شوی مفهوم نه دی؟ خو أوس ئې څاروان دخپل له "قاموسه" را وېستلې مانا باندې مونږ ته د دوکې راکولو په نېت چې ځه مانا به ئې ليږ څه واړوم خو دوۍ ( يانې زه أو ته ) به کرا کرا دغه کرغېړن لفظ
په مقابل کې بې توپيره پاتې شي أو له هغه سره به عادت شي،را باندې تحميلول غواړي٠
نه څاروانه ،مونږ ورسره عادت کول نه غواړو أو له هغه څخه مو په پښتني، أفغاني ، اسلامي أو بالأخره انساني دﻻيلو سخته کرکه کيږي٠ تاسې ئې تصور وکړئ څومره ګﻻلي ماشومان به په مکتبونو کې په بم الوزول کيږي، څومره به بې ګناه انسانان په خاورو نېستيږي: لس زره، سل زره، که مليون ؟ ودانئ ،سړکونه أو باغونه به څومره ورانيږي ترڅو د ترور په وسيله دا ښاغلي خپل نامالوم هدف ته ورسيږي٠ ماته دمرحوم يوسف مېړني خبر را ياد شوه چې وئېلي ئې ؤ، (( دوۍ له دين څخه نعوذ بالله چاړه جوړوي، خپله بادرنګ پې خوري أو نور په ګيډه پرې وهي ))٠
د ترور أو تروريزم په مانا خو يقينأ چې په خپله څاروان ډېر ښه پوهيږي، خو بېا هم ما په ﻻندې کتابونو کې چې همدا ګړئ مې ﻻس ته راغلل داسې ولوستل:
بله دا څاروانه، چې په وړوأو تنګو ويالو کې خو ته بند پاتې ئې أو هېڅ ترې راوتلی نسې، نو که ته په خپله ځان لوی أفغاني درېاب ته ﻻهو کړې مناسبه به وي، که څنګه؟؟؟ باقي والسلام٠
أباد أو سرلوړی دی وي ګران أفغانستان
ر٠خټګر [/quote:aacc1a716f]
ښه ګرانه، ته دې اوس خپلو رویي او روش ته ځیر شه، دا ستا رویه له اخلاقو ډیره لرې ده،او که ځما هغه له حقیقته ډکې لیکنې چې دملحدینو په ضد يي کوم هغه له اسلامي اخلاقو لیري دي:
تاسو خپلې لیکنې ته ځیر شۍ:
لومړۍ: تاسو دقرآن دمتبرکه په آیت یوه عامه خبره کړې، لکه څنګه چې مو اوس ما ته کړې، او پکار دا وه چې ددغو متبرکه آیتونه څخه کوم غلط استدلال کیږي هغه مات کړې، نو دلته دوه خبرې دي، چې یا په استدلال نه پوهیږي، او یا غواړې په دې عامه خبره په بوڅو کې اوبه بوځي.
دوهم: خپل مخاطب افغان سره دومره بده رویه کول چې ورته وايي: ستا لوي پيشوا اسامه دې، سره له دې چې دغه افغان به خپل پیغمبر یواځینۍ لوي پیشوا بولې، او په دې به ایمان لري چې له لوي پیشوا پیغمبر څخه په بل لوي پیشوا ایمان راوړل کفر دې، نو دلته تا ښاغلې هغه مسلمان ورور کفر ته رسولې، چې تر دې بل بد کار په دنیا نشته، چې یو مسلمان کفر ته ورسوي.
دریم:وايي چې څاروان به دغه خبره له خپل قاموسه راویستلې وي،
آیا دغه جمله یو اهانتآمیزه جمله نه ده، آیا ته خوشالیږې چې تاته څوک دغه رنګ جمله ولیکي؟؟
څلورم:اصلا په مکرر ډول سره دټروریزم کلمه استعمالول او دیته ورته دنورو اصطلاحاتو استعمالول په دې دلالت نه کوي چې ته دې وسط نه وې، بلکه مخالف طرف يي، یا غربي جانب وې، ټولو ته معلومه چې غرب ددغه مصطلح څخه څومره سیاسي ګټې تر لاسه کړې، او تر لاسه کوي يي، آو ددغه مصطلح په مټ يي څومره مسلمانان وځپل او لا ځپوي يي.
پنځم:ستاسو دا خبره ستاسو په ګمان له اخلاقو لیري نه ده چې وايي:
(((بله دا څاروانه، چې په وړوأو تنګو ويالو کې خو ته بند پاتې ئې أو هېڅ ترې راوتلی نسې،)))).
تاسو یو بل ځاي لیکلي دي:
[quote:aacc1a716f="KHATHGAR"] څاروان صيبه السلام علېکم، أما بعد؛
که اجازت وي نو سپينه به ئې درته وليکم ؛
دترور په هکله ستا او دنورو وطنوالو ليکنو دلوستو څخه وروسته زه په ډېره خواشينۍ سره دې غمژن استنتاج ته ورسېدم چې ستا له خوا ارائه شوۍ استدﻻل لکه دګڼ شمېر نورو متشدده بنسټپالو اسلامپالو(اسلاميستان؛ چې مسلمان سره مغالطه نشي) د داسې ېوې نظرئې استازيتوب کوي کوم چې د حقيقي اسلام أو خداۍ پېژندنې څخه ډېر واټن لري أو په هغه ﻻره هم ندۍ تللې! أفسوس أو هيهات٠
نه څاروانه دا أپلتې دي او هغه هم، دا طرح چې که چېري مونږ باندې د يهودو او نصاراوؤ سره انډيوالي بالکل منع ده نو راکړه درکړه به هم منع وي ځکه دوۍ زمونږ ذاتي دوښمنان دي نو راځۍ چې هغوۍ سره جګړه وکړو، ته په خپله ورته ځير شه ستا په داټوله موده کې د استدﻻل د ونې دېوه ښاخ نه ؤ بل ښاخ ته د الوتلو استنتاج
دغه شۍ دۍ او دغه ستا او د نورور بڼسټپالو اصلي پېغام دۍ٠ زه په ډاګه درته واېم دا د الرحمن (ج) ﻻره نده، ميزان ته خساره مه رسوه په هغې کې بربادي ده٠ باقي والسلام٠
ر٠ خټګر
ژوندۍ او سرلوړۍ دې وي ګران افغانستان [/quote:aacc1a716f]
لومړۍ: په مقابل جانب تاسو داسلامپالو او بنسټپالو ټاپه وهۍ، آیا دا یو اخلاقي کار دې؟؟؟؟
دا ویلې شۍ چې دا ټاپې له چا خوا اصدار شوې، او دچا له خوا مروجیږي، او دچا په فایده تمامیږي؟؟؟
آیا خوښه دی نه ده، چې په ښکاره ووايي چي: کامیابې مو په دې کی چې غربيپاله اوسۍ، او یا مسکوپاله.
دوهم: دلته بیا دمقابل جانب خبرې کومې چې شرعي مستند لري، اپلتې بولۍ، او خپلې ټولې بې مستنده خبرې دسرو زرو غمي؟؟
دا خو والله که انصاف یا اخلاق وي.
دریم: دبنسټپالو، اسلامپالو، اسلامیستانو، دهشت ګرو، تروریستانو، او نورو غربي اصطلاحاتو دومره زیات مکرر استعمال دا ثابتوي چې ته غربيپاله يي، په دې معنا چې ته مخالف جانب يي، ته یو طرف يي نه وسط، نو کوښښ مه لکه دنورو چې کله پرې دائره راتنګه شي نو بیا داخلاقو چیغي شروع کړي.
تاسو یو بل ځاي لیکلي دي:
[quote:aacc1a716f="KHATHGAR"] خو دا بېا زمونږ دخپلو خلکو کار او دنده ده چې خپلې چارې څرنګه په ؤښېارۍ سره مخ ته بوزو٠ نن هر افغان حتی بڼسټپالان هم د بې قانونۍ ، ټوپکساﻻرۍ او نورو عامه بې نظمېو نه شاکي دي٠ خو هم دغه بڼسټپالان دې چې د ملت عامه اعتلأ ردوي او د قانون د حاکمېت د استقرار حوصله اولېوالتېا نلري٠ دوۍ د احساساتو پر بنېه وﻻړ د "ځانځاني عدالت " (self-justice ) د خورا ابتدائي او وروسته پاتې د هرج او مرج ﻻره تبليغوي ٠ په ادنا خبره د جهاد او له هغه سره بېا د ترور د ناروا د تړلو دعوتونه کوي ٠
خو مقصد به ئې هماغه وي: افغانانو ستاسو ئې له سولې او أرامۍ سره څه ، تا سي اوږي تږي، بربنډه بې کلتوره، تاسې پر دې خاورينه کره هسې بار ېاستۍ خداۍ مو ژر تر ژره ورک که، کوئ جنګونه و وژنئ ېو په بل سره٠باقي والسلام
ر٠خټګر [/quote:aacc1a716f]
خټګر صاحب:
دلته دې بیا په مکرر ډول جانب مقابل مسلمان ورور ته غربي اصطلاحات استعمال کړي، چې په دلالت کوي چې ته یو غربي طرف يي.
کوښښ کوي چې عام تهمتونه ولګوي، خو خپله دقضيي علمي تفصیل ته کوځیږي،
په مقابل جانب مسلمان ورور دا تهمت لګوي چې ګواکي هغه وايي:
((افغانانو ستاسو ئې له سولې او أرامۍ سره څه ، تا سي اوږي تږي، بربنډه بې کلتوره، تاسې پر دې خاورينه کره هسې بار ېاستۍ خداۍ مو ژر تر ژره ورک که، کوئ جنګونه و وژنئ ېو په بل سره))
حال دا چې کیداي شي ستا دغه تفسیر له حقیقت څخه ډیر لیري وي، او دغه جانب مقابل دخپل وطن درد په زړه کې ولري، او دوطن دآزادۍ په خاطر يي یوه لاره په خپل فکر سنجولې وي، کومه چې هغه فکر کوي او یا یقين پر ې کوي چې دقرآن او سنت دهدایاتو سره سمون خوري.
ښه محترم خټګر صاحب: دا وه ستا څو لیکنو ته لنډه کتنه..
هیله کوم، چې خواشیني پرې نشي.
په درنښت،
ښاد او آباد اوسې.
و.افغان
09.02.2008
دا لیکنه دښاغلي محمد حسن صاحب دلیکنې په ځواب کې ده، کومه يي چې ماته دلاندیني لینک لاندی کړې وه.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25597#25597
محترم او دقدر وړ ورور محمد حسن صاحب:
په خیر راغلې.
سلامونه مې ومنه.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ورورکه:
که چیرې ځما مخکینۍ لیکنه ددې مطلب ورکوي چې محترم دقدروړ اینجینر صاحب زما معاون دی، نو زه له هغه څخه ډیره معافي غواړم، اګر چې دا به ستا خپله اخیسته وي، او ستا خپل فهم به وي، کیداي شي اینجینر صاحب هم دا اخستنه نه وي کړي، او که يي کړي وي توضیح دي کړي.
[color=white:0f59df5182]محترم او دروند ورور اینجینر شاکري صاحب په دې فورم کې یو پوه غړې دی، د اسلام او دوطن خادم دی، او زه ځان ددغه رنګ خلکو دخپو خاورې ګڼم، همدارنګه په دې فورمونو کې ډیر پوه، تکړه، او باعلمه وروڼه دي، چې ډیر څه مې له هغوي څخه زده کړي دي، او زه دهغوي ممنون یم.[/color:0f59df5182]
نو فکر کوم چې ډیر کرته ځما او دنورو وروڼو په مینځ دشیطانۍ شګې زغلول شوي، خو الحمد لله هیڅ فایده يي نه ده ورکړې.
پاتی شوه دموضوع خبره: نو باید ته پر دی خواشینې نشې، چې زه ډیر حرص کوم چې موضوع بلې خوا ته لاړه نه شي، هره لیکنه باید مستقیما دسرلیک سره ربط ولري،
او هر څوک چې دسرلیک مطابق لیکنه کوي نو اهلا وسهلا به،
دا کار دلوستونکو لپاره هم ډیر ګټور تمامیږي، دځیني سرلیکونو لاندې ډیرې ښکلې لیکنې وشوې، خو چون چې دسرلیک سره يي تړاو نه درلود ګډوډې او ورکې شوې.
نه غواړم چې ځما دغه موضوع دځینو نورو موضوعګانو په شان وتړل شې، یو مثال يي د((داسلام نه مخکی د جاهليت دوران څو نمونی))) موضوع ده، زه غواړم چې دا موضوع موسوعي کړم، او استمرار پیدا کړي، او په سلهاوو هغه شبهي چې داسلام په اړه مطرح کیږي، دلته راوړم او کافي دخپلې وسعي رد پرې وکړم، او هیله لرم چې نور ملګري هم راسره په کې کومک شي.
پاتې شوه چې زه مارکسیت نه پیژنم، یا په څه نه پوهیږم، یا ګډوډې لیکم، یا می موضوعګانو له رکاکت څخه ډکې دي، دا قضاوت به لوستونکو ته پریږدو، او نه غواړم چې په دې خبرو تا سره وخت ضایع کړم، ځکه چې زه تر اوسه یو محصل یم، او دزده کړې په حال کې یم، او له خطا څخه هیڅکله معصوم نه یم، کله به خطا لیکم کله به رسا، خو خبره به په دلیل کوم.
هو: که بیا دی هم ځما موضوع بلې خواته بوتلله،نو غږ به درباندې کوم، او حق هم لرم چې غږ درباندې وکړم.
کوم مې چی تاته ویلي دي: چې په هره موضوع کې دمارکسیت ننباسل خوند نه کوي، سبب يي ستاسو لاندینۍ جمله ده:
[color=blue:0f59df5182]((نو که دا سنت او يا واجب وی، بيا نو ولې د ګيرې په کلولو او يا د نورو سنتو په پرې ښودلو دينی عالمان عکس العمل ښئی خو د ښځو او نوکرانو او زيردستانو د وهلو او ځورولو په وړاندې چپه خوله پاته دی؟ او هره ورځ او په هر کلی کور کې په رڼو سترګو ورته ګوری او زغمی يې)). [/color:0f59df5182]
دغه خبرې همیشه دمارکسیت لپاره دیو مدخل په څیر استعمالیږي، او دعربې ژبې هغه مقوله پرې صدق کوي، چې وايي:
کلمة حق أرید به باطل.
بله دا چې تاسو ددی موضوع لاندې داخلاقي حدیثو ترجمه، او مفصل ذکر غوښتلې وو، او ستاسو دا غوښتنه دلته د موضوع له عنوان سره اړخ نه لګوي، اګر که ډیره ښه غوښتنه مو کړې، نو له تاسو احترامانه التماس وکړ چې دغسې ښکلې پوښتنې دموضوع څخه بهر دنورو سرلیکونو لاندې وکړه، چې مونږ ته، تاسو ته، او نورو لوستونکو ته ګټور تمام شي، او استفاده ترې هم آسانه وي.
او كه ما ستاسي له ليكني څخه خطا اخیستنه کړي وي، نو بخښنه غواړم، والعذر عند کرام الناس مقبول.
او که دمارکسیت په اړه بحث یا تبلیغاتو ته دې زړه کیږي، نو نوې موضوع پرانیځه او دهر چا چې زړه وي مجلس به درته ګرم وساتي.
[color=white:0f59df5182]او پاتی شوه ستاسو دا خبره چې ځما خبرو پورې به چنډوخې وخاندي، نو دا ستاسو فکر دې او زه يي قدرداني کوم، البته ځما په عقیده چې چنډوخې ځما په خبرو نه پوهیږي، نو څنګه به ورته وخاندې، خو دداروین، مارکس، او داروینزم په عقیده کې دا کار هم جایز او ممکن دی چې چونګښې کیداي شي دومره تطور وکړي، چې دانسان په خبرو به پوهیږي، او په غلطو خبرو پورې به يي خندا کوي.[/color:0f59df5182]
[color=white:0f59df5182]تاسو خپله ښکلې اوږده لیکنه، تر ډیره حده، د خرو او چونګښو په ذکر ښایسته کړې، زه تاسو نه ملا متوم دا به تاسو ته عین ادب ښکاري، ځکه چې دداروین په نظریه ټولو مخلوقاتو چې خره او چونګښې هم په کې راځي له یوه مخلوق څخه تطور کړې، نو کیداي شي چې ستاسو نظر کې به دغه ټول څیزونه یو شانته حیثیت ولري، نو ځکه په تاسو دملامتیا اچولو حق نه لرم.[/color:0f59df5182]
او هیله کوم چې ددی خبرو په اړه بحث په همدې ځاي ودروو، فکر کوم چې اوږدولو کې به يي هیڅ ګټه نه ماته او نه تاته ورسیږي، او که کوم قهر او غوصه دې زړه کې پاته وي، نو زړه دې تش کړه، او څه چې مو په خوله راځي ويي وایاست، بنده به مو مزاحم نه شي، البته په دې موضوع کې نه، :lol: :lol: په خاص پیغام یا دیوه نوې سر لیک لاندی :lol: :lol:
خوشاله او آباد اوسې،
او له اوږدې لیکنې څخه دی یو جهان مننه.