نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځینې سوالونه او د هغو ځوابونه يا (چې سوال هغسې ځواب!)
Mohammad Hassan
04.02.2008
ځینې سوالونه او د هغو ځوابونه يا (چې سوال هغسې ځواب!)
درنو لوستونکو ته ډير سلامونه!
له څو ورځو وروسته چې د ټول افغان فورم ته راغلم، غوښتل مې له وعدې سره سم يوه پخوانی بحث ته داخل شم. خو زما له بدو طالعو، هغه بحث (تړل شوی ؤ)
د بحث ملګری مې راته داسې وړانديز کړی چې:[quote:582ddbd0d2] څنګه چې د موضوع د روښانتیا له پآره پوره بحث وشو... تر دې وروسته دې هر څوک تر جلاسرلیک لاندې ... خپلې لیکنې کوي ... مونږ به یې د یو بل په نامه نه غندو او نه به یې جوابوو[/quote:582ddbd0d2]
دهمدې وړانديز پر اساس مې کوښښ وکړ چې د(ګټور معلومات ) په فورم کې دا د (ځينې سوالونه او د هغو ځوابونه يا چې سوال هغسې ځواب) تر نامه لاندې يو څه وليکم، او دې سلسلې ته تر يوې اندازې دوام ورکړم، خو په ورننوتلو بريالی نه شوم .
سره له دې چې دا د بحث په زړه پورې موضوع نه ده، خو ما د مجبوريته همدلته ليکلې ده، هېله ده چې درانه لوستونکی به ماته بښنه وکړی. او که چا دا همکاری وکړه او د (ګټور معلومات) خواته يې ور وړه ، ممنون به یې اوسم. زما پر نظر تر دې ځايه هلته جوړه راځی.
هغه څه چې زه يې دې کارته ډير وهڅولم هغه دا ده چې زموږ هغه پخوانی بحث ډير سياسی ؤ، خو زما ملګری له ما څخه د آشپزی په اړه يوه پوښتنه کړی ده، چې زه يې بالکل په تعجب کې واچولم. ښايی فکر يې کړی وی چې زما به نرمه غذا ډيره خوښيږی يا به غواړی پوه شی چې د خوراک او پخلی په اړه د دواړو ترمنځ د ذوق او علاقې ورته والی شته او که څنګه؟
نو زه دا په زړه پورې پوښتنه د دې عنوان د لومړۍ اوپيلوونکې پوښتنې په حيث راوړم او هغو ته د سوال مطابق ځواب ليکم.
لومړی سوال:
[quote:582ddbd0d2] د فرانکفورتر شولې نوم به مو اوریدلی وي؟[/quote:582ddbd0d2]
ځواب :
ما د شلومبو د شولې، خوږې شولې(شولهء شيرین) غوربندی شولې، لوګری شولې، هراتی شولې او داسې نورو نومونه اوريدلی دی، خو د ( فرانکفورتر شولې) مې نه تراوسه نوم اوريدلی او نه مې خوړلې ده. که په دې اړه معلومات ومومم او د پخلی يوه نسخه يې لاسته راشی، ورته خوشحال ه به شم.
د راتلونکی سوال تر ځوابه تاسې ټول په لوی خدای (ج) سپارم.
pattang
04.02.2008
محمد حسن صيب سلام عليکم !
ستا خپله خوښه ده چې هر څه کوې ، ما مخ کې هم غوښتل چې يوڅو کرښې ستا سو
نازنين مجلس ته در وليکم خو بيامې بيرته پرېښودې ٠
ملګريه ! ستاسو دغه سياسي توپو لوجي (Topology) دومره موهومي ده چې
ولاکه زما سر پرې خلاصيږي او زه نه پوهيږم چې کاروان کومې خواته روان دی .
په پښتني مينه پتنګ
ډوکتر څپاند
04.02.2008
ګرانه دوسته!
زما په اند فرانکفورترشولی نه به مانا داوی چه د جرمن د فرانکفورت په ښار
کی د شولې(شعله جاوید،حزب کمونست ماوويست افغانستان)ستره ډلګی
اوسیږی چه د کابل د خارجه وزیر رنګین سپنتا هم د هماغه ښار د محصولاتو
نه دې٠
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-
دوستانو ، شولې Schule په المانی کې مکتب ته وایی او مطلب ترې د فرانکفورت چپ فلسفی او سوسیالوژیک مکتب دی چې آدورنو، هورکهایم او هابرماس یې بنسټ ایښودونکي او کلاسیکران دی ، موخه یې ټولنیز تنقیداو دغه ښونه هم د ټولنې دتنقیدي تیوري په نامه یادیږي . د مارکس له مادي Produktion سره ذهني Interaktion یوځای کوي او د ټولنې د تنقید پرمَنېنڅ
او تسلسل غواړي . ستاسې د بهرنیو چارو وزیر سپنتا هم ځان ددغه مکتب یو شاګرد بولي . په سلامونو، وطنمل
mehman
06.02.2008
جناب محمد حسن و دوستان دیگر شامل بحث سلام بر شما
[quote:27646790db]ما د شلومبو د شولې، خوږې شولې(شولهء شيرین) غوربندی شولې، لوګری شولې، هراتی شولې او داسې نورو نومونه اوريدلی دی، خو د ( فرانکفورتر شولې) مې نه تراوسه نوم اوريدلی او نه مې خوړلې ده. که په دې اړه معلومات ومومم او د پخلی يوه نسخه يې لاسته راشی، ورته خوشحال ه به شم. [/quote:27646790db]
با عرض پوزش جناب محمد حسن، با توجه به نوشته های متعدد شما باورم نمی آید که شما این سوال را جدی مطرح کرده باشید! شاید شوخی لفظی یا اصطلاحی کرده باشید...؟؟؟
به تائید از اظهارات اقای Fared Besada (فرانکفورته شولی) نام همان مکتب انتقادی، مکتبی مرکب از چهرههای (عمدتاً یهودی) آلمانی است که در دههٔ 30 میلادی توسط هورکهایمر در قالب یک مؤسسهٔ تحقیقات اجتماعی در فرانکفورت تأسیس شد. عمده فعالیت این مکتب در زمینههای مربوط به فلسفهٔ علوم اجتماعی، جامعهشناسی و نظریهٔ اجتماعی نئومارکسیستی است.
در تاریخ ۲۲٫۰۶٫۱۹۲۴ در شهر فرانکفورت آلمان (کنار رودخانه ماین)، انستیتوی تحقیقات اجتماعی - فرهنگی مستقل از دانشگاه گشایش یافت. این مؤسسه تحقیقاتی، اشتهار خود را مدیون جنبش اعتراضی دانشجوئی سالهای شصت میلادی میباشد که غیر مستقیم از نظرات مارکس و نگرش انتقادی این مؤسسه (مکتب فرانکفورت) نشأت میگرفت. این مؤسسه تحقیقات خود را بر پایه بینش مارکس و فروید از منظر اجتماعی- فلسفی در جوامع سرمایه داری، آغاز و گسترش آن را نقد و بررسی مینمود. یکی از معروفترین تألیفات آن به نام «دیالکتیک روشنگری» اثر ماکس هورکهایمر که سالها مدیریت مکتب را به عهده داشت و همکارش تئودور آدورنو، میباشد.
پس از گذشت نه سال از تأسیس، مکتب فرانکفورت به دلیل داشتن عقاید مارکسیستی و اعضای یهودی مذهب آن، مجبور به مهاجرت به ژنو (۱۹۳۳/۱۹۳۴) و سپس به آمریکا شد. در سال ۱۹۵۰ میلادی مجددأ به فرانکفورت نقل مکان کرد. طرفداران نسل اول این مکتب عبارتاند از: هورکهایمر- آدورنو- اریک فروم- هربرت مارکوزه- فرانس نویمان - بنیامین. نسل جوانتر مکتب فرانکفورت یورگن هابرماس و آلفرد شمیت میباشند. این مکتب از آغاز سالهای دهه ۶۰ میلادی نقش مهمی در زمینه بررسی و نگرش منقدانه به فرضیههای علمی و آموزش و پرورش در چهارچوب نئومارکسیسم داشتهاست.
گفته میشود که این مکتب در ضدیت با مارکسیسم اصولی بهوسیله تعدادی از روشنفکران بورژوا بنیاد گذاشته شد تا در مارکسیسم شکاف ایجاد نمایند. این مکتب اصول اساسی مارکسیزم را نقض نموده تئوریهای روشنفکرانه به آن میافزاید.
http://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%85%DA%A9%D8%AA%D8%A8_%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%86%DA%A9%D9%81%D9%88%D8%B1%D8%AA
با تقدیم حرمت
په کوم مقیاس يې ارزوو؟ په دينی او که د انسان په علمی او عقلی؟
Mohammad Hassan
18.02.2008
د بحث د فورم ګډون کوونکو او لوستونکو ته يو ځل بيا سلامونه!
همدا اوس چې لږ فارغه شوم، راغلم چې د ښاغلی وهاج ساپی هغې د ديالکتيک او په غربی نړۍ کې له محارمو سره د زنا د زياتوالی؟ په اړه يو څه ورته وليکم. خو چې بيامې ولیدل هلته داسې شيونه ليکل شوی، چې زما دليکنو له پاره هيڅ ځای نه ؤ پاته. نو له دې کبله مې دا ښه وبلله چې د ښاغلی مولانا حليمی له خوا په هغه بحث کې طرحه شوې پوښتنې دلته راواخلم.
ښاغلی حلیمی د داروين د نظریې پر اساس پر انسان باندې د شادی د تکامل په اړه داسې پوښتنه کړې:
[quote:1dc05e3d9c]تاسو دا نظريه منلې ؟؟؟چه بيزو تکامل کړي او انسان ترې
جوړ سو
پوهېږم چه خپلي ليکني ته مو داسي قيد هم وراچولی ((د داروين نظريات چې د ټولو نواقصو او خاليګاوو سره سره )).....[/quote:1dc05e3d9c]
محترم مولانا صاحب: دلته دوې خبرې دی.
که څوک خدای منی او د خدای په موجوديت او د هغو په قدرت عقيده ولری، نو موضوع حل ده. هغه په دينی کتابو او مسلمانان بيا په قرآن کریم ايمان لری اود آدم(ع) او بی بی حوا او د انسان د پيدايښت موضوع بې سواله ورته د منلو و ړده.
د داروين نظريه يوه انسانی نظريه ده، چې د انسان، طبيعت او نړۍ څخه د انسان د اوسنی علم او عقل پر اساس ولاړه ده. د هغو منل زما له نظره حتميت نه لری. او هغه هم داسې نه ده چې تاريخ د بيزو د تکامل مراحل په اسنادو او مدارکو درج کړی وی، ځکه چې انسان چې نه ؤ، نو تاريخ يې هم نه ؤ. نو د داروين تيوری،په دې اړه يوازې يوه تيوری ده، چې دی د خپلې پلټنې، علم او تجربو په نتيجه کې دې نظريې ته رسیدلی دي. او دا د دده خپل حق دی، څوک ورباندې د بېځايه تعرض حق نه لری. نو دا طبعی ده چې د نورو ډیرو انسانانو له پاره ورپکې شکونه شته.
خودا هسې خوشې د ټوکو او ريشخند خبره هم نه ده، چې هر بې سواد، او يا په نورو علومو کې د کم سواد کسان د هغه د ملنډو وهلو، سفسطې او د داروين له علم او پوهې څخه د انکار او يا د هغه له يهويت سره د ضديت او تعصب له لارې رد کړای شی. څرنګه چې دا تيوری د وراثت د علم د تجربو او تعقل پر بنسټ ولاړه ده، نو د عقلی او منطقی (نه له دينی) لحاظه يوازې د همدې جنيټيک د علم له لارې ردېدلای شی. هغه بیا هغه وخت کېدای شی چې په نړۍ کې داسې يو د جينيټک بل له داروين نه لوړ عالم راپيدا شی، چې په دې علم کې د تحقيق او تجربو له لارې د داروين تيوری علما، عقلا او منطقا رد کړی. د ما د معلوماتو پراساس د داروين د وراثت تيوری د تکامل يوه پراخه تيوری ده، چې د انسان او شادی قصه یې یوازې یو جز دی. د انسان او شادی په قصه هم زما د اوریدلو معلوماتو پراساس تنقيدونه او شکونه شته، خو تر اوسه کوم د بيولوژی او وراثت د علم کوم عالم داسې نظريه نه ده وړاندې کړی، چې د داروين دا نظر رد کړی او د وراثت د عالمانو په معتبرو محفلو او ارګانونو کې د قبول وړ وګرځی، د داروين د نظریۍ ځای د ونيسی او يا د هغه له اعتباره ساقطه کړی.
خو دا معلومه نه ده، چې تر څه وخته پورې به د داروين دا نظريه د وراثت په علم کې مسلطه نظريه وی؟ آيا په راتلونکې زمانو کې به داسې نوی کشفيات او اختراعات ونه شی چې دا نظريه رد کړی؟
زه شخصا د داروين د نظريې د رد په اړه د علمی، منطقی او عقلی لحاظه دلايل نه شم راوړای، ځکه چې زه ددې څانګی مسلکی نه یم او د هغو پر ضد د بدبينۍ او تخريب او شور او شر دايجادولو طرفدار هم نه یم ځکه چې له يوې خوا زما له نظره د وراثت د علم په وړاندې د ديندارانو حساسيت او مخکې له مخه بد قضاوت او تعصب راپاروی، چې دا بيا ددې باعث کيږی چې دوی په دې اړه بې علاقې شی، او له بلې خوا بې ځايه او بې ضرورته دين او په تېره بيا د اسلام دين او مسلمانان له علم سره داسې يوې جګړې ته ور ننباسی، چې په همدا اوسنی وخت کې ورسره عقلا د مقابلې توان کم دی.
د داروين دا نظريه يوازې د اسلام او هغه هم په افغانستان کې د اسلام ضد نه ده، دا د ټولو نورو آسمانی او ډیرو ځمکنيو اديانو سره مخالفت لری، پريږده چې هغوی چې له مسلمانانو یې امکانات زيات دی، په دې جدل کې مخکې شی. افغانان چې ډيره مېړانه وکړی، نوخپل پرابلمونه به حل کړی.
زموږ افغانانوغم په دې کې دی ، چې پخپل کار کې نه پوهيږو، خپل مشکلات نه شو حلولای، خو د نړۍ د غټو او ټاپ مشکلاتو د حل له پاره ډولونه وهو. دوه کتابه خو لاڅه، که د کوم کتاب دوې پاڼو مو مطاله کړی، فکر کوو چې بس اوس نو جامع الکمالات رانه جوړ شو.
اوس مې دقيق له ياده وتلی چې کوم عالم ؤ، خو په خيال مې چې سقراط؟ؤ چې ويل يې چې ستر علميت دادی، چې سړۍ پخپل جهالت پوه شی.
موږ چې د يوه ساده لابراتوار د جوړولو امکانات نه لرو، نو څنګه به د تجربو د لویو ستیشنونو د جوړولو امکانات ومومو، او بیا د يوه علم وده له نورو علومو سره تړلې ده او موازی یوله بله حرکت کوی. په دې اساس ددې سوال ځواب او ددې تيوری رد که ممکن وی، نو اساسا باید په پرمختللو هېوادو کې منځ ته راشی. د اروپا او امريکا د ډیرو کليساوو امکانات د ځينو اسلامی هیوادو څخه زيات دی.
نیکمرغی مو غواړم.
و.افغان
20.02.2008
دبحث ټولو ګډونوالو ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25850#25850
درويش
20.02.2008
[quote=\"وهاج ساپی\"]دبحث ټولو ګډونوالو ته دمیني او محبت څخه ډک ډک سلامونه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ښاغلی محمد حسن صاحب:
د داروین نظریه یوه وهمي نظریه ده، او یو ماشوم هم کولاي شي چې پرې پوه شي ،
دداروین نظریه دعلم وراثت سره سراسر په ټکر کې ده ، دعلم وراثت سره هیڅ تړاو نلری، که چیرې دغه وهمي نظریه یوه طبي تجریبي نظریه نو ما به یوه کرښه دهغي باره کې نه وه کښلي ، ځکه چې زه طبیب یا ډاکټر نه یم، خو که څوک دهغه کتابونه او مقالې مطالعه کړي ، نو پرته له خندا به يي بیا نور کار نه وي ، دداروین خپلو ملګرو به هم دهمیش لپاره داروین پورې خندل ، که چیرې هغه تطور چې دعلم وراثت په باره کې په یویشتمه پیړۍ رامنځ ته شو ، داداروین په وخت کې موجود واي ، نو هیڅکله به داروین دا له حماقته ډکه نظریه نه وه راویستلې .
دداروین نظریه څنګه چې دملحدینو په ګټه وه ، نو دهر علمي طبي اکتشاف سره دغو ملحدینو هڅه کړې ، چې دداروین دغې نظريي ته علمي رنګ ورکړي، خو لیکن دداروین نظريي نه دا چې علمي رنګ يي قبولې وي ، بلکه دا يي په اثبات رسولې چې له ټولو علمي اکتشافاتو سره ۱۰۰٪ تضاد لري.
ځکه خو زه بیا په مکرر ډول هر هغه چا ته چیلنج ورکوم چې دداروین دنظريي دطبي علمیتوب معتقد وي، چې را میدان ته دې شي او راته په اثبات دې ورسوي، چې دداورین نظريه یوه طبي وراثي علمي نظریه ده:
داروین چې په 1809 کې پیدا شوې دی، ه نه طبیب وو ، او نه ډاکټر ، نوموړي تر شپاړس کلنۍ پورې په هیڅ نه وو خبر ، خپل استاذ به ورته سست سپۍ ویلو ،
له هغه وروسته خپل پلار په یوه طبي فاکولته کې داخل کړو ، خو هلته هم له ناکامۍ سره مخ شو، فاکولته يي پریښودله ، دهغه مینه زیاته له ښکار سره وه، او هر وخت به يي سپیو او موږکانو پسې منډی وهلي ،
دطب فاکولتې له ناکامۍ وروسته يي پلار دکمبردج پوهنتون ته ولیږي ، چې هلته دیني مسیحي درسونه ووايي، داروین چې هیڅ له درس سره شوق نه وو، خو دپلار دفشار له امله يي دغه دیني فاکولته سر ته ورسوله ، دا وخت دده عمر دوه ویشت کاله وو ،
تر دې وروسته يي ځیني علماوو سره رابطه پیدا کړه ، او په همدغه عمر کې په 27 دیسمبر 1831 دپیجل کشتۍ کې سور شو ، کومه چې دطبیعي تاریخ دڅیړنو لپاره تیاره شوې وه، دکښتۍ دسفر په لمړي پړاو کې داروین دسیر شارلز کتاب ولوست، کوم چې دعلم فلک باره کې وو ، او دده اصلي سفر دبیړۍ له سفر څخه دوه کاله ورسته شروع شو ، په دی معنا چې کښتۍ له دوه کاله سفر څځه وروسته په ځینو جزیرو ودریدله ، چې هلته داروین خپل معاینات شروع کړل ، او خپل خیالونه يي سره په کې وجنګول او دتطور نظریه يي رامنځ ته کړه , دغو معایناتو درې کاله دوام وموند . چې په نتیجه داروین دغه نظریه منځ ته راوړه ، او له ویرې يي شل کاله پټه وساتله ، او بیا يي دخپل لومړني کتاب په شکل په 1859 کال کې راوویستله.
دداروین دمعایناتو ځیني نتایځ او دهغه دملګرو ځیني اکتشافات تاسو ته زه وړاندې کوم ، بیا تاسې قضاوت وکړۍ چي دتطور یا تکامل نظریه علمي نظریه ده او که یوه وهمي شیطاني نظریه ده:
داروین وايي:
تۍ لرونکې کائینات شپیته ملیونه کاله مخکې ماهیانو ته تطور وکړ ، یعنې ماهیان ترې جوړ شو، په هغه وخت کې ځییني تیۍ لرونکو حیواناتو زړورتیا وکړه او اوبو ته ورښکته شوې ، تر څو دځان لپاره ډوډۍ پیدا کړي، نو ورو ورو يي شاتنۍ پښې ورکیدلې ، او مخکینۍ پښي يي په وزرو بدلې شوې، او د پورۍ شکل يي هم بدل شو، او ویښته يي هم له منځه لاړل ، او په پوستکي بدل شو.!!!!!!!
national geographic vol.752 p.50
داروین په خپل یوه نوټ کي دهغو جزیرو باره کي وايي، دکومو چې هغه دیدن کړی، او چونګښي او تۍ لرونکې حیوانات يي په کی نه دي پیدا کړي:
((دا ځکه چې دغه حیوانات کومه طریقه په لاس نلري چې دغو جزیرو ته ځان ورسوي)).
خو دۍ دا فکر نه کوي چې دځمکې په نورو ټوټو کې بیا دا تۍ لرونکې حیوانات له کومه راغلي ؟؟؟
ددې خبرې ځواب یو بل دارویني داسی کوي:
تۍ لرونکې حیوانات په اصل کې زواحف وو، په یوه وخت له وختونو کې ځینو زواحفو وغوښتل چې دځان دحرارات دساتلو لپاره خپل اسلوب بدل کړي، نو قشري يي پوستکو ته بدلې شو، او په صدفتي ډول ځیني وړو زواحفو شروع وکړه ، او دخپلو مورګانو خولې یا عرق يي څټل تر چې جسم يي نرم شي، نو ځینو غدو شروع وکړه او ډیر عرق یاخولې يي انتاج کړي، او بیا دا عرق ا وخولې په آخر کې په شیدو بدلې شې.
هههههههههههههه ډیر اعلی.
جورج ګاموف george gamow p.149
[quote=\"Mohammad Hassan\"]
موږ چې د يوه ساده لابراتوار د جوړولو امکانات نه لرو، نو څنګه به د تجربو د لویو ستیشنونو د جوړولو امکانات ومومو، او بیا د يوه علم وده له نورو علومو سره تړلې ده او موازی یوله بله حرکت کوی. په دې اساس ددې سوال ځواب او ددې تيوری رد که ممکن وی، نو اساسا باید په پرمختللو هېوادو کې منځ ته راشی. د اروپا او امريکا د ډیرو کليساوو امکانات د ځينو اسلامی هیوادو څخه زيات دی.
نیکمرغی مو غواړم.[/quote]
دداروین دنظريي رد کولو لپاره هیڅ قسم امکاناتو ته ضرروت نشته، دداروین خپله نظریه دخپل ځان دبطلان شاهدي ورکوي،
منطقي خبره داده چې هر هغه څوک چې دیوې نظريي دعوی کوي باید دهغې لپاره دلائل وړاندې کړي ، او له دغو دلائلو څخه داروینیان تر اوسه عاجزه دي، او هر نوي اکتشاف دهغوي نظریه دتاریخ دډیران تاترین ته رسوي.
داروینیانو تر اوسه پورې دحلقة الوصل ، یا ورکې شوی حلقي لپاره یو مثال پیدا نه کړ.
سره له دې چې دغو داروینیانو په دغه اثبات کې له دروغو هم دریغ رانه وړ، او ډیر کرته يي داسې په خپل لاس جوړ شوي مرکب څیزونه خلکو ته وړاندې کړل، مجلو کې يي خپاره کړل ، چې مونږ خپله ورکه شوې حلقه پیدا کړه، خو بیا بیا يي په مکر ر ډول سره دغه دروغ میدان ته راووتل ، چې هغه څیز به دوي مرکب یا په خپلو لاسونو جوړ کړي وو،
یو مثال يي دمرغانو تطور دې له دیناصوراتو څخه ، چې په څو ځله هغوي دیناصورات جوړ کړل، او ورزی ورته ورکړې وي، خو بیا به يي دروغ رسوا شول.
دمرغانو باره کې داروینیان عقیده لري چې له منقرضو حیواناتو دیناصوراتو څخه يي تطور کړې دی، څنګه يي کړې؟؟
وايي: چې دیناصوراتو به حشراتو او مچانو پسی منډی وهلې چی ويي خوري، نو وزري پیدا شوې ....
دا خبره هم دخندا لایق ده ...
دا خبره داروینیان ځکه کو ې چی هغوي عقیده لري چې دهر حیوان مکتسب صفات بچو ته انتقالیږي، خو دوراثت علم داثابته کړې چې دا خبره دروغ ده ، مکتسب صفات لکه علم سپورټ ، او داسی نور هیڅکله بچو ته نه انتقالیږي.
داروینیان وايي چې دزرافه حیوان غاړه په دی اوږده شوې چې ضرورت يي لرلو چې دجګو وڼو پاڼې وخورې نو ددغه کوښښ سره سره يي غاړې اوږدې شو، او بیا يي اوږد غاړي بچې پيدا کړل
خو مونږ مسلمانان او دآبراهیم علیه السلام اولاده چې له زرګونو کاله خپل بچي سنتوو ، ځمونږ هیڅ یو ماشوم هم سنت پیدا نه شو، دهر ماشوم په آله تناسلي باندی هماغه پرده پرته وي.
خبرې نورې نه اوږدم، خو دومره بیا وایم، چې دداروین نظریه نه علمي وه، او نه علمي کیداي شي، اونه علمي شي، هر نوۍ اکتشاف يي ردوي، او هر هغه څوک چې ددغی نظريي دعلمیتوب عقیده لري نو رامیدان ته دي شي، آو ددی نظريي علمیتوب دی مونږ ته ثابت کړي، مونږ به يي ورسره ومنو.
أ[/quote]
وه وروره
که ته د القابو په لټه کې يې نو زه درته وايم ته د دې زمانې ستر علامه، فاضل، شيخ القران شيخ الحديث او شيخ الهر څه يې خو ځولۍ درته غوړوم او د خداى روى درته نيسم چې دا چټيات مه ليکه. دا ته چې څه اپلتې دلته ليکې دا د هغو عربي کتابونو څخه اخيستل شوي معلومات دي چې د خپل جهالت د پټولو لپاره د نورو د علم پر ضد د پروپاګنډ په توګه ليکل شوي دي. په دې توګه جهالت نه پټيږي نور هم ښکاره کيږي.
ته چې د چا شخص يا د هغه د مفکورې په اړه څه ليکې يو ځل هغه د مستندو کتابونو له لارې وپېژنه، بيا يې کتابونه ولوله، ځان پرې پوه کړه او بيا چې هر څه ليکې هغه به يوه خبره وي. د ډاروين په اړه ته د دې لينک او د هغه د مفکورې په پلوۍ او ضد د ليکل شويو کتابونو څخه استفاده کولى شې. لينک دادى http://en.wikipedia.org/wiki/Charles_Darwin
زه دا نه ويم چې ته د ډاروين يا بل چا خلاف ليک مه کوه، امبارونه وليکه، نورو خلکو هم ليکلي دي، خو لومړى بايد ځان پوه کړې. ستا عمر کم دى په غلطو کتابونو دوکه شوى يې. خوار مشې.
و.افغان
20.02.2008
[quote:bcb16652d4="درويش"]
وه وروره
که ته د القابو په لټه کې يې نو زه درته وايم ته د دې زمانې ستر علامه، فاضل، شيخ القران شيخ الحديث او شيخ الهر څه يې خو ځولۍ درته غوړوم او د خداى روى درته نيسم چې دا چټيات مه ليکه. دا ته چې څه اپلتې دلته ليکې دا د هغو عربي کتابونو څخه اخيستل شوي معلومات دي چې د خپل جهالت د پټولو لپاره د نورو د علم پر ضد د پروپاګنډ په توګه ليکل شوي دي. په دې توګه جهالت نه پټيږي نور هم ښکاره کيږي.
ته چې د چا شخص يا د هغه د مفکورې په اړه څه ليکې يو ځل هغه د مستندو کتابونو له لارې وپېژنه، بيا يې کتابونه ولوله، ځان پرې پوه کړه او بيا چې هر څه ليکې هغه به يوه خبره وي. د ډاروين په اړه ته د دې لينک او د هغه د مفکورې په پلوۍ او ضد د ليکل شويو کتابونو څخه استفاده کولى شې. لينک دادى http://en.wikipedia.org/wiki/Charles_Darwin
زه دا نه ويم چې ته د ډاروين يا بل چا خلاف ليک مه کوه، امبارونه وليکه، نورو خلکو هم ليکلي دي، خو لومړى بايد ځان پوه کړې. ستا عمر کم دى په غلطو کتابونو دوکه شوى يې. خوار مشې.[/quote:bcb16652d4]
ښاغلی درویش صاحب:
ټول اعلی القاب دی تا ته مبارک وي ، څرنګه القاب چې ځآنته غوره کوي ، غوره يي کړه
او بنده به دی بیا په هماغو القابو یادوي.
په مارکس او داروین ولې دومره زړه خوږیږي، له ما څخه دا مه غواړه چې ویکپیډیا ته ورشم او تاسو ته له ویکپيډیا څخه نصوص رانقل یا وژباړم.
زه چې څه لیکم ، ښه پرې پوهیږم، او حقیقت وي، که تاسو ته په کې څه غلطي ښکاري نو هغه را په ګوته کړۍ ،
زه ددغو مختلفو افکارو په اړه چې کومې لیکنې کوم ، یواځي په هغه کتابونو اکتفاء نه کوم ، کومو چې په هغه افکارو والاو و رد کړي وي، او یا يي صفت کړي وي، بلکه زه خپله هغه اصولو کتابونه ته مراجعه کوم،
فی الحال ما سره په کمپیوټر کې دداروین ډیر کتابونه پراته دي، چې یو يي:
اصل الأنواع دداروین لمړنۍ کتاب :
ع یا THE PRESERVATION OF FAVORED ROCES IN THE STRUGGLE OF LIFE ، او بل يي مهم کتاب چې:
THE DESCENT OF MAN AND SELECTION IN RELATION TO SEX
یا په عربي ژبه: نشأ ة الانسان والانتقاء الجنسي .
زه دی کتابونو کې مطالعه لرم، او که ستاسو پکار وي نو تاسو ته به يي هم درولیږم.
نو که تاسو ته ځما کومه خبره اپلته یا غلطه ښکاري نو مهرباني وکړۍ له ټاپو لګولو پرته جدي بحث شروع کړۍ ، چې زه به ترې هم مستفید شم ، که څه غلطي مې کړي وي، او یا په څه پوه شوې نه اوسم ، نو تاسو علامه درویش صاحب مې پوه کړۍ.