د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولی?

ABUL KHALIQ SAFI
29.11.2003

ولی روسانو د خلقيانو واکمنی نسکوره او داسلامی حزب سره ئی تر اخره دښمنی و کړه?
ولی امريکايان د حزب اسلامی او خلقيانو سره د روسانو په شان چلند وی?


Re: ولی?

نقاد
29.11.2003

[quote:0d622871de="ABUL KHALIQ SAFI"]ولی روسانو د خلقيانو واکمنی نسکوره او داسلامی حزب سره ئی تر اخره دښمنی و کړه?
ولی امريکايان د حزب اسلامی او خلقيانو سره د روسانو په شان چلند وی?[/quote:0d622871de]

ښه پوښتنه ده ، خو که ددوه ورتو پوښتنو کړۍ پرې سربيره شي ، د پوښتنې ژور تيا او ټوليز شکل به بشپړشي او د يو ټوليز (جامع) ځواب غوښتنه به اړينه کړي :
د ساري په توګه ولې او د څه له پاره او د چا په ګمارنه خلقيانو د محمد داود خان جمهوري واکمني را نسکوره کړه ؟ ، او ولی داود خان ، دڅه له پاره او د چا په ملاتړ او لمسون داولسواکۍ دوره ختمه او پادشاهي نظام رانسکور کړ ؟ دريواړو پيښو يو د بل سره تر کومو پولو مستقيم او تر کومه ځايه پورې نامستقيم تړاو درلوده ؟


فرهنګي افغان
30.11.2003

ګرانو دوستانو سلامونه !
زما له نظره که دا پوښتنه داسې مطرح شي چې :
ولې روسانو تر بل هر چا زيات پښتانه په ډله اېزه توګه ووژل او په واک او ځواک کې يې پښتنو ته د کار زمينه نه ورکوله ؟
او
ولې اوس دا نور بهرنيان لکه امريکايان ، انګرېزان او دا نور پښتانه يو په بل پسې وژني او په واک او ځواک کې يې مخه نيسي ؟
په ډېره مينه


N
30.11.2003

دسېاسې څانګې ومېنه والوته سلامونه اونېکې هېلې!
دپورتنېو پوښتنو دوړاندي کېدو دډول څخه دوې موخې له وراېه ښکاري:
١-دأشخاصو, ګوندونو,سېاسې مفکورو اوسېاسې ځواکونودبرائت اوېاهم
رټلو لپاره خبري أتري اوهڅې.
٢-دپښتنو دبدي ورځې , غم لړلې برخلېک او تېروتنو څېړنه ,دهغوڅخه زده -
کړ ه , پند أخيستل اوپدي هکله دژغورنې تکل.
دادوهمه خبره زه دښاغلې فرهنګې أفغان په وړاندي کړل سوو پوښتنو کې
نغښتې وېنم اودهغې دڅېړلو په ﻻره کښې وګرانو لوستونکو ته دزړه له
کومې دبري هېله کوم.
په درنا وي.


نقاد
20.12.2003

[quote:76a5f64d06="Nelly"]دسېاسې څانګې ومېنه والوته سلامونه اونېکې هېلې!
دپورتنېو پوښتنو دوړاندي کېدو دډول څخه دوې موخې له وراېه ښکاري:
١-دأشخاصو, ګوندونو,سېاسې مفکورو اوسېاسې ځواکونودبرائت اوېاهم
رټلو لپاره خبري أتري اوهڅې.
٢-دپښتنو دبدي ورځې , غم لړلې برخلېک او تېروتنو څېړنه ,دهغوڅخه زده -
کړ ه , پند أخيستل اوپدي هکله دژغورنې تکل.
دادوهمه خبره زه دښاغلې فرهنګې أفغان په وړاندي کړل سوو پوښتنو کې
نغښتې وېنم اودهغې دڅېړلو په ﻻره کښې وګرانو لوستونکو ته دزړه له
کومې دبري هېله کوم.
په درنا وي.[/quote:76a5f64d06]

نيلو جانې په حساسيت پييلي قضاوت او قاضي توب څخه مو ډېر تشکر!
١ ــ ايا د اشخاصو ، ګوندونو ،سياسي مفکورو او سياسي ځواکونو ته تنقيدي کتنه او دهغوی روښانه کول ستاسو په اند (( رټل او يا برائت ورکول )) بلل د محافظه کارۍ له پاره يوه تشه او ډېره بيځايه ادعا نه ده ؟
٢= ايا پښتانه چې په پښتنو وهل شوي او پښتنو وهلي ، او دا هم د بهرني سوپر قدرت په مرسته او د هغه له پاره
او د هغه په غوښتنه تر سره شوي ، ددې له څيړلو پرته ا مکان لري چې ستاسو په وينا (( دپښتنو د بدې ورځې، غم لړلی برخليک او تيروتنو څيړنه )) بشپړ شي ؟ ؟؟؟
ايا داسې اند دود خوبه هغه کسان نلري چې يا خو نه د پښتنو د بدې ورځ او غملړلی برخليک انديښنه لري او حتی دکوم ړوند پښتونيزم او تعبدي پرستش بدګماني يې هم علت نه بريښي ،او يا خو د چپيانو پښتنو واکمنانو نادودې راسپړل نه زغمي ؟


N
21.12.2003

ډېرښاغلۍ پاڅونوال صېب! زماسلامونه اونېکې هېلې ومنئ
زمادلېکنې ارزونه ستاسو په اند دپوهېدو وړ بولم , ځکه چې هغه ستاسو نده
خوښه سوي. خو ستاسو ځنې لېکنې هم زما ندي خوښې ولې زه دهغو ستاسو د
انګېرنې په توګه درناوۍ کوم او هېڅکله هغه ته تعبد اوېاداسې نور توري نه کا-
روم او هم دخپل استدﻻل لپاره دځنوخلکو څرګندونې , پاڼواوکتابونو څخه هغه
خبري چې په هغو کې دهغه يادغه چا, سېاسې ځواک اوېاهم مفکوري سپکاوۍ
سوئ وي , نه رااخلم . زمادتېرژوند ارزونه هم ستاسو بې نزاکتې بولم.
له بده مرغه ستاسو په ځنو لېکنوکښې داډول خبري ځاي لري اود هغو دړنګولو
هېلې هېڅکله ستا سو دپاملرنې وړنه ګرځې.دبېلګې په توګه زما د**پاڅونوال
صېب سره دزړه خواله.**په نامه لېکنه.
ستاسو داډول لېکنې دښاغلې غروال صېب په خلاف زماپه اندېو اړخېزې اونېم
ګړي دي , ځکه هغه ېوازي کرکه , نفرت او سپکاوۍ له ځانه سره لري, ناپېېلې ارز-
ونه نسته اوښې چاري هېڅ نه ېادوي.
پدي سپېنه پاڼه کښې هرڅه لېکل کېږي, خو بېانو ېوبل ته درناوي څه سوه؟لږه مو-
ده مخکې تاسو دښاغلې بڅرکې څخه ګېله کوله, خو اوس د خپلې نېمګړتېا دلېدلو
وس نلرئ.
زه ړنده نه ېم اونه هم ډوډې وغوږته وړم, دپاچاڅخه بېا تر ١٩٩٧مېلادي کال پوري
مې ټولې واکمنۍپخپلو سترګو لېدلې دي, نوري ښځې خو ﻻ پرېږده هغه چاچې ٢٠
کاله زده کړه کړېوه, هم دمجاهدېنولخوا پرکور کښېنول سوي. تاسو دي ته اوس غوا-
ړئ دحق جامه ورواغوندئ, خوزمالپاره بنسټپالې دمنلو وړنده, دموکراسې مې
خوښه اودکېڼو پلوي کوم. پوهېږم چې ښاغلۍ چلوونکئ هم ستاسو پلوي کوي
نوزه به هم داعتراض په توګه په ډېره درناوي دټول أفغان پاڼې سره مخه ښه وکړم.
په مينه اودرنښت.


نقاد
21.12.2003

پتمنې درني او د قدروړ خورکۍ نيلو جان ، سلام او نېکې هيلې بيا هم ومنئ !

که رښتيا را باندې وايې ، ستا سو چې څومره قدر زما سره دی ، د بل لوستونکي سره ښايې نه وي !
او ددې غلت هم يواځې ستاسو خپل استعداد او وړتيا ده چې په دې پاڼه کې مو ښودلې ده ! ستاسو معلومات او
ونډه اخيستنه راته ډيره اغيزمنه او په تول پوره بريښي .
نو که غواړې چې زه ټول افغان پريږدم ، نو وبه يې منم ، خو تاته به، خور ګلې ، د يوه ورور په توګه هيڅ وخت اجازه در نکړم چې مونږ يواځې پريږدې !
په ليکنه کې می يو ځای (( علت )) په ټايپي غلطۍ سره (( غلت )) ليکلی او مفهوم يې هغسې بدل کړی چې تاسو په حقه سره بدل انګيرلی دی : ما ليکلي چې تعبد او پښتونيزم يې هم علت نه بريښي ، خو د (ع) په ټکي سره داسې بدل ليکل شوی چې تعبد او پښتونيزم هم غلت نه بريښي ، نو ستاسو د خواشينۍ سبب شوی دی .

بله برخه زما صرف يو حدث ؤ ، نه انديز حکم ، خو ستاسو د خواشينۍ سبب شوې ده ، نو په څټ يې ا خلم ، ځکه
د تش حدث له پاره ستاسو پشان د يوې قدرمنې خورکۍ خواشيني نشم زغملای . اړونده جمله مې بدله کړه ، او ستاسو د پخوانۍ خوالې د متن يو ښکارندوی شکل مې ورکړ.
خورجانې سربيره پر دې ، ښايې له ليکنو څخه به تاسوته مالومه شوي وي چې ، بنسټپالي که د طالبانو وه او که د نورو مجاهدينو، ماتل غندلې ده ، د يموکراسي مې غوښتې او غواړم يې ، که چپ اړخه هم وي ، خو بايد د اسلام سره هماهنګي ولري ، ښي ا ړخه ديموکراسي راته هډو ديموکراتي نه ښکاري ، ولې که بيطرفانه وي او د بيوځلي اولس پلوی کوي ، نو هغه ديموکراسي سمه او ډېره غوره بولم ، که د ظاهر باباد اساي قانون د لسيزې ديموکراسي د چپ او ښي اړخونو له خوا خرابه شوی نه وای ، بيطرفه وده يې کړی وی ، اوس بهمو يوه غښتلې او پخه ديموکراسي او يو اباد هيواد درلودای . نو پدې لحاظ بايد پوه شې خورکۍ چې زمونږ شتراتيژيکې ټکي شريک او تر ډيره يو شی دي ، نو خوښه دې نده خور جانې چې دديموکراسۍ له پاره سره لاسونه ورکړو او همکار پاتې شو ؟ والسلام ، ستاسې يو ورور .


م ن غروال
22.12.2003

پتمنې او درنې او پښتنې وياړې نېلو خورې سلامونه عرض کوم
تاسو صرف که د ښاغلي پاڅونوال په اختلاف نظر خپه کيږئ نو پښتنه نه ياست٠پښتنه خو خورا لوئ زړه لري او د زغم هم لوئ سمندر په ټټر کښي٠ دونه زر خوابدي کيږئ؟ حتی دا پاڼه پرېږدئ؟ دونه کوچنک زړه او دونه کوچنک هم سمندر؟ تاسو خو د مقام لپاره لېکنې نه کوئ بلکه د پښتو قوم د وېښېدو لپاره٠ او که يه؟
پاڅونوال ډېرې د عذر ډکې خبرې ليکلي دي که احيانأ خدای ج مکړه ډير بد يې هم کړي وي ستاسو لخوا زه اميد کوم چه د ورور ږغ پرې وکړئ٠ پاڅونوال ليکي خو يو نوکي په ډګر٠ اما په ريښتيا مسلمانې او ديموکراتې٠ البته خطا سته خو هغه به سره اصلاح کوؤ او يو بل ته به په هر حالت هم درناوۍ سره ساتو٠ او که له مونږه سره مخه ښه کوې نو پته د راکړئ چه هر چېرې چه ياست زه په ننواتي درشم او پسه مې هم له غاړې نېولۍ وي٠ اما زه پوره يقين لرم چه تاسو به هرومرو زما لېکنه ناديده نه ګڼئ او حتمأ به ځواب راکوئ٠ او خپله د پښتو ښايسته احساس سره به په دغه پښتو پاڼه کښي موږ د وياړ مؤجب وګرځوئ ٠ د وروګلوئ په نهايت درنښت او ميني


N
03.01.2004

ډېرښاغلۍ غروال صېب !

ستاسو ځانګړۍ پېغام هم راورسېدئ, زه پداسې حال کې چې ستاسو څخه ډېره مننه
کوم خپل دمېنې اودرناوي څخه ډک سلامونه اونېکې هېلې درته غبرګ وړاندي کوم.
خلک چې هرڅه اټکل کوي خو زما په اند هغه وخت چې نزاکت او درناوۍ له منځه وﻻړ
شې, زه په هغې لوبې کښې ګډون نه کوم.
ېووار زما د**پښتانه دټوټه, ....**لېکنه دسره څخه ترپاېه ولوله, نوزه هېله کوم چې خبره
به خپله درته څرګنده سې.
ښاد او أباد اوسئ.


م ن غروال
03.01.2004

پتمنې خورې نيلۍ د زړه کومې درنښت اوسلامونه قبول کړئ
ډيره زياته مننه چه باﻻخره ځواب مو راکئ او بيا راوځلېدئ، زما لپاره داسي څه نه وؤ چه مننه مو کړېده٠ خورجانې د ،، پښتانه د ټوټه کېدو په٠٠٠ ،، لېکنې مې ګام په ګام لو ستې دي او تل مې تعقيب کړي دي ٠ بعضو وروڼو بعضو سياسي واکدارانو ته نا خوښونکي کلمې لکه کدو او٠٠٠ استعمال کړي دي اما داسې تورې چه خدای مکړه تاسو ته چه نا خوښونکې کلمه ويلي وي دما تر سترګو ندي تير سوي بيا ګرانې خورې بخښل دلوړو اخلاقو نښه ده تاسو د هيچ چا په هيڅ ډول کلماتو او جملو مه خواشيني کيږئ ستاسو شخصيت اصلا په هيڅ صورت نه زهير کيږي ٠ ستاسو د عنوان ﻻندي چه څونه ليکنې سوي دي په لومړي مقام کښي ځائ لري٠ وګورئ چه څونه دا بحث اوږد سوئ دئ څونه پښتنو خويندو او وروڼو ته جالبه او مهمه وه او دبحث فورم پرې ښايسته سوئ دئ٠
معززې خورې تاسو به لوستي وي چه ماته پکښي پېغورونه او ځان وژل مڼې خرڅونکئ او٠٠٠ وليکل سول اما د استدﻻل تکيه نبايد په دا ډول قلمي ادب وي او اختلاف دنظر په هر جريان کي سته هر څوک حق لري چه خپل نظر ووايې اما نه په هغه کلچر چه له بده مرغه تر سترګو کيږي٠ که دونه ژر ميدان پريښودل وي نو د هېواد په سطح به دا اختلافات څرنګه سره وزغملائ سو٠ زه هيله کوم خپلې مرستې او لېکنې د پخوا پشان له خپلو خويندو او وروڼو ونه سپموئ٠ يو شئ بايد واضح کړم چه ستاسو د احساس له مخې لېکنې کولې او اوس هم د خپل همدې پښتونولئ احساس په بنسټ مسئوليت لرئ چه خپل زيار ته دوام ورکړئ٠ ستاسو د ليکنو په اميد
د وروګلوۍ په مينه او درنښت


د ولې ځواب يو تريخ حقيقت دی !

شمشاد شينواری
10.01.2004

دلته ګران ورور ډيره ښه مو ضوع طرحه کړې خو د ځواب په ځای شخصي ګيلې تبادله شوي ، هيله ده اصلي موضوع ته راوګرځو :
ولې بهرنيان د پښتنو په وړاندې د تربورانو چلند کوي ؟؟؟؟
زما په نظر که لږ ژور فکر وکړو او د خپلو تشو او پوچو مغروريتونو له نيلي نه راښکته شو نو ځواب يې ډير په اسانۍ ميندلی شو .د بيلګې په توګه : کله چې يو څوک يو پښتون ته ووايي چې د پنجابي زويه ... نو دا ورته دومره سخته ښکنځل ښکاري چې پوښتنه يې مه کوه . خو کله چې همغه پښتون په لاهور کې د پنجابي د کور تر مخ ناست وي او څوکيداري کوي نو بيا هيڅ خبره نه شته .دا زموږ تيروتنه ده . نن ورځ هغه قوم تر ټولو غيرتي دي چې بل چاته يې لاس نه وي غزيدلی ، تور سرې يې د دپرديو په دروازو کې ګدايي نه کوي .
بله مهمه خبره داده چې د پښتنو په خټه کې افراطيت اغږل شوی ، ښه بيلګه يې داده کله چې خلقيانو سياسي واک تر لاسه کړ نو دومره کلک د سوسياليزم پيروان شول چې لنين ورته په قبر کې حيران شو ، ښځې يې د صحنو نه را وويستلې او په پارک زرنګار کې يې د سندرو او نڅا له پاره ودرولې او دا شعار يې ورکړ چې هنر بايد خلقي او توده يي شي . په بل پړاو کې حزب اسلامي او طالبانو اعلان وکړ که ښځه له کوره راووتله او چا يې په زوره د بو ټانو غږ واوريده نو د کيبلونو او متروکو لاندې به راشي او همداسې وشول .لنډه دا چې پښتانه يې په توره ګټي او په سياست يې بايلي او کنه نو بهرنيان نور د پښتنو سره څه دښمني لري ؟ ؟؟؟؟
زما په نظر تر څو چې پښتانه ددې شعار په ځای چې توره او ټوپک زما ګاڼه ده ، ووايي علم ،پوهه او مدني ټولنې سره اشنايي زما ګاڼه ده او د پښتونولي ځنې منفي خصلتونه پرې نه ږدي همدا به يې حال وي .
زما په نظر دا د فرهنګيانو وظيفه ده چې پښتنو ته د کلاسيکو غيرتونو ( ته ډير ميړنی يې ، ته داسې غيرتي يې ...او هغسې غيرتي ...، مخامخ ورځه او شا ته مه ګوره ...) په ځای د نن ورځې د مدني ټولونو سره د اشنايې او بلدتيا شعارونه ورکړو . هغوي پوه کړو چې په يويشتمې پيړۍ کې د ساينس ، ټکنالوژۍ او دنورو بشري ټولنو څخه جدا او بيل ژوند به را ته ډير ګران تمام شي .


Re: ولی?

لونګين
23.05.2004

اودا ځکه چې پښتانه په عمومي صورت ځا نونه ، نه خر څوي که کوم يو لکه .....په پښتنو کې پيدا شي نو د
نورو پښتنو له خوا څخه ژر رسوا کيږي او خلک ورته پورته کيږي . او بل علت ئي دادي چې پښتانه په افغانستان کې اکسريت لري ، نو که سړى اکسريت مات کړي نو نور اقليتونه په مختلفو ډولو ژر ماتيږي.

لونگين

[quote:0ddfe67f47="ABUL KHALIQ SAFI"]ولی روسانو د خلقيانو واکمنی نسکوره او داسلامی حزب سره ئی تر اخره
دښمنی و کړه?
ولی امريکايان د حزب اسلامی او خلقيانو سره د روسانو په شان چلند وی?[/quote:0ddfe67f47]


نقاد
23.05.2004

درنو لوستونکو ، يو لړ ذهني عوامل پورته نورو دوستانو په ګوته کړي دي، که څه هم په سياست کې ښايي دغسې ذهني بيلګې دومره غټه ستونځه ونه ګڼل شي . داهم سمه ده چې پښتون په پيسو اخيستل کيدای نشي، چې په دې خاصيت يې مونږ وياړو، ولې کرايي اخيستل کيدای شي، چې د بهرنيانو په ﻻسوهنه يې تيرې شل ديرش کاله جګړې ددې ناوړه خاصيت څرګندې بيلګې دي. سر بيره پر دې د پښتنو د آزادۍ روحيه او معنويات روسانو لهډېر پخوا څخه پيژندل. دا پيژندنه آن د ستالين له وخت څخه ددې سبب شوه چې د شوروي اتحاد د مشرتابه په جيو پولېتيکي شتراتيژۍ کې پښتانه د کونستي امپراتورۍ د وسعت غوښتنې په وړاندې يو غښتلی سد ګڼل کيدل ، کوم چې له ستالين څخه نيولې بيا تر برژنيف او چرننکو پورې شوروي مشرانو په پوځي ځواک سره په زور ماتول غوښتل. له دې شتراتيژۍ څخه په بشپړه خبرتيا سره دافغانستان په داخل کې پښتوندوښمنه حلقې د ببرک کارمل په مشرۍ هم د شوروي د هڅولو له پاره هلې ځلې کولې څو پر افغانستان باندې د شوروي له خوا د يو پښتون وژونکی تيری له پاره زمينه برابره او بهانه جوړه کړي، او پخپله په دغه تيري کي د سياسي کتالست په توګه د درول لوبولو له ﻻرې د ځان او اړونده حلقو له پاره دايمي واکمني خوندي کړي.
هغه پښتانه چې په دې نه پوهيدل او يا ترې بي خبره په تياره او جهالت کې پاتې وو، د شوروي په غلامۍ کې د پرچم د مشرتابه ، په تيره بيا د ملي خاين ملعون کارمل سره په سيالۍ ورغلي وو په دې ډول د يوې سترې ملي غميزې سبب او عاملين شول. داچې امريکا د حکمتيار پلوی ونکړ، د ا دهغه دبنسټپال سياست د پايلو سره تړاو لري ، نه د پښتونولۍ سره. خواچې دنوموړي بنسټپالي ولې د پاکستان له خوا تقويه کيدله، دې کار زما په اند د نوموړي د پښتونولۍ سره بي له کوم شک څخه تړاو درلود . په درنښت او سلامونو .



ع کريم حليمي
24.05.2004

[quote:b27200a47d]ښه پوښتنه ده ، خو که ددوه ورتو پوښتنو کړۍ پرې سربيره شي ، د پوښتنې ژور تيا او ټوليز شکل به بشپړشي او د يو ټوليز (جامع) ځواب غوښتنه به اړينه کړي :
د ساري په توګه ولې او د څه له پاره او د چا په ګمارنه خلقيانو د محمد داود خان جمهوري واکمني را نسکوره کړه ؟ ، او ولی داود خان ، دڅه له پاره او د چا په ملاتړ او لمسون داولسواکۍ دوره ختمه او پادشاهي نظام رانسکور کړ ؟ دريواړو پيښو يو د بل سره تر کومو پولو مستقيم او تر کومه ځايه پورې نامستقيم تړاو درلوده ؟[/quote:b27200a47d]

ګران محترم نقاد صاحب او درنو،خويندو، ملګرو سلام ٠ خوشحالي او ارامي درته غواړم ٠
موږ همېشه ګورو چه چازموږ سره څه وکړه ؟ او دچا په ملاتړ و لمسيدلو ؟
اصلأ چه ورته وګورو روس،امريکا، پاکستان ٠٠٠٠ اول مسؤليت نه لري!!
موږ ترننه په تاريخ کي داسي څه ندي کړي چه سوپر قدرتونه زموږ سره دوستي ټنګه کړي ٠
کومه ورځ چه روس راغلي او کلوښي ئی راوړې موږ ئی ياران وو
کله چه ډالرونه راشروع سوه روس څه مو لاس واخستۍ ٠ روس چه وتلي ٠ د امريکا د سټنکر په زور
په دا سبا مو د امريکا په بد ويلو شروع وکړه ٠ ولي چه لادن مو پيدا کړي ٠
او چه امريکا يو دوه ډالره بلا کړه ٠ اوس امريکا ده ٠ [color=red:b27200a47d]لکه نقاد صاحب چه ليکلې ٠ افغان نه رانيول کيږي خو
کراهه ئی ډيره اسانه ده ٠ [/color:b27200a47d]اوس راځم حزب اسلامي ته امريکا له حده زيات د حرب اسلامي سره وکړه ٠ او حزب اسلامي نمک حرامي ئی
وکړه ٠ په يو څو زړو راکيټوناست وه فکر ئی و کۍ چه دازه يم ٠ سترګي پټي خوله خلاسه او امريکا او روس ته
ئی ښکنځل کول ٠ ښاغلې فروغ و ګلبدين ته وويل د امريکابد موايه داسي يو ورځ به راسي چه په غار پسي
به ګرځئ غار به نه درپيداکيږي ٠ او هم دغسي سوه ٠
او روس ئی ولي پسي ټکوي ٠ افغانانو دامريکا ٠٠٠٠ په سټنګر غل د افغانستان وه ايستۍ ٠
او ګلبدين لالا تر چچن پور ور ځغستل ٠ چه زه دامريکا او روس پر ځای سم ٠ هم به تر دغه ډير نعرئ په وکړم
که لالا راته ويل چه بلامي مه وهه مات يم نو زه ورته وايم چه په مات زه نه پوهيږم ٠
او دخلقيانو نقل خو د امريکا د وسه نده پوره چه ګوزاره ورسره وکړي ٠ 70 کاله ئی په داخيل د امريکا او خارج
د امريکا د کمونيزم سره سوړ او تود جنګ کړئ ٠ ملت و کمونسټ څه داسي بد وړي لکه د بن لادن څه٠
او که خلقۍ رسمي اعلان وکړي چه ما د کمونيزمه واګوزاره يم نو جوړه ورسره کوي ٠ زه فکر کوم چه
ټاپ خلقيانو داسي رسمي اعلان نه دئ کړئ ٠ او هريوه چه کړئ ٠ هغه ته ئی کار ورکړی ٠
او حزب ئی ور رسمۍ کړی ٠
پښتنو هر چا چه ښه درسره وکړه پر ښو ئی مه پښېمانه کوۍ
[color=blue:b27200a47d]الفت خدای نخښلۍ وايی ٠ پښتانه باداران پېږني او هغه څوک نه پېږني چه خدمت ئی ورته کړی٠ [/color:b27200a47d]
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more