نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دلوچکانو ددالرو ملګرتيا وروور و له منځه ځي٠
pattang
03.02.2008
میرویس جلالزی
د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ نیمي بجې د اسلامی جنبش ګوند مشر او د سر قوماندانې اعلی درستیزوال جنرال عبدالرشید دوستم د ترکتبارانو د شورا د مشر ( اکبربای) په کور یرغل وکړ.پولیس وایې چې د یرغل پر مهال اکبربای ، د هغه ځوي او یو شمیر د هغه ساتونکي د دوستم او دوستم پلوه ټوپک والو له خوا کلک وهل شوي دي .
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062685_9.JPG[/img:0ebff95f8c]
په سیمه کې یو عیني شاهد محمدخان وویل چې له ښاغلي دوستم سره د هغه شاوخوا څلویښت تنه په ملکي جامو او وسلو ثمبال جنګیالي هم مله ول.د کورنیو چارو وزارت پولیسو پر وینا چې د عامه نظم پولیس له پیښي څخه شل دقیقې وروسته سیمي ته ورسیدل او جنرال دوستم یې په خپل کور کې کلا بند کړ.
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062459_2.JPG[/img:0ebff95f8c]
جنرال دوستم چې له یرغل وروسته یې اکبربای او د هغه زوي له ځان سره وړي ول ، پولیسو ته ګواښ کاوه چې پري د کار نلري .
د کورنیو چارو وزارت نطاق زمری بشری وایې چې پولیسو د اکبربای او د هغه د زوي د خلاصولو لپاره پر جنرال دوستم غږ وکړ چې ځان او یرغمل کسان قانون ته وسپاري خو دوستم پلوه ځواکونو یوازي یرغمل کسان چې پر وینو لت پت ول پولیسو ته وسپارل او د خپلي دفاع په موخه یې په پولیسو ډزي وکړي.
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062459_1.JPG[/img:0ebff95f8c]
له دې پیښي سره سم نیمه شپه په سلګونو تنه افغان پولیس له مرکزې قوماندانۍ څخه سیمي ته ورسیدل او د کابل ښار د شیرپور په سیمه کې چېرته چې ګڼ لوړ پوړي چارواکي اوسي هلته یې د جنګ سالار دوستم کور کلابند او په ګرد چاپیر ودانیو کې یې مورچې ونیولي .
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062459_4.JPG[/img:0ebff95f8c]
پولیس وایې چې د کلابندۍ پر مهال د دوستم شاوخوا ۷۰ تنه پلویان د هغه په کور کې ول او یوازي شپږ تنه یې دوي ته تسلیم شول .
دا کلابندي د شپې له دولس نیمو بجو د یکشنبي تر ۱۲ بجو پورې دوام وکړ خو د دوستم کور ته د یو شمیر افغان چارواکو په خاصه بیا د یونس قانوني په رسیدو کلابندي ماته شوه او پولیس له سیمي را په شا شول .
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062459_5.JPG[/img:0ebff95f8c]
د کابل امنیه قوماندان جنرال سالم احساس سهار وختي خبریالانو ته وویل چې له عبدالرشید دوستم سره به د قانون له مخي چلند کیږي او د اوس لپاره پولیس د هغه د نیولو هڅي کوي .
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062685_6.JPG[/img:0ebff95f8c]
د کلابندی له ماتېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت نطاق زمري بشري وویل چې اکبربای او د هغه زوی په روغتون کې بستر دي او د ښاغلي دوستم د کور لا کلابندي ځکه پولیس په شا شول چې هغه د دې پیښي د قانوني مراحلو د سره ترسولو په برخه کې قانوني احکامو ته سر کیښود.
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062459_3.JPG[/img:0ebff95f8c]
د بشري پر وینا چې جنرال دوستم او د هغه پلویانو په داسي حاې کې د اکبربای په کور یرغل کړي وو چې ټولو پوره شراب څښلي وو او بې سده ول .د جنرال دوستم د ګوند ویاند سید نورالله د افغان چارواکو دا خبري بې اساسي وبللی او د هغه په وینا چې د دوستم سیاسي مخالفین غواړي د اسلامي جنبش ګوند مشر بدنامه کړي.
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062685_7.JPG[/img:0ebff95f8c]
د کابل امنیه قوماندانۍ یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بینوا ویب پاڼې ته وویل چې له ښاغلي دوستم سره د برید پر مهال د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام ، د موقتي اداری د اوبو او بریښنا وزیر شاکرکارګر او د افغان پارلمان وکیل فیض الله ذکي هم مله ول .
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/1202062685_12.JPG[/img:0ebff95f8c]
فیض الله ذکي او شاکر کارګر په خپل وار سره دا تورونه رد کړل خو پدرام بیا وویل :( دا سمه ده چې مونږ له دوستم سره تیره شپه د هغه په کور کې میلمانه وو او اکبربای هم له مونږ سره وو خو کله چې اکبربای د دوستم له کور څخه را ووت نه پوهیږو چې خپل کور ته په لار کې چا وهلي ډبولی دی)
[img:0ebff95f8c]http://benawa.com/images/uploads/14.JPG[/img:0ebff95f8c]
لطیف پدرام د دوستم د کور کلابندې جهادي څیرو ته سپکاوی وبلل او جمهور ریس کرزی یې ملامت کې چې له تیرو څو کلونو راهیسي یې د افغان جهاد په مشرانو پسي راخیستي ده .پدرام وویل که چیرته حکومت د دوستم د کور محاصره نه واي ماته کړي نو دا امکان موجود وو چې شمالي لس دولس ولایتونه د افغان حکومت له ولکۍ وتلي وای ځکه د دې ولایتونو اوسیدونکي د خپل مشر په سپکاوي سخت خفه شوي وو او د حکومت ضد لاریونونه ته یې تابیا نیوله .د پیښي په اړه وروستي راپورونه وایې چې د جنرال دوستم دوسیه ترتیب او بشپړه شوي او دا ګړۍ څارنوالی ته سپارل شوي ده .دا لومړۍ څل ندی چې جنرال دوستم د ترکتبارانو د شورا د مشر اکبربای سره شخړه کوي له دې دمخه هم د افغانستان په شمال کې یو ځل د دې دوو کسانو د پلویانو تر منځ وسله وال اخ او ډب شوی وو چې پر هغه مهال له دواړو لورو یو شمیر کسان مړه او ژوبل شوي ول .د سیاسي چارو کارپوهان په پلازمینه کابل کې د دوستم په کور کې د لسګونو تنو وسله والو چریکانو شتون د اساسي قانون خلاف یو عمل بولي او له افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې دا بی مسولیته خپل سري وسله وال ګروپونه بې وسلي او د قانون منګولو ته حواله کړي .
بېرته شاته
تجارتي اعلانونه : Place Your AD's Here! Help Afghan Culture,Your One Ad Can Publish One Pashto Book call :+1 518-366-2728
pattang
03.02.2008
جنرال دوستم د محاصرې په حال کې دى
مينه وردګ
١٤ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-03 06:50:00 م
د شمال ټلوالې پخوانى غړى او ازبک ټوپکسالار جنرال عبدالرشيد دوستم د کابل د امنيې قوماندانۍ د پوليس تر محاصره لاندې دى. د کابل امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محمدسالم احساس له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تېره شپه د يوې بجې په شا او خوا کې جنرال دوستم سره له درې سوله والو کسانو سره د اکبر باى پر کور بريد وکړ او د اکبر باى ماشومان او ښځې يې سختې ووهلې او اکبر باى يې له ځان سره يووړ. د پوليسو پر خبرېدو سره اکبر باى د دوستم له منگلو په داسې حال کې وژغوره چې سخت ټپي و. ښاغلي احساس زياته کړه چې دوستم سخت نېشه هم
توردلى
04.02.2008
پتنګه ومننه كه په ملا عمر هم باور وي، داسي نه چي هغه د سلام لاره خپله نكي ځكه اوس هم مستقل نه دي
pattang
04.02.2008
چې لدې قاتلانو ، بېناموسانو ، ښکاره مذدورانو او سړي خوروڅخه يوار خلاص
شو بيا به ګورو !
[quote:a66690b12f="توردلى"]پتنګه ومننه كه په ملا عمر هم باور وي، داسي نه چي هغه د سلام لاره خپله نكي ځكه اوس هم مستقل نه دي[/quote:a66690b12f]
توردلى
04.02.2008
وايي پدرام، فيض الله ذكي او تورن اسماعيل خان هم د دوستم مېلمانه ول
ته وګوره په ښكاره ملت ته څومره ضد او نقيضې څېرې ښكاري او په پټه بيا
ټول داسې د يوه غار ماران دي!!!!
پدرام خو دا هم ويلي كه محاصره نه واى ماته شوې نو كېداى د شمال ولايتونه له حكومت څخه بېل شوي واى، ځكه هغوى د خپل مشر بې احترامي نه شي زغملى.
بلكل ټول سهي وايي، ريښتيا هم چي ميدان در پاتې دي، كوئ څه مو چي زړه وي!!!
pattang
04.02.2008
چې دومره هم پو هيږي نو دداسې بېناموسانو په دين څوک ښه پوهيږي ?
ځواب : هغوی چې ددوی اود اشغالګرو په ضد جنګېږي ٠
[quote:c3f572d8ba="توردلى"]وايي پدرام، فيض الله ذكي او تورن اسماعيل خان هم د دوستم مېلمانه ول
ته وګوره په ښكاره ملت ته څومره ضد او نقيضې څېرې ښكاري او په پټه بيا
ټول داسې د يوه غار ماران دي!!!!
پدرام خو دا هم ويلي كه محاصره نه واى ماته شوې نو كېداى د شمال ولايتونه له حكومت څخه بېل شوي واى، ځكه هغوى د خپل مشر بې احترامي نه شي زغملى.
بلكل ټول سهي وايي، ريښتيا هم چي ميدان در پاتې دي، كوئ څه مو چي زړه وي!!![/quote:c3f572d8ba]
مجاهدكتوازي
04.02.2008
دي ته اسلامي حكومت وايي چي دي سر قوماندانې اعلی درستیزوال يي په نيشه كي وي چي دي په نيشه كي وه نوخامخا به پدرام، فيض الله ذكي او تورن اسماعيل خان هم ورسره يو يو جا م واهلي وي ولي سي ميلما نه يي و
هغه دي چا خبره يي دغه خو دي مونګ په كلي كي حدي خبر ده
ډوکتر څپاند
04.02.2008
که امرکايي او اروپايي نظاميان کولای شي چه دطالبانو او نورو مخالفينو سره
وجنګيږي نو دوستم څوک دی چه ګواکی مقاومت به وکړی؟
مګر خلکو را بيدار شۍ،هوښیار شۍ او دغفلت خوبونه بس کړی٠
دا هماغه زړه،زنګوهلی انګریزی سلاح ده چه اوس هم کار کوی "نفاق واچوه او
حکومت وکړه!
نو دا مونږ به کله هوښیاریړو؟؟