د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

لنډۍ

motakhel
03.02.2008

خدايه ما ګل د بيابان كړې چې د خپل يار د لورې باد مې ښوروينه
خدايه ما ګل د ګلاب كړې چې د خپل يار په غېږ كې پاڼې پاڼې شمه
چې د وطن په ننګ شهيد شم پر قبر ږده مې د وطن د باغ ګلونه
د باغ د لورې مې يار راغى د نارنج ګل څخه يې راوړه امېلونه
د بېلتانه ګرمه سيلۍ ده زما د زړه په ګلو يې او ولږونه
د بېلتون پوځونه ګرځي خاورې به وكړم د ګل رنګ يار دېدنونه
د پوښتنو وطن ته راشه چې دې زرغون شي د زړګي سوي داغونه
د جانان مخ د ګلو باغ دى ديدن كوم امېل د ګلو جوړومه
د سيند د هاغاړې ګلابه يا به دې راوړم يا به ډوب درپسې شمه
د كاپر ګل په شان كږه شوې چې راسمېږې نيمه ورځ به تېره وينه
د كشمالو منجيله وكړه چې خوشبويي دې د منګي د بېخه ځينه
د ګلاب مينځ كې ګل وچېږي چېرته عاشق سړي به لاس وروړى وينه
د ګل ګلاب د ګل د پاره نجونې ولاړې د باغوان سلام كوينه
د ګلو ډك اوربل پرې ټيټ كړه كه شېرين يار په ځنكدن وي روغ به شينه
ديدن د ګلو غنچه نه ده چې د رويبار په لاس يې يار ته ولېږمه
راشه زما د سينې ګل شه چې هر سبا دې په خندا تازه كومه
زړه مې هلك دى راته ژاړي چې رانه غواړي د پردو باغچو ګلونه
زما اشنا ګل د بلوڅ دى دا لوڅې پوڅې د يارۍ راته كوينه
زما په سترګو كې دې ګل شي چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه
زما د زړه ګلابه راشه په نورو خلكو پسرلى په ما غمونه
زه د پسرلي تر ګل تازه وم ستا په بېلتون لكه پاڼه ژېړه شومه
سبا به بيا كډې بارېږي د دښت ګلان به ستا لمنې بويوين


ټپه

motakhel
12.05.2008

دي زوي يي روډ په وينو سو ر شو
مور يي دي ژو ند تمه كو ي چي را به شينه


مجاهدكتوازي
14.05.2008

كينه ما شوم هلك يي بيعفله بيعفله مه كيزه ده دي وطن پالو شعرو
فورم ده دي واده لنډي دلته مه ليكه


motakhel
14.05.2008

تم په دغه پيزي


ياقوت
10.02.2009

په حکومت دې ډزې وشه
تر دروازې راغلی يار مې له ما ځينه

که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more