د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ايا دا فرض ده چې نکاح به ملا تړي؟

درويش
18.01.2008

دا حقيقت په ګوته نه بلکې په دېوال هم نه پټېږي چې ملا د خپلو شخصي ګټو په خاطر زموږ خلک په تورتم کې ساتلي دي او په يو څو out of date کتابونو کې يې ورته د علم په رابندولو سره دا دوکه ورکړې چې که د خپل عقل او سوچ نه مو کار واخيست او يا مو د ملا څخه پوښتنه وکړه نو نېغ به دوزخ ته ځئ، په عېن حال کې يې بيا د انګرېزانو، امريکايانو او نورو استعماري قوتونو د ګټو لپاره دا خلک په پڅه چاړه د مرۍ لخوا حلال کړي دي (طالبان يې اوس ويديويي ثبوتونه هم په بازارونو کې پلوري) او خپل کار يې ايستلى دى.
دې ملايانو خلک په دومره جهالت کې ساتلي دي چې څوک د دوى کرکټر او بدو افعالو ته ګوته نشي نيولى، نه په دې خبره بحث کولى شي. ما خو چې د ټول افغان په فوروم او يا بله کومه وېبپاڼه کې کله هم داسې بحث کړى نو ډېرو خلکو رانه سمدستي پوښتنه کړې ده چې ملايانو پسې څه مه وايه بيا به دې نکاح څوک تړي او ماشومانو ته به غوږ کې اذان څوک وايي؟ ما د دې لپاره قران شريف مطالعه کړ او د حديثو کتابونه مې هم وکتل خو هيچرته مې داسې کوم ايت يا حديث ونه لوست چې پکې امر شوى وي چې نکاح دې ملا تړي او ماشوم ته دې غوږ کې اذان هم ملا وايي.
پوښتنه مې دا ده چې ايا دغه ډول کوم ايت يا حديث ستاسې له نظره تېر شوى دى؟


Re: ايا دا فرض ده چې نکاح به ملا تړي؟

13م ميلمه
07.03.2008

[quote:6ac94f2904="hoshiyar"]
خلک کوم ځاييونو ته ورسيده دوي ته اوسه پوري دا نکاح کول
و اذان کول دومرره لوي معجزه يا کارنامه شکاري[/quote:6ac94f2904]
ټولو ته دې سلام وي!
ما نه غوښتل چې پدې بحث کې در ګډ شم ، خو له دې سره زه مخالف يم چې[color=yellow:6ac94f2904] ملا دې نکاحوې هم نه تړي، [/color:6ac94f2904]ېو خو د ټولنې (افغاني) تام اکثرېت ځان کې اسلامي هوېت حسوي، نو ځکه د ديندارئ د "سختوالي درجې" په پام کې نېولو پرته اوله دين نه د ګروهي او ېا انفرادي تعبير او اخيستنې هم پرته، همدارنګه د عرف او عنعنې په توګه، په افغانستان کې واده په نکاح ترسره کيږي چې د ملا له خوا عقد کيږي،[color=white:6ac94f2904] دا دۍ د ټولنې ېو واقعيت٠ [/color:6ac94f2904]نو ځکه پر اسلام په ټوليزه توګه داسې دانګل معقول ندي او هم د خلکو د عقاېدو داحترام له اصله پکار ندي چې داسې سرغړونه دې وشي!
خو د سکټونو (ډلګېو) او اصلي (mainstream) اسلامي انګېرنو توپير بيخي ضرور بولم.
بر خلاف، هغه نور کارونه چې د ملا دکولو نۀ دي، هغه دې هېڅ نه کوي!
[color=yellow:6ac94f2904]ملا نباېد چې پر سياست حاکم وي[/color:6ac94f2904] ځکه پکار دي چې سياست د دولت او دهغۀ د ځانګړي ولس په چوپړ کې اوسي ، نه په جلا توګه د ديني ګټو لپاره!!
دا دواړه (سياست او دين )،باېد دومره سره واټن ولري او بيل وساتل شي چې د ديني عواطفو او دګمونو له مخې تشدد،مذهبي نفرت، نژادي نفرت ، جګړه مارئ او د دغې سلسلې نور منفي احساسات د سياستونو (کورني او بهرني) عوامل و نه ګرځي٠
همدارنګه [color=yellow:6ac94f2904]ټول عصري علوم (طبيعي اوټولنيز) ، هم باېدۀ دي چې له دين څخه دجلا رشداو تطبيق زمينه ولري٠[/color:6ac94f2904]د ټولنې متمدن پرمختګ لپاره هم متمدن اداري سيسټم ته اړتېا ده، هلته هم پکار دې چې دين دې ترې هغومره بېل کړاۍ شي چې د پورتنئ موخې ته د چټکې رسېدو مخنيوۍ و نه کړي٠
په سياسي، اداري، علمي او داسې نورو خبرو کې له پورتني چوکاټ نه بهر د ادېانو
شموليت دهغو له طبيعي ودې او موجوديت سره په نه پخلاکيدونکي تضاد کې راځي ، نو ځکه ځماپه اند، پاېله به ئې [color=white:6ac94f2904]د تشدد او اکسټرېميزم خواته د ټولنې ټېل وهل وي او داهغه څه دي چې په نني عصر کې د نړئ له خوا د منلو وړ ندي او نه هم زمونږ د ولس په ګټه دي!!![/color:6ac94f2904]
مونږ لپاره هيڅ ضرور نده چې داسلام څخه د تشدد او قهري انګېرنې کې خپل هوېت پېدا کړو او په دغه [color=yellow:6ac94f2904]"ډول"[/color:6ac94f2904] اسلام کې خپله ژغورنه (دنېوي او اخروي) ولټوو، داصرفا د ځانګړېو "[color=red:6ac94f2904]سياسي مذهبېونو[/color:6ac94f2904]" تبليغ او د هغو خاصه مفکوره او اخيستنه ده٠ دغه ډول بڼسټپاله او متشدده [color=yellow:6ac94f2904]ديني ډلې (سکټونه)[/color:6ac94f2904] sectarianism په نورو ادېانو او سيکولارو اېدېالوژيګانو کې هم شته ، ځکه نو موږ افغانان هم له بده مرغې ترې مستثنا نه ېوپاتې.
ډېرې نورې خبرې هم شته چې واقعا زړې او پخوانئ دي ، او د ديني رواېاتو له مخې ١٤٠٠ کالو ته ئې سوابق رسيږي رسيږي نو پکار دا دي چې له ډېر احتياط او تعقل له مخې ئې په ننئ، ېانې ٢١ مې پېړئ کې د هغو دبېا پکارولو امکان او ېا هم ردول وڅېړل شي ، نه دا چې په زور او جبر په افرادو او ټولنې ورؤتپل شي . دغه نوع برخورد ېوازې د هرج اومرج خوا ته دتګ بلنه ورکولای شي او هېڅ کله هم د ټولنيز ثبات او سوکالي لامل نشي کېدای. ښکاره بېلګه ئې زموږ په هېواد کې د جهادېانواو ورپسې بېا د طالبانو واکمنئ دي. له هغو دواړو نه زموږ ولس تر اوسه بېزاره دۍ، او دا ټولو ته زباد شوه چې دوۍ د [color=red:6ac94f2904]ملت لپاره ېوازې ذلت راوړو!!!![/color:6ac94f2904]له القاعدې او نړېوالې ترهګرئ سره دهغو ټلواله خو بيخي زموږ پر افغاني هوېت هم منفي اغېزه را اچولې او مونږ شتون د ېو سوله پال ملت په حېث تر غټې پوښتنې لاندې راولي، نوځکه موږ نشو توانېدلای چې[color=red:6ac94f2904] د اسلامي تشدد او افراطېت په تګلارې [/color:6ac94f2904]خپل ملي ېووالۍ، خپلواکي او نور معنوي ارزښتونه هم سره خوندي کړو. [color=red:6ac94f2904]دې ته مو پام اوسه !!!! [/color:6ac94f2904]
په درنښت،
13م ميلمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more