نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتونستان دپښتو
مجيب انګار
22.11.2003
ربه قايم دي وي دايم پښتونستان دپښتون
کړې په دنيا کې شرمسارټول دښمنان دپښتون
-راځئ راځئ ورونوراځئ چې قربانۍ لره ځو
يابه ډيرمړۀ شويابه لوړکړونوم نښان دپښتون
-زموږدپلارنيکه په وينه داسمسورګلونه
غواړي اغيارچې نن پايمال کړي ګلستان دپښتون
-موږه وينځتوب کولاي نشوپښتنې وايي دا!!
په سترګوسروګډ په نارودي ماشومان دپښتون
-موږبه حرام کړوپرې خولګۍ پښتنې پيغلې وايي
څوأزادي موږته ونه ګټي زلميان دپښتون
-پښتونه ستاشهيدان ټول په سترګوسروژړيږي
ځه هديرې ته کيږده غوږپه ګورستا ن دپښتون
-زه ملنګ جان به سرقربان کړمه په لاردپښتو
دامې دی عزم چې شم ياد له خادمان دپښتو
فرهنګي افغان
29.11.2003
سلامونه !
ډېره په زړه پورې وه ....... ډېره مننه .....خو ما د (( خپلواکۍ )) په خپرونه کې چې دا اوس په ټول افغان کې خپريږي د پښتونستان په هکله يو مطلب ولوست ، يېر ښه و، تاسو هم د هغه لوستو ته رابولم. په درنښت ،