د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ځانګړی که بیلګړی ، کوم یو سم دی؟؟؟


22.12.2007

[color=yellow:290d714aa0]عام ، خاص او فردي حالتونه په ټولګړي، بیلګړي او ځانګړي حالت سره پښتو کیږي . له بده مرغه ځانګړی چې د یوګړي یا فردي حالت په ګوته کوي ، په سهوه یا تیروتنې سره دخاص یا بیلګړي په ځای کارول کیږي . ځانکړی یواځې یو شی په ګوته کوي او په یوه ځان یا ځانله شی ، نۀ یوه ډله ختمیږي ! یوه ډله شیونه تل بیل
وي او بیل معیارونه لري چې د ډلې يه ټولو غړو یا افرادو تطبیقیږي . نو ځکه باید خاصه یا بیلګړی ډله ورته وویل شي . دغه راز عام یا ټولګړی حکم په څو خاصو ډلو شامل وي او د بیلابیلو ډلو ټول افراد پهه بر کې رانغاړي . که افغان ته ټولګړی اباع ووایو، بیلګړي یې پښتانه، تاجک ازبک او نور ورونه قومونه دي او ځانګړی یې داحمد یا محمود په څیر کسان دي چې یا به پښتنو ته یا تاجکو ته او یا هزاره و ته منسوب وي ! نو ځانګړی د محمود یا احمد ځان ته راجع کیږي او بیلګړی بیلې (خاصې) ډلې لکه ترکمن، تاجک یا پښتنو پورې تړاو ښیی !
تاسو په دې اړه څه نظر لرئ ، ښه به نه وي چې د ځانګړي کارونه اصلاح او خيل ځای بیلګړي ته بریږدي ؟؟؟[/color:290d714aa0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more