ټولنه او ټولنپوهنه
آیا ښځینه نومونو ته نرینه ستاینتاړي کارولی شو؟
01.12.2007
په پیښور ۍ او کندهار ۍ لهجه کې ښځینه نومونو ته هم نارینه ستاینتاړي کارول او آن د بی بي سي په پښتو پروګرام کې د نیمګړتیا په دغه رنځ اخته کسان هم دغه
څرګنده غلطي تعمیموي . په رادیو ، تلویزیون اوعامو ملي مطبوعاتو کې باید غیر معیاري لهجې ونه کارول شي !
خو همدا اوس په بی بی سي کې لیمې څخه اورم چې ... [color=white:3aafd4486a]دغه شمیره لږ ده .[/color:3aafd4486a]عجیبه ده چې له (لږ) څخه مخکې شمیره او وروسته ترې (ده) دواړه ښځینه او په منځ کې یې بیا هم ( لږ) نرینه کارولی دی !
دوی وايي . ملالۍ یوه [color=yellow:3aafd4486a]ښۀ [/color:3aafd4486a]ښونکې ده ، دا[color=red:3aafd4486a] ښۀ [/color:3aafd4486a]خبره د... او داسې نور . تاسو څه نظر لرئ .
دغه راز ښونځی او پوهنځی نرینه نومونه په ښځینه اړوي او ښونځۍ او پوهنځۍ ورته وايي . دا خو نه کومه لهجه هم نشي کیدای ځکه د ا نومونه نوي دي او د ارواښاد پوهاند صاحب رښتین له خوا غوره شوي وو او نوموړی کندهاری هم نه و، نو دغه نومونه ولې په ښځینه نومونو اړول شوي او بیا پرې دوامدار ټینګار هم کیږي ؟