د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

واوری

مازدیګر
25.11.2007

بیا سپینی واوری اوری
دپښتونخواه په غرونو
د هسک پامیر په څوکو
د مالا کنډ په لمن
مځکه په مخ غوړوی
د سپینو واورو څادر
له دنیا مخ پټوی
چه څوک یی ونه وینی
په جبین جوړ داغونه
د هغو وینو نښی
چه بی ګنا ه تویږی
په غرو راغو د وطن
او په میرو د وطن
ګوندی چه راشی سپرلې
ګوندی راوټوکیږی
د غاټولانو په رنګ
دسرو ګلابو په څیر
د مظلومانو وینی
او دبی وسو اوښکی
**************


n

motakhel
13.01.2008

سلامونه قبول کړه مازديګر جانه وروره
دير ښه بيتونه دي ليکلي وه  الله دي وکړي چي په راتلونکي  کي موږ ته نور هم دا سي شيان وليکي 

مننه


دخوشحال توره را واخلی

ډاکتر څپاند
02.12.2008

دخوشحال توره را واخلی

زه حیران یم پښتنو ته چی له خوبه نه ویښیږی
که په کوز دی که په بر دی دښمنی نه نه مړیږی
نور قومونه په نړی کی یو د بل ځنی جاریږی
پښتانه خپل مینځو کی له جګړو نه ستړی کیږی
د پردیو په لمسون یو او بل ته کوهی باسی
له ډیر قهر او له غضبه جوش اوبه یی نه سړیږی
څوک عربوته خدمت کړی په تسبو اواوږده ږیرو
بل چوپړ دپنجابی شی هیڅ له خلکو نه شرمیږی
خپل تاریخ یی هیر کړی د پردیو نوکری کړی
د لاهور د حاکمانو له خبرو نه تیریږی
په نفاق اوځانځانی کی خپل وطن یی کنډوالی کړل
اسلام آباد یی زرغون کړل پروطن خپل نه ژړیږی
تو لعنت په دی شملو شه چی پخپل سر نیغه کړی
چی د خپل خلک په کړاوزړه یی هیڅ نه رحمیږی
پښتنو له خوبه ویښ شی د خوشحال توره را واخلی
ستا دورود کنډی اوښکی هیڅ له سترګونه وچیږی
یو ځل بیا د تاریخ پاڼی په همت سره رنګین کړی
د میرویس وطن آزاد کړی بندګی می نه خوښیږی
له اټکه دښمن تیر کړی اولسونه ټول چمتو دی
پښتنو چی وخت تیر نشی د سیلاب مخ نه بندیږی
واک دخپل وطن په لاس کړی اولسونه زرآزادکړی
دا وطن ستاسو خپل دی په غربیانو نه جوړیږی
له پیغوره ځان اوباسیی شمله نیغه کړی له سره
د اصیل د پښتون سر پنجابیان ته نه ټیټیږی
په جګړه د ننګرهار کی پنجابیانو ته معلوم شو
چی د ستر نجیب میړانه له تاریخه نه هیریږی
ږیره ورو، پکول پوشو د ضیا* نواز** مخبرو
فیصله د پښتنو دی ، دی وطن کی نه اوسیږی
هغه وخت اوس رسیدلی چی دښمن او دوست بربنډ شی
رنګ مو ورک کړی له وطنه دهیچا اوس نه خوښیږی
کارنامی مو ټول څرګند شو رشوتخورو قاچاقبرو
تور مخونه په صابون سره هیڅکله نه سپینیږی
دا وطن د پښتنو دی ستاسو ځای لاهور پنجاب دی
لمر هیڅکله د لاسونو په دوه ګوتو نه پټیږی
کابل تاسی په راکټوله یوسره ټول مو وران کړل
کنډوالی یی شاهدان دی هیڅ څوک ( مل ) نه منکریږی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۱-۶-۲۰۰۸


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more