هنر،ادب او پښتو نحوه
لطفآ د پشتو د گرامر
Bahram
17.11.2007
لطفآ د پشتو د گرامر په باره كي او خاصتآ د مونث او مذكر په باره كي لگ شان معلومات وركري. د مثال په توگه (دي او ده) ځنگه استعماليگي؟ د (زه) او (ما) په مينح ځه توپير شته او فعلونو سره ځنگه استعماليگي؟
ما دودي وخرل.
زه دودي وخرم.
آيا دا صحيح ده؟ كه نده نو صحيحي ځه ده؟
Re: لطفآ د پشتو د گرامر
21.11.2007
[quote:f233bc3f13="Bahram"]لطفآ د پشتو د گرامر په باره كي او خاصتآ د مونث او مذكر په باره كي لگ شان معلومات وركري. د مثال په توگه (دي او ده) ځنگه استعماليگي؟ د (زه) او (ما) په مينح ځه توپير شته او فعلونو سره ځنگه استعماليگي؟
ما دودي وخرل.
زه دودي وخرم.
آيا دا صحيح ده؟ كه نده نو صحيحي ځه ده؟[/quote:f233bc3f13]
بهرام صیب ستا دغه پوښتنې په ګرامري کتابونو کې هم کومه ځانګړې توضیح نه لري، خو څوک چې د عربي صرف یره بلدیت ولري، هغه ته یې زه تر هر ګرامري کتاب ښه روښانه کولی شم:
خو زه دلته ستا یوه بله پوښتنه لومړی ځوابوم چې د صیب په اړه مو کړی وه .
صيب طبعا صاحب دی او افغانان یې ډیر کاروي، دپاکستانیانو تر منځ د افغاني صیب معادل د هغوی جي دی ، له دې کبله هغوی صیب دومره ډیر نه کاروي لکه څومره یې چې افغانان هر چاته کاروي!
د افغاني صیب او جي مساوات دا ښیي چې صيب د افغانانو له پاره د محترم او ښاغلي څخه ټیټه درجه لري، خو پاکستانیان چې صيب په کومه معنی کاروي هغه آن له محترم نه هم لوړه ښکاري، نو هغوی یې هر چاته ، هر میلمه او هر مشر ته نه کاروي ، بلکې په معمولي توګه جي ورته وایی . خو لوړ مقامه مامور، رهبر یا ډیر با رسوخه کس ته صیب یا صاحب وایي ! مشرف، ارباب جانګیر ،خان غفار خانیا اسفندیار ولی ،یا بل کوم غټ بابو ته صیب کاروي .
دا په رسمیاتو کې د انګلیسانو له خوا پر دوی د مستر یا جناب عالي پر ځای تحمیل شوی لقب دی .
البته افغاني مهاجرو به چې کوم پاکستاني ته په افغاني روحیه صيب استعمال کړ، نو هغه به په خپل فکر په دومره درناوي حیران شو او په دې نه و خبر چې افغانان دغه صیب جي ته وايي نه محترم ، جناب یا جلالت مآب ته !
اوس به راشو ستا اصلي پوښتنو ته .
۱ ــ دی او ده : [color=white:f233bc3f13]دی[/color:f233bc3f13] دمفرد مذکر ،[color=yellow:f233bc3f13] دي [/color:f233bc3f13]دجمع (مذکر وي که مونث ) او [color=white:f233bc3f13]ده[/color:f233bc3f13] دمفرد مونث له پاره کاریږي . له بده مرغه ډیر سرخوړلي پشتانه لیکوالان شته چې تر اوسه هم [color=yellow:f233bc3f13]ده[/color:f233bc3f13]د غیر معیاري لهجې په توګه مذکر ته هم کاروي .
دوی په دی نه پوهیږي چې عیر معیاري لهجی یواځې بیسواده وګړي کارولی شي نه باسواده پښتانه! ډیر لیکوالان د لهجوي شوینیزم له امله ملي معیار اوستاندارد ته غاړه نه ږدي او خپلې سیمه ییزی لهجې ډنګوي .
۲ــ [color=red:f233bc3f13]زه [/color:f233bc3f13] او [color=blue:f233bc3f13]ما[/color:f233bc3f13] : دې فرق ته قاعده موندل لږ ( نه لګ) پیچلی کار دی :.
ما یواځې په متعدي ماضی حالت کې د فاعل په توګه کاریږي ، خو [color=red:f233bc3f13]زه[/color:f233bc3f13] له دغه حالت پرته نور په ټولو زمانو (ماضي ،حال او اینده ) کې هم په متعدي او هم لازمي فعل کې د فاعل اومفعول دواړو په توګه کارول کیږي . یعنې [color=red:f233bc3f13]زه[/color:f233bc3f13] یواځې او یواځې دمتعدي ماضی د فاعل په توګه نه کاریږي اوبس یعنې هلته [color=blue:f233bc3f13] ما [/color:f233bc3f13]راځي !
ډاډه اسئ مٍٍثالونه ئې په دوهم درس کې وړاندې کيږي ! په مینه !
Bahram
22.11.2007
ګړانه پټوال وړوړه،
ستا له مفید او ګتور معلومات نه دیره مننه کوم٠د متعدې ماضې او د [color=darkred:a8dc029f71]ما[/color:a8dc029f71] او [color=red:a8dc029f71]زه[/color:a8dc029f71] په ارتباط که یو ځو مثالونه وراندی کی، دیر ښه کیږی٠ ستا دویم سبق ته انتظار باسم٠
په درناوې
بهرام
22.11.2007
بهرام جانه وروره مونږ په پا کې داسې وویل چې :
[color=white:79b125296f]ما[/color:79b125296f] یواځې په متعدي ماضی حالت کې د فاعل او د غیرصریح مفعول په توګه په دریواړو زمانو کې کاریږي ، خو [color=red:79b125296f]زه[/color:79b125296f] یواځې له متعدي ماضي فاعلي حالت پرته په ټولو زمانو (ماضي ،حال او اینده ) کې هم په متعدي او هم لازمي فعل کې د فاعل اومفعول دواړو په توګه کارول کیږي . یعنې [color=red:79b125296f]زه[/color:79b125296f] یواځې او یواځې دمتعدي ماضی د فاعل په توګه نه کاریږي اوهلته له [color=blue:79b125296f] ما [/color:79b125296f] څخه کار اخیستل کیږي!
۱. ماضي متعدي فاعلي حالت :
ما، تا او هغ[color=blue:79b125296f]ۀ [/color:79b125296f]کتاب ولوست ـــــــــــــــــــــــ نږدې ماضي
ما ، تا او هغ[color=red:79b125296f]ۀ [/color:79b125296f] کتاب لوستۀ ــــــــــــــــــــــــــ استمراري ماضي
ما، تا او هغ[color=white:79b125296f]ۀ[/color:79b125296f] کتاب لوستلی دی ـــــــــــــ مطلقه ماضي
ما، تا او هغ[color=yellow:79b125296f]ۀ[/color:79b125296f] کتاب لوستلی و ــــــــــــــــــ بعیده ماضي
ماضي متعدي غیر صریح مفعولي حالت :
ځلمي [color=white:79b125296f]ماته[/color:79b125296f]، [color=blue:79b125296f]تاته[/color:79b125296f] او [color=yellow:79b125296f]هغۀ ته [/color:79b125296f]ډالۍ(تحفه) راوړه،( راوړله، راوړې ده او راوړې وه)
حال او اینده کې غیر ٌریح مفعول :
ځلمی ماته ، تاته او هِۀ ته ډالۍ راوړي
ځلمی [color=white:79b125296f]به[/color:79b125296f]ماته، تاته او هغۀ ته ډالۍ راوړي
[color=yellow:79b125296f]زه[/color:79b125296f] په ماْضي کې
ــ د لازمي فاعل په توګه: پرون زه، تۀ او هغَه پوهنځي ته لاړو
ــ او دمتعدي صریح مفعول په توګه : هغۀ پرون زه، ته او هغَه په پوهنځی کې ولیدو!
زه په حال او اینده کې:
په لازمي فعل کې : زه ، ته او هغَه چکر ته ځو، زه ته او هغه به چکر ته لاړ شو
په متعدي فعل کې : زه ، ته او هغه کتابونه راوړو، زه ته او هغه به کتابونه راوړو
یا : زه. ته او هغه به ستاسو پالنه وکړو، زه ته او هغه به دې غوږونه کش کړو!
پاتې مثالونه به دریم درس ته او هغه به ستاسو پوښتنو ته پریږدم ، سمه ده ؟
پښتو ادب او ګرامر
ارمان
23.11.2007
د ټول افغان چلوونکي ښاغلي کامه وال څخه په ډېره مننه، چې ماته یې هم دا امکانات برابر کړل، چې د ټول افغان د خبرو اترو برخې ته ننوځم.
ګرانو ددې برخې لوستونکو ښاغلو ته هم د زړه له کومې سلامونه او نېکې هيلې.
ما همدا اوس د ښاغلو بهرام او پتوال ليکنې د پښتو د ګرامري پوښتنو او ځوابونو برخه ولوستله، نو ومې غوښتل، چې زه هم په کې په پوره درناوي ، چې ګرانو لوستونکو او ليکونکو ته یې لرم ، ونډه واخلم.
په دې خوښ یم، چې ښاغلی بهرام د پښتو سره په مينه دا پوښتنې کوي.
زما د ورورۍ مشوره داده، چې د پښتو ټيک ليکلو لپاره ټيک ويينه هم اړيینه ده، چې د ځنو تورو توپير په کې شوی وي او که ددې خبرو اترو د څانګې څخه پرته مو په خپل چاپېريال کې کله کله د کوم پښتون يا د کوم بل افغان سره، چې په پښتو پوهيږي، دا خبرې رامنځ ته کړې، نو باور لرم، چې زر به دې دا لومړنۍ د ستونځو هوارولو لار پیداکړې وي.
ګرانو هېوادوالو!
زما زده کړی يا لوستلی مسلک پښتو ژبه نه ده، خو دا چې هر څه مو وروسته پاتې دي د پښتو ګرامر کې هم دومره زياتې ليکنې نه لرو، لکه په نورو پرمختلليو ژبو کې.
موږ د پښتو ګرامر که ليکو، نو زما وړانديز دادۍ، چې دا د ګرامر ليکنه دې هم په پښتو وي.
ما د ښاغلي پتمن ځوابيه ليکنه ولوستله، خدای (ج) شته ، چې ورته خوښيږم او دا پوره کار دۍ، چې موږ يو له بل سره د پوهنې په لار کې مرستې ته چمتو يو.
زه غواړم، چې دې لاندې څو ټکو ته د ګرانو لوستونکو پام راواړوم ، چې په هکله یې د ګرانو لوستوکو څخه او ژبپوهانو څخه هيله لرم، چې په ششونتوب کې لږ فکر هم وکړي.
موخه د ژبې سوچه کېدل نه دي بلکې د ژبې پوهنيزه کيدل او له دې امله د ژبې ساده کېدل دي.
موږ، چې د پښتو ګرامر ليکو، نو دا بايد په پښتو وي. که دې لاندې بيلګې ته خپل پام راواړوو، نو د پښتو ګرامر په هکله مو د پښتو څخه کار نه دۍ اخستی.
دا دې پوره جوته وي، چې زما دا بېلګه له دې امله نه ده، چې ګوندې ګران او ښاغلي ورور پتمن ته دې ګوته نيول شو وي، دا تر اوسه د ټولوپښتنو بلدتيا او ورځنی کار او عادت دۍ، پوښتنه داده، چې د پښتو څخه په دې هکله کار اخستنه او ليکنه نا شونې ده او که دا د ګرامر نومونه هم په پښتو کې شته دۍ يا شتون پيدا کولی شي.
دا لاندې د ښاغلي څتمن ليکنه ده
،، بهرام جانه وروره مونږ په پا کې داسې وویل چې :
ما یواځې په متعدي ماضی حالت کې د فاعل او د غیرصریح مفعول په توګه په دریواړو زمانو کې کاریږي ، خو زه یواځې له متعدي ماضي فاعلي حالت پرته په ټولو زمانو (ماضي ،حال او اینده ) کې هم په متعدي او هم لازمي فعل کې د فاعل اومفعول دواړو په توګه کارول کیږي . یعنې زه یواځې او یواځې دمتعدي ماضی د فاعل په توګه نه کاریږي اوهلته له ما څخه کار اخیستل کیږي!
۱. ماضي متعدي فاعلي حالت :
ما، تا او هغۀ کتاب ولوست ـــــــــــــــــــــــ نږدې ماضي
ما ، تا او هغۀ کتاب لوستۀ ــــــــــــــــــــــــــ استمراري ماضي
ما، تا او هغۀ کتاب لوستلی دی ـــــــــــــ مطلقه ماضي
ما، تا او هغۀ کتاب لوستلی و ــــــــــــــــــ بعیده ماضي
ماضي متعدي غیر صریح مفعولي حالت،، :
ګورو، چې په پورته کې هر څه ښه روښانه شوي، خو په پښتو نه دي روښانه شوي.
له تاسو څخه ډېره مننه ستاسو ارمان
Bahram
23.11.2007
ستاسو دوارو نه دیره مننه٠ خدای تاسو ته خیر ورکرې٠
24.11.2007
[quote:834ed783ac="Bahram"]ستاسو دواړو نه دیره مننه٠ خدای تاسو ته خیر ورکرې٠[/quote:834ed783ac]
بهرام او آرمان صیب ته سلامونه او نېکې هیلې!
ارمان صیب ټول افغان ته په خیرراغلئ ، داسې بریښئ چې د پښتو د پوهنیزې پراختیا خونه هم ستاسو له پاره جوړه شوې وي، خو تاسو له ډیر ځنډ څخه وروسته خپلې کعبې ته سر راښکاره کړ.
او بهرام صیب تاسو ولې له ارمان صیب نه مننه کوئ، هغه خو وايي دغه لازمي، متعدي، فعل، فاعل ،مفعول ،ماضی او نور ګرامري اصطلاحات چې ته او نور دري ژبي ورونه پرې ښه پوهیږي په پښتو کې دې ټول د ادم غوندې په سړي علیه السلام واړول شي . زه وایم ښه خبره ده، خو دا کار څوک کولی شي، ژبپوهان دې ورته اړم شي او بیا دغه لیکنه ما تاسو له پاره کړې ، ښاييد آرمان صیب دې ته پام نه وي چې
ته دري ژبی یې او دپښتو زده کړه مو بشپړول غواړې . په هر صورت یواځې فعل او
مفعول ته په بله ژبه کې سم نوم موندل اسانه کار نه دی، ارو پايي ژبو تر اوسه پورې هماغه د لاتین objekt او subjekt را ټینګ کړی او خپلژبي نومونه ورته نه لري او یا دومره ښه نه دي چې تعمیم هم شي . او د عربي نقش په ګاونډیو ژبو کې خو له لاتین نه هم زیات دی او دري خو په عربي لغاتو ژوندۍ او ګړندۍ پاتې شوې ده . سره ددې ټولو حقایقو د ژبپوهانو رسالت همدا دی ، څه چې په پشتو لوښه کې شته هغه باید راوباسي ، وده او پراختیا ورکړي او له دې جملې څخه ګرامري نومونه او نومونې هم . داوس له پاره خو دغه دنده یواځې اورین مینه وال ارمان صیب ته پاتې ده . ومن
ا لله التوفیق !
بهرام صیب ! ژبه تر ټولو زیاته په اصلاح کولو زده کیږي، تاسو پښتو لیکنو ته دوام ورکړئ، څو تیروتنې مو څرګندې او هغه اصلاح شي، نو پښتو به مو ډیر ژر بشپړه شي . ستاسو په پورتنۍ نیمه جمله کې چې : [color=white:834ed783ac]........ ،خدای تاسو ته خیر ورکرې٠[/color:834ed783ac]
زه او ارمان ستا مخاطب یو، خو خیر ورکړي د غایب له پاره راځي، مخاطب ته باید درکړي ووایې. په دري کې یوشی دي ددواړو له پاره (خیر بده ) وايي خو پښتو کې خیر درکړي مخاطب او خیر ورکړي غایب ته کارول کیږي . سر بیره په دې خدای په فاعلي صورت کې یو (( دې))هم غواړې لکه ، خدای دې وبښه! خداې دې تاسو ته خیر درکړي !
په پای پای کې به د پښتو (ی) پنځه ډولونه هم زده کوئ، نو خدای دې ورته ټینګ که ، په ورورۍ کې خو به خورې د غويي غوښې ! په مینه او درناوي !
پښتو ادب او ګرامر
ارمان
24.11.2007
ګران او ښاغلی پتوال
هيله ده زما سلامونه او نيکې هېلې به ومنې
زه ټوليزې خبرې کړم، زه خپل اند تاسو ته وړاندې کوم . دې ته مې پخوا هم ګوته نيولې، چې موخه بايد د پښتو سوچه کېده نه وي، ځکه چې يوه ژبه په غرو رغو کې ـ لکه تر اوسه پښتو ـ سوجه پاتېکېدلی شي. موخه د پښتو پوهنيزه کېدنه او ساده کېدنه ده . پوهيږو، چې د خپلې ژبې نومونه زر پوهوړ دي، که يو څه ته د پښتو نوم پيداکيدی شي، چې ساده او زر پوهوړ ، چې نوي ځوانان یې هم په مانا زر پوه شي ښه به وي، خکه ، موږ چې تراوسه څه زده کړي، زیات یې په پردۍ ژبو دي او پوهېدنه یې زياته له ستونځو ډکه ده. که چېرې د ټولو پوهنو څانګو کې وځغلو – بې له پښتو ، ژورناليزم ، شعر او شاعرۍ، چې هلته مو ژبې په ليدوړ ډول وده کړې - نور ډېر کم ليدل کيږي، چې پوهنيز نومونه به مو په پښتو کړي وي ، په داسې حال کې چې په ولس کې به د هغې لپاره نوم هم شته وي . بېلګه یې په همدې ګرامر کې راوړم. ګورو ، چې موږ خو په پښتو کې کم له کمه د مذکر لپاره نارينه او د مونث لپاره ښځينه نومونه لرو او دا کارول کيږي هم، خو دا بايد ورځني شي او تل وکارول شي دا ګوتنيونه نه ده، زه پوهېږم، چې دې ته به د ښاغلي پتوال صاحب پام هم وي.
ډېره بخښنه غواړم ، زه ډېر څه نه ليکم او هغه له ډاره، چې خدای(ج) دې ونه کړي په چا بد ونه لګيږي. ددې پاڼې په ځنو برخو کې تورې سپورې ليکل کيږي، چې ماته یې لوستنه او کتنه هم ځور دۍ. هيله ده چې را څخه زړه بدي نه شۍ.
ستاسو په چوپړ کې ستاسو ارمان
Bahram
25.11.2007
پتوال وروره دیره مننه٠ لی بده مرغه زما پښتو دومره ښه نده او امیدوار یم چې ورو ورو ښه شې٠ پښتو ته دیره مینه لرم خو داسې یو کتاب ما نده پیدا کرې چې تولو ګرامرې قونېن پکې وې٠
27.11.2007
[quote:a0eae7f411="Bahram"]پتوال وروره [color=white:a0eae7f411]د[/color:a0eae7f411]یره مننه٠ ل[color=yellow:a0eae7f411]ی[/color:a0eae7f411] بده مرغه زما پښتو دومره ښه نده او امیدوار یم چې ورو ورو ښه شــ[color=blue:a0eae7f411]ـي[/color:a0eae7f411] پښتو [color=white:a0eae7f411]ته[/color:a0eae7f411] دیره مینه لرم خو داسې یو کتاب ما ند[color=white:a0eae7f411]ه[/color:a0eae7f411] پیدا ک[color=yellow:a0eae7f411]رې[/color:a0eae7f411] چې [color=white:a0eae7f411]ت[/color:a0eae7f411]ول[color=yellow:a0eae7f411]و[/color:a0eae7f411] ګرامر[color=white:a0eae7f411]ې[/color:a0eae7f411] قوان[color=yellow:a0eae7f411]ې[/color:a0eae7f411]ن پکې و[color=white:a0eae7f411]ې[/color:a0eae7f411]٠ [/quote:a0eae7f411]
داسې لیکل کیږي :
له بده مرغه زما پښتو دومره ښه نه ده، امیدوار یم چې ورو ورو ښه ش[color=red:a0eae7f411]
ي [/color:a0eae7f411]. پښتو [color=red:a0eae7f411] سره ډ[/color:a0eae7f411]یره مینه لرم خو داسې یو کتاب ما ند[color=blue:a0eae7f411]ی[/color:a0eae7f411] پیدا ک[color=red:a0eae7f411]ړی[/color:a0eae7f411] چې ټول ګرامر[color=yellow:a0eae7f411]ي[/color:a0eae7f411] قوان[color=white:a0eae7f411]ی[/color:a0eae7f411]ن پکې و[color=red:a0eae7f411]ي[/color:a0eae7f411]
به درنښت
Nazar
28.11.2007
سلام وړاندی کوم محترم پتوال صیب ته او محترمولیکوالوته هر یو
بهرام ، ارمان او د ټول افغان کاروونکو ډلی ته
پشتو لیکل دا ډیر له ستونځی ډک کار دي
دا ځکه چی ما ډیر پشتانه لیدلی دی چی په فارسی یا دری ژبه خبری نشی کولي
مګر بیا هم دوي چی کله چات څه لیکی په دری ژبه او یا په فارسی ژبه لیکی
ما ډیر داسی پشتانه هم لیدلی دی چی هیندی انګلیسی اوردو دری او په داسی نورو ژبو لوستل او لیکل زدکړی مګر پشتو لوستل او لیکل خورا ګران ورته شکاری
دا یو څه ګډه وډه پشتو چی زه لیکم د دی زدکړه زما لپاره ډیره سخته وه
زما متلب دا دی چی دا ولی دومره ګران کار دی؟
انګریزان یا روسان هندوان یا پنجابیان عربیان یا ارانیان دا خلګ خو پریږده سی پشتو به زدکه وی
خپله دی پشتنو لپاره دومره سخته ولی ده ؟
زما یو تره وه خدای (ج) دی پی ورهمیړی له ملا څخه یی سپاره ویله نو په سپاره کی یو ټکي وه
چی دی ده به نه زده کیده بیلاخره یی له سپاری څخه همغه ټکی په نوک وګراوه او پری یی کو
دا یو څو ټکی دی لکه ي ئ ې ی ۍ ے ؤ ژ ږ
دا ټکی به په څه ډول کارول کیږی
اواز یی څه وړ دي ؟
مننه
مازدیګر
28.11.2007
یاره خو پخوانی څه زورور خلک وو
وایم کاشکی دادی پښتو ګرامر لومړۍ خطی
نسخه هم ده ته په ګوتو ورغلی وای
اوس به ښه ګلالی اسانه توری راپاته وای نه به ی وای نه ي نه ۍ اونه هم ې
الله دی جنتی کړی....
pattang
28.11.2007
ولې کومه ګټه ? دابه لوی لوده توب وي ٠ زه دپېژنم لا ليه چې ته ولې ددې ډېر زاړه
کلتورد ژبې ( عربي )توري ترې باسې ? نه مو دا توري له سره او نه له زړه ايستی شې
پښتو په همدې توريو ښه مالوميږي او لوده خانه دغه عمل نه اقتصادي ، نه عملي
او نه علمي خوا لري خوشې يو لوده توب دی ٠ ګوره تاريخ ته ، په طب کې ټولې
مسلکي نومونه او مواد په لا تين سره دي ٠
[quote:9ccf940271="کوشان"]ددې د پاره چې د پښتو ليکل او لوستل اسانه شي بايد په الفبا کې
يو رېفورم راشي .
د بېلګۍ په توګه د ض ، ظ ، ذ ، په ځای دې يواځې له ، ځ ـ او ـ ز ،نه
کار واغستل شي . همداسې د ـ ث او ص ـ پر ځای دې يواځې له ـ س
نه کار واخستل شي او دـ ط ـ په ځای دې ـ ت او ټ ـ پاتې شي .
همداسې د ـ ع ـ په ځای سړی کولی شي چې د ـ الف ـ او ياله هغه
پنځو ياګانو نه چې په پښتو کې شته کار واخلستل شي .
څنګه چې عامه پښتانه د ـ ق ـ په ځای ـ ک ـ کاروي ، نو دلته ـ ق ـ
هم اضافي دی .
نو که چېرې سړی د /// ض، ظ ، ذ ، ح ، ط ، ع ، ق ، ث او ص //
په ځای د پښتو د ـ ياګانو ، ـ و ـ ګانو،او الف د اوازونو د پاره
نوي توري جوړې کړي ، د پښتو ليکل او لوستل به يې اسانه کړی وي .
نو د پښتو ګرامر باندې خو کارونه پخوا شوي وو ، او د هماغه وختو
راهيسې په حوشحال او رحمن بابا لېسو کې هم تدريسېدل .
او زما په ګومان خو چې په همدې انترنت کې به هم پيدا شي .
بې له شکه چې د پښتو ګرامر مشکله دی ، خو که موخه د ژبې زده کول
وي ، د هغه د زده کولو د پاره ډيرې لارې چارې شته .
د بېلګۍ په توګه په پښتو فورومونو کې ګډون او يا د رومانونو لوستل .
نو ورځيني خبرو ـ اترو د پاره خو سړی تر زرو لغتونو ته اړتيا لري
او که سړی په ورځ کې شل پښتو لغتونه زده کړي ، نو په پنځوسو ورځو
کې به يې تر زرو لغات زده کړي وي . او په زرو پښتو لغاتو خو هر پښتون
سره سړی خبرې ـ اترې کولی شي .
[color=darkred:9ccf940271]او د علمي جر و بحث // خبرو اترو // د پاره خو په پښتو
ژبه کې په کافي اندازه ///په پراخه پيمانه/// عربي ،
پارسي او شايد بعضې // ځينې // ترکي لغات هم وي چې په
افغانستان او د افغانستان په همسايه // ګاونډيو // ممالکو // هيوادو//
کې هر څوک پرې پوهېږي .[/color:9ccf940271]
نو که سړی وشي کولی چې همدا د پورتنۍ پاراګراف // بې قوسه
پښتود // هم زده کړي ، د پاتې پښتو د زده کولو د پاره سړی يواځې
د رومانونو لوستلو ته اړتيا لري .
البته که په زړه پوري او د لوستلو وړ رومانونه د هر ذوق د پاره په
يوې ژبې موجود وي .
په درناوۍ[/quote:9ccf940271]
Bahram
29.11.2007
مننه٠ پښتو لیکل اسانه کار نده لیکن زما عزم همدا ده چې زده یې کرم٠ زما په فکر که د د (ی) ګانې ارقام کې کمې راشې پښتو لیکل اسانه کیږې٠[quote:00692820ee="پتوال"][quote:00692820ee="Bahram"]پتوال وروره [color=white:00692820ee]د[/color:00692820ee]یره مننه٠ ل[color=yellow:00692820ee]ی[/color:00692820ee] بده مرغه زما پښتو دومره ښه نده او امیدوار یم چې ورو ورو ښه شــ[color=blue:00692820ee]ـي[/color:00692820ee] پښتو [color=white:00692820ee]ته[/color:00692820ee] دیره مینه لرم خو داسې یو کتاب ما ند[color=white:00692820ee]ه[/color:00692820ee] پیدا ک[color=yellow:00692820ee]رې[/color:00692820ee] چې [color=white:00692820ee]ت[/color:00692820ee]ول[color=yellow:00692820ee]و[/color:00692820ee] ګرامر[color=white:00692820ee]ې[/color:00692820ee] قوان[color=yellow:00692820ee]ې[/color:00692820ee]ن پکې و[color=white:00692820ee]ې[/color:00692820ee]٠ [/quote:00692820ee]
داسې لیکل کیږي :
له بده مرغه زما پښتو دومره ښه نه ده، امیدوار یم چې ورو ورو ښه ش[color=red:00692820ee]
ي [/color:00692820ee]. پښتو [color=red:00692820ee] سره ډ[/color:00692820ee]یره مینه لرم خو داسې یو کتاب ما ند[color=blue:00692820ee]ی[/color:00692820ee] پیدا ک[color=red:00692820ee]ړی[/color:00692820ee] چې ټول ګرامر[color=yellow:00692820ee]ي[/color:00692820ee] قوان[color=white:00692820ee]ی[/color:00692820ee]ن پکې و[color=red:00692820ee]ي[/color:00692820ee]
به درنښت[/quote:00692820ee]
مازدیګر
29.11.2007
خیر که له ټوکو تیر شو نو داسی مشکله هم نه ده
زموږ په ګاونډ کی داسې ډیری ژبی شته چه د هغو په پرتله
پښتو له هره لحاظه اسانه ده ....ښه مثال یی اردو چیناییې
او هندی دی ددی ژبو الفبات ګرایمر او لغت تر پښتو زیات
مشکل دی خو دری واړه ښی مخ په ترقۍ دی
که یی سړی الفبات ته ځیر شی نو داسی عجیبه توری پکی دی چی
سړی په دا خپلو یا ګانو شکر وباسې سم په نیمه لغت یی پردی وی
خو د حیرانۍ خبره ده چه موږ دعربۍ تورې چه پښتو یی اسانه کړی ده
هم له دی نه وباسو نو ایا دا پښتو به داسې ځیږه او وچه کلکه پاتی نشې
چه بیا به پرته له ماتیدو او محو کیدو بله لاره وه نلری؟
د پښتو ګرامر
ارمان
29.11.2007
ډېرو ګرانو هېوادولو تل راته روغ او بريالي اوسۍ!
موږ، چې په دې پاڼه کې يو له بل سره اندونه بدلوو، نو دا اندونه دي، نه له دې زيات او نه کم. د هر چا په اند، چې څه ټيک وي درنښت یې په کار دۍ او دا بل يواځې او يواځې خبل اند بيا بياوړاندکوي، بې له دې، چې ځان ته حق ورکړو او بل ته نه
موږ بايد خبرې کوونکي او په همدې وخت کې قاضيان ونه اوسو.
ګږمان کوم، ې زه به تاسو کې داسې لږ غوندې مشر ووم، که خبرې مې لږ بل ډول برېښېدې او ستاسو د اند سره برابرې نه وې، نو ماته به بخښنه وکړۍ
که جېرته ليکنو کې ليکنيز نا ټيکاوي منځ ته راغلل ، نو راته به ترې تېر شۍ
تاسو سره په پښتنه مينه ستاسو په چوپړ کې ستاسو ارمان
رښتینی
29.11.2007
ټولو ملګروته نيكي هيلي !
ښاغلي ارمان ستاسو وينا پخه او كره ده خو دلته كه چا له بل ملګري نه
(مخالف) اندوړاندي كړ او دهغه انديي ونه مانه نو هغه سمدستي خپه او
په (غصه) شي خو (خير) اوس ولا له مخكي سره يو څه توپير ليدل كيږي
(خلك) يوڅه سم سره روان دي او (الله ) دي وكړي چي نور هم سم شو
او بل ښاغلي كوشان ! ته ستونزه د ياګانو يادوي او ډزي په عربي تورو كوي !!!
ته (فكر) وكړه څو سوه كاله مخكي عربي توري پښتو ته را ننوتي دي خو تر اوسه
پوري ايله (خلق )خلك شوي (وقت) وخت شوي (قميص )كميس شوي (قصة ) كيسه شوي او دګوتو په شمير به څو نورعربي توري وي چي د پښتو په چوكاټ كي
ځاي شوي وي او (خلكو) يي (اصلي) جول ته شاكړي وي
دژړا ځاي خو لاداده چي دعربي كوم توري پښتو را خپل كړي دي هغو ته
زموږ ليكوالانو د (مفغن) توري كاراوي !!!! (ټوكوزمه )
او بل موږ دعربي (متبادل ) توري نه لرو لكه قلم كتاب او داسي نور
نو وروركيه ته كولي شي له نورو لارو له عربي سره خپله (تضاد)او
دښمني ښكاره كړي او يا د عربو سياسي كړنلاري وغندي خو له عربي
ژبي نه موږ (خلاصون )نلرو او له ژبي سره دښمني هم د هوښياري كار
ولا كه يي نوره ستا خوښه
خوتاد عربي يو توري كارولي چي زه يي وخندولم او هغه د (املاح )
توري دي موخه دي هغه (محدود) عربي توري له پښتو نه ايستل دي
او دلته دي بيځايه هماغه توري زيات كړي دي اودا به ګومان كوم
املاء وي ؟؟؟ (ټوكه)
يادونه :
ما هڅه كوله څو خپله ليكنه په سوچه پښتو وليكم خو بيامي
هم ونشواي كولي او دا په (قوسونو) كي توري دعربي ژبي دي
او ان په دا لنډه يادونه كي هم ورته اړشوم !!!
په مينه
مازدیګر
30.11.2007
ښاغلې کوشان
ډیره په ځای خبره مو کړی چه د یوه اواز لپاره ډیر توری په ځان ظلم دی
خو که خیال مو کړی وی په دا پښتنو کی ډیری داسی لحجی شته چه
یو له بله ډیر زیات توپیر لری مثلا بنوڅی پښتانه د(چ) او (څ) دواړو په ځای (ج)
کاروی او یوسفزی چه (ښ) مطلق په (خ)اړوی خو ددوی څنګ ته پراته خټک
بیا دکندهاریانو په لحجه (ش) ادا کوی اودغسی نور
نو دا خو د هری ژبی یو محلی (ویرژن) کیدای شی نه مروج
خپله په عربۍ کی چه کوم دوستان په عربی ممالکو کی اوسیدلی هغو ته به معلومه وی چه مصریان له سره (ج) په خوله نه راوړی بلکه داسی وایی (ګومهوریه مصر العربیه) یعنی د (ج)په ځای (ګ) دغه رنګ سعودیان اماراتیان وایی (ګوم)
یعنی پاڅه یا ولاړ شه حال دا چه اصل داسی ده (قم)د کویت خلک د(ک) په ځای
(چ) کاروی یمنیان او سوریان (ق) نشی ویلی یا یی نه وای (او دا ټول هاغه توری دی
چه په سوچه پښتو کی کاریږی او یو هم په عربۍ کی نشته لکه څ چ یا ګ)
خو کله چه دوی لیکل کوی نو ټول هماغه مروجه عربی په هماغه اصیلو تورو لیکی
اوس چه دپښتو خبری ته راشو نو صیبه ما دپښتو دتورو یا الفبات خبره کړی وه
چه عربی الفبات پښتو اسانه کړی ده ( او دخبری د لنډولو په خاطر می په یوه جمله کی ویلی وو)نو دا رښتیا ده ځکه موږ له عربۍ نه بی شمیره لغت پور کړی نو ددی
لغت د صحیح تلفظ لپاره پرته له عربی تورو بله لاره نشته (که نه ترکان خو
به تاسی هم لیدلی وی چه د رسم الخط د بدلیدو له امله اوس څه خیلی سم ویل بد ویل کا)دا یوه .....بله دا چه که عربی توری نه وی نو زموږ حال به څه وی له دی نه اندازه ولګوه چه یوه (ے ) ده چه پرته (ی) ورته ویلی شې
او دا عمرونه تیر شو چه د کوزی پښتونخواه پښتانه یی پریږدی نه او د بری پښتونخواه هاغه یی منې نه
او په لوی لاس یی یوه ژبه د خپل وطن په مختلفو علاقو کی پردۍ کړی ده
نو که زموږ دیوه توری په سر دا حال وی نو که دا دعربۍ احسان نه وای چه تیار توری یی راکړی بیا خو به مو
دیو بل ګریوانونه شکولی وای که داسی نه ده
پښتو ادب او ګامر
ارمان
03.12.2007
ګرانو ورونو !
په دې برخه مې د ښاغلي کوشان وړانديز د ژبې ليکندود په هکله ولوسته، زما په اند دا يو په ځای وړانديز دۍ، خو په څرنګوالي یې سره غږېدلی شو.
زموږ زيات افغانان په دباندنيو هېوادونو کې ژوند کوي، چې ځنې یې شايد په پښتو پوه شي، مګر په پښتو لیکنه پوه نه شي، چې دا د پښتنو کمی موږ تل د ځانونو سره مل لرو او دومره مو لا تراوسه ژبې ته پام نه دۍ را اووښتی.
د ټولو هيوادونو ژبې د يوه وخت وروسته بدلون - ښه یې ټيکاوي او اسانتيا ـ ته اړتيا لري او دا پرمختللي هېوادونه دا کار په ډېر اقتصادي لګښت هم سرته رسوي.
زما وړاندېز په لاندې کې رالنډوم:
اول : د عربي ليکندود کې هم بايد زوموږ د اسانتياو لپاره فکر وشي، ځکه ډېر څه دي، چې ليکنه او همداسې لوستنه یې ستونځې لري. ددې لپاره د ستونځوبيو( د ستونځو حل) لارې چارې لټول اړيېن دي.
دویم: دا اوس هم ځنې هيوادوال خپلې ليکنې په لاتين تورو ليکي. دې ته هم بايد پام وشي، چې داڅنګه وليکو، ځکه زموږ د پښتو ځنې توري په لاتين تورو ستونځمن ليکل کيږي، خو هغه زياته برخه یې بيا سمه ليکلکېدی شي.
يادونه : که يو څوک د خپلې ژبې د ودې لپاره کار کوي، نو دا خو د بل چا ژبې ته سپکاوی نه دۍ په هرچا خپله ژبه ګرانه ده او د ودې لپاره یې هر ډول اوړون يا بدلون لپاره لارې چارې سنجول ښه کار دۍ.
په پورته کې مې د قوس نوم وليد، که خدای(ج) مې ناټيکاوي سره مخامخ نه کړي، نو دا به همغه لينده وي، نو که دا نوکان يا غېږ(لږ نا بلد برېښي، خو ډېر پام که ورته وکړو ، زر به ورسره بلد شو، موږ هم دې د خپلې ژبې نومه ونو سره زر بلدېدلی شو) کې نيسو.
که پام ورته وکړو، نو دا څه چې په قوس کې نيسو دې ته غيږ وازولی شو او بيا یې په غېږ کې نيولی شو او يا یې نوکانو کې راګيروو.
ما ددې ليکنې سره غوښتل، چې دا د خبرو اړخ لږ وغزيږي.
له تاسو سره په پښتنه مينه
ستاسو ارمان
Nazar
03.12.2007
وحيد مژده
تحول زبان پشتو در قرن بیستم
وزیر محمد گل خان مهمند از جمله شخصیت های مهم در نیمه اول قرن بیستم در افغانستان است که از بازیگران مهم در سیاست داخلی افغانستان در آن روزگار بود. بعضی از قومیت پرستان پشتون می خواهند به وی چون میرویس خان هوتک و احمد شاه درانی لقب بابا بدهند زیرا که وی هم در احیاء قومیت پرستی پشتون و همچنان در پیشرفت و ارتقای زبان پشتو نقش مهمی ایفا کرد.
هدف وزیر محمد گل خان مهمند این بود که پشتون ها در حفظ فرهنگ و عنعنات خویش تا حد تعصب جلو برند و بنیاد های فرهنگی این زبان، زنده پرتوان باقی بماند اما او دراین کار به افراط گرائید. وی مشکل بزرگ زبان پشتو را تسلط زبان دری بر آن می دانست که باید به هر قیمت ممکن این تسلط از میان برداشته شود. تصور او از وحدت ملی الهام گرفته از نظریات آنروز آلمان بود. او به این باور بود که خوشبختی یک ملت به استحکام وحدت ملی آن مربوط است اما او وحدت ملی را در وحدت زبانی خلاصه می کرد.
کارنامه های این شخصیت عجیب در تاریخ کشور ما آغازی بحث آفرین داشت. او در جنگ سوم افغان وانگلیس(1919) میلادی در محاذ خیبر جبههء شرق، مشاور نظامی سپهسالار صالح محمد خان بود. در این جنگ، مجاهدین در برابر انگلیس ها با رشادت بسیار رزمیدند که در نتیجه حدود چهارصد تن از آنان به شهادت رسیدند. اما در جریان این جنگ یک انگشت پای سپه سالار صالح محمد خان زخم برداشت و او نیز به سپاه تحت فرمان خویش فرمان عقب نشینی داد. این کار در ضعف روحیهء مجاهدین و بلند رفتن مورال نیروهای دشمن موثر بود. بعد از این واقعه اعلیحضرت امان الله خان مدتی صالح محمد خان را تحت بازداشت قرار داد و شایعاتی بر سرزبانها بود که سپهسالار و یارانش در برابر دریافت پول دست به این کار زده اند و مناطق نزدیک به لندی کوتل را به آنها سپرده اند. هرچند وزیر محمد گل خان مهمند بعنوان مشاور نظامی صالح محمد خان درین جنگ، از این اتهام مبرا نبود اما جریانات بعدی نشان داد که شایعهء دریافت پول در این ماجرا لااقل در مورد او صادق نبوده است زیرا محمد گل خان بعد ها در مقام های بالای دولتی با پاک نفسی خدمت کرد.
او از دوران نادر خان در سلسله مراتب دولتی بعد از شاه، صدراعظم هاشم خان و وزیر دفاع شاه محمود خان، چهارمین شخصیت پرقدرت دولتی بود. وی در مقام ریاست تنظیمیهء مشرقی، قندهار و قطغن نیز با اختیارات کامل زمامدار امور بود اما هیچ نشانه ای از سوء استفاده از مقام برای دستیابی به ثروت از وی به مشاهده نرسید و سرانجام در فقر و تنگدستی چشم از جهان فروبست.
در سال 1311 هـ ش وزیر محمد گل خان مهمند نادر شاه را متقاعد ساخت تا نهضتی را برای احیاء و انکشاف زبان پشتو آغاز کند و مسئولیت این کار را هم بدوش خود وی که در آن زمان رئیس تنظیمیهء قندهار بود، بگذارد.
پس از مدت کوتاهی در قندهار انجمن ادبی تحت نام (جرگه گوتی د پشتو) با بیانیهء افتتاحیهء محمد گل خان مهمند گشایش یافت.
آثار پشتوی وزیر محمد گل خان یکی بنام (پشتو سیند) است که بشکل قاموس زبان تدوین شده است و دیگری (پشتو لیار) که گرامر زبان پشتو است. او در مقدمهء پشتو لیار در مورد توجه خودش به زبان پشتو و همچنان دوران کودکی خود می نویسد:
(دوران کودکی من با پشتون ها سپری نشده است. من دور از قوم خود در کابل بزرگ شده و در اینجا آموزش حاصل کرده ام. رابطهء من با خویشاوندانم بسیار ضعیف بود و زبان پشتو را بخوبی نیاموخته بودم و به همین علت قادر نبودم به زبان پشتو بخوبی سخن بگویم و بعلت نداشتن محاوره و مکالمه به این زبان به سختی قادر به تکلم بودم اما در جوانی ارتباطات من با اقوام و خویشاوندانم بهتر شد و استحکام یافت. به زبان پشتو رو آوردم و در مورد این زبان، معلومات خود را تکمیل نمودم و طعنهء شنواری های غیرتمند مرا بیدار ساخت).
در جای دیگری می نویسد:
(روشن است که در تاریخ گذشته با زبان پشتو نا انصافی شده است و کسی به این زبان توجه قابل ذکری نکرده است. اینکه این ظلم را چه کسی روا داشته و چرا چنین کرده است نیازمند بحثی طولانی است. منظور من اینست که در حفظ زبان پشتو توجهی نشده و از زمان های قبل آثار اندکی برجا مانده است. ممکن است که در زمان های گذشته آثار بسیاری در زبان پشتو موجود بوده که در اثر جنگهای داخلی از میان رفته است. آنچه که از این زبان باقی مانده یک تعداد کلمات ضمایر و حروف است...).
نهضتی که برای احیا و انکشاف زبان پشتو در افغانستان آغاز شد اقدامی بجا و به مورد و یک ضرورت ملی بود و باید در احیاء زبانی که اکثریت مردم ما به آن تکلم می کردند توجه می شد اما انحراف از آنجا آغاز شد که این نهضت از همان آغاز کار، بدست افراطیون افتاد که سخت متاثر از تمایلات قومی بودند. از جانب دیگر انکشاف زبان پشتو برای نظام حاکم نه یک هدف بلکه وسیله ای برای رسیدن به مقاصد سیاسی بود.
بصورت کلی هواداران این نهضت تلاش داشتند تا زبان پشتو را از لغات زبانهای دیگربخصوص واژه های دری پاک سازند و زبان پشتوی (سوچه) و پاک به جامعه عرضه نمایند. وزیر محمد گل خان مهمند ضرورت تصفیهء زبان پشتو از لغات بیگانه را چنین توجیه می کند:
(خوشبختی، سلامتی،عافیت، پیشرفت اقتصادی، عزت، موجودیت ملی، هرنوع عزت و تفوق، حفظ ارزش های ملی، حفاظت از وطن، زندگی مرفه وآرام، مرگ با عزت و با نام نیک دنیا را وداع گفتن، همهء این ارزشها و همچنان وحدت ملی و اتحاد، به زبان ملی وابسته است. اگر در زبان یک قوم خللی وارد آید در آنصورت تمام ارزش های آن قوم ضعیف می شود و اگر زبان ملی محو شود، در آنصورت همهء آنچه که گفتیم همراه با آن محو و نابود می شود، اگر در زبان یک ملت زبان ملت دیگری نفوذ نماید، نظر به اندازهء نفوذ سیاست، اقتصاد، مسایل اجتماعی، اخلاق ملی، آداب و عنعنات ملی و حتی افکار، ذهنیت، شیوهء زندگی و تهذیب و تمدن نیز تحت نفوذ قرار می گیرد و صدمه می بیند. اگر زبان یک ملت در مقابله با زبان ملت دیگر مغلوب شد، ارزش هائی که از آن نام بردیم نیز مغلوب ملت غالب می گردد. در این صورت یک ملت بزرگ و قدرتنمد در جهت منافع یک اقلیت مورد بهره برداری قرار می گیرد. این ملت بزرگ باوجود اینکه حاکم است، محروم از قدرت حاکمه است. در عین حالی که دارای وطن است، بی وطن می شود!! در زمینی که متعلق به خود اوست احساس غربت و بیگانگی می کند. زمین های سرسبز و زرخیز مال دیگران خواهد بود ودشت های خشک و کوههای بی حاصل مال او و در کشور خود محکوم و مظلوم خواهد بود. زحمت را اینها می کشند اما علم، ثروت، تمدن، عزت و قدرت از آن دیگران خواهد بود. مانند حیوانات زندگی می کنند و بخاطر منفعت دیگران چون حیوانات مورد بهره کشی قرار می گیرند. بعضی از حیوانات به نظر قدر نگریسته می شوند اما اینها بی ارزش تر از حیوانات اند.)
طوریکه می بینیم وزیر محمد گل خان مهمند نخستین افغانی است که بعنوان مغز متفکر در نهضت زبان پشتو، میان قوم پشتون وسایر اقوام افغانستان خط فاصل می کشد و این قوم از اقوام افغان را از سایر اقوام جدا و بیگانه می شمارد. در این نظر، اسلام جائی ندارد بلکه مهمند سخن را به آنجا می کشاند که قومیت پرستی را جانشین دین می شمارد طوریکه در یک شعر می گوید:
پشتانه که د پشتو په لاره حی
دی نری او ها نری کی دی خوندی
(پشتون اگر به راه پشتو گام بگذارد هردو دنیای وی مصئون خواهد بود)
مرحوم قیام الدین خادم در مقاله ای تحت عنوان (ننی پشتنو لیکوال) (نویسندگان امروز زبان پشتو) که در سالنامهء سال 1317هـ ش به نشر رسید در ستایش وزیر محمد گل خان می نویسد:
(وی (محمد گل خان) به خوشحال خان ختک و حمید مهمند ارزش فراوان قایل است زیرا این دو در اشعار شان لغات و استعارات زبان پشتو را بکار گرفته اند. برعکس از نظر وی رحمان بابا که با بی دردی تمام حقوق زبان خود را به زبان های بیگانه داده است قابل ستایش نیست!!).
این گونه گرایش ها که بربنیاد تمایلات قومی دامن زده می شد و در مخالفت صریح با تعالیم اسلام قرار داشت در همین حد خلاصه نشد بلکه در این دوره از یک اصل مهم دیگر نیز انحراف صورت گرفت. همان اصلی که احمدشاه ابدالی بربنیاد آن نام این کشور را افغانستان نهاد ومردم افغانستان بدون در نظر داشت زبان، نژاد، مذهب و دین افغان نامیده شدند. اما در این دوره بجای کلمهء افغان پشتون و بجای افغانیت پشتونولی رواج یافت. وزیر صاحب در یک شعر خویش می گوید:
په پشتو باندی وطن گتلی شوی
په پشتو باندی وطن ساتلی شوی
هم به بیاوی په پشتو باندی گتل
هم به بیاوی په پشتو باندی ساتل
این وطن با پشتو حاصل شده است
این وطن با پشتو نگهبانی شده است
بازهم با پشتو حاصل خواهیم کرد
بازهم با پشتو از آن محافظت خواهیم نمود
یکی از شعرای دیگر این دوره عبدالخالق اخلاص می گوید:
بیرغ که تاج و تخت وی پشتون واخیسته دری واره
د شاه له اطاعته پشتون نه غروی غاره
(بیرق و تاج وتخت هرسه را پشتون بدست آورد – پشتون از اطاعت پادشاه سرکشی نمی کند).
زمانیکه برای نخستین بار بیرق افغانستان بر فراز حربی پوهنتون در بالاحصارکابل در9 حمل سال 1317 برافراشته شد، ترانهء بیرق که شعر آن از امین الله زمریالی بود چنین درفضا طنین انداز گردید:
دا لور بیرق دی پرما رپیژی
پشتانه واره پری راتولیژی
نشان د پشتون محراب و منبر دی
زمور ملت پری نازیژی
این بیرق بلند که در اهتزاز است
پشتون ها همه در سایهء آن گرد می آیند
نشان پشتون محراب ومنبر است
ملت ما بر آن افتخار می کند
صفحات جراید و نشرات آن روزگار مملو از چنین رجزخوانی های قومی است که ناشی از اهدافی است که دولت افغانستان در آن زمان در آنسوی دیورند مد نظر داشت وروسها نیز به این اهداف دولتمردان افغان دلچسپی خاص داشتند.
مازدیګر
08.12.2007
دهمدې موضوع په اړوند دارواښاد ډاکتر ستوري نظر
دهغه له یوی وینا څخه چه عالمی پښتو ادبې کنونشن ته یی کړي وه
د افغانستان د جګړې له كبله ډېر پښتانه جلا وطن شوي دي. اوس په يورپ، امريكا او نورو هېوادونو كې د دوى دوهم كول (نسل) په ځوانېدو دى. د بلې خوا په نړۍ كې سياسي، اقتصادي او تخنيكي بدلون پيل شوى دى، چې نړۍ يو كلى ګرزي. دغه بدلون په ژبه چې يوازې د پوهېدلو او پوهولو وسيله نه ده، بلكې د قامي پېژند نښه او سوچ يا فكر يوه بڼه ده، بې اغېزې نه دى.
ليك او لوست په مورنۍ ژبه ضروري دى. په جرمني كې پښتو ژبه په ښوونځيو (سكولونو) كې رسمي ژبه ده.
د جرمني په ښوونځيو كې د جرمني ژبې برسېره د دوه نورو ژبو زده كړه پكار ده. پښتانه كولى شي چې يوه خپله مورنۍ ژبه انتخاب كړي او په هغې كې ازموينه (امتحان) وركړي، خو پښتو پخپل وطن پښتونخوا كې لا په ټولو ښوونځيو كې د ښوونې او روزنې ژبه نه ده ګرزېدلې. د پښتو عربي ليكدود لا هم بشپړ نه دى. په پښتو كې د حركتونو شمېر زيات دى او په عربي ژبه كې كم. يانې په عربي كې پېښ، ځور او زير حركتونه دي او په پښتو كې بيا ددې شمېر زيات او تر 5 رسېږي. ددې ليكدود د بشپړولو دپاره په حكومتي سويه څه كار نه دى شوى. په اولسي سويه چې كوم كار ورته شوى هغه هم پوره نه دى، نو د پښتو ژبې د عربي ليكدود بشپړول ضروري دي.
د ليكدود په برخه كې په جلاوطن ځوان كول كې د ډېر استعداد خاوندان او مسلكي كسان شته دى، خو دوى يوه ستونزه لري او هغه دا چې په عربي ليكدود د پښتو ليكل ورته ګران دي. دوى كولى شي چې په لاتيني تورو پښتو وليكي او ويې لولي. نو له دې كبله د عربي ليكدود په خوا كې په لاتيني تورو د پښتو ليكل او لوستل ضروري دي. له بده مرغه تراوسه پښتانه په لاتيني تورو خپل نوم پښتون په بېل بېل ډول ليكي د بېلګې په توګه: (Pakhtoon,Pakhtun,Pashtoon, Pashtun)
دا دنده په پېښور كې د پښتو اكاډمۍ او په كابل كې د علومو د اكاډمۍ ده، چې په لا تين تورو د پښتو ليكدود برابر كړي.
كه چېرې د پښتو عربي ليكدود په خوا كې په لاتيني تورو ليكدود په ښوونځيو كې په تېره بيا په بره پښتونخوا (افغانستان) كې رواج شي، نو دا به جلاوطن ځوان كول چې هر ډول مسلكي او روزل شوي كسان پكې دي، پخپل وطن كې كار ته وهڅوي او ځانونه به داسې حس نه كړي، چې ليكل او لوستل نه شي كولى.
په نړۍ كې د تخنيكي او الكترونيكي ودې له كبله انټرنټ نه يوازې نړۍ وال بازار دى، بلكې د معلوماتو او خبرتيا وسيله ده. ځوان كول په انټرنېټ كې يو د بل سره په لاتيني تورو تماس نيسي، حكومتونه او سركاري مقامات د ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو په معلوماتو او نظريو اوس هغه شان پابندي نه شي لګولى لكه څنګه چې په پخوانيو وختونو كې وه، د قلم خاوندان ازاد شوي دي،
تمه ده، چې ددې عالمي پښتو ادبي كنونشن ګډون كوونكي په اولسي توګه د پښتو لاتيني ليك دودو په برخه كې اوچت ګامونه واخلي
له www.pashtoonkhwa.com په مننه
Bahram
12.12.2007
مهربانې وکه او وایه چې ځه وخت [color=red:93699d5955]ده[/color:93699d5955] استعمالیږي او کله [color=red:93699d5955]ده[/color:93699d5955]٠ مننه٠
[quote:93699d5955="مازدیګر"]دهمدې موضوع په اړوند دارواښاد ډاکتر ستوري نظر
دهغه له یوی وینا څخه چه عالمی پښتو ادبې کنونشن ته یی کړي وه
د افغانستان د جګړې له كبله ډېر پښتانه جلا وطن شوي [color=red:93699d5955]دي[/color:93699d5955]. اوس په يورپ، امريكا او نورو هېوادونو كې د دوى دوهم كول (نسل) په ځوانېدو [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955]. د بلې خوا په نړۍ كې سياسي، اقتصادي او تخنيكي بدلون پيل شوى [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955]، چې نړۍ يو كلى ګرزي. دغه بدلون په ژبه چې يوازې د پوهېدلو او پوهولو وسيله نه [color=red:93699d5955]ده[/color:93699d5955]، بلكې د قامي پېژند نښه او سوچ يا فكر يوه بڼه [color=red:93699d5955]ده[/color:93699d5955]، بې اغېزې نه [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955].
ليك او لوست په مورنۍ ژبه ضروري [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955]. په جرمني كې پښتو ژبه په ښوونځيو (سكولونو) كې رسمي ژبه [color=red:93699d5955]ده[/color:93699d5955].
د جرمني په ښوونځيو كې د جرمني ژبې برسېره د دوه نورو ژبو زده كړه پكار [color=red:93699d5955]ده[/color:93699d5955]. پښتانه كولى شي چې يوه خپله مورنۍ ژبه انتخاب كړي او په هغې كې ازموينه (امتحان) وركړي، خو پښتو پخپل وطن پښتونخوا كې لا په ټولو ښوونځيو كې د ښوونې او روزنې ژبه نه[color=red:93699d5955] ده [/color:93699d5955]ګرزېدلې. د پښتو عربي ليكدود لا هم بشپړ نه [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955]. په پښتو كې د حركتونو شمېر زيات [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955] او په عربي ژبه كې كم. يانې په عربي كې پېښ، ځور او زير حركتونه [color=red:93699d5955]دي[/color:93699d5955] او په پښتو كې بيا ددې شمېر زيات او تر 5 رسېږي. ددې ليكدود د بشپړولو دپاره په حكومتي سويه څه كار [color=red:93699d5955]نه دى [/color:93699d5955]شوى. په اولسي سويه چې كوم كار ورته شوى هغه هم پوره [color=red:93699d5955]نه دى[/color:93699d5955]، نو د پښتو ژبې د عربي ليكدود بشپړول ضروري [color=red:93699d5955]دي[/color:93699d5955].
د ليكدود په برخه كې په جلاوطن ځوان كول كې د ډېر استعداد خاوندان او مسلكي كسان شته [color=red:93699d5955]دى[/color:93699d5955]، خو دوى يوه ستونزه لري او هغه دا چې په عربي ليكدود د پښتو ليكل ورته ګران [color=red:93699d5955]دي[/color:93699d5955]. دوى كولى شي چې په لاتيني تورو پښتو وليكي او ويې لولي. نو له دې كبله د عربي ليكدود په خوا كې په لاتيني تورو د پښتو ليكل او لوستل ضروري دي. له بده مرغه تراوسه پښتانه په لاتيني تورو خپل نوم پښتون په بېل بېل ډول ليكي د بېلګې په توګه: (Pakhtoon,Pakhtun,Pashtoon, Pashtun)
دا دنده په پېښور كې د پښتو اكاډمۍ او په كابل كې د علومو د اكاډمۍ ده، چې په لا تين تورو د پښتو ليكدود برابر كړي.
كه چېرې د پښتو عربي ليكدود په خوا كې په لاتيني تورو ليكدود په ښوونځيو كې په تېره بيا په بره پښتونخوا (افغانستان) كې رواج شي، نو دا به جلاوطن ځوان كول چې هر ډول مسلكي او روزل شوي كسان پكې دي، پخپل وطن كې كار ته وهڅوي او ځانونه به داسې حس نه كړي، چې ليكل او لوستل نه شي كولى.
په نړۍ كې د تخنيكي او الكترونيكي ودې له كبله انټرنټ نه يوازې نړۍ وال بازار دى، بلكې د معلوماتو او خبرتيا وسيله ده. ځوان كول په انټرنېټ كې يو د بل سره په لاتيني تورو تماس نيسي، حكومتونه او سركاري مقامات د ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو په معلوماتو او نظريو اوس هغه شان پابندي نه شي لګولى لكه څنګه چې په پخوانيو وختونو كې وه، د قلم خاوندان ازاد شوي دي،
تمه ده، چې ددې عالمي پښتو ادبي كنونشن ګډون كوونكي په اولسي توګه د پښتو لاتيني ليك دودو په برخه كې اوچت ګامونه واخلي
له www.pashtoonkhwa.com په مننه[/quote:93699d5955]
14.12.2007
ښاغلی بهرام ته سلامونه!
دا ډیره ساده پوښتنه ده او آسانه ځواب لري .( ده) د ښځینه او (دی) د نرینه له پاره کارول کیږي !
لکه نازو د میرویس خان مور[color=white:8309f1d4ec] ده [/color:8309f1d4ec]او احمد شاه با با د زرغونې انا ځوی [color=yellow:8309f1d4ec]دی[/color:8309f1d4ec] !
یا: دا یوه نوې خبره ده، او دا یو نوی خبر دی !
خو ځینې غلطې لهجې شته چې مذکر ته هم تانیث (ده) کاروي، چې په معیار او رسمیت کې نه راځي او باید یواځې په شفاهي توګه وکارول شي!
Temor lang
18.12.2009
زما تاوده سلامونه ومنې. هيله ده چي تاسو تول جور او خوشاله وسې. وبښې چي زه ديري مودي نه ديخوا دلته ونشوم راتلۍ.
ستاسو ليکنو نه تشکري کوم خو ليکن زما د پښتو ګرامر ښه شوي نده. زما له تولو نه لوي مشکل په [color=red:4a61901f69]دي[/color:4a61901f69] او [color=yellow:4a61901f69]ده[/color:4a61901f69] دي.
لطف وکې او مثال سره تشريح وکې چي په يو جمله کي کوم مونث او يا مذکر او يا هم جمع-مفرد کلمو له وجي نه[color=orange:4a61901f69]دی، ده، دې [/color:4a61901f69]راځي او ځنګه مونث له مذکر نه فرق وکو.
مننه
پتوال وروره
ته په مثال توګه ليکلي چي : دا یوه نوې خبره ده، او دا یو نوی خبر دی
ايا دواره د استفادي ور دي؟ ايا دواري جملي درستي دي؟ ولي يو ځاي [color=violet:4a61901f69]خبر[/color:4a61901f69] ليکې او بل ځاي [color=green:4a61901f69]خبره[/color:4a61901f69]؟
29.12.2009
ښاغلی لنګ تيمور صيب د مونث يا ښځينه نومونو نښې درې دي ښه ورته ځير شه :
١) الف چې د نوم په په پای کې راځي لکه ليلا، خندا، سودا ، ړڼا ، ژړا، دعا او نور
٢) ه لکه زرينه، بخت زمينه، مينه، وينه ، شپه، مڼه ، کېله او نور
٣) لکۍ لرونکې يا(ۍ) لکه سپوږ مۍ، شړۍ، نړۍ او نور !
ټينګ په پام کې ونيسه چې د هر ښځينه نوم سره ستاينتاړی (صفت) او قيد په (ه) ختميږي لکه ده، ښه (نه ښۀ) ، لکه دا مڼه ښه مڼه ده، بيګا توده شپه وه، رڼا ډيره ده،
هغه پيغله ښکلې ده، سپوږمۍ روښانه ده، شړۍ توره او ډبله ده .
خو ډير شمير ( جمع) يې د نرينه او مذکر د جمع غوندې په (دي) جوړيږي او
صفتونه يې په (ې) ختميږي لکه هلته ناستې ښځې ټولې مېلمنې دي، دغه
ماشومانې د ښونځي زده کونکې دي، اوبه سړې او شيدې سپينې دي !
البته مفرد مونث ته په اشاره اضافتي حالاتو کې هم (ې) کارول کيږي لکه دې دغې
هغې غنچې ته وګوره، ددې ، دهغې يا ددغې مڼې خوند معلوم که!
په نرينه (مذکر) نومونو کې صفت بدلون نه خوري خو يو يې (دی) او ډيې شمير يې په (دي) سره ختميږي! لکه هغه يو بد سړی دی او دغه بد سړي دي ، هغوی نيک خلک دي، دوی توريالي ځوانان دي !
په مينه !