نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کوشان او ننګيالی زابلی ولی دومره سره خواږه شول
سالک
15.11.2007
ننګيالی او کوشان ولي دومره پر له خواږه شول چې ننګيالی يوازي د کوشان پوښتنو ته ځوابونه ويلي نور ئي ټول بې ځوابه پريښي ، کنه نو مخکي خو به ئي يو بل په کاڼو سره ويشتل . : :shock: :?:
[color=white:489ed94a82]کوشان : کومه مرکه چې د اسلامي امارت وياند سره تر سره شوې ده ، د کمونستانو د وخت مرکو ته ډير ورته دی چې په هغه کې به احمد مزدويار د محمود غريب دوست نه د غوي د انقلاب د لاس ته راوړنو په هکله پوښتنې کولې .
ننګيالی : سمه ده چې هغسی ده ، خو لږ خيال کوه ،مسلمان او کافر مه سره مشابه کوه .
کوشان : د دې پورتنۍ مرکې پوښتونکی يا خو په خپله طالب دی او يا دا چې ډير ابتدايي ژورناليستيکي پوهه لري او يا هم دا چې ځوابونه او پوښتنې مخکې د مخه جوړې شوې وې . دا په دې معنا چې پوتنۍ مرکه يوه تبليغي مرکه ده .
ځکه که ستاسو پام شوی وي نو په لمړۍ پوښتنه کې د طالبانو په ځای د اسلامي امارت د مجاهيدينو اصطلاح کارول شوې ده .
نو اوس تاسي راته ووايي چې کوم داخلی او يا بهرنی ژورناليست طالبان د اسلامي امارت د مجاهيدينو په نوم يادوي ، غير له دې چې د راديو شريعت ژورناليست وي ؟؟
ننګيالی : دا خبره دي هم سمه ده ، مرکه د اسلامي امارت له ويب پاڼې نه را اخيستل شوي ، ملامت په دې يم چې لينک مي نه وو ورسره را کاپي کړی .
کوشان : او بيا د اسلامي امارت فتوحات څه معنا لري او چا ليدلي ؟؟
ايا د اسلامي امارت مجاهيدينو //طالبانو // پښتونستان ګټلی او يا دا چې پنجده او خراسان يې ګټلی چې د خپلو فتوحاتو لست وړاندې کوي . ننګيالی : داسلامي امارت فتوحات په دې معنی چې له خارجي کافرو يرغلګرو او د هغوي له مزدورانو نه ئي زياتره سيمي په خپل کنټرول کې راوستلی دی ، اسلامي نظام ئی پلی کړی ان شاء الله ورو ورو به دا لړۍ همداسي روانه وي او په اخير کې به لکه روسان په ټيټوسترګو له دې پاکي خاوري پښي سپکوي او يا به پکي سرونه خوري ، افغانان به پاتي کيږي او د افغانانو د خوښې اسلامي نظام به جوړيږي .
کوشان : او يا دا ده چې دوۍ د اعرابو او د هغوۍ د سياسي او اقتصادي ګټو د پاره خپل هيواد فتح کړی دی ؟؟
که چېرې دوۍ د اعرابو د پاره دغه فتوحات نکوي، نو د افغاني هويت په هکله د دوۍ دريځ څه دی ؟؟
ايا دوۍ به د افغانستان اسلامي جمهوريت نه د افغانستان جمهوريت جوړ کړي اويا دا ده چې دوۍ به په افغانستان کې يو عربي امارت جوړکړي ؟؟
ننګيالی : عربي امارت نه بلکه اسلامي امارت . کوشانيه ياره ! دا عرب خو دي هسي په دروغو په طالبانو پسي تړلي دی چرته او کوم عرب طالبانو خپل هيواد ته را غوښتی ده ؟ دا خو ها د روسانو په وخت کې راغلی او د هغه وخت پاتي شوني وو ، بل دا چې کوم هغه کار دي چې په افغانستان کې طالبانو ستاسو په اند د عربو په فرمايش تر سره کړی ، او يا دي عرب لکه دا اوس يرغلګر کفار د يو افغان کور ته په اجازه يا پرته له اجازې ورغلي وي ، بيا عرب خو مسلمانان دي که د مسلمانانو ملک ته ورشي نو کومه ګناه ؟ د افغانستان د مستعمره کولو په موخه خو به نه وي راغلی ، يرغلګر دې ته وايي لکه نن چې ئي د افغانستان سړکونه اجاره کړی ، کله چې د دوي کاروان تيريږي هيڅ يو افغان د دي حق نه لري چې حرکت وکړي ، هغه که سرکاري وي او که عام وګړی ټول بايد ځای پر ځای ولاړ وي کنه نو خارجيان ډزې ورباندي کوي او د ځان له وهمه ئي وژني .
کوشان : بل دا چې د طالبانو دريځ د افغانانو د کلتور او د هغوۍ د کلتوري موسسو په وړاندې څه دی ؟؟
څنګه چې پښتو موزيک ، پښتو سندرې او د پښتنو اتڼ د خدای له خوا بېهوده شيان ګڼل شوي او پيغمبر ويلي چې دغه شيان نفاق منځته راولي . نو دلته د اسلامي امارت د مجاهيدينو دريځ د پښتو موزيک ، پښتو سندرې او د پښتنو د اتڼ په هکله څه دی ؟؟
ننګيالی : څه چې خداي ج او د هغه رسول محمد ص منع کړي دي مطلق مردود دي
واقعي پښتانه واقعا مسلمانان دي او مسلمان هغه چاته ويل کيږي چې کلتور ، رسم او رواج ئي د خداي ج او د هغه د رسول ص له امره مخالف نه وي ، ميوزيک ، سندري ، ډانسونه دا نه د پښتنو کلتور دي او نه ئي پښتانه خپل کلتور ګڼي ، پښتانه ټول د اسلامی نظام په چوکاټ کې ژوند کول غواړي .
کوشان : د شمشاد ، خيبر او د افغانستان نور دولتي او غير دولتي تلويزيوني کانالو نه چې ځنې يې د افغاني کلتور هنداره ده ، د اسلامي امارت د مجاهيدينو له خوا به ورسره څنګه چلند وشي ؟؟
ننګيالی : بنديږي به او يا به د اسلامي اصولو سره سم خپلو خپرونو ته ادامه ورکوي .
کوشان : موخه دا ده چې اسلامي امارت خو په نظامي برخه کې ډير فتوحات کړي نو په دغه فتح شويو سيمو کې پښتني کلتور کوم حالت ته رسول شوی دی او د دې کلتور د له منځه وړلو د پاره کوم تدابير نيول شوي دي ؟؟
ننګيالی : د ناروا کارونو ځاي روا نيولی .
کوشان : په فتح شويو سيمو کې د نهه کلنو انجوڼو او پيغلو حقوقي حالت څه ډول ارزيابي کوۍ؟؟
په فتح شويو سيمو کې څومره ښوونځي ، وړکتونونه ، روغتونونه او د بيا رغاونې موسسې په کار بوخت دي ؟؟
ننګيالی : هغه مؤسسات چې غواړي د افغانانو د مرستي په نوم امريکايانو ته معلوماتونه اويا د افغانستان له غرونو او سمو نه لعل و جواهر را ټول کړي په هغو سيمو کې هيڅ د اوسيدو اجازه نلري ، واقعا مرسته کوونکې مؤسسات تر اوسه پوري افغانستان ته نه دي راغلی ، که راشي نو بيابه هغه وخت خبري پري کوو، کنه نو همدې مؤسساتو ته خو يوڅو ورځې وړاندي د طالبانو وياند رسمي بلنه ورکړه او د همکارۍ ژمنه ئي ورسره وکړه ، که دي له بی بی سی څخه د عبدالصمد روحاني په راپور کي اوريدلی وي ، پاتي شوه د ښوونځيو خبره څه وخت وړاندي طالبانو په خپله يوه اعلاميه کې دا څرګنده کړه چې موږ به ښوونځۍ جوړې کړو او هغوي ته به درسي کتابونه اونصاب تعليمي تيار کړو ، خو د کرزي صيب خارجی بادارانو داسي په کلکه رد کړه او کلکه ژمنه ئي وکړه چې دا مکتبونه به موږ خامخا بمباردوو ځکه دلته ماشومان يوازي او يوازي د اسلامي اصولو پر بناء زده کړي ترسره کوي ، او موږ غواړو چې افغانان داسي وروزل شي چې له فراغت سره سم ئي يوازي او يوازي دا ارمان وي چې بس اروپا ته د تلو ارمان مي پوره شوی واي .
لکه نن چې کرزي صيب په خپلو څرګندونو کې د همدې ارمان په اړه خپله مايوسي هم څرګنده کړه چې که دا ځل په تيښته شوو نو په کلاب ، تهران او کويټه به مو اوسيدا ته څوک نه پريږدي .
کوشان : د اسلامي امارت د مجاهيدينو په فتوحاتو او ځان مرګي بريدونو کې چې کوم بېګناه خلګ وژل کېږي ، د دوۍ کورنيو ته په څه ډول د خسارې جبران کېږي ؟؟
ننګيالی : د يو انسان مرګ نشي جبيره کيدای ، دا خو اوس کرزی صيب او باداران ئي له دي نوي موډ سره راڅرګند شول چې خلګ وژنی او بيا يو لک افغانۍ ورکوي ، طالبان تر ډيره حده کوشش کوي چې ملکي وګړي تلفات ونه ويني ، خصوصا په فدايی بريدونو کې ، که راسره ومني يا دي له بله چا هم اوريدلي وي چې خارجيان په سل متره کې څوک ځان ته نيژدي نه پريږدي نو چې پر دوي بريد ترسره شي په سل متره کې نيژدي هيڅوک نه وي نو بيا به څنګه هغه خلګ وژل کيږي ؟ دا خو زما او ستا پر سترګو دې مکارې دروغجنې ميډيا د خارو شيندل شروع کړی اوتمامه ورځ د امريکا د ګټو لپاره څرخي ، بيا چې بريد ورباندي ترسره شي ، د دوي قانون دادی چې يوه او بله خوا به ړندې ډزې کوي ، ترڅو خپل انتقام واخلي ، چې اوس دا کړنه داخلي ګوډاګيانو هم ځينی اقتباس کړي .
کوشان : بله موضوع دا ده چې د اسلامي امارت د مجاهيدينو په فتوحاتو کې خو ډيره انساني او نظامي قوه له منځه ځي . د دغو فتوحاتو او تلفاتو مالي مصرف څوګ ورکوي او يا د کومې لارې تامينېږي ؟؟
ننګيالی : مجاهدين اوس کاملا د امريکايانو په نوي اسلحه مجهز دي ، کومه چې ئي په غنيمت کې تر لاسه کړې ، او بل افغانستان هم داسي له اسلحې خالي هيواد نه دی ، د ټولو يرغلګرو اسلحې دلته پاتې ، د ډيرو خولا ککرۍ هم ورسره پاتي دی ، بل په هره سيمه کې سيميېز خلګ ټول د طالبانو ملاتړې دي ، کاملا ئي اکمالوي ، دا خو د امريکايانو خبرې دي چې اولس له طالبانو سره ملاتړ نلري ، نو چې اولس ملاتړ ونکړي ، په پرديو همکاريو خو دا کرزي تر سپوږمو بار ده ولي د يوه طالب مخنيوی نشي کولای .
کوشان : بل دا چې په افغانستان کې تر اتيا ډير اسلامي ګوندونه شته . د اسلامي امارت د مجاهيدينو دريځ د دغو ګوندونو په وړاندې څه دی ؟؟
ايا دغه ګوندونه دې ټول په طالبانو کې منحل شي او يو ګوندي دولتي سيستم دې جوړ شي ، او يا دا ده چې هر چوګ کولی شي د اسلام په نوم ځان ته يو ګوند جوړ کړي تر څو چې خيراتونه وشي ټولولی ؟؟
ننګيالی : د اسلامي امارت په دوران کې دي وليدل چې څو ګوندونه وو او څنګه ګوندونه وو ، اوس به هم هماغسي يو اسلامي امارت وي .
کوشان : څنګه چې په مطبوعاتو کې ويل کېږي ، اسلامي امارت هم بهرني ملاتړي لري او د افغانستان اسلامي دولت هم. نو دلته د اسلامي امارت جګړه د افغانستان د اسلامي دولت سره په کوم اساس ده ؟؟
ځکه اسلامي امارت او د افغانستان اسلامي دولت دواړه مسلمان افغانان دي او دواړه د بهرنيو له خوا حمايه کېږي . نو دلته ولې د افغانستان اسلامي دولت يو ګوډاګی دولت شوو او اسلامي امارت نه ؟؟
ننګيالی : دا خو مي مخکي درته وويل چې مطبوعات دروغ وايی ، يوازي د امريکايانو په خوله خبري کوي ، کنه نو ته قضاوت وکړه ، له راډيو څخه اورو ، طياره وغورزيده په هوا کې اور واخيست خو چاته په کې زيان نه دي رسيدلی ، د ايتلافی قواوو موټر په رموټ بم ويجاړ شو خو څوک په کې نه دي خوږ شوی ، يوازي دري کسه ملکي وګړی چې سل متره ليري روان وو شهيدان شول .
او دوهمه دي ته په خپل ګريوان کې سرښکته کړه ، ځوابولی ئي شي .
لږ خيال کوه ،مسلمان او کافر مه سره مشابه کوه .
کوشان : دا پورتنۍ او ډيرې نورې پوښتنې لا بېځوابه پاتي دي اوخلګ هم په //دو راهي //کې بند پاتې دي او نپوهېږي چې کومې خوا ته لاړ شي . ډيرۍ خو د همدغو د لاسه د حجرت لاره خپله کړه .
ننګيالی : خلګ ښه پوهيږي چې کرزي امريکايان او نور کافران راوستلی ، جهاد ورسره فرض دی ، او کوو به ئي ، ته ومنه دا جنګ والله که يوازي طالبان کوي ، بلکې ډيری ئي اولسي خلګ دي ، هغه ځوانان ؛ چې مخکي ئي روسان زغلولي وو .
کوشان : نو زما په اند خو د افغانستان ولس نه دعمر د اسلامي امارت او نه د کرزي داسلامي دولت همکاران دي . نو دا چې د اسلامي امارت وياند او يا د اسلامي دولت وياند د خپلو فتوحاتو بری د خدای په نصرت او د ولس په همکارۍ کې تعرفوي ، هسې خوشې چټي پروپاګند دی ، ځکه ولس د دوغو دواړو نه پزې ته رسېدلي دي .
او داسې مرکې چې د طالب عبدلعرب له خوا د ملا عرب دوست سره او يا د احمد مزدوريار له خوا د محمود غريب دوست سره کېږي ، بايد په يوه سترګه او نيمايي مغز ولوستل شی .
ننګيالی : دا دي خپل شخصي نظر دی ، داخبره دي په ځوابولو نه ارزي بايد بې ځوابه پاتي شي . [/color:489ed94a82]
16.11.2007
[quote:d6bbdc949f]ننګيالی : سمه ده چې هغسی ده ، خو لږ خيال کوه ،مسلمان او کافر مه سره مشابه کوه . [/quote:d6bbdc949f]
دلته سوال پېدا کیږي چې آیا خلقیان او طالبان له عقیدوي اختلاف پرته نور ګډ اړخونه لکه افغانیت ، انسانیت، خاوره وطن، تاریخ، کلتور او نور ګډ ټکي نه سره لري ؟ او آیا مسلمانان او کافران یو له بل سره بالکل [color=white:d6bbdc949f]بلا تشبه [/color:d6bbdc949f]دي ؟
ننګیالی : خارجیان به په اخير کې [quote:d6bbdc949f] لکه روسان په ټيټوسترګو له دې پاکي خاوري پښي سپکوي او يا به پکي سرونه خوري ، افغانان به پاتي کيږي او د افغانانو د خوښې اسلامي نظام به جوړيږي . [/quote:d6bbdc949f]
پوښتنه : (( د افغانانو د خوښې اسلامي نظام )) نه مو مطلب څه دی، آیا د بهرنیانو له وتلو وروسته له افغان ولس څخه پوښتنه کیږي چې څه ډول اسلامي نظام غواړئ، یو اسلامي دیکتاتور نظام که اسلامي ولسواک نظام غواړئ ؟ یعنې افغانانو ته د انتخاباتو حق ورکول کیږي ؟
آو که آیا د آیران په اندازه حق هم ولس ته نه ورکول کیږي چې لږ تر لږه د حکومت مشر انتخاب کړي ؟
[quote:d6bbdc949f]
کوشان : بل دا چې په افغانستان کې تر اتيا ډير اسلامي ګوندونه شته . د اسلامي امارت د مجاهيدينو دريځ د دغو ګوندونو په وړاندې څه دی ؟؟
ايا دغه ګوندونه دې ټول په طالبانو کې منحل شي او يو ګوندي دولتي سيستم دې جوړ شي ، او يا دا ده چې هر چوګ کولی شي د اسلام په نوم ځان ته يو ګوند جوړ کړي تر څو چې خيراتونه وشي ټولولی ؟؟
ننګيالی : د اسلامي امارت په دوران کې دي وليدل چې څو ګوندونه وو او څنګه ګوندونه وو ، اوس به هم هماغسي يو اسلامي امارت وي . [/quote:d6bbdc949f]
یعنې یواځې ملایان به حکومت کوي او بس، شورا به نه وي، منتخب جمهور ریس به نه وي، منتخب حکومت به نه وي، اپوزیسیون به نه وي، مخالف مطبوعات به نه وي، دهدیرې سوله او آرامي به دوام لري؟
[quote:d6bbdc949f]ننګيالی : ته ومنه دا جنګ والله که يوازي طالبان کوي ، بلکې ډيری ئي اولسي خلګ دي ، هغه ځوانان ؛ چې مخکي ئي روسان زغلولي وو . [/quote:d6bbdc949f]
خو قدرت بیا یواځې طالبان تر لاسه کوي، لکه د روسانو له ځغلولو وروسته چې هم همداسې وشول، له ولسي خلکو څخه چا پږښتنه هم ونکړه او قدرت تنظیمونو ونیو، طالبانو هم همداسې وکړل ولس ته یې دومره حق هم ورنکړ چې خپل استازي وټاکي او په حکومت کې برخه ولري ، آیا همداسې به نه وي؟ آیا د طالبانو ، مجاهدینو اوکمونستانو دریواړو حکومتونه ولسدوښمنه، دیکتاتوری حکومتونه نه وو؟؟؟؟ دیکتاتور رژیمونه خو یواځې د جګړې له پاره له ولس نه کار اخلي، د قدرت په وخت کې یې بیا یرغمل کوي او ځپي یې، خو په واک کې ځای نه ورکوي! آیا همداسې نه وه او همداسې به بیا هم نه وي، که چیرې طالبان بیا په قدرت راشي؟؟؟؟؟؟؟
[color=white:d6bbdc949f]که امریکایان ځمکنی جنګ وبایلي او له خاورې څخه ووځي له هوا څخه به وتلو ته څنګه مجبور شي؟ آیا طالبان به بیا له امریکايي بمونو څخه د ولس شاته پټیږي، ځکه چې دوی له امریکايي بمونو څخه ویریږي او ولس په له دوی څخه ویریږي؟ دا خو نو سر دپآسه سر شو، ولس لاندې دربدر شو، آیا طالبان همدا غواړي؟[/color:d6bbdc949f]