د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په پښتونخواه کښې مذهبی منافرت

Nazar
11.11.2007

د سوچ خبره دا ده چې د مذهب په نوم شر او فساد چې ټوله نړۍ کښې فقط د پښتنو په خاؤره کښې ولې شدت او زور اخلي؟؟ ايا د نړۍ نور مسلمانان د پښتنو نه په عقيده کښې کمزوري دي او که د عقل او شعور خاوندان دي؟
ايا دومره په شدت سره دا احتجاجونه په شرعي او مذهبي لحاظ صحيح دي؟ او ايا مذهب مونږ ته دا اجازت راکوي ـ چې د خپل عقل او پوهې په بنا په يو او بل د کفر فتوې او بيا ورته په خپله د سزا ورکولو د پاره فېصلـــې وکړو؟
دا د نن خبره نه ده بلکې د سوؤنو کالو راسې د پښتنو خاؤره د مذهب په نوم استعمال شوے وه ـ او بې کچه تاوان ئې ورته رسولــے دے ـ د پښتون اولس وروستو پاتې کېدل هم د دغه بې سوده او بې فائدے جنګ و جدل لويه وجه ده ـ
په دې خاؤره کله د پير روښان او اخون دروېزه بابا مبارزې کيږي ـ کله د هندوستان نه راغلي سيد احمد شهيد او شاه اسماعيل شهيد دلته راتلل او د پښتنو جنګيالو لښکرې تيارول دي ـ بيا د باباګانو، پيرانو، او نام نهاده مذهبي ټهېکېدارانو او نا اهله او بې ضميره حاکمانو د لاسه الغاؤ تلغاؤ او مذهبي او ملکي فرقه بندي مېنځ ته راځي ـ او اولس د يو بل خلاف جنګوي ـ
په ټول افغانستان کښې د تېرو درې لسيزو راسې تک سور اُور هم د مذهب په نوم بل دے ـ کله پکښې د امريکې او روس پنجه ازمائي او د هغوئي په اُور کښې زپلـــے ، نتلـــے پښتون اولس لکه د خشاکو سېزل کيږي ـ او کله پکښې د فلاني برانډ اسلامي تحريکونه او د يو بل په ضد مبارزې او جنګ و جدل کول پئيل کيږي ـ
د بده مرغه په قبائيلي سيمو کښې دا اُور نور هم په شدت سره بليږي ـ
دلته که د هندوستان نه مهاجر راغلـــے دے نو هم زمونږ مذهبي پېشوا او د جنت ټهېکېدار ګرځېدلــے دے ـ او که د پنجاب وړوند کوڼ شل ګډ راغلـــے دے، نو هم ددې جاهل قوم مذهبي لارښود جوړ شوے دے ـ
هر يو مذهبي ټهېکېدار د افيميانو، چرسيانو، او پوډريانو يو لښکر جوړ کړے دے ـ او د خوار اولس په زمکو ئې د شر و فساد مرکزونه جوړ کړي دي ـ او په هغې کښې د چرسو او نشو تماشو استعمال کيږي ـ
د بټ خېلې پير ګوډ ملنګ، نرے بابا، بې څي ولي او تور او سپين بابا د جهل تيرې خورې کړي دي ـ او د خلقو په زمکو او جائيدادونو مزے کوي ـ
دغه باباګان کله په اولس کښې د پنج پير او مشرک موحد لښکرے جوړ کړي، او کله د پير او مفتي په شکل کښې خوار اولس د يو بل خلاف استعمالوي ـ د خپل مذمومو او ناوړو مقاصدو د پاره د اهل سنة و جماعت او توحيد و اشاعت فرقې جوړې شوے دي ـ پير صاحب نُور دے، مفتي صېب تنور دے او زۀ ښۀ يم او تۀ بد ئې، دغه الزامونه او د يو بل خلاف د اسلحه بې درېغه استعمال اوس د پښتون وګړي شان او شوکت ګرځېدلــے دے ـ
د افغانستان د ثور انقلاب په نتيجه کښې هر قسم او هر شکل مخلوق په دغه وطن کښې د مهاجر په شکل کښې موجود دے ـ په دې کښې عالمان فاضلان او علمي ادبي شخصيات هم راغلي دي ـ او خلقو ته ئې استفاده هم رسولـــے ده ـ ولې بل طرف ته مذهبي ټهېکدارانو هم لکه د نور کله په شان دغه خاؤره د خپلې مذهبي اجاره دارۍ د پاره استعمال کړه ـ
په باړه کښې د ګوډ ملنګ بټ خېلې پير او سلېمان پنجابي د سوؤنو جريبو زمکو نه پرته د افغانستان نه راغلي يو پير سېف الرحمان هم د تېرو ٢٥ کالو راسې په دې خاؤره يوه عجيبه فرقه ايجاد کړے ده په سؤنو جريبه زمکه او بيا په هغه محلونه جوړول، په محلي خلقو کښې په خپله او زامنو او نمسو ته درې او څلور ودونه کول او يو پُرعېشه ژوند، د ازبکو تاجکو او پښتنو او غېر پښتنو مريدانو په مېنځ کښې لکه د شاهانو تېروي ـ کوم محلي کس يا غريب مُلا ته د هغه په مقابله کښې اودرېدل د سر نه تېرېدل دي ـ
د هغۀ په لوډ سپيکر يو هنګامه خېز درز غوبل او د خلقو ذهني او جسماني صحت د پاره د اذيت او ناقلارۍ يو عذاب مسلسل جاري دے ـ د اُوړي شپو کښې د باړې غريب اولس د کور په انګڼ کښې د دوي د لاسه خوب نۀ شي کولــے ـ ماشومان، ناساپي د خوبه بېداريږي ـ او په ژړا انګولا سر شي ـ د پير صاحب مريدان د خپلو جماعتونو په لوډ سپيکرو کښې د پير صاحب په شان کښې وئېلي شوې قصيدې په خوار اولس اورېدل فرض کړي دي، د پير صېب درشن د پاره خلق د پنجاب او د پاکستان د ګوټ ګوټ نه راځي، او په ليدو ئې داسې عجيبه حرکتونه شروع کړي چې بنده حېران پاتې شي ـ
کله په مانځه کښې د پير صاحب په پښو کښې لوغړيږي ـ او کله عجيبه عجيبه اوازونه اوباسي ـ په توره چرګه تعويز کوي ـ پير صېب تورې چرګې ساتلــي دي ـ يوه يوه چرګه په سوؤنو روپو په تعويز غوښتونکي خرڅه کړي ـ او بيا هغه چرګه بېرته د پير صېب، مرغي خانې ته واپس راشي ـ کاروبار ئې ښۀ په درز روان دے ـ ځکه چې دا داسې کاروبار دے چې انوسټمنټ نه غواړي ـ نه ئې د ورکېدو او ډوبېدو څۀ خطره شته ـ
زۀ حېران په دې يم چې د خلقو د جېبونو او په چندو په پجيرو او لېنډ کروزر کښې ګرځي او د ټولو نه زيات اوچت هم ځان ګڼي ـ

د تېرو دوۀ کالو راسې يو بل مذهبي ټهېکدار سره د غېر قانوني اېف اېم رېډيو چرته د بل وطن نه راغلـــے دے ـ او د قبائيلو په مېنځ کښې ئې د دين او مذهب په نوم جنګ او جدل پئيل کړے دے ـ دغه مفتي صاحب د علاقې مُليانو او بالخصوص د پير صېب د پاره لويه خطره راپېښه کړې ده ـ د مفتي صېب نشريات خاص کر د ښځو او ماشومانو په ذهنونو کښې سريع سرايت وکړو ـ او د پير صېب سپينو ماڼو ته د خطرے الارم وغږېدو ـ پير صېب په مقابله کښې غېر قانوني يو بل اېف اېم رېډيو مخې ته کړو او مخامخ نېغ په نېغه کنځل او بد رد ئې اورول شروع کړل ـ
د پير صېب بالکيانو د پير صېب مخالفينو ته د بې پلاره او بې غېرته او داسې او هغسې پېغورونه شروع کړو ـ خپله دا ترې هېر شول چې د بل ګټې ته څوک لاس نيسي يا په پېسو د الله او رسول نوم د تعويز او دم درود په شکل کښې خرڅوي ـ نو هغه کۀ ملا وي او که پير، څنګه يو غېرتي پښتون يا انسان پاتې کېدے شي ـ
اخر خبره مورچو کلاشنکوفو، راکټ لانچرو او لشکر کشۍ ته راورسېده ـ او د مفتي صېب لښکريانــو د پير صېب په بالکيانو حملې شروع کړې ـ مخامخ او نېغ په نېغه ئې يو بل په لانچرو والوزول ـ څومره کلي وسوزول شول، څومره ښځې کونډې او ماشومان يتيمان شول ـ دا مړي نۀ شهيدان شول او نه ئې په دې دنيا د بچو نوړۍ ته چا غاړه کېښوده ـ سکولونه او مدرسې بند شوې ـ د قوم بې حسه مشرانو دومره قدرې وکړل چې دواړه ئې ايجنسي بدر کړل ـ خو په حقيقت کښې يو هم خپل مرکز نه دے پرېښودلــــــے ـ
حکومت هم که چرته خوار غريب د سلو روپو په غله کښې ونيسي , نو د دفعه څلوښتمے فرنټئر کرائمز

په کېس کښې ئې ٢٥ کاله قېد کړي ـ ولې دغه مذهبي استحصال کوونکو قاتلانو ته هېڅ هم نه شي وئېلــے پکار دا وه چې دواړه ئې پهانسي کړے وے ـ
ځکه چې دواړه د بل وطن نه راغلي دي، او زمونږ په وطن کښې شر او فساد جوړوي ـ او مونږ په خپلو کښې جنګوي ـ د دوئي د لاسه د باړې خلق په اور کښې پراتۀ دي ـ حکومت ته زما دا تجويز دے چې فوراً په دواړو مرکزونو قبضه وکړي ـ او په دغه مرکزونو کښې دې سکولونه، مدرسې او د رفاه عامه مرکزونه جوړ کړي ـ پير صېب او مفتي صېب چې د چا نمائندګي يا اېجنټي کوي ـ هغوئي دې خپل وطڼ ته بوځي ـ د کوټ او کربوغه شريف زمکه او خلق د دوئي زيات ضرورت لري ـ که دغه د رڼا مشالونه د خپل وطن تيارې رڼا کړي ـ نو هم به د خلقو کار وشي، او هم به د دوئي اسلامي، اخلاقي او ملي ذمه واري پوره شي ـ نور دې د باړې او قبائيلي سيمو عوام په خپلو کښې نه جنګوي ـ او دا مذهبي استحصال او فرقه وريت دې فوراً بند کړے شي ـ چې د باړې غريب خلق چرته د ارام ساه واخلي ـ


feroz afridi
09.05.2008

سلامونه
د ټول افغان د فورم مې په اول ځل یو سرسری چکر اواهه.ډیر خوندور معلوماتی مضامین پکښې خوندی دی.

یو عرض کول غواړم چی کوم مضامین دلته کښې ثبت کیږی بائید د ماخذ او د لیکوال نوم ورسره ولیکلئ شی.

په پښتونخوا کښې مذهبی منافرت زما لیکلئ شوئ مضمون دے چه زما په خپل بلاګ او له ویب پاڼۀ دستار پرته په ډیرو ځایونو کښې زما په نوم ثبت او خوندی دے.
لاکن دلته په دغه ویپاڼۀ کښې نظر صیب دا مضمون بے له نومه لیکلې دے ...ما وضاحت ځکه وکړو چه د ماحذ او لیکوال معلامات په ریکارډ پاتې شی.
مننه


salvadordali
10.05.2008

ښاغلی افرېدي

تاسي ته مې تر ښه راغلاست وروسته غوښته چې دومره ووايم چې زه ستاسي وېب پاڼه پېژنم . په ريښتيا هم چې ستاسي وېب پاڼه يو پښتني ، هر اړخيزه او معتدله وېب پاڼه ده . خدای تاسي غوندې پښتنو ته چې د پښتنو په وړاندې ضديت او حساسيت نلري ، دغه او هغه بله دنيا ورپه برخه کړي .

http://www.destaar.com/hujra/index.php


feroz afridi
10.05.2008

ډيره مننه ګرانه وروره

stasi pa dey site key za pa pakhtu leekeney na sham kawalai gani ma sara zawab woo.

mung har wakht da mazhab pa num dhoka shwi yu.
asli musmanan kala ham mazhab da khalko de istehsal de para pa istemal na rawali belka yawa mutadela lara warta pa gutaa kawi.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more