نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانوددولت هغه قاضیان ګواښلي چي داعدام حکمونـ . .
وطندوست
10.11.2007
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=15197
طالبانوددولت هغه قاضیان ګواښلي چي داعدام حکمونـ . .
طالبانو دد ولت هغه قاضیان په سختو ټکو ګواښلي چي د څرخي پله په زندان کي سیاسي بندیانو ته يې د اعدام حکمونه اورولي او یا یې اوروي .
دطالبانو د رهبري شورا یوغړي د نوم ښولو پرته بېنوا ته ویلي چي ددوې عالي شورا د یوې اعلامیې د صادرولو وروسته په دې هکله ځانګړي ګامونه اوچت کړي او په دې لاره کښي به خپلې هراړخيزې هلې ځلې په کاراچوي
نوموړي بېنوا ته وویل هغه قاضیانو او څارنوالانوته به چي په دې دوسیو کښي لاس لري د عبرت داسي سبق ورکړي چي بیا به د کابل په اداره کښي بل څوک په داسي پوستونو کي د کار کولو جرأت ونه کړي اود همدغوکسانو د تثبيتولو او معلو مولو په موخه يې همدا اوس اوس ځانګړي ځواکونه په کابل کښي به کار ګمارلي
نوموړي د دولت قاضیان او څارنوالان په دې تورن کړه چي د امریکا په ځانګړي غوښتنه او د هغوی د خوشحالولو لپاره د مظلومو بندیانو ټول انساني حقوق تر پښو لاندي کوي او هغوئ په شهادت رسوي
هغه د دولت پر عدلیه نظام ږغ وکړ چي د نړیوالو بشري قوانینو لمخي دي د سیاسي بندیانو د اعدامولو څخه لاس واخلي کنه نو ډیر ترخه عواقیب به ولري
نوموړي دا څرګندوني په داسي وخت کښي بېنوا ته وکړې چي یو اوونۍ وړاندي د عدلیې د وزارت چارواکو خبر ورکړ چي د سلو سیاسي بندیانو د اعدامولو دوسیې ئې بشپړه کړي او د لاسلیک لپاره يې د ولسمشر حامد کرزي دفتر ته لیږي
کابل د روژې د مبارکي ماشتي په اخیره اوونۍ کي ۱۶ کسه بندیان د څرخي پله په زندان کي اعدام کړه او یو کس چي تیمور نومیده په مرموز ډل دغه لیست څخه پاته او وتښتید .
د ځینو چارواکو په وینا نوموړي د لوړپوړو چارواکو په لاښونه د اعدامه راګرځول شوی اود هغولخوا په لوی لاس د تښتي زمینه ورته برابره شوې وه