نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اسلامي امارت له وياند قاري محمد يوسف (احمدي) سره د وروستيو فتوحاتو په اړه مرکه
ننګيالی زابل
10.11.2007
[color=yellow:5e1c550210]سوال [/color:5e1c550210]: که د اسلامي امارت د مجاهدينو د فتوحاتو او په ځانګړي ډول د دې وروستيو برياوو په اړه معلومات راکړئ !
[color=brown:5e1c550210]ځواب[/color:5e1c550210] : د الله ج نصرت او د افغانستان د غيور اولس پوره همکاري ده چې د جهاد لړۍ ورځ تر بلې مخ په وړاندي روانه ده او هره ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ کې د دښمن په مرکزونو او کاروانونو بريدونه ترسره کيږي ، مجاهدين ستر ستر فتوحات لاس ته راوړي ؛ تر دې چې په ډيرو ولايتونو کې زياتره ولسوالۍ او پراخې سيمې اوس د مجاهدينو په لاس کې دي ، دښمن له خپل ټول توان سره سره بياهم هغو سيمو ته نشي ورتلای ، په کومو کې چې مجاهدين مسلط دي .
[color=yellow:5e1c550210] سوال[/color:5e1c550210] : محترم قاري صيب ! تاسو د نيول شويو ولسواليو خبره وکړه ، که په لنډ ډول د فتحه شويو ولسواليو نومونه يادکړئ ، هغه کومې ولسوالۍ او په کومو ولايتونو پوري اړه لري ؟
ځواب : د اسلامي امارت مجاهدين په مجموع کې د ټول هيواد په زياتره برخو مسلط دي ، په ځانګړې توګه د يو شمير ولايتونو ځيني ولسوالۍ ، لکه د هيواد په جنوب او جنوب لويديځه حوزه کې د غزنی – اجرستان ، د زابل – خاک افغان او ارغنداب ، د کندهار – غورک او نيش ، د هلمند- موسی کلا ، باغران ،باغنی ، واشير ، خانشين ، دوشي ، د فراه – بکوا ، کلستان او خاک سفيد ، د داي کونډي - کيجران ، د فارياب - بند بالايلدوش او نورې هغه پراخې سيمې چې له بازارونو پرته په کامل ډول له مجاهدينوسره دي او دښمن مطلقا په خپلو مرکزونو کې محاصره دی .
سوال : داچې د اسلامي امارت مجاهدين ورځ تر بلې مخ په وړاندي روان دي او د دنيا ستر نظامي قوتونه ئي چې په افغانستان کې را جمع شوي ، هم مقابله نشي کولای ، ان د مودو مودو لپاره ستر مراکز مجاهدين له ځان سره ساتلی شي ؛ ستاسو په اند د دې لامل څه کيدلای شي ؟
[color=green:5e1c550210]ځواب [/color:5e1c550210]: بايد ووايم د دې عمده لامل د الله ج نصرت او د غيور اولس پوره همکاري ده ، پرته له دې په دې پاکه خاوره هيڅوک هم حاکم نشي پاته کيدلای ، دا چې اوس هرڅه بربنډ شو اونور اشغالګر ياد هغوي تاليڅټي داخلي ګوډاګيان اولس په خپلو دروغجنو وعدو نشي خطا ايستلی، هرڅه ئي په خپلو سترګو وليدل ، شوم اهداف او دروغجنې وعدې ئي له هيچانه دي پټي ؛ نو لهذا اولس کاملا مايوسه شوی ځکه ئی له مجاهدينو سره ورځ په ورځ همکاري زياتيږي او د هغې نتيجه داده چې د فتوحاتو او برياوو دروازه پرانيستی ده .
[color=yellow:5e1c550210]سوال : [/color:5e1c550210]داڅه وجه ده چې ډير ځله مجاهدين د دښمن مرکزونه نيسی او سمدستی ئي بيرته پريږدي ؟
ځواب : مجاهدين د دښمن په مرکزونو بريدونه کوي ، پرسونل ئي وژنی ، وسائل و وسائط ئي له ځان سره وړي اومورچل يا مرکز ته ئي اور ورته کوي ، داچې ولي ئي پريږدي ،ځکه د مرکزونو ساتل مجاهدين مصروفوي ، بل داچې بار بار د دښمن په مرکزونو په بريدونو کې د دښمن تلفات او د مجاهدينو ګټه د هرڅه په پرتله ډيره وي .
سوال : قاري صيب ! په دې وروستيو کې د غزني په ولايت کې د خارجی ځواکونو يو مشر قمندان (جنرال مايکل) د اسلام په مبارک دين مشرف شو ، د ژورنالستانو په وړاندي ئي د شهادت کلمه او د قرآن عظيم الشان څو آياتونه تلاوت کړل ، له خپل دين نه د برأت او د اسلام قبلولو اعلان ئي وکړ ، تاسو د دې خارجی جنرال همدا کړنه څرنګه ارزيابي کوئ ؟
ځواب : اسلام قبلول په خپل ذات کې يو ارزښتناک عمل دی ، هيله ده چې ټول خارجی ملګري ئي دا لاره خپله کړي ، بايد يادونه وکړم چې دا هم د همدې سرښندونکو ځوانانو د سرښندنې برکت دی چې دی ئي د اسلام په قبلولو قانع کړ ، بل د دې پاکې خاورې عادت دادی چې خارجی يرغلګر به پکي سرونه خوري ، يابه تښتي او يابه اسلام قبلوي ، لنډه داچې مسلطه ګذاره څوک نشي پکې کولای .
سوال : داچې همدغه جنرال هم د اشغالګرو په کتار کې زموږ هيواد ته راغلی ، څومره فکر کوئ چې د اسلام مبين دين به ئی له افغانستان څخه پر وتلو قانع کړي ؟ ځواب : دا چې د اسلام مبارک دين چاته د بل چاد ناحقه وژلود يو هيواد د اولس کړولو ، بمباردولو او زورولو اجازه نه ورکوي ؛ نو هيله ده چې نوموړی مسلمان شوی جنرال هم خپل اشغالګر ملګري د اسلام په رڼاکې په دي وپوهوي چې زموږ راتګ افغانستان ته پر افغانستان باندي يو ناروا تجاوز دی ، ځئ چې نور د دې کړيدلي او در په در مظلوم اولس له زورولو لاس په سر شو او خپلو کورونو ته د خپل هوسا ژوند تيرولو لپاره بيرته ستانه شو .
مرکه : زبير (بريال)
درويش
10.11.2007
وروره که دا د بې بسلمانه امارت قوماندان دې بيا وليدو نو دغه پوښتنه هم ځنې وکړه چې څه ځواب يې وايي؟
[color=white:072218165b]معلم صلاح الدين
١٢ / ٤ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-07-03 00:00:00 م
د هېواد تقريباً په ټولو ولايتونو کې د طالبانو لخوا د ښوونځيو د سوځولو، د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو او ګواښلو، د زده کړې څخه د کرکې د ښوولو او د انسان دښمنۍ او علم دښمنۍ لړۍ ښه په درز کې روانه وه چې د اي ايس اي لخوا د يو نوي او پوچ تبليغاتي کمپاين په ترڅ کې د جنورۍ د مياشتې په شلمه نېټه د ملا عبدالحى مطمين په نامه يو تن چې ځان د ترهګرو وياند معرفي کوي رسنيو ته وويل: چې طالبان به د مېلادي کال د مارچ او مي په مياشتو کې د يو مليون ډالرو په لګښت يو تعليمي نظام پېل کړي او "د عملي کار په مهال به په يو مشخص ځاى کې د خبريالانو په وړاندې د يوې خبري غونډې تابيا هم وشي".
د اي ايس اي په لارښوونه د افغانستان د ورانولو لړۍ ته د يو شرعي نوم د ورکولو دا اقدام کومه نوې پېښه نه وه. طالبانو ټول کارونه همداسې کړي دي چې د بېلګې په توګه به دا څو ياد کړو:
(١) طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ښوونځي او د ښوونځيو کتابونه وسوځول او دا يې د شريعت خدمت وباله.
(٢) دوى په وړو وړو غلطيو (چې په اصل کې غلطۍ نه وې خو د طالبانو په خپل شريعت کې هم وړې غلطۍ وې) د خلکو سپکاوى او تهديد د افغانانو درناوى تعبير کړ.
(٣) دوى په بازارونو کې د ښځو راښکلو او وژلو ته د ښځو د اسلامي حقوقو نوم ورکړ.
(٤) دوى د افغانستان لرغوني او تاريخي اثار ويجاړ او پاکستان کې په کباړ خرڅولو ته د افغانستان د حفاظت نوم ورکړ.
(٥) دوى هغو ترهګرو ته چې د نړۍ په يو ګوټ کې يې ځاى نه کېده د ټول افغانستان په ورسپارلو د افغانانانو نوم او پېژندګلو وشرموله او دې ته يې د مېلمستيا او غېرت نوم ورکړ.
(٦) دوى امريکا دې ته اړ کړه چې په افغانستان بريد وکړي او په زرګونو هېوادوال په دې قضيه کې له منځه لاړ شي دې کار ته يې د حکمت نوم ورکړ.
(٧) دوى يو ځل بيا د پاکستان او ايران په وسلو سمبال د جنګ مېدان ته راودانګل او نه يواځې پخپلو ځانمرګيو بريدونو او چاودنو يې بې ګناه خلک ووژل بلکې په غلچکيو او ترهګريزو فعاليتونو کې يې داسې تاکتيکونه خپل کړل چې د ناټو او ايتلاف په لاس د بې ګناه افغانانو عامه وژنه وکړي او دا کار يې د جهاد په نامه مشهور کړ.
(٨) او په اخر کې يې د ښوونځيو، ښوونکيو، زده کوونکيو او کتابونو د سوځولو، له منځه وړلو، وژلو او ګواښلو په بهير کې د تعليمي نظام اعلان وکړ تر څو د افغانستان د بې سواده خلکو سترګې پټې کړي او دا وښيي چې دوى د تعليم او زده کړې خلاف ندي. خو دغه خبره اوس ټولو ته معلومه ده ځکه چې لمر په ګوته نه پټېږي. اما اي ايس اي د داسې تبليغاتو څخه د پښتنو په سيمه کې ښه کار اخلي او تنکي هلکان دې ته چمتو کوي چې راشي او په افغانستان کې ورانکارى وکړي.
ددې هر څه سره سره هم د پنځو مياشتو له تېرېدو باوجود د طالبانو ددغه تعليمي نظام نه خو کوم څرک ولګېد او نه د ژورنالستانو لپاره د خبري غونډې تابيا وشوه، بلکې برعکس په دې موده کې د طالبانو لاسونه تر مټو پورې د افغاني ژورنالستانو په وينو سره شول.
د طالبانو د دغې تعليمي پروژې اصليت هغه مهال په ډاګه شو چې د ترهګرو يو وياند عبدالحق، چې په داکتر حنيف يې شهرت درلود، ونيول شو او هغه ځينې هغه اسناد وښودل چې د تعليمي پروژې خبره د اي ايس اي لخوا جوړه شوې وه او له هماغه ځايه رهبري کېدله.
د داکتر حنيف په وېنا دغه پروژه د اي ايس اي د مشرانو او ملا دادالله ترمنځ د يوې ليدنې پر مهال جوړه شوه او د پښتنو د تېرباسلو او د يو نوي تبليغاتي کمپاين لپاره د دواړو خواوو لخوا لاسليک شوه.
دا خبره په بشپړه توګه سمه او د منلو وړ ده. ځکه چې:
لومړى = ملا دادالله د اي ايس اي سره له ډېر پخوا راهيسې کلکې اړيکې لرلې او په افغانستان کې د دغې ورانکارې شبکې د اهدافو پوره کولو لپاره يې هر ډول اقدام ته ملا تړلې وه. د بې ګناه خلکو حلالول او د هغوى ويديوګان جوړول هم په دې کې شامل وو. د اسيا تايم ورځپاڼې پاکستاني ليکوال سيد سليم شهزاد د روان کال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه (د مطمين لخوا د تعليمي نظام له اعلان څخه دوه مياشتې وروسته) په يو تفصيلي راپور کې وليکل:
"پاکستان له طالبانو سره معاهد وکړه.
کراچۍ: پاکستانۍ ادارې د ملا دادالله په وساطت له طالبانو سره يوه معاهده وکړه چې تر مخه به يې پاکستان د طالبانو سره د کابل په نيولو کې مرسته کوي او طالبان به په جنوبي سيمو کې د پاکستان د مضبوطولو لپاره کار کوي. معاهده کې راغلي چې په يوه پښه ګوډ ملا دادالله به په زابل، ارزګان، کندهار او هلمند کې د پاکستان د يو پياوړي استازي په توګه کار کوي او پاکستان به دوى ته د بلوچستان له لارې وسلې، جنګيالي او نور وسايل ورکوي".
سيد سليم شهزاد وړاندې ليکي: "د پاکستان ستراتيژي حلقې په دې باور دي چې د يو نظامي قوماندان په توګه به ملا دادالله په راروان پسرلي کې په دې وتوانېږي چې د کابل حکومت او ناټو قواوې په کابل پورې راټولې کړي او همدا د پاکستان هدف دى. اسلام اباد هيله لري چې ملا دادالله يو دپلوماتي شخصيت هم دى او چې حکومت ونيسي نو پاکستان پلوه جنګسالاران به له ځان سره پکې شريک کړي". (http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/IC01Df03.html) خو خداى پاک د پاکستان دغه ارمان پوره نکړ او ملا دادالله په کابل کې د پاکستان د استازي د جوړېدو څخه وړاندې خپل انجام ته ورسېد.
دوهم: د داکتر حنيف له نيول کېدو او د ملا دادالله له وژل کېدو سره د طالبانو دغې تعليمي پروژې هم سر وخوړ او ملا مطمين بيا د مطبوعاتو په وړاندې په دې اړه څه ونه ويل. بلکې طالبانو د ښوونځيو سوځولو او د ښوونکو او زده کوونکو وژلو ته لا زور ورکړ.
درېم: داسې څنګه کېداى شي چې کومو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښوونځي وران کړي او د نصاب په کتابونو وريژې پخې کړې دي او اوس هم ښوونځي سوځوي او د ښوونځيو ګلالي ماشومان په توغنديو ولي، دومره اخلاص او غېرت پېدا کړي چې تعليمي نظام جوړ کړي؟ اوس خو د طالبانو لخوا د ښوونځيو د ورانولو، سوځولو او الوځولو "پروژې" پاکستان ته هم خپلې وزرې وغزولې او د پاکستان طالبان خو بيا دومره وحشي ثابت شول چې ان په تبليغيانو يې ځانمرګى بريد وکړ او نېټ کېفيو ته يې ګواښ کړى چې ځانمرګي بريدونه به پرې کېږي.
د يوې خبرې بايد دلته وضاحت وکړم. کله کله ځينې دوستان له ما څخه پوښتنه وکړي چې پاکستان طالبان تربيه او تقويه کوي نو بيا دوى په پاکستان کې ورانى ولې کوي؟
ځوابونه يې دوه دي. لومړى دا چې پاکستان يواځې د پنجاب نوم دى. د لرې پښتونخوا پښتانه د پاکستان په پوځي تشکيلاتو کې د سره شامل ندي، خو دا پښتانه دي چې ځان پکې هيڅ بې هيڅه شاملوي او وايي چې مونږ پاکستانيان يو. کله چې په پېښور، بنو، باجوړ، وزيرستان، مردان، چارسده او يا نورو سيمو کې د ترهګرۍ پېښې کېږي نو د پاکستان پوځ او پنجاب دې ته هم خوشحالېږي او وايي چې پښتانه مو وځپل او افغانستان مو وران کړ. او که اوس هم ځينې دوستان په دې خبره ټينګار کوي چې نه، لره پښتونخوا پاکستان دى او هلته طالبان فعال دي نو زه ورته بيا په ځواب کې وايم: څه چې کرې هغه به رېبې. او يا لکه رحمان بابا چې وايي:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
نو د طالبانو دغه تعليمي نظام يا پروژه د درواغجنو تبليغاتو يوه برخه، د اي ايس اي د اهدافو د بشپړولو يوه ناره او په خپلو تورو او جنايتکاره مخونو باندې د پردې اچولو يوه هڅه وه خو هغه مخونه چې خداى پاک تور پېدا کړي دي په صابون کله سپېنيږي!!!؟ [/color:072218165b]
http://www.tolafghan.com/home/detail/7191
وطندوست
10.11.2007
[quote:c3937c1bb2="درويش"]وروره که دا د بې بسلمانه امارت قوماندان دې بيا وليدو نو دغه پوښتنه هم ځنې وکړه چې څه ځواب يې وايي؟
http://www.tolafghan.com/home/detail/7191[/quote:c3937c1bb2]
درویش جانه:
ته دې ددغه معلم صلاح الدین نه پوښتنه وکړه، چې هغه دچا سره اړیکې لرلې، او دچا په لمڅون يي دنورو ملګرو سره دکې جې بې په خدمت کې په نهایت اخلاص سره ځانونه وګمارل، او وطن يي ټوټې ټوټې کړ.
که ورسره پیژنې نو یو کرت ورته ووایه: چې راسه ا و دټول افغان دټوکو ټکالو په خونه کې د ډټې دځامنو کیسه ولوله، چې مازغه دې ځاي له را سي.
ننګيالی زابل
11.11.2007
http://www.geocities.com/gghhh223/farsi-8-2007.HTML
وَمَا رَمَيتَ إِذ رَمَيتَ وَلکِنّ الله َرَمَى
مختصر حاصلات مجاهدين امارت اسلامي طى ماه اگست سال جارى2007 درنتيجۀ
اداى فريضه الهى (داعيه جهاد برحق) در افغانستان، ( قبرستان هرمتجاوز).
زده كړيال
11.11.2007
ياره دروېش جانه!
معلم صيب صلاح الدين خو اوږده ليكنه كړېده.
ريښتيا دا ما هم څو مياشتې مخكې واورېدل، چې طالبانو د تعليمي پروګرام په هلكه يو داسې اعلان كړى.
خوزه بيا وايم، چې د طالبانو له تعليمي نظام نه تېر، او نه دې پيسې خرڅ كوي،
خو صرف دومره د وكړي، چې دا ښوونځي دې نه ورانوي، معلمين دې نه وژني او دا د زده كوونكو او عامه وګړو ژوند ته د خطر نه متوجه كوي او بس.
نور هيڅ نه ترې غواړو.
منلی
11.11.2007
ننګیال زابل اونورو دوستانو ښی چاری !
زبلی صاحب تاسو چې کومه مبارزه کوی دا نه دافغانستان په ګټه دی اونه داسلام ستاسو دقربانیو ګټه خپله امریکا اوهمسایګانو ته رسیږی او داډیره زړه دردونکی ده چی دهغوی په ګټوو کې دهغه پاکو افغانی ځوانانو(که طالبان وی اوکه افغانی عسکر) پاکه وینه تویږی ،میندی یی پری ژړیږی اوځامن یی یتیمانیږی .
باید زه دا خبره روښانه کړم چې زه دامریکا وحشی عسکرو پلوی نه کووم چې په افغانستان کې دی پاتی وی بلکی که اوس پاتی دی لږ زیات ستاسو دقربانیو وجه ده یعنی دغه یی بهانه ده
اوکه چیری تاسو دسولی فضا خپله کړی اوپه ولسواکی ډول رامنځ ته شی نه دامریکایانو دپاتی کیدو سوال پيداکیږ اونه ددی پاکو ځوانانو د قربانیوضرورت پیښیږی .
ننګيالی زابل
15.11.2007
کوشان : کومه مرکه چې د اسلامي امارت وياند سره تر سره شوې ده ، د کمونستانو د وخت مرکو ته ډير ورته دی چې په هغه کې به احمد مزدويار د محمود غريب دوست نه د غوي د انقلاب د لاس ته راوړنو په هکله پوښتنې کولې .
ننګيالی : سمه ده چې هغسی ده ، خو لږ خيال کوه ،مسلمان او کافر مه سره مشابه کوه .
کوشان : د دې پورتنۍ مرکې پوښتونکی يا خو په خپله طالب دی او يا دا چې ډير ابتدايي ژورناليستيکي پوهه لري او يا هم دا چې ځوابونه او پوښتنې مخکې د مخه جوړې شوې وې . دا په دې معنا چې پوتنۍ مرکه يوه تبليغي مرکه ده .
ځکه که ستاسو پام شوی وي نو په لمړۍ پوښتنه کې د طالبانو په ځای د اسلامي امارت د مجاهيدينو اصطلاح کارول شوې ده .
نو اوس تاسي راته ووايي چې کوم داخلی او يا بهرنی ژورناليست طالبان د اسلامي امارت د مجاهيدينو په نوم يادوي ، غير له دې چې د راديو شريعت ژورناليست وي ؟؟
ننګيالی : دا خبره دي هم سمه ده ، مرکه د اسلامي امارت له ويب پاڼې نه را اخيستل شوي ، ملامت په دې يم چې لينک مي نه وو ورسره را کاپي کړی .
کوشان : او بيا د اسلامي امارت فتوحات څه معنا لري او چا ليدلي ؟؟
ايا د اسلامي امارت مجاهيدينو //طالبانو // پښتونستان ګټلی او يا دا چې پنجده او خراسان يې ګټلی چې د خپلو فتوحاتو لست وړاندې کوي .
ننګيالی : داسلامي امارت فتوحات په دې معنی چې له خارجي کافرو يرغلګرو او د هغوي له مزدورانو نه ئي زياتره سيمي په خپل کنټرول کې راوستلی دی ، اسلامي نظام ئی پلی کړی ان شاء الله ورو ورو به دا لړۍ همداسي روانه وي او په اخير کې به لکه روسان په ټيټوسترګو له دې پاکي خاوري پښي سپکوي او يا به پکي سرونه خوري ، افغانان به پاتي کيږي او د افغانانو د خوښې اسلامي نظام به جوړيږي .
کوشان : او يا دا ده چې دوۍ د اعرابو او د هغوۍ د سياسي او اقتصادي ګټو د پاره خپل هيواد فتح کړی دی ؟؟
که چېرې دوۍ د اعرابو د پاره دغه فتوحات نکوي، نو د افغاني هويت په هکله د دوۍ دريځ څه دی ؟؟
ايا دوۍ به د افغانستان اسلامي جمهوريت نه د افغانستان جمهوريت جوړ کړي اويا دا ده چې دوۍ به په افغانستان کې يو عربي امارت جوړکړي ؟؟
ننګيالی : عربي امارت نه بلکه اسلامي امارت . کوشانيه ياره ! دا عرب خو دي هسي په دروغو په طالبانو پسي تړلي دی چرته او کوم عرب طالبانو خپل هيواد ته را غوښتی ده ؟ دا خو ها د روسانو په وخت کې راغلی او د هغه وخت پاتي شوني وو ، بل دا چې کوم هغه کار دي چې په افغانستان کې طالبانو ستاسو په اند د عربو په فرمايش تر سره کړی ، او يا دي عرب لکه دا اوس يرغلګر کفار د يو افغان کور ته په اجازه يا پرته له اجازې ورغلي وي ، بيا عرب خو مسلمانان دي که د مسلمانانو ملک ته ورشي نو کومه ګناه ؟ د افغانستان د مستعمره کولو په موخه خو به نه وي راغلی ، يرغلګر دې ته وايي لکه نن چې ئي د افغانستان سړکونه اجاره کړی ، کله چې د دوي کاروان تيريږي هيڅ يو افغان د دي حق نه لري چې حرکت وکړي ، هغه که سرکاري وي او که عام وګړی ټول بايد ځای پر ځای ولاړ وي کنه نو خارجيان ډزې ورباندي کوي او د ځان له وهمه ئي وژني .
کوشان : بل دا چې د طالبانو دريځ د افغانانو د کلتور او د هغوۍ د کلتوري موسسو په وړاندې څه دی ؟؟
څنګه چې پښتو موزيک ، پښتو سندرې او د پښتنو اتڼ د خدای له خوا بېهوده شيان ګڼل شوي او پيغمبر ويلي چې دغه شيان نفاق منځته راولي . نو دلته د اسلامي امارت د مجاهيدينو دريځ د پښتو موزيک ، پښتو سندرې او د پښتنو د اتڼ په هکله څه دی ؟؟
ننګيالی : څه چې خداي ج او د هغه رسول محمد ص منع کړي دي مطلق مردود دي
واقعي پښتانه واقعا مسلمانان دي او مسلمان هغه چاته ويل کيږي چې کلتور ، رسم او رواج ئي د خداي ج او د هغه د رسول ص له امره مخالف نه وي ، ميوزيک ، سندري ، ډانسونه دا نه د پښتنو کلتور دي او نه ئي پښتانه خپل کلتور ګڼي ، پښتانه ټول د اسلامی نظام په چوکاټ کې ژوند کول غواړي .
کوشان : د شمشاد ، خيبر او د افغانستان نور دولتي او غير دولتي تلويزيوني کانالو نه چې ځنې يې د افغاني کلتور هنداره ده ، د اسلامي امارت د مجاهيدينو له خوا به ورسره څنګه چلند وشي ؟؟
ننګيالی : بنديږي به او يا به د اسلامي اصولو سره سم خپلو خپرونو ته ادامه ورکوي .
کوشان : موخه دا ده چې اسلامي امارت خو په نظامي برخه کې ډير فتوحات کړي نو په دغه فتح شويو سيمو کې پښتني کلتور کوم حالت ته رسول شوی دی او د دې کلتور د له منځه وړلو د پاره کوم تدابير نيول شوي دي ؟؟
ننګيالی : د ناروا کارونو ځاي روا نيولی .
کوشان : په فتح شويو سيمو کې د نهه کلنو انجوڼو او پيغلو حقوقي حالت څه ډول ارزيابي کوۍ؟؟
په فتح شويو سيمو کې څومره ښوونځي ، وړکتونونه ، روغتونونه او د بيا رغاونې موسسې په کار بوخت دي ؟؟
ننګيالی : هغه مؤسسات چې غواړي د افغانانو د مرستي په نوم امريکايانو ته معلوماتونه اويا د افغانستان له غرونو او سمو نه لعل و جواهر را ټول کړي په هغو سيمو کې هيڅ د اوسيدو اجازه نلري ، واقعا مرسته کوونکې مؤسسات تر اوسه پوري افغانستان ته نه دي راغلی ، که راشي نو بيابه هغه وخت خبري پري کوو، کنه نو همدې مؤسساتو ته خو يوڅو ورځې وړاندي د طالبانو وياند رسمي بلنه ورکړه او د همکارۍ ژمنه ئي ورسره وکړه ، که دي له بی بی سی څخه د عبدالصمد روحاني په راپور کي اوريدلی وي ، پاتي شوه د ښوونځيو خبره څه وخت وړاندي طالبانو په خپله يوه اعلاميه کې دا څرګنده کړه چې موږ به ښوونځۍ جوړې کړو او هغوي ته به درسي کتابونه اونصاب تعليمي تيار کړو ، خو د کرزي صيب خارجی بادارانو داسي په کلکه رد کړه او کلکه ژمنه ئي وکړه چې دا مکتبونه به موږ خامخا بمباردوو ځکه دلته ماشومان يوازي او يوازي د اسلامي اصولو پر بناء زده کړي ترسره کوي ، او موږ غواړو چې افغانان داسي وروزل شي چې له فراغت سره سم ئي يوازي او يوازي دا ارمان وي چې بس اروپا ته د تلو ارمان مي پوره شوی واي .
لکه نن چې کرزي صيب په خپلو څرګندونو کې د همدې ارمان په اړه خپله مايوسي هم څرګنده کړه چې که دا ځل په تيښته شوو نو په کلاب ، تهران او کويټه به مو اوسيدا ته څوک نه پريږدي .
کوشان : د اسلامي امارت د مجاهيدينو په فتوحاتو او ځان مرګي بريدونو کې چې کوم بېګناه خلګ وژل کېږي ، د دوۍ کورنيو ته په څه ډول د خسارې جبران کېږي ؟؟
ننګيالی : د يو انسان مرګ نشي جبيره کيدای ، دا خو اوس کرزی صيب او باداران ئي له دي نوي موډ سره راڅرګند شول چې خلګ وژنی او بيا يو لک افغانۍ ورکوي ، طالبان تر ډيره حده کوشش کوي چې ملکي وګړي تلفات ونه ويني ، خصوصا په فدايی بريدونو کې ، که راسره ومني يا دي له بله چا هم اوريدلي وي چې خارجيان په سل متره کې څوک ځان ته نيژدي نه پريږدي نو چې پر دوي بريد ترسره شي په سل متره کې نيژدي هيڅوک نه وي نو بيا به څنګه هغه خلګ وژل کيږي ؟ دا خو زما او ستا پر سترګو دې مکارې دروغجنې ميډيا د خارو شيندل شروع کړی اوتمامه ورځ د امريکا د ګټو لپاره څرخي ، بيا چې بريد ورباندي ترسره شي ، د دوي قانون دادی چې يوه او بله خوا به ړندې ډزې کوي ، ترڅو خپل انتقام واخلي ، چې اوس دا کړنه داخلي ګوډاګيانو هم ځينی اقتباس کړي .
کوشان : بله موضوع دا ده چې د اسلامي امارت د مجاهيدينو په فتوحاتو کې خو ډيره انساني او نظامي قوه له منځه ځي . د دغو فتوحاتو او تلفاتو مالي مصرف څوګ ورکوي او يا د کومې لارې تامينېږي ؟؟
ننګيالی : مجاهدين اوس کاملا د امريکايانو په نوي اسلحه مجهز دي ، کومه چې ئي په غنيمت کې تر لاسه کړې ، او بل افغانستان هم داسي له اسلحې خالي هيواد نه دی ، د ټولو يرغلګرو اسلحې دلته پاتې ، د ډيرو خولا ککرۍ هم ورسره پاتي دی ، بل په هره سيمه کې سيميېز خلګ ټول د طالبانو ملاتړې دي ، کاملا ئي اکمالوي ، دا خو د امريکايانو خبرې دي چې اولس له طالبانو سره ملاتړ نلري ، نو چې اولس ملاتړ ونکړي ، په پرديو همکاريو خو دا کرزي تر سپوږمو بار ده ولي د يوه طالب مخنيوی نشي کولای .
کوشان : بل دا چې په افغانستان کې تر اتيا ډير اسلامي ګوندونه شته . د اسلامي امارت د مجاهيدينو دريځ د دغو ګوندونو په وړاندې څه دی ؟؟
ايا دغه ګوندونه دې ټول په طالبانو کې منحل شي او يو ګوندي دولتي سيستم دې جوړ شي ، او يا دا ده چې هر چوګ کولی شي د اسلام په نوم ځان ته يو ګوند جوړ کړي تر څو چې خيراتونه وشي ټولولی ؟؟
ننګيالی : د اسلامي امارت په دوران کې دي وليدل چې څو ګوندونه وو او څنګه ګوندونه وو ، اوس به هم هماغسي يو اسلامي امارت وي .
کوشان : څنګه چې په مطبوعاتو کې ويل کېږي ، اسلامي امارت هم بهرني ملاتړي لري او د افغانستان اسلامي دولت هم. نو دلته د اسلامي امارت جګړه د افغانستان د اسلامي دولت سره په کوم اساس ده ؟؟
ځکه اسلامي امارت او د افغانستان اسلامي دولت دواړه مسلمان افغانان دي او دواړه د بهرنيو له خوا حمايه کېږي . نو دلته ولې د افغانستان اسلامي دولت يو ګوډاګی دولت شوو او اسلامي امارت نه ؟؟
ننګيالی : دا خو مي مخکي درته وويل چې مطبوعات دروغ وايی ، يوازي د امريکايانو په خوله خبري کوي ، کنه نو ته قضاوت وکړه ، له راډيو څخه اورو ، طياره وغورزيده په هوا کې اور واخيست خو چاته په کې زيان نه دي رسيدلی ، د ايتلافی قواوو موټر په رموټ بم ويجاړ شو خو څوک په کې نه دي خوږ شوی ، يوازي دري کسه ملکي وګړی چې سل متره ليري روان وو شهيدان شول .
او دوهمه دي ته په خپل ګريوان کې سرښکته کړه ، ځوابولی ئي شي .
لږ خيال کوه ،مسلمان او کافر مه سره مشابه کوه .
کوشان : دا پورتنۍ او ډيرې نورې پوښتنې لا بېځوابه پاتي دي اوخلګ هم په //دو راهي //کې بند پاتې دي او نپوهېږي چې کومې خوا ته لاړ شي . ډيرۍ خو د همدغو د لاسه د حجرت لاره خپله کړه .
ننګيالی : خلګ ښه پوهيږي چې کرزي امريکايان او نور کافران راوستلی ، جهاد ورسره فرض دی ، او کوو به ئي ، ته ومنه دا جنګ والله که يوازي طالبان کوي ، بلکې ډيری ئي اولسي خلګ دي ، هغه ځوانان ؛ چې مخکي ئي روسان زغلولي وو .
کوشان : نو زما په اند خو د افغانستان ولس نه دعمر د اسلامي امارت او نه د کرزي داسلامي دولت همکاران دي . نو دا چې د اسلامي امارت وياند او يا د اسلامي دولت وياند د خپلو فتوحاتو بری د خدای په نصرت او د ولس په همکارۍ کې تعرفوي ، هسې خوشې چټي پروپاګند دی ، ځکه ولس د دوغو دواړو نه پزې ته رسېدلي دي .
او داسې مرکې چې د طالب عبدلعرب له خوا د ملا عرب دوست سره او يا د احمد مزدوريار له خوا د محمود غريب دوست سره کېږي ، بايد په يوه سترګه او نيمايي مغز ولوستل شی .
ننګيالی : دا دي خپل شخصي نظر دی ، داخبره دي په ځوابولو نه ارزي بايد بې ځوابه پاتي شي .
Bahram
17.11.2007
دا كوم كسان چي اسلامي امارت غواري لارشي متحده امارات او يا عربستان ته. هماغلته ستون شي و د افغانستان نوم هم وانخلي. كه تاسوته د عربانو غ...ن ښوښ دي نو پښتو پريږدي او افغانستان خلك د خپل مرداره و نادرسته اسلام په نوم مه پريشانوي.
زده كړيال
17.11.2007
زابلي جانه دغه احمدي ته ووايه چي زما هم يوه واوري
زه هم يوه پوښتنه تري كوم، بايد ووايم چي لومړى مي په طالبانو زړه بد وو، د امريكايانو او خارجيانو كلك دښمن وم، له طالبانو سره نه وم او نه يم، خو د خارجيانو ليدل مي نه شو زغملاى.
خو اوس په ډاګه درته وايم، چي داسي څوك پيژنم، چي له امريكايانو څخه طالبانو ته مرستي رسوي
د عامه وګړو په منځ كي د بمونو چول هم زه نه بلكي ډير خلك خفه كړي دي
د ځينو علماوو، ښوونكو او مشرانو وژل هم د با رحمه مجاهد كار وي، كيداي كوم جرم به پري وي، خو داسي وچ پر وچه حلالول او بيا يي سي ديان په پيښور او كوټه كي خرڅول د ډيرو عامه وګړو زړونه بد كړي دي
موږ چي د خپل ولايت اړونده د طالب په نامه خلكو ته ګورو چي، ټول چرسيان، بچه بازان، غله، بي آبرو او بي عزته را پاڅيدلي، دغه تهديدوه او هغه تهديدوه د امارت اسلامي د دي او ددي څانګي او هغه څانګي مسئول ځان ورته معرفي كوه، نو موږ ټول په يوه خوله وايو، چي ملا عمره كه تاسي په دغو خلكو اسلام ګټي نو خداي د هيڅ كله برى نه دركوي.
د سيمي خلك او مشران طالبانو ته وايي چي ګورئ تاسي نيغ په نيغه په امريكايانو حملي وكړئ، موږ درسره يو، دغه مركز او ولسوالي چي ولئ دا خو د همدي ملت مال دي، سبا به تاسي په كي اوسيږئ، دوى وايي، نه هسي چي حكومت په تنګ شي، خلك وايي، چي تاسي خارجيان پتنګ كړئ، خو د هغو نران بيا نه دي.
د همدغه غلو، او بي وجدانه طالبانو له لاسه چي ستا تر بيرغ لاندي ځانونه بولي، ددوى له لاسه نه محصل په امن دى، نه زده كوونكى او ښوونكي د امن احساس كولاى شي، هغه حكومتي چارواكي خو پرېږده، د پټو معاملو د شركتونو او موسسو له كارمندانو څخه چي په پټه پيسي اخلي هغه خو پرېږده، چي څوك د څه ويلو حق نلري.
ستاسي مجاهدين وايي هر حكومتي كس بايد مردار شي، ځكه دوى د خارجيانو لپاره سپر دي
خو دوى سپر وژني او په امريكايان سري سترګي ګرځي. بچيان مو نه دي چي ورنږدي شي.
نو يوسف خان احمدي او ملا صاحب
كه ريښتيا ځانونه مجاهدين بولئ او ځان د امارت اسلامي ځواك بولئ،
نو دغه ملت مه ځوروئ، ښوونځي او معلمين مه وژني او كه دا كار تاسي نه كوئ، نو علنا يو سياست مو څرګند كړئ او دغه غله او شوكماران مه پرېږدئ، چي با عزته او با آبرو خلك د طالب په نامه يا ووژني او يا وځوروي،
كه تاسي واياست چي خير دى خپل صف به وروسته تصفيه كړو نو دا مو غټه اشتباه ده له يوي خوا به ملت درنه خفه وي او له بلي خوا به دغه غله لا پياوړي شي.
يو ځل بيا وايو چي كه ټول طالبان داسي وي لكه زموږ د سيمي نو يا الله ته خو طالبان له امريكايانو څخه مخكي ورك كړي، خداي پاك د دا ملت د جهالت له دي ګوډيانو څخه خلاص كړي.
دا څه حالت دي، چي غل را پاڅيزي او با عزته او دينداره كس د اسلام په نامه وژني.
17.11.2007
[quote:0ffa91549a]ننګيالی : سمه ده چې هغسی ده ، خو لږ خيال کوه ،مسلمان او کافر مه سره مشابه کوه . [/quote:0ffa91549a]
دلته سوال پېدا کیږي چې آیا خلقیان او طالبان له عقیدوي اختلاف پرته نور ګډ اړخونه لکه افغانیت ، انسانیت، خاوره وطن، تاریخ، کلتور او نور ګډ ټکي نه سره لري ؟ او آیا مسلمانان او کافران یو له بل سره بالکل [color=white:0ffa91549a]بلا تشبه [/color:0ffa91549a]دي ؟
ننګیالی : خارجیان به په اخير کې [quote:0ffa91549a] لکه روسان په ټيټوسترګو له دې پاکي خاوري پښي سپکوي او يا به پکي سرونه خوري ، افغانان به پاتي کيږي او د افغانانو د خوښې اسلامي نظام به جوړيږي . [/quote:0ffa91549a]
پوښتنه : (( د افغانانو د خوښې اسلامي نظام )) نه مو مطلب څه دی، آیا د بهرنیانو له وتلو وروسته له افغان ولس څخه پوښتنه کیږي چې څه ډول اسلامي نظام غواړئ، یو اسلامي دیکتاتور نظام که اسلامي ولسواک نظام غواړئ ؟ یعنې افغانانو ته د انتخاباتو حق ورکول کیږي ؟
آو که آیا د آیران په اندازه حق هم ولس ته نه ورکول کیږي چې لږ تر لږه د حکومت مشر انتخاب کړي ؟
[quote:0ffa91549a]
کوشان : بل دا چې په افغانستان کې تر اتيا ډير اسلامي ګوندونه شته . د اسلامي امارت د مجاهيدينو دريځ د دغو ګوندونو په وړاندې څه دی ؟؟
ايا دغه ګوندونه دې ټول په طالبانو کې منحل شي او يو ګوندي دولتي سيستم دې جوړ شي ، او يا دا ده چې هر چوګ کولی شي د اسلام په نوم ځان ته يو ګوند جوړ کړي تر څو چې خيراتونه وشي ټولولی ؟؟
ننګيالی : د اسلامي امارت په دوران کې دي وليدل چې څو ګوندونه وو او څنګه ګوندونه وو ، اوس به هم هماغسي يو اسلامي امارت وي . [/quote:0ffa91549a]
یعنې یواځې ملایان به حکومت کوي او بس، شورا به نه وي، منتخب جمهور ریس به نه وي، منتخب حکومت به نه وي، اپوزیسیون به نه وي، مخالف مطبوعات به نه وي، دهدیرې سوله او آرامي به دوام لري؟
[quote:0ffa91549a]ننګيالی : ته ومنه دا جنګ والله که يوازي طالبان کوي ، بلکې ډيری ئي اولسي خلګ دي ، هغه ځوانان ؛ چې مخکي ئي روسان زغلولي وو . [/quote:0ffa91549a]
خو قدرت بیا یواځې طالبان تر لاسه کوي، لکه د روسانو له ځغلولو وروسته چې هم همداسې وشول، له ولسي خلکو څخه چا پږښتنه هم ونکړه او قدرت تنظیمونو ونیو، طالبانو هم همداسې وکړل ولس ته یې دومره حق هم ورنکړ چې خپل استازي وټاکي او په حکومت کې برخه ولري ، آیا همداسې به نه وي؟ آیا د طالبانو ، مجاهدینو اوکمونستانو دریواړو حکومتونه ولسدوښمنه، دیکتاتوری حکومتونه نه وو؟؟؟؟ دیکتاتور رژیمونه خو یواځې د جګړې له پاره له ولس نه کار اخلي، د قدرت په وخت کې یې بیا یرغمل کوي او ځپي یې، خو په واک کې ځای نه ورکوي! آیا همداسې نه وه او همداسې به بیا هم نه وي، که چیرې طالبان بیا په قدرت راشي؟؟؟؟؟؟؟
[color=white:0ffa91549a]که امریکایان ځمکنی جنګ وبایلي او له خاورې څخه ووځي له هوا څخه به وتلو ته څنګه مجبور شي؟ آیا طالبان به بیا له امریکايي بمونو څخه د ولس شاته پټیږي، ځکه چې دوی له امریکايي بمونو څخه ویریږي او ولس په له دوی څخه ویریږي؟ دا خو نو سر دپآسه سر شو، ولس لاندې دربدر شو، آیا طالبان همدا غواړي؟[/color:0ffa91549a]