د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مسلمان شوي امريکايي قمندان د طالبانو له لوري ورليږل شوې تحفه قبوله کړه
ننګيالی زابل
09.11.2007
د امريکا د فوځ هغه قمندان چې د لړم د مياشتې په لسمه نيټه مسلمان شوى دى، د طالبانو ورليږل شوې تحفه قبوله کړه.
وړمه ورځ د غزني په ولايت کې د افغانستان د اسلامي امارت نظامي قمندان مولوي محمداسماعيل (مسلم) د امريکايي عسکرو د مسلمان شوي قمندان ته يو عدد جاينمار، لونګۍ، افغاني کالي او يو دانه قرآن کريم په تحفه کې ليږلى وو.
تيره ورځ نوموړي قمندان تورن (کورن مائير مائيکل) چې اوسنى نوم يې عبدالواحد دى له محلي راديو سره په خپله مرکه کې وويل چې د مجاهدينو له لوري ورليږل شوې تحفه قبولوي او د قدر سترکه ورته ګوري.
نوموړي زياته کړه: نن پس مجاهدينو ته د خپلو وروڼو په سترګه ګورم ځکه د اسلام له نظره مسلمانان ټول سره وروڼه دي.