د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د څرخي پله بند د بنديانو په هکله د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شورى اعلاميه

ننګيالی زابل
09.11.2007

د کابل ادارې قاضيان دې خپلو عواقبو ته ځير او امريکايي پريکړې دي نه پلې کوي.

په دې ورستيوکې داسې معلومات مونږترلاسه کړي چې امريکايان غواړي زمونږيوشميرنورافغان مجاهدطالبان دڅرخي پله په زندان کې په شهادت ورسوي اودهمدې صليبي موخي دترسره کيدولپاره يې دکابل له اجيرې ادارې اوپه ځانګړي ډول ددغې ادارې ذيربطه قاضيانو،څارندوالانواواړونده امنيتي مسولينو او چارواکو سره اړيکي نيولي اوهغوى ته يې حکم جاري کړى ترڅويو لړ نوراسير مظلوم طالبان شهيدان او په اعدام ورسوي.

دافغانستان اسلامي امارت په څرګندو ټکو کې دغو قاضيانو او مربوطه چارواکو ته وايي چې مونږ به ارومرو او پرته له استثنا هغوکسانو ته چې داسيرانو داعدام په دوسيواومراحلوکې يې ونډه لرلي اوهڅې پکې کړي وي، داسې له عبرته ډکه سزاورکړو چې بياهيچري څوک داجيري ادارې دغې دندې ترسره کولوته زړه ښه نکړي اود همدغوکسانو د تثبيتولو او معلو مولو په موخه اسلامي امارت خپلې هراړخيزې هلې ځلې په کاراچولي دي

په پاى کې مونږ يوځل بياوايو: چې دامريکايانو د څو ورځود خوشالولو لپاره دې افغانان خپل ځانونه دهغوى دمخې سپر اود هغوى دلاس الې نګرزوي ځکه يرغلګرې بهرنى قواوې که نن وي اوکه سبادلوى خداى ( ج) په فضل اونصرت به خامخاد مجاهدينو په توره اوميړانه زمونږله خاورې او هيواده په ټيټو سترګو وزي اوتاريخي شکست به مني، خو هغه چاچې ورسره مرسته اوهمدردي لرلي وي اوخپلې قضاوې او پريکړې يې د هغوى په اختيارکې ورکړي او يايې د يرغلګرواودشيطان په خوښه قضاوت کړي وي هغوى به بياپه کوموسترګوافغان ولس اومسلمان ملت ته ګوري اوپه کومودلايلو به ځانونه د اسلامي شريعت له محکمې او چنګاله خلاصوي، نوځکه بايددوى خپلوعواقبوته ځير اود خپل ځان اونورو متعلقينو ژوندپه خطرکې ونه غورځوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more