نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان او پښتانه
م ن غروال
18.11.2003
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، [color=green:c59b2a8e2c]دلوی خدای په نامه [/color:c59b2a8e2c] ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
د حيرانتيا خبره خو دلته وه چه پاکستان په کومه زړه خواخوږي له پښتنو سره سياسي واک ته د رسېدو لپاره خپلې نظامي او اقتصادي مرستې پيل کړې٠ په پاکستان کي پښتانه دي چه د هغه هېواد خورا ارزښتناکه ستراژيکه سيمه ډکوي٠ د هغوئ خپلواکۍ پاڅون د پاکستان ورکېدل دي٠ پښتانه د اسلام د سپيڅلې نامې ﻻندې راټول او خپلو شومو ارمانونو تر پوره کولو يې د خپلو بادارنو په هدايت او هراړخيزو مرستو په مټ د توپک خولو ته ورمخکې کړل٠ حتی چه په يوه ورځ ١٥٠٠٠ تنکي په اسلام مين ځلمي د شهادت جام وڅښه٠ تر هغه چه په افغانستان کی د جهاد او اسلام نامه په نړېواله کچه بد نامه شو٠ او دا د اسلامي اتلانو ټاټوبۍ يې د نړېوال ترهګرۍ ډګر وګرځاوه٠ چه پايله يې لسګونه زره پښتانه د B 52 قرباني شول٠
پاکستان به خامخا خپله خاوره د هند د نظامي يرغل او سيالۍ په وړاندې ساتي او دا يوازې د صوبه سرحد پښتنو سيمه ده چه د پاکستان روح او ژوند بلل کېدای شي٠ پښتانه دي چه پاکستان له هند سره په سيالۍ کی هم ماتوۍ شي او هم ساتۍ٠ چيرته چه د پښتنو وطنپال شخصيت وؤ او ددوئ ﻻس ته ورغۍ سر يې ترې غوڅ او يا يې هم له هېواده پردي کړل٠ د طالبانو ټولې اقتصادي او نظامي او سياسي مرستې چه د پاکستان په ملا تړلې وې، د مرګ په شپو کی يې ور پر مخ وروتاړه٠ او د طالبو جنګيالانو تسليمول يې متحده اياﻻتو ته خپله اسلامي دنده او ملي مسئوليت وباله٠
د دغو غميزو لړۍ ﻻ نده خلاصه شوې٠ اوس چه هېواد د سولې او بيا رغونې او د بيا يوه قانوني حکومت جوړلو په لور مخه کړې ده، بيا له هرې موقع څخه په استفادې سره د پښتنو په سيمو کی د اوبو خړولو څخه ډډه نه کوي تر څو له يوې خوا سيمه د فقر او بدبختۍ لمن کي وساتي او له بلې خوا د ترهګرو په نوم د لر پښتنو په سر خپلې سياسي منګولې ټينګې کړي چه د ترهګرۍ په نوم په کافي اندازه له غربي نړۍ څخه پيسي تر ﻻسه کړي٠ د پښتنو سيمو کی چه مهاجر کډو ال بهرنيو عاجلو مرستو ته اړتيا لري د هغوئ په وژلو يې بريد کړئ دی چه همدا اوس له اکثره پښتنو سيمو د ملګروملتنو د کډوالو مرستندويې ادارې کابل ته راستنې شويدي يا يې هم خپلې چارې درولي دي٠ پښتانه دي چه پښتونستان غواړي او د پاکستان ملا ماتوي نو پاکستان به ولې خپل ټټر د پښتنو په تباهۍ نه سړه وي٠ دا چېرته دده پېرزو ده چه افغان ولس بيا په پښو ودريږي او د ژوند ساه واخلي٠ دا تيري به د افغان وطنپال تاريخ ليکونکي په تورو پاڼو او پښتنو په وينو سره رنګ وليکي٠ که ورځ يې سبحانه تعالی د خپل د حق نوم په برکت راوسته، دهر پښتون شهيد بچي انتقام به انشأالله تعالی ورڅخه واخيستل شي٠
[color=blue:c59b2a8e2c]نصر من الله و فتح قريب [/color:c59b2a8e2c]٠ اﻻيۀ
محمد نادر غروال