د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ۱۳۸۶ کال دلړمې دمیاشتې په ۱۵ بغلان کې دزړه بوږنوونکې چاودنې په اړه بې طرفانه قضاوت

و.افغان
07.11.2007

د ۱۳۸۶ کال دلړمې دمیاشتې په ۱۵ بغلان کې دزړه بوږنوونکې چاودنې په اړه بې طرفانه قضاوت

محترمو و رونو: پرون ورځ چې کومه چاودنه رامینځ ته شوه، ډیره بوږنوونکې او زړه دردوونکې حادثه وه، چې ډیر بې ګناه خلک په کې قربانې شول.
تر اوسه په دې کې اختلاف دې، چې دا چاودنه وه، که ځان وژونکې حمله وه، او که راکټونه ویشتل شوي دي؟
د صحنې دلیدونکو دخولې حال دې، چې دغه حادثه له لیرې څخه :کنټرول والا بم وو، ځینې وايي، چې راکټونه ویشتل شوي دي.
خبره داده ورونو چه:
ډیر کله دځانمـــرګــې بریدونو په ترځ کې دطالبانو دمخالفینو ترڅنګ نور ولس هم قربان شوې، بیګناه خلک هم وژل شوي دي، طالبانو همیش د بیګناه خلکو په وژنې دتأسف ښکاره کولو سره دپيښو پړه په غاړه اخیستي ده، او منلې يي ده، کله خو يي دا هم ویلي دي، چې مونږ مخکې نه خلکو ته ويلي، چې دبهرني قواتو څخه ځان لیري وساتي، او یا يي ویلي دي: چې دځانمــــرګــــې برید څخه وروسته پاتې ژوندې بهرني عسکر د خپلو توپونو خولې په عامه خلکو رااړوي، او بیا وايي: چې دوي ځانمـــــرګې برید له مینځه وړي دي،
او ډیر کرته دا ثابته شوې هم ده، یو مثال دننګرهار دغني خیلو دولسوالۍ پيښه ده، چې امریکایانو دځانمـــــــــــــــــــرګې برید څخه وروسته عام وګړي وویشتل.

خبره داده: چې ددې اوسنۍ پیښې پړه طالبانو نه ده اخیستې، بلکه رد کړې، همدرانګه حزب اسلامي دغه پیښه غندلې.
طالبانو زیاته کړې: چې هغوي هیڅکله دغسې پيښه کې لاس نه لري، او دا دحکومت داخل کې دهغوي خپلمنځینۍ مشکل دې.

نو محترمو ورونو: ستاسې څه فکر چې ددې حملې شاته دچا لاس دې،
آیا ممکنه نه ده، چې ددې حملې تر شا دنظاریانو لاس وي؟
خو څوک غږ نه شي کولاي، اګر که تحقیقات ثابت هم کړي چې دغه کار یو ځانمــــــــــــرګي برید نه بلکه یوه چاونه وه،
تاسې څه فکر کوۍ، لکه څنګه چې حاجي عبد القدیر په رڼا ورځ دخپل وزارت مخکې غلبیل غلبیل شو، او تر اوسه دتحقیقاتو د نتیجې هیڅ څرک ونه لګید.
دغه رنګ کار به اوس هم وشي.
او که ممکنه دا ده، چې دا کار دګاونډې هیواد داوسنې حالت لومړنۍ تحفه ده، چې ځما په نظر دغه امکان په دوهمه درجه کې مینځ ته راځي.

په جنايي او حقوقي برخه کې یوه قاعده ده چې وايي: دمجرم دمعلومولو یوه لاره داده، چې دجرم په اړه فکر وشي چې د چا په ګټه تمامیږي، او قوي امکان دا وي، چې څوک دیوه جرم څخه اولنۍ مستفید وي، هماغه کس په جرم قوي لاس لري، او تر شا يي ولاړ وي،

آیا ممکنه نه ده چې نظاریان چې دوستم ورسره هم ملګرې دې، دغه رنګ کارونه چې سلسله يي مخکې شروع شوې، ددې لپاره کوي، چې دکرزي اداره وویروي، او کومه ویره چې دخپلې آینده په اړه لري، ختمه کړي، او دواک کومې برخې چې دهغوي له لاسه تللي، او یا روانې دي، راټینګې کړي.

نو که تحقیقات دا ثابته کړي، چې حکومت کې داخلې کړۍ په دې حادثه کې ښکیل دي، نو آیا څوک به جرأت وکولاي شي، چې خبره بهر ته راښکاره کړي، او که دحاجي عبد القدیر دمرګ دحادثې غوندې پرې سترګې پټې شي.؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ستاسو دبې طرفانه قضاوت کولو ته سترګې په لار.


Re: د ۱۳۸۶ کال دلړمې دمیاشتې په ۱۵ بغلان کې دزړه بوږنوونکې چاودنې په اړه بې طرفانه قضاوت

و.افغان
07.11.2007

[color=white:a65d483bdf]محترمو ورونو!
دا حادثه په لاندنیو دلایلو ځانمـــــــرګې برید کیداي نشي.[/color:a65d483bdf]

لومړۍ دلیل: دا حادثه دټول افغانستان په کچه لومړنۍ حادثه ده،چې دومره قربانیان يي له ځانه سره رامینځ ته کړ، او لویه برخه يي بیګناه خلک دي. (موخه مې دولس عام وګړې دي چې دسیاست په الف با نه پوهیږي، او نه يي پیژني).

دوهم دلیل: سره له دې په جنوب، جنوب غرب، شرق، جنوب شرق کې، دطالبانو ډیر زور دې، هیڅکله داسې حادثه نه ده را مینځ ته شوې، او بغلان نسبت نورو ټولو منطقو ته یو ډیر آرام ولایت شمیرل کیږي.

دریم دلیل: کوم ځانمـــــرګې بریدونه چې شوي دي، او دهغوي په اړه مو خبر اوریدلې دې، ټول اتفاقي بریدونه دي، په دی معنی چې ګزمه روانه وي، او ناڅاپی پرې له یوې خوا برید وشي، مګر دا اوسنۍ حادثه داسې وخت کې رامینځ ته کیږي، چې دډیر شمیر پولیسو له خوا مخکې له مخکې پوره امنیت نیول شوي، او بیا حادثه رامینځ ته کیږي.

څلورم دلیل: دتیرو کلونو په اوږدو چې څومره ځانمــــرګي بریدونه رامینځ ته شوي دي، ددغه ټولو بریدونو قربانیان دیوه کس نه نیولې تر لسو شاوخوا کې وي، یا ترې لږ اړولې وي، مګر داسې ځانـــــمرګي برید چې له ۱۶۰ څخه زیات قربانیان ولري، هیڅکله نه دې رامینځ ته شوې،اګر که دامنيي قوماندانۍ څو کرته ددې هڅه وکړه، چې دمړو او زخمیانو تعداد کم وښيي، خو په صحنه کې حاضرو بچ شویو وکیلانو خبر ورکړ، چې زیات شمیر خلک وژل شوي.

پنځم دلیل: هغه ځانمــــرګې برید کوونکې چې دومره ډیر چاودونکې توکې له ځانه سره دپيښې صحنې یا میدان ته انتقالوي، کوم چې دومره ډیر قربانیان ولري، ایا معقوله ده یا ممکنه ده چې دومره زیات پولیس چې مخکې له مخکې څخه يي امنیت نیولې وي، دغه رنګ سړې دسترګو لاندې رانه ولي، او هڅه يي ورله شنډه نه کړي.

شپږم دلیل: دافغانستان دآزادۍ دورځې دلمانځنۍ پر مهال په ټولو ولایتونو کې جشنونه شوي وو، چې ټولو کې يي ددولتي چارواکو تر څنګ عامو وګړو او ماشومانو هم اشتراک درلود، ولې دغه رنګې حادثې هغه وخت رخ ونه نیو.
په کنړ کې چې یوه نا آرامه سیمه ده، خلکو ددولتې چارواکو سره دغه ورځ ولمانځله،
او په پوره اطمئنان سرته ورسـیـدلــه، دکنړ هغه وکیل چې ډیر بی ضرره انسان وو او صاحب الرحمان نومیږي، هلته ونه وژل شو، خو په دغې اوسنۍ پیښه کې يي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

اووم دلیل: څنګه چې دکرزي اوسنۍ دوره په ختمیدو ده، او یوه نوې دوره رامینځ ته کیدونکې ده، نو ډیر امکان لري چې دغه رنګ حادثه خپله په دولت کې دځینو خلکو له خوا ددې لپاره ترتیب شوې وه، چې مخکې له مخکې نورو ته دمیدان پریښودو لپاره تهدید ورکړي، او میدان یواځې همدوي بیخي تش پاته شي.
لکه څنګه چې دطالبانو له ماتې وروسته دیوه څه وخت لپاره میدان همدغو خلکو ته بیخي تش پاته وو، او اوس هم ډیر سلنه په لاس کې لري، خو بیا هم غواړي:
میم زر ما ټوله زما.

اتم دلیل: په قربان شوو کسانو کې دنظاریانو کوم مهم شخص نظر ته نه راځي، خو تر څنګ يي مصطفی کاظمې تر سترګو کیږي، کوم خلک چې خپل مینځ کې پخوانۍ دشمنۍ په زړونو کې لري، او ددواړو طرفونو له خوا دکابل په زرګونو بیګناه خلک شهیدان شوي، خو اوس دامریکا دزور له برکته په یوه خیمه کې راټول دي، خو بیا هم کله کله چې دیو بل ستونې ته دلاس رسیدلو توان پیدا کړي، نو یو بل خفه کوي.
ځکه دغه خلک یواځې او یواځې په چوکۍ او پیسه ایمان لري، او له دې څیزونو ما وراء ورته هیڅ څیز مطرح نه دې، نه ملت پيژنې، نه ملي ګټې، نه وطن، نه ارضي تمامیت، او نه دین.

الله جل جلاله دافغانانو په حالت ورحمیږي.


pattang
07.11.2007

Re: Afghan blast kills 28, 5 were lawmakers
Reply #7 - Yesterday at 3:06pm
پارلمان افغانستان روز سه شنبه 15 عقرب (آبان) به همراه شماری دیگر از اعضای این پارلمان و دهها تن دیگر در یک انفجار مرگبار در ولایت بغلان کشته شد.
آقای کاظمی، در سالهای اخیر یکی از چهره های مطرح سیاسی در افغانستان بود. او در سال 1338 خورشیدی در منطقه لونج ولایت پروان زاده شد.
او در سالهای جوانی، کابل را ترک کرد و به صف مخالفان دولت کمونیستی آن وقت پیوست و عضو سپاه پاسداران انقلاب اسلامی افغانستان به رهبری محمد اکبری شد.
در آن سالها، مصطفی کاظمی بیشتر در ایران به سر می برد.
حزب وحدت در سال 1368 خورشیدی، زمانی که احزاب هشت گانه شیعه مذهب افغانی که عمدتا در ایران تشکیل شده بودند، دست به تشکیل حزب وحدت اسلامی زدند، مصطفی کاظمی عضویت شورای مرکزی این حزب را به دست آورد.
در سالهایی که حزب وحدت به رهبری عبدالعلی مزاری درگیر جنگ با دولت مجاهدین به رهبری برهان الدین ربانی بود، این حزب دچار انشعاب شد و آقای کاظمی در انشعاب درون حزبی از محمد اکبری حمایت کرد.
ائتلاف با ربانی و مسعود او به همراه حزب وحدت اسلامی - شاخه اکبری، به ائتلاف دولت آقای ربانی پیوست و عضو شورای موسوم به شورای عالی رهبری دولت شد.
همکاری و حمایت آقای کاظمی از فرمانده احمدشاه مسعود در آن ائتلاف ادامه یافت و او یک بار حمله مشترکی را علیه نیروهای حزب وحدت شاخه خلیلی به منظور تصرف بامیان سازمان داد.
مصطفی کاظمی در کنار فرمانده مسعود باقی ماند و عضو جبهه متحد ملی دفاع از افغانستان شد که بعد به ائتلاف شمال شهرت یافت.
دوران وزارت پس سقوط طالبان، آقای کاظمی از طرف ائتلاف شمال به جلسه رهبران و نمایندگان گروههای مختلف افغانی در شهر بن آلمان رفت و یکی از امضا کنندگان موافقت نامه بن شد.
آقای کاظمی رییس کمیته اقتصادی پارلمان و سخنگوی جبهه ملی بود
از همین طریق و در جلسه بن، آقای کاظمی عهده دار وزارت تجارت شد و در کابینه های دولت موقت و انتقالی افغانستان در این سمت باقی ماند.
حضور در پارلمان سید مصطفی کاظمی، در نخستین انتخابات پارلمان افغانستان، از کابل در رقابت های انتخاباتی شرکت کرد و به عنوان نماینده پایتخت به پارلمان افغانستان راه یافت.
او خیلی زود یکی از نمایندگان مطرح در پارلمان شد و ریاست کمیته اقتصادی مجلس نمایندگان و همچنین ریاست گروه پارلمانی موسوم به گروه استقلال را به عهده گرفت.
نزدیکان آقای کاظمی می گویند او در سالهای جهاد (جنگ علیه حضور شوروی در افغانستان) در ایران تحصیلاتش را در یک دانشگاه نیمه خصوصی ادامه داده و در سالهای اخیر نیز مشغول آموزش از راه دور در دانشگاه ایرانی "پیام نور" بوده است.
جبهه متحد ملی آخرین اقدام سیاسی مصطفی کاظمی، شرکت در تشکیل جبهه متحد ملی افغانستان بود که در آن رهبران احزاب مجاهدین و همچنین افرادی از احزاب کمونیستی پیشین حضور دارند.
آقای کاظمی رییس کمیته سیاسی و سخنگوی این جبهه بود.
از آقای کاظمی سه پسر و سه دختر باقی مانده است


و.افغان
07.11.2007

http://ghorzang.af/index.php?option=com_content&task=view&id=1474&Itemid=45

ګمان کېږي چې د بغلان چاودنه ځانمرګى بريد نه ؤ
سرتور
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د لړم ۱۶ - مه
پلخمرى

په دغې چاودنې کې د ملي متحدې جبهې وياند او دولسي جرګې د اقتصادي کميسيون رئيس مصطفى کاظمي او ددې جرګې پنځه نور غړي هر يو دهلمند وکيل انجنير عبدالمتين ، دتخار وکيل صبغت الله ذکي ، د کونړ وکيل صاحب رحمان ، د کندوز وکيل نازک مير سرفراز او د کابل وکيل محمد عارف ظريف وژل شوي دي. د بغلان روغتون چارواکو ويلې چې په دې بريد کې دننګرهار و کيل سيد هاشم فولاد او د بغلان وکيله شکريه عيسى خېل هم ټپيان شوي دي .

په ټپيانو کې د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ د وزارت مرستيال غلام مصطفى جواد هم شامل دى .

دغه بريد د لړم په ١٥مه، د مازيګر د څلورو بجو او پنځلس دقيقو پر مهال ترسره شو ، چې دولسي جرګې يو شمېر استازي ، دولتي او سيمه ييز چارواکي دقند فابريکې ته دننوتو په حال کې وو.

ويل کيږي چې په دې بريد کې له ١٤٠ تنو څخه زيات کسان وژل شوي او يا ټپيان شوي دي، چې ډېرى يې د بغلان د صنعتي لېسې زده کوونکي و کوم چې د راغليو ميلمنو ته د هر کلي لپاره ولاړ و. [color=white:d1f29b1502]د عيني شاهدانو له خولې ويل کېږي چې زيات مرګ ژوبله هغه وخت رامنځته شوه چې له لومړۍ چاودنې وروسته د وکيلانو ساتونکو په خلکو د خپلو ټوپکو خولې را واړولې او په ډزو يې پيل وکړ. [/color:d1f29b1502]

دولسي جرګې داقتصادي کميسيون دغه پلاوى ، دهېواد د شمال ختيځ زون داقتصادي وضعې دڅېړلو په نيت ، په يوه درې ورځني سفر د سوداګرۍ او صنايعو د خونو په همکارۍ او د المان دتخنيکي همکاريو دمؤسسې (GTZ) په مرسته بغلان ته تللى و .

د ځينو په وينا نوموړى ځانمرګى بريد و خو بيا يو شمېر نور وايي چې دغه ځانمرګى بريد نه و او له وړاندې چاودېدونکي مواد هلته ځاى پر ځاى شوي و. لا تراوسه د دغه بريد مسؤوليت چا په غاړه ندى اخيستى. طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه چاودنه غندلې ده.
پاى

شاته


و.افغان
07.11.2007

http://ghorzang.af/index.php?option=com_content&task=view&id=1478&Itemid=45

ملي ټلواله: دبغلان سيمه ايزه چارواکو بې غورې کړې
ع . ن
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د لړم ۱۶ - مه
ملې ټلوالې امنيتي ځواکونه تورن کړل چې د ولسي جرګې د اقتصادي کمسيون د پلاوي د امنيت په ساتنه کې يې بې غورې کړي ده.د ملې ټلوالې مشر برهان الدين رباني او د دغې ټلوالې غړو نن په کابل کې ديويې غونډې په ترڅ کې د بغلان د خونړۍ پيښې دهراړخيزه څيړنې غوښتونکي شول.

برهان الدين رباني وويل،ځينې جدي پوښتنې موجودي دي چې بايد هغو ته ځواب پيدا شي. دنوموړي په وينا، دپيښې پرمهال د يوشمير سيمه ايزه دولتي چارواکو نه موجوديت، له پلاوي سره په سفر کې د ساتونکو دشمير کموالى او له چاودنې وروسته په پلاوي د ټوپک ډزى هغه پوښتنې دي چې بايد هغو ته ځواب پيدا شي. [color=white:2e71388591]ملي ټلوالې وويل چې يواځې د ولسي جرګې د اقتصادي کمسيون د مشر سيدمصطفي کاظمي په ټټر دپنځو مرميو نښې ليدل شوي دي. ملي ټلوالې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې ژرترژره د بغلان سيمه ايزه چارواکې له دندو ګوښه کړي، ترڅو دښو څيړنو له پاره لار هواره شي. [/color:2e71388591]


pattang
09.11.2007

که دبغلان واقعه ته په ريڼو سترګو وګرو نو وينو چې کرزی او دهغه حکومت
اخرينې سلګۍ وهي او پر دې حاکم ندي چې امنيت ټينګ کړې ٠
دکرزي دولت له ازغيو ډک دی چې يو بل پرې زخمي کيږي او داکارونه به
نور هم داسې دوام ولري ٠
دا پردې مانا چې نه ګوډاګی دولت او نه صليبي اشغالګر ددې طاقت لري چې
په افغانستان کې سوله ټينګه کړي .
هرچېرې چې عدالت نوي اولس پورته کېږي ٠



11.11.2007

د بغلان پیښه یوه زړه بوګنونکې پیښه ده چې یواځې وحشي ، خاین جنایتکاراو
شیطاني عناصر یې تر سره کولای شي . په تیره بیا د ۵۶ شاګردانو وژل د جنایت انتها ده چې هیڅکله بخښل کیدلی نشي . مونږ د هغوی والدینو ته له الله تعالی څخه دزړه صبر او ستر اجرونه غواړو او په اړونده ځان وژونکي برید کونکي او د هغه په لار ښودونکو نفرین وایو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more