نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نورو پاڼو په خبرو نو او ليکنو،تبصرې او د زړه تڼاکې :
pattang
05.11.2007
ګرانو لو ستونکوتاسوکولی شۍ چې ددې فوروم تر عنوان لاندې هغه ليکنې او
خبرونه چې تاسې يې لازم بولۍ له ټول افغان اونورو پاڼو څخه راټول کړی او خپل
نظر دلته پرې وليکۍ ٠
افغان ملي او اكاډيميك شخصیت کابل ته راورسید
pattang
05.11.2007
له بېنوا څخه :
افغان ملي او اكاډيميك شخصیت کابل ته راورسید
د افغانستان ملی او علمی شخصیت اود کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علی احمد جلالی نن له غرمې مخکې کابل ته راورسید .
د جلالی د هرکلی لپاره نن سهار د کابل نړیوال هوایی ډګر ته د مرکز اوهېواد له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمیر شخصیتونو ، د ملی اردو او ملی پولیسو لوړ رتبه جنرالانو او منسوبینو اود ټولنیزو سازمانونو استازوځانونه رسولی وو ، او د اوږدو لیکو په جوړولو سره یې د نوموړی تود هرکلی وکړ .
ده د خبری رسنیو له یو شمیر استازو سره څه ونه ویل مګر نوموړی په داسې مهال
کې خپل وطن ته رارسیږی چې د هېواد اوسنی حالات د پخوا په پرتله ډیر ترینګلی شوی او افغان ولس خپلو ملی شخصیتونو ته سترګې په لار دی تر څو په خپلو ملی او نړیوالو هڅو سره دغه کرکیچ ته د حل لارې چارې و مومی .
ویل کیږی چې جلالی به له افغان ولس مشر حامد کرزی او یو شمیر نورو دولتی او غیر دولتی شخصیتونو سره لیده کاته وکړی او زیار باسی تر څو د خبرو اترو او مشورو له لارې خپل ولس او هیواد ته د خدمت جوګه شی .
[color=darkred:1ad9feca40]دغې دروغجنې مداريګيرۍ او دومره بي ځايه پورته پورته اچولو په هکله تاسو څه فکر کوۍ٠ ??
جلالي صيب خوله کرزي زيات ونازول شه ، اياعلت ئي دادی چې له امريکا
څخه دوهم ځل لپاره بيا را استول شوی دی?? [/color:1ad9feca40]
sabawoon azadkhial
06.11.2007
ښاغلي پتنګ صيب!
زه خو فکرکوم او هم ستاله ليکنو داسې ښکاري چې ستا له پاره په ټول افغانستان کې يواځينی شخصيت ملاعمر دی اوبس. تاته خونور ټول علمي اوسيا سي شخصيتونه ګوډاګيان ښکاري اويوازې ملاعمردخپلوملګرواوپتنګ صیب سره دهيواد اصلي بچيان دي. داسې نه ده؟؟؟
زده كړيال
06.11.2007
استادانو سلامونه!
۱- وايي په بازار كي ښه، نيك اوغوره دكاندار او هټيوال هغه دى چي له خلكو سره چل ول ونكړي او سمه سودا په سهي بيه خلكو ته وړاندې كړي.
۲- دا مثال مي ځكه ذكر كړ، چې مشتري هغه باتقوا دكاندار څه كوي، چې معامله او سودا يې سمه نه وي.
په افغانستان كې هم خلكو ته هغه سړى غوره، ښه او ګران دى، چې خدمت ورته وكړي.
خلك ولي ټول د دواد خانه ستاينه كوي؟ ځكه هغه په ريښتيا د افغان ولس او هيواد ابادولو ته مټې را بډ وهلي وې
نو
اوس راځم د احمد جلالي خبري ته، د جلالي خلك ځكه ستاينه كوي چي د نورو سياستوالو پرتله د افغان اوپښتون ولس لپاره ښه وو.
نو له همدي ځايه زه وايم، چې احمد جلالي تر ډيرو رهبرانو، مشرانو، وزيرانو غوره او ښه سياستوال وو.
راتګ يې هم ښه دى او كار يي هم.
pattang
06.11.2007
[quote:da7d201f6d]۲- دا مثال مي ځكه ذكر كړ، چې مشتري هغه باتقوا دكاندار څه كوي، چې معامله او سودا يې سمه نه وي.
په افغانستان كې هم خلكو ته هغه سړى غوره، ښه او ګران دى، چې خدمت ورته وكړي. [/quote:da7d201f6d]
هو دا خبره دې پر ځای دی خو په سياسي او ملي مسائلو کې بايد دکاندار مزدور
او اجنټ نوي ٠ جلالي له ټولو وروسته وفادار شاګرددی ،وروسته به نور هم راځي
اوهغوی به څوک وي (???) .
pattang
06.11.2007
ځای دې نامالومه خپل فکرونه دې ازاد
-------------------------------- توره شپه کې بندي پاته سباؤ ن دې کړي فرياد٠
[color=darkblue:93c787c5d5]دادی زما او ستا ګډ هدف چې ته ئي هر وخت ليکې :[/color:93c787c5d5]
[color=brown:93c787c5d5]دجنګ سالارانو دمحاکمې په هیله!![/color:93c787c5d5]
[quote:93c787c5d5="sabawoon azadkhial"]ښاغلي پتنګ صيب!
زه خو فکرکوم او هم ستاله ليکنو داسې ښکاري چې ستا له پاره په ټول افغانستان کې يواځينی شخصيت ملاعمر دی اوبس. تاته خونور ټول علمي اوسيا سي شخصيتونه ګوډاګيان ښکاري اويوازې ملاعمردخپلوملګرواوپتنګ صیب سره دهيواد اصلي بچيان دي. داسې نه ده؟؟؟[/quote:93c787c5d5]
رښتینی
06.11.2007
دبغلان دنن ورځي دپيښي په اړه دبينوا ويب پاڼه ليكي :
[color=darkred:b84d30a614]د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د نن ورځي په ګڼه کي د افغاني مامورينو له قوله وايي د بغلان د ولايت په يوې ځانمرګي حملې کي د څو تنو ماشومانو او د پارلمان د څو غړو په شمول ٢٦ تنه وژل سوي او ګڼ نور ټپي سوي دي. په وژل سويو کسانو کي د تجارت پخوانى وزير، سيد مصطفى کاظمي، او د پارلمان څلور تنه غړي شامل دي. عيني شاهدان وايي انتحاري بم چونکي په سپينه ورځ د بورې د فابريکې مخته د پارلمان پر يوې ډلي استازو باندي ځان ور برابر کړ او سخته تباهي يې را مينځته کړه.کاظمي د شمال د ايتلاف يو مشهور غړى وو او د ملي جبهي وياند هم وو.
د طالبانو وياند ددې حملې مسوليت رد کړى دى. [/color:b84d30a614]
او ټول افغان ليكي :
[color=white:b84d30a614]که څه هم د بغلان ولايت امنيه قوماندان پېښه ځان مرګی بريد بللی خو د پېښې په ځای کې شتو خلکو دا ځان مرګی بريد نه بلکې د ریموټ کنټرول بم او يا هم راکټي بريد ګڼلی. دبي بي سي پښتو ویب پاڼې له مخې د ولسي جرگې يوه غړي عبد المجيد د پېښې پرمهال د پېښې په ځای کې وويل چې دا له ليرې د يوه کنترولېدونکي بم چاودنه وه. ده زياته کړه چې په چاودنه کې گڼ شمېر ماشومان هم وژل شوي دي. بل خوا يو وکيل چې د نوم له ښودلو یې ډده کړې،رسنيوو ته ويلي چې پېښه د راکټي بريد له امله رامنځته شوې[/color:b84d30a614].
دوي چي دپيښي د لامل له مالومولو مخكي دپيښي لامل
ځان وژونكي بريد وښيي موخه يي داوي چي دا بريد طالبانو كړي دي
خو طالبانو دا خبر رد كړي او حزب اسلامي خو لاغندلي هم دي نو اوس
داسي مالوميږي چي كړكيچ دكاله په منځ كي ده او دكاله مشر ته به نو
انتظار كوو ؟
او پوښتنه داده چي ددي پيښي عاملين به معلوم كړاي شي
او كه د حج د وزير عبد الرحمن او حاجي قدير د وژنو دپيښو
له سرنوشت سره به مخامخ شي ؟؟؟
pattang
06.11.2007
[quote:243fd79279]دوي چي دپيښي د لامل له مالومولو مخكي دپيښي لامل
ځان وژونكي بريد وښيي موخه يي داوي چي دا بريد طالبانو كړي دي
خو طالبانو دا خبر رد كړي او حزب اسلامي خو لاغندلي هم دي نو اوس
داسي مالوميږي چي كړكيچ دكاله په منځ كي ده او دكاله مشر ته به نو
انتظار كوو ؟ [/quote:243fd79279]
داټول د cia پلا نونه دي که دا کار واقعي طالبنو نوي کړی نو دا مالوميږي چې
ددولت قدرت صفر دی خوشې پېسې له نورو خوري او ملت غولوي او هم
cia به اوس يو بل وفاداره شاګرد راولي ! خوداټول شيان ئي په درد نخوري
د( اولس زور دخدای زور دی - داخبره دترکي منم خو هغه هم له بلچا ځخه
اخيستې وه )
زده كړيال
07.11.2007
زه په خپله هم د پتنګ له نظر سره همغږى يم. په افغانستان كي دا ټوله لوبه سي آى اې او امريكا روانه كړېده.
ډېرې داسې بېلګې هم ليدل شوې، چې امريكايانو ملي اردو ته ماين اېښى دى.
ډېرې داسې بېلګې ليدل شوې، چې امريكايانو د طالبانو په نامه خلكو سره مرسته كړي ده،
دا خو والله كه دروغ وايم چې په اروزګان كي د امريكايانو له اډي څخه د طالبانو اډي ته هره ورځ يو ټانكر تېل وړل كېدل، او دا دي تيلو لېږد د شپږ كسيزه ډلې په لاس كي وو، چي اوس د هغو خلكو ماموريت پوره شوى دى. نور د الله په دغه ملك رحم وكړي
pattang
07.11.2007
[quote:a7394061b5]نو دا خو ټولو ته مالومه ده چې امريکايانو په افغانستان کې ځان ته غلط متحدين انتخاب کړي دي او اوس په دې پوهـ شوي دي او غواړي چې د پر نفوذو متحدينو ترخيصونه لاسليک کړي .
هغه خلګو چې افغانانو ته يې د مړي نڅاګانې ، ميخ په سر ټکول ، ښځې په کانتېنرونو کې بنديکول او يا د د ښارونو بمبارول او يا د اقوامو په منځ کې نفاق اچول او داسې نور ،وښودل .
هغوۍ د افغانانو دښمنان دي او د دوۍ سره اتحاد د افغان ولس سره دښمني ده [/quote:a7394061b5].
ما شا الله داخو چې نيشه نه ئي ښې خبرې ليکې ، خدای پاک دې نور هم دنېکو
کارونو قدرت درکړي ،خوشاله اوسې او په نېکه لاره برابر شې ٠
pattang
08.11.2007
بش پر مشرف باندي فشار نور هم زيات کړ
د پاکستان جمهورريس ته د متحده ايالاتو جمهوريس د چهارشنبې په ورځ په تيلفون کي روک وويل: هغه مجبوره دى چي اعلان سوى اضطراري حالت بېرته لغوه کړي، انتخابات پر ټاکلي وخت پيل کړي، او د پوځ مشري خوشي کړي. نيويارک ټايمز د نن ورځ په ګڼه کي ليکي: ښاغلي بش وروسته وويل: هغه ته زما پيغام دا وو چي موږ په انتخاباتو باور لرو، هغه بايد ژر تر ژره انتخابات وکړي، او هغه نسي کولاي چي په عين زمان کي هم جمهورريس وي او هم د اردو مشر وي.
ورځپاڼه زياتوي چي جنرال مشرف په جواب ويلي دي چي دا يو موقتي حالت دى او هغه د انتخاباتو د کولو نيت لري. امريکايي او پاکستاني چارواکي وايي د جنرال مشرف او مېرمن بوتو د استازو تر مينځ خبري رواني دي.
د نيويارک ټايمز اخبار ليکي: غربي دپلوماتان وايي د مشرف فيصلې د پاکستان د پوځ اعتبار او ورحيې ته صدمه رسولې ده، او همدا اوس د پاکستاني افسرانو په مينځ کي مخالفت موجود دى. [color=brown:9661ef669c] بلخوا، غربي مامورين د جنرال اشفق کياني په باب خبري کوي، او هغه د جنرال مشرف احتمالي وارث بولي. د بش د ادارې يو مامور وايې: هغه موږ پېژنو، د هغه سره معامله کېداي سي، او هغه د القاعده سخت د دښمن دى. [/color:9661ef669c]
Masood/Taleban
pattang
08.11.2007
Masood/Taleban
طوقتي گروه طالبان ظهور کردند، احمدشاه مسعود هرچند آگاه بود که اين گروه وابسته به پاکستان است، و آن کشور مي خواهد حزب اسلامي حکمتيار را توسط آنها تعويض نمايد، ولي مانند همه ناظرين ديگر عواقب کار را پيش بيني درست نتوانست و هرگز بدين باور نبود که طالبان روزي بسي خطرناکتر از حکمتيار در برابرش قد علم نمايند. بنابرين طالبان را يک گروه نامنسجم، نا آگاه به مسايل سياسي نظامي محاسبه نمود و کمک به آنها را در برابر گلبدين حکمتيار ترجيح داد که در اثر همين کمک هاي نظامي ومالي، طالبان به سرعت از سپين بولدک تا حومهي شهر کابل رسيدند
و روي همين باور بود که خود با دو محافظ در ميدان شهر در داخل قرارگاه طالبان رفت و پيشنهادات آنها را در باب تأمين صلح و تطبيق قوانين شرعي پذيرفت
http://www.youtube.com/watch?v=KoP8bMZaSHk&NR=1
pattang
08.11.2007
http://www.youtube.com/watch?v=KoP8bMZaSHk&NR=1
تبصره :
وروڼو دغه ويديو وګورۍ چې دکرزي ددولت جنګي جنايتکاره غړی څومره دروغ
وايې او خاص هغه ځواب ته ئي متوجه شۍ چې له ده څخه پوښتنه کيږي چې دجنګ پيسې مسود ته چاورکولې?? ٠
ډوکتر څپاند
09.11.2007
محترمو دوستانو
هيله ده چه دښاغلي علي احمد جلالي ژوند ليک په لنډ ډول په ليکه شی٠
زما په يادښت نوموړی دحفيظ الله امين په دوران کی ددفاع په وزارت کي د
ستر درستیز د دفتر ريس او د قدرت لرونکی خلقی افسر وه٠
دوهم ځل می واوريده چه دی دامريکي غږ راديو ريس ا په دريم خيز کي دداخلي
وزیر شو.نو هيله ده چه نور دوستان د هغه داکادميک او سياسی ژوند په هکله
رڼاواچوی٠
په درناوی
Lotfollah
09.11.2007
Fared Besada خانه څوک چې د نورو بیګرافی پسې دومره ګرځي بایدخلک هغه هم وپېژني. تاسې چې غلئ غلئ د لیرې آسترلیا نه کله د اتمر او اوس د جلالی بیوګرافی غواړﺉ، ضرور ده چې د مخه باید اتمر او جلالی ته ځان معرفي کړﺉ، چې تاسې افغان ولس ته کومې کار نامې ډالۍ کړې دي؟؟؟
10.11.2007
[quote:b4f595dbb5="Lotfollah"]Fared Besada خانه څوک چې د نورو بیګرافی پسې دومره ګرځي بایدخلک هغه هم وپېژني. تاسې چې غلئ غلئ د لیرې آسترلیا نه کله د اتمر او اوس د جلالی بیوګرافی غواړﺉ، ضرور ده چې د مخه باید اتمر او جلالی ته ځان معرفي کړﺉ، چې تاسې افغان ولس ته کومې کار نامې ډالۍ کړې دي؟؟؟[/quote:b4f595dbb5]
محترمه داسۍ هم نه ده چې لومړی دې یو سړي ستر خدمتونه کړي وي نو هله بیا حق لري د بل چا بیوګرافي وغواړي ! هر څوک چې په هر داسې چا شک ولري چې یوې لوړې یا مهمې څوکۍ ته کاندید کیدای شي په بیوګرافۍ پسې یې لټه وکړي. داد ولسواکۍ هغه دنده او کنترول دی چې څوک ترې د بوسو لاندې اوبه نشي تیرولای .
نه اتمر او نه جلالي دا حق لري چې له خپل تنقید کونکو څخه د ښو کارنامو غوښتنه وکړي، تنقید دهر افغان له قید او شرط پرته مسلم حق دی،که چیرې فرید بیسده هم کومې لوړې او مهمې څوکۍ ته کاندید شو بیشکه چې ستاسو په څیر به نور ډیر افغانان دده بیوګرافی هم له ده نه او هم له نورو منابعو څخه وغوا ړي او خپل تنقیدونه پرې پیل کړي. اوس یې هم تنقیولای شئ خو بیوګرافي یې له ده څخه پخپله تر هغه وخته پورې نشئ غوښتلای تر څو پورې چې نوموړی کومې علني څوکۍ ته نه وي کاندید شوی او یا په کومه ستره علني ګرمتیا نه وي تورن شوی .
سلامونه او درناوی!