د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاكستان بيړنى حالت د افغانستان په ګټه او كه په تاوان دي؟

زده كړيال
04.11.2007

ګرانو استادانو په پاكستان كي بيړنى حالت اعلان شو، هر څه بيا د پوځ په غيږ كي پريتول
اوس پوښتنه دا ده،چي دا حالت به افغانستان ته ګټه وكړي او كه تاوان او كه به هيڅ اغيز ونلري
پدي اړه له استادانو څخه د معلوماتو غوښت يم.
مننه
زده كړيال



04.11.2007

په پاکستان کې یواځې اضطراري اري حالت نه دی راغلی، بلکې دولتي قدرت هم بدل شو، پارلمان، اساسي قانون اود سترې محکمې  قاْضیان ټول ملغا اعلام شو، اوس که په افغانستان کې هم یو امریکاپلوه دیکتاتور رژیم وای نو امریکا پلوه دیکتاتورۍ په پاکستان کې ښايي ورته زیان نه درلودای، خو ولسواکي په پاکستان کې د افغانستان له پاره بده نه وه، ځکه ولسونه یو د بل په ضد نه وي او تر دی هم ښه داده چې ولسواکي یو پر بل زیاتی هم نه مني ! اوس د پاکستان متعصب اخوانی پنجابګرا پوځ یواځې واکمن شو، نو د افغانستان پرضد چې یې کومه لوبه روانه کړې وه هغه به اوس په لا آزاد لاس مخته بیایي او د خپلو ګوډاګیو طالبانو سره به مرستې لا ډیرې کړي. نتیجه داچې د پاکستان لاسوهنې به په افغانستان او کشمیر کې تر پخوا زیاتې شي ، بی له دې چې د امریکا سره خپلې اړیکې خرابې کړي . د امریکا یانو راضي ساتل او د افغان حکومت پر ضد طالبان تقویه کول به د کرزي صیب سر دردي نوره هم زیاته کړي .


ghafar
04.11.2007

په پاکستان کې د اصطراری حالت اعلام سره د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د کوم مثبت بدلون تمه نه کېږي، ځکه تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیورندکرښې لانجه حل نشی پاکستان به په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي. په پاکستان کې حکومتونه ځی او راځی ، خو د ډیورند کرښه د پاکستان حیاتی مسئلې په توګه د هغه هېواد په لوړو ګټو شمېرل کېږي. له همدې کبله د ایوب خان، یحی خان ، بوټو او نورو د حکومتونو نه نیولي د مشرف تر حکومت پورې د افغانستان په وړاندې د پاکستان دحکومتونو دریځ له دوښمنۍ ډک او یو شان دﺉ.


Helmand.M
04.11.2007

14:34 گرينويچ 2007 ,04 نومبر

عبد المتين سمسور
له کابله

پر افغانستان د پاکستان د بېړني حالت 'اغېز'
په پاکستان کې د بيړني حالت اعلان يو گڼ شمېر افغانان هم اندېښمن کړي دي . دوى وايي ددغه حالت په پايله کي په پاکستان کې رامنځته کېدونکى احتمالى سياسي کړکېچ کولى شي د افغانستان په گډون ټوله سيمه اغيزمنه کړي.

يو شمير افغان کارپوهان پر افغانستان ددغه حالت منفي او مثبت دواړه اغيزې له احتماله ليرې نه بولي..

په دې کې هيڅ شک نشته چې د افغانستان او پاکستان حالات يو پر بل او ټولې سيمې خپل اغيز ښندلى شي. يو شمير افغان شنونکي همدې ټکي ته گوته نيسي اوباور ښيي چې په پاکستان کې بيړنى حالت به هرومرو پر افغانستان هم خپل اغيز وکړي. خو داچې دغه اغيز به ځه ډول وي، پر دې خبرې باندې بيا د چارو دغه افغان شنونکي سره ويشلي دي .

د پاکستان د چارو يو کار پوه عبدالرشيد وزيرى دا په دې پورې تړلې گڼې چې د بيړني حالت په ترځ پاکستان کې حالت پرکوم لوري پرمختگ کوي .

د افغانستان دسيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور ليوال باور ښيي چې پاکستان کې بيړنى حالت کيداى شي هم مثبتې او منفې اغيزې ولري . ښاغلى ليوال وايي دا په دې پورې اړه لري چې د جنرال مشرف ترمشرۍ اړوندې ډلې په لاس کې له ټوليدونکي واک نه څه ډول گټه پورته کيږي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى د پاکستان وروستيو سياسي او پوځي پېښو ته په کتو سره باورښيي چې بيړنى حالت به پاکستان د کړکيچ پر لوري بوځي چې دده په وينا په سياسي اقتصادي او امنيتي برخه کې به افغانستان هم اغيز من کړي.

ډيرى نور هم پر افغانستان د پاکستان د وروستيو پرمختياوو د احتمالي اغيزو په تړاو انديېښنه لري ځکه دوى وايي په پاکستان کې د ولسواکۍ د پلويانو او سياسي فعاليتونو محدوديدل به په په پاکستان او سيمه کې د ولسواکۍ ضد کړۍ او ډلې پياوړي کړي چې ټولې سيمه او په دې ډله کې افغانستان به اغيزمن کړي.

خو داچې په پاکستان کې د بېړني حالت نه وروسته پرمختياوې به ير افغانستان څومره او څه ډول اغيز وکړي، دا هغه څه دي چې اوس يې په دقيق ډول وړاند وينه گرانه ده.



04.11.2007

محترم غفار صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم 
درنو خویندو اوورونو، که څه هم غفار صیب پخوا هم د خپلو مشکوکو لیکنو له امله دېته اړوتی و چې د ډیدرن د کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او ویې لیکل چې د ډیورن د کرښې حل دا ګڼي چې تر آټکه پښتونستان آزاد شي، خو اوس یې بیا يه عین مشکوکو جملو او غیر ملي لهجې سره د ډیورن د کرښې د لانجې حل غوشتی دی، نو تاسو دې ته رابولم چې لاندې متن په دقت سره یوځل بیا ولولئ او قضاوت پرې وکړئ چې څه ترې اخیستل کیږي :
[quote:407299fa17="ghafar"]په پاکستان کې د اصطراری حالت اعلام سره د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د کوم مثبت بدلون تمه نه کېږي، ځکه[color=red:407299fa17] تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیورندکرښې لانجه حل نشی پاکستان به په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي.[/color:407299fa17] [color=white:407299fa17]په پاکستان کې حکومتونه ځی او راځی ، خو د ډیورند کرښه د پاکستان حیاتی مسئلې په توګه د هغه هېواد په لوړو ګټو شمېرل کېږي[/color:407299fa17]. له همدې کبله د ایوب خان، یحی خان ، بوټو او نورو د حکومتونو نه نیولي د مشرف تر حکومت پورې د افغانستان په وړاندې د پاکستان دحکومتونو دریځ له دوښمنۍ ډک او یو شان دﺉ.[/quote:407299fa17]
اوس دغه پوښتنې ځواب کړئ :
۱ ـ آیا دغفار صیب اندیښنه په څه کې وینئ ؟ آیا هغه د افغانستان د ځمکنۍ بشيړتیا یعنې پښتونستان د آزادولو غم راخیستی ، یعنې ستاسو په اند آیا نوموړی غواړي چې د ډیورندکرښه دی د افغانستان په ګټه يعنې زمونږ د ملي رسالت په رڼا کې حل شي؟ که دغسې وي، نو مهرباني وکړئ په ګوته یې کړئ چې دا مطلب یې له کومو جملو څخه اخیستلی شئ؟

۲ـ او که د لیکونکي مطلب دادی لکه چې لیکي هم دي [color=yellow:407299fa17](( تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیورندکرښې لانجه حل (په رسمیت منل یې و) نشی پاکستان به په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي))[/color:407299fa17]چې ګواکې د پاکستان له خوا د خطرونو د لیرې کولو له پاره دا لار ښه ګڼي چې دډیورن کرښه دې ومنل شي او افغانستان دې آن تر آباسینه پورې له خپلې خاورې څخه ورته تیر شي ؟ که دایې هم مطلب نه وي نو
ـ آیا تر دې دوه امکاناتو څخه چې یا د ډیورن کرښه په رسمیت وپیژندل شي او یا دې تر اټکه پورې د آزادلو پوری اوسنی حالت وساتل شی، د حل کومه بله لار هم دغفار صیب د لیکنې څخه تر سترګو کیدای شي ؟
آیا غفار صیب باید روښانه نه کړي چې مطلب یې [color=cyan:407299fa17](( د ډیورن د کرښې د لانجې حل)) [/color:407299fa17] څخه څشی دی ؟؟؟
آیا غفار صیب ددې لانجې حل ځکه غواړي چې په اند یې
[color=white:407299fa17](( د ډیورند کرښه د پاکستان حیاتی مسئلې په توګه د هغه هېواد په لوړو ګټو شمېرل کېږي))؟؟[/color:407299fa17] او که ځکه یې غواړي چې د ډیورند کرښې له منځه وړل د افغانستان دحیاتی مسئلې په توګه زمونږ د هېواد د لوړو ملي ګټو څخه شمېرل کېږي ؟؟؟؟


پښتون زلمی
04.11.2007

[quote:ddd3417dc7="پتوال"]محترم غفار صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم 
درنو خویندو اوورونو، که څه هم غفار صیب پخوا هم د خپلو مشکوکو لیکنو له امله دېته اړوتی و چې د ډیدرن د کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او وز لیکل چې د ډیورن د کرښې حل دا ګڼي چې تر آټکه پښتونستان آزاد شئ، خو اوس یې بیا يه عین مسکوکه لهجه د ډیورن د کرښې د لانجې حل غوشتی دی، نو تاسو دې ته رابولم چې لاندې متن په دقت سره یوځل بیا ولولئ او قضاوت پرې وکړئ چې څه ؟[/quote:ddd3417dc7]

دروند پتوال صاحب:
زه چې دغفار دې لیکنې او نورو لیکنو ته ګورم، نو هغه راته یو سچ نظاري ښکاري، چې په پښتو او فارسې دواړو لیکل کوي، خو نسبا په هغوي ور ګډ دې، او دهغوي سره همنظره هم دې.
اوسمهال دنظاریانو او شمالي ټلوالې عموما دا نظر دې، چې باید دډیورنډ کرښه په رسمیت ومنل شي،
ځکه که تر افغانستان خپل غصب شوې ځمکه تر لاسه کړي، نو ورسره به تر پنځه ویشتو ملیونو زیات پښتانه هم میدان ته راشي،
او له دې کاربه سره مونږ ته بیا دیوې وړې څوکۍ خوب لیدل هم آسان کار نه وي.

نو زه خو دغه رنګ اخذ دغفار جان له لیکنو کوم، شه به داوي چې هغه يي په صریح عبارت ښه واضحه کړي،
او که غلطه مې ورته ویلي وي، نو بیا بخښنه غواړم.


lawangin
04.11.2007

د غفار ګيدړ خبرې د شمالي ټلوالو د هلو ئين د مسکومارکيتينګ دی
او بل څه نه٠
د پښتونستان مسئله به لر او بر پښتانه په ګډه حل کوي او يوه معقوله لاره
او علمي تخنيک به په کار اچوي ٠ له پړپړو څخه څه شی نه جوړيږي٠
هيڅوک حق نلري او پښتانه به ئي هيڅ وخت قبوله نکړي چې دې دوی په سر نور
څوک فيصلې وکړي٠
ددې کار لپاره ضروري دی چې دافغانستان پښتانه ازاد اوخپل طبعي قدرت
ولري ٠
هر چا هر وخت دپښتنو په سر لاسليکونه کړي دي ،غلطې قبالي ئي اخيستې
چې اوس ورسره اود شپې خوب نورځي٠
په پاکستان کې کړکچ د cia يوه لوبه ده چې هم ئي په ميخ وهي او هم په نال٠
کوم شی چې ما ځوروي هغه دمحمود خان اڅيکزي نيول دي٠


Nazar
05.11.2007

الف ـ افغان پښتون
لوی خدای مونږ پښتانه له پينځه زرو کلونو راهيسې د نړۍ په يو برخه کې استوګن کړي يو . يو مو ملي تاريخ او فلسفه ، يوه مو ګډه خاوره ، يو مو دين ،يوه مو وينه او مينه، يوه مو ژبه ، يوه مو پښتونولي ، افغانيت ، يو مو دود دستور او کلتور ، يوه مو لاره ، يوه مو ملي هيله ، د يوه نيکه او ټبر ، يوه مو ورورولي ، يو مو ملي بيرغ او په سيمه کې تر ټولو ننګيالی ، توريالی او په خپلواکۍ ، سوله ميين لوی قام دی ، ښه او بد مو په ګډه دي ، ځکه نوم او تاريخ مو د يو افغان پښتون په نوم په نړۍ کې ژوندی دی .
څنګه به انګريزي نړيوال تور استعمار له هند څخه د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره يو واحد افغان ملت د يوې کورنۍ غړي په يوه هيوايي مکاره ، ک برجنه خبره په ډېر سپين سترګتوب سره پيل کړي ؟
ب. د ډيورنډ لاين تاريخ
پښتونستان ، پښتونخوا، افغانيه د افغانستان نه بيليدونکې نه وريريدونکې نه ورپريښودونکې خاوره ده . په ١٨٩٣ م کال کې انګريزي استعمار په افغانستان باندې د ډيورنډ توره هوايي غير فطري کرښه د برطانوي هند او افغانستان تره مېنځه د افغانستان په زړه کې تحميل کړه ، چې په ميليونونو پښتانه د افغانستان له سياسي ، مدني ، بشري قوانينو څخه او له خپل پلارني هيواد څخه په پښتونخوا کې محرومه ، بې حقوقه پاتې کړای شول او پښتانه ورونه سره بيل کړای شول . د دغې کرښې په ايستلو کې دغه سيمې لکه د ازادو قبايلو پټاره ، وزيرستان ، خي بر ، پيښور ، کوټه ، سمندري لار ، بنو ، سوات ، چترال او داسې نور ښارګوټي له افغانستان څخه د يوې مودې لپاره بېل کړل شول . دغه سيمي له اوسني افغانستان د دريوو نه يوه برخه جوړوي .
NWFP ( North West Frontier Province ) ــــ Federally Administered Tribal Areas٢٦٣٠ کيلو متره اوږده ده . انګريزانو دغه کرښه له پيل څخه په Demarcrtion Line ډيورنډ کرښه يا دقيقه توګه نده ويستلې . دا کرښه د انګريز کلونيل سستم د ساتلو لپاره په موقته توګه ويستل شوې وه . دغه کرښه د برلن ديوال ، د سويلي شمالي کوريا ، د کشمير بيلونکې کرښې سره هيڅ نه پرتله کيږي . افغانانو هم له لومړي پيل څخه تر ننه د دغې کرښې قانوني خيال ندی ساتلی . د بېلګې په توګه کرښې ته نږدې د پرتو پښتنو او په ميليونو افغان کوچيانو په کرښه د تګ راتګ لړۍ دوام لري . د انګريزانو هغه موخې د هند نه د وتلو سره يو ځای له مينځه تللې دي .
دا سيمې هيڅکله له برطانوي هند امپراتورۍ سره تړلې سيمې نه وې. د دغې سيمې ټول عوايد او ماليات به تر ډيرې مودې پورې د انګريزانو له خوا د افغانستان شاهي دولت ته ورکول کيدل . همدا وجه ده چې د ډيورنډ کرښه افغانستان ته ، ټولو پښتنو ته په هماغه Irredentismus لومړۍ ورځ ( چې يو ملي لږکي يا اقليت خپل پلارني هيواد ته او مورنۍ خاورې ته يو ځای کيدل غواړي ) جوړ کړی دی . ځکه پښتانه په اوسني پاکستان کې په سلو کې ١٣ بر خې دي . د دغې کرښې تړون د افغانستان امير عبدالرحمن خان او برطانوي هند د باندنيو چارو وزير سر مارټم ډيورنډSir Montimer Durand له خوا په ١٢ نوام بر ١٨٩٣ کال پس له دوو ناکامو افغان او انګليس جګړو څخه له انګريزي چل او فشار لاندې د لوی لوبې په ترڅ کې په امير عبدا لرحمن خان باندې وروتپل شو . افغانستان مجبور کړی شو چې يواځې د نړۍ په نقشه کې دغه کرښه په موقتي ډول مني .
دغې کرښې ته له هماغې ورځې نه راپديخوا تر اوسه پورې يو ريښتيني افغان پښتون هم د يوې قانوني پولې په څير ندي کتلي . مونږ پښتنو ته په تاريخ کې او په سيمه کې لوی ملي سياسي پيغور جوړ شوی دی . له هغه وخته چې د روسانو او انګريزانو ښکيلاکګرو

ځواکونو لويه لوبه The Great Game پيل کړې ، انګريزانو له پخوا څخه د هند په شمال ختيځ کې د خپل کولونيال سيستم امنيت ته يو سوری يا ګواښ احساسو، هغه د وريښمنو لارې دي چې افغان لښکرې له لسو ځلو ډېر پرې تللي وو او له دوی نه مخکې هم افغانانو په هند کې حکومت کاوه.

د افغانستان په شمال کې روسيي ځواکونو د يرغل په حالت کې ولاړ وو. چې پرختيا وږي او شتمنيو پسې ليوني ګرځيده. روسان او انګريزان د نړۍ نيولو او ويشلو تجربو سره په افغان پولو تيارسۍ ولاړ وو. روسان او انګريزان د افغانستان له استراتيزيکي موقعيت پوره خ بر وو. د لويې لوبې دواړه خواوې په دې پوهيدې چې په يوازې ټول افغان ولس نشي کنترولولی .
په ١٨٦٩ کال د برلن په کنګره کې د بسمارک په مشرۍ روسانو ، انګريزانو خپلو ټولو خپل منځي اختلافاتو ، ز برځواکي ، سيالۍ او ټکر ته د پای ټکی کيښود . د انګريزانو په پريکړه د افغانستان نيمايي به انګريز او نيمايي برخه به يې روسان کنترول کړي . دا به د دواړو سيالو امپراياليستي ځواکونو په ګټه وي او هم به د افغانانو خ اوره د دوی تر منځ يوه بيلونکې سيمه اعلان شي. د پښتون ولس ويښ ځواک او ګواښ به د دوی په اند لنډ او پڅ کړل شي .
دغه سيمه يا ختيځ افغانستان ته له ستر افغان د پښتنو د خپلواکۍ او ميړانې د فکرونو مخکښ لوی احمد شاه بابا څخه نيولې بيا تر ستر هيواد پال اروا ښاد شهيد سردار محمد د اود خان پورې خاص پام شوی . دور د دورانو د ښکلې پښتونخوا د غرونو سرونه ځکه هير نه کړل چې په عشق کې يې ښکلي ځلميانو د وينو ډک ځيګرونه بايللي وو .
کومې سيمي چې د ډيورنډ کرښې د افغاستان نه جلا کړي ، هغه د ګران افغانستان د تن يوه بر خه ده او دغه سيمو بيرته افغانستان سره يو ځای کيدل د افغان ملت ملي غوښتنه ده .

ج . د ډيورنډ کرښې په يوې خوا کې
١ . په ١٨٣٦ کال کې امير دوست محمد خان د افغانستان ښار پيښور د نيولو لپاره د امير المومنين لقب وګټلو . د پنجاب سکانو په ضد يې د جهاد اعلان وکړ ، د خي بر په دره کې د افغان غازيانو او سکانو په منځ کې جګږه وشوه .
٢ . په همدې کال کې د امير سوليز وړانديز برتانوي هند ته او له روسانو څخه مرسته چې په سکانو فشار راولي ، پيښور افغانستان ته بيرته ورکړي . په لومړي سره کې انګريزانو دغه خبره منلې وه .
٣ . په ١٨٣٥ کې وزير اک بر خان د پيښور بيا نيولو لپاره د پلار اجازت څخه پرته لښکرې پنجاب ته واستولې خو بری يې ونه موند .
٤ . په ١٩١٩ کال کې د افغان خپلواکۍ ستوري شاه امان الله او د هغه د باندنيو چارو وزير محمود طرزی مجبور شول چې د افغانستان د لويې برخې د خپلواکۍ علان وکړي . دا محال په سيمه کې ټول هيوادونه د روس او يا د انګريزانو د استعمار او ولکې لاندې وو . غازي امان الله خان چې انګريزی کافر پوځ يې له افغان اسلامي خاورې ويستلو او دی بيا د کفر په نوم له خپل پلارني هيواد څخه د انګريزانو په لمسون ويستلو ته مجبور کړی شو .

٥ . په ١٩٤٧ کال صدراعظم شاه محمو خان د پښتنو او قبايلو د برخليک په اړه په کابل کې د سفارت له لارې د برتانيې حکومت سره د پښتونستان مسله په رسمي ډول مطرح کړه .
٦ . د ١٩٤٧ کال د سپتمبر په مياشت کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د نړۍ يوازينی هيواد و چی د پاکستان له شموليت يا ورګډولو په ضد يې اعلان وکړ او مخالفه رايه يې ورکړه .
٧ . د افغانستان په رسمي نقشو کې له پاکستان سره دولتي پوله نه په نښه کيدله ، پښتونستان به د نيول شوي خاورې په توګه په خاص رنګ ښودل کيده .
٨ . په ١٩٤٨ کال کې د افغانستان خبري رسنيو سرليکونه او په دولتي کچه عالي غونډې جوړې ، په کندهار ، کابل ، ننګرهار او پکتيا کې مظاهرې او لاريونونه کيدل .
٨ . د هند او پاکستان په دوو جګړو کې افغانستان سره د ډيورنډ کرښې له کړکيچ په جګړه کې پاکستان ولس په ضد کوم ګام اوچت نه کړو . بلکې د دواړو هيوادونو تر منځ يې د سوله ييزو هڅو ملاتړ وکړو .
٩ . په ١٣٤١ کال کې شهيد محمد داود خان د ماسکو او لندن د راستنيدو په وخت وويل ... د پښتون ولس د يووالي مبارزه د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د دوی منلی مشروع حق دی او په لندن کې د پښتونخوا د خلکو لپاره د عمومي ازادو ټاکنو د حق غوښتنه وکړه . ورسره په راډيويي وينا کې يې زياته کړه : د افغانستان او پښتون ولس د ملي يووالي ژورې اړيکې او د خواخوږۍ احساس به نه نني ځواک او نه به د سبا کوم بل ځواک سره بيل کړل شي .
دا کرښه له پيله د نړۍ په تاريخ کې له سترو پيښور څخه يوه پيښه ګڼل شوې ده . د نړۍ خبر ي رسنيو غټ ټکي لکه د لندن ، فرانسې ، روسيي ، هند ، ايران ، چکوسواکيه او داسې نورو هيوادونو له دغې کشالې او مسئلې څخه ډک وو .
١٠ . په ١٩٥٠ کال کې افغانستان بيا د پښتونستان (( مسئلې )) حل غوښتنه وکړه ، افغان وسله وال پوځ قبايلي سيمې ته سفر بري پيل کړه .

١١ . پخواني شوروي اتحاد ، بلغاريه په نړيواله ټولنه کې د پښتونستان په برخه کې د افغانستان سياسي ملاتړ اعلان وکړو .
١٢ . په ١٣٣١ کال کې امريکې متحده ايالاتو د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځه د ډيورنډ کرښې شخړې په اړه خپل منځګړيتوب او ديپلوماتيکي هڅې په کابل کې له خپل سفارت له لارې د افغانستان شاهي دولت سره پيل کړې . د همدې کال د لړم په مياشت کې سپينې ماڼۍ د جمهور ريئس خاص استازي له افغان دولت سره د خ برو لپاره کابل ته ورسيد .
١٣ . په ١٩٧٦ کال کې شهيد محمد داود خان د زولفقار بوټو په بلنه پاکستان ته سفر وکړو . دواړو مشرانو د ډيورنډ کرښې شخړې له خبرو اتر او سولييز حل لاره وړاندې کړه . شهيد محمد د اود خان په سيمه کې يو عملي افغان سياستپوه سړی وو . دۀ ته جوته شوه چې اوسمهال د نړۍ سياست دغې مسئلې حل په اړه نه راڅرخي او نړيوال ملاتړ يې ډېر کمزوری دی .

دغه هيواد پال مشر په همدې سفر کې په اسلام اباد کې له شاهي دولت څخه مرور مشر زمرک خان ځدراڼ د ملي خپلواکۍ اتل غازي ب برک خان ځدراڼ له زوی سره وليدل . غازي ببرک خان په سويلي محازونو کې له انګريزانو سره جنګيدلی ، او د ډيورنډ کرښې په ضد يې ټل ، ميرانشاه ، وانه ، سپين وام او هنګو کې د پرنګي ټولې پوځي چوڼۍ چې اغزن سيمونه هم ورنه تاو شوي وو ، د ځايي غازي قامونو په ملاتړ له منځه وړي وو . غازي ب برک خان د پيښور په لور د تيارۍ په حال کې وو چې په سيمه کې د انګريز په خلاف خوځښتونه پيل شول . د انګريزانو په لښکر کې له ماتې ګډ يدو سره جوخت په پيښور کې د افغان غازيانو په پلوۍ پاڅون پيل شو . انګريزانو امان الله خان ته د اوربند او د افغانستان خپلواکۍ په رسميت پيژندنې وړانديز وکړو . امان الله خان د اوربند عملي کولو فرمان صادر کړو او لومړي خو ټولو غازيانو له دغه فرمان څخه د سرغړونې فيصله وکړه . امان الله خان له هغوی څخه وغوښتل چې د مرکزي دولت د اوامرو اطاعت وکړي .سردار محمد د اود خان د نايب سالار زمرک خان ځدراڼ لپاره کابل ته د هغه د راتګ لاره هواره کړې وه . نايب سالار زمرک خان ځدراڼ د دروند مشر له ليدنې کتنې سره سم د تيارۍ په حال کې و چې د غويي کودتاه وشوله .
د زمرک خان بل کشر ورور سيد اک بر خان ځدراڼ هم له شاهي کورنۍ نه مرور په پاکستان کې له خپل ورور سره ژوند کاوه ، هغه د افغان په ننګ د پاکستان صدراعظم لياقت علي په قتل ورس اوو . سيد اکبر خان هملته د پيښې په مهال په ډيرناوړه توګه ووژلی شو . په پاکستان کې له نايب سالار زمرک خان ځدراڼ سره د شهيد د اود خان ليدل څه عادي خبره نه وه . په سمبوليک ډول پاکستان ته د خپل بيل شوي مرور ورور يو ځای کيدلو ته اشاره وه .

١ ۴ . په ١٩٤٩ کال کې د افغانستان پارلمان (( ولسي جرګې )) په غوڅ اکثريت پريکړه وکړه چې د ډيورنډ کرښه نوره ټوله شوې ، نشته او مړه ده ، انګريزان هم په سيمه کې ورک شوي ، د تړون يو خوا هيڅ وجود نه لري د تړون له منځه تلل يې هم اعلان کړل . د وږي يا سنبلې نهمه د پښتونستان ملي ورځ اعلان شوه چې تر اوسه په هيواد کې لمانځل کيږي .
١٥ . په ١٩٤٩ کال کې د جلال اباد جرګې د ولسي جرګې پريکړې تاييد کړې او د ډيورنډ کرښې د پای اعلان وشو.
١٦ . په کابل کې د پښتونستان لپاره د اعانې دفترونه خلاص شول . د کرښې په دواړو غاړو کې د لر او بر يو افغان لاريونونه پيل شول .
١٧ . پښتونستان مسئله د داود خان حکومت د اجندا په سر کې وه . په همدې وجه يې خپل ورور نعيم خان امريکې ته د پوځي مرستې ر اوړلو لپاره وليږه .
١٨ . په ١٩٥٣ کال کې امريکايانو د کمونستي روسيې په وجه پاکستان ته د پوځي مرستو اعلان وکړو .
١٩ . په ١٩٥٣ کال کې د امريکې جمهور رئيس کابل ته راغی خو په افغانستان کې يې کومه ګټه ونه ليدله چې د پښتونستان د مسئلې په اړه يې خپل دريځ څرګند کړی وی .

٢٠ . شهيد محمد د اود خان که څه هم کمونستي ضد احساسات لرل خو مجبور شو چې د دغې مسئلې په اړه له روسانو څخه پوځي مرسته د لويې جرګې په تصويب تر لاسه کړي .
٢١ . په ١٩٥٥ کال کې پاکستان د پښتونخوا نوم په صوبه سرحد واړولو او د خپل اداري سيستم په تشکيلاتو کې يې اعلان کړو . د پښتنو د يووالي ارادې ته ، د دوی خپلواکي ته پام نه کولو او د دی بشري حقه حقوق تر پښو لاندې کولو په اړه د افغانانو غبرګون پاکستان ته ډير شديد و .
٢٢ . شهيد داود خان د سفر بری اعلان او د پوځي احضار اتو امر وکړ . په څلورويشتو ساعتونو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه افغانانو په حيرانونکي ډول په خپل شخصي لګښتونو په خپله خوښه ځانونه د ولاياتو مرکزونو او پلازمينې ته ورسول .
٢٣ . افغان ولس مشر د ډيورنډ کرښې د سياسي کړنلارې په اړه د افغان ولس پاڅو او د دغه ولسي يووالي احساس په ښودلو کې يو ځل بيا حکومت د خپل سياست تاييد وليد . نړيوال سيميز سياسي څارونکي او کتونکي د افغانانو دغه احساس ته ګوته په غاښ پاتې شول . د افغانستان ټولو حکومتونو، ملي ادبې شخصيتونو او په پښتنو کې دغه کرښه تر ننه چا نه ده منلې او په راتلونکي کې به يې هم ونه مني . هر افغان قانوني منتخب ، مضبوط حکومت چې د کرښې منلو پريکړه وکړي . دخپل حکومت د له منځه وړلو پره کړې او اعلان کړي دي .
۲ ٤ . افغان حکومت په نړيوالو ټولو غونډو او ملګرو ملتونو په ټولو غونډو او جرګو کې د پښتنو او بلوڅو ورونو د حقه حقوقو د تر لاسه کولو لپاره پرله پسې ديپلوماتيکي هلې ځلې کړي دي . په دې برخه کې په تيره بيا د ارواښاد عبدالرحمن پژواک هڅې د هيرولو نه دي .

د . د ډيورنډ کرښې په بلې خوا کې
١ . په ١٩٢٩ کال په پيښور کې د فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ (( خدايي خدمتګارو غورځنګ )) بنسټ کيښودل شو او ورسره د پښتون کنفرانس ګوند جوړ شو. دوی خپله لويه موخه د خپلواکۍ ګټل اعلان کړه .
٢ . د باچا خان اسلامي عدم تشدد غورځنګ او بې وسلې جهاد پيل شو چې په اسلامي نړۍ کې يې ساری نه لرلو .
٣ . پښتنو مشرانو خپلواک پښتونستان اعلان کړو ، د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت ونه پيژندل شو .
٤ . په ١٩٣٠ کال کې پيښور د يوه لنډې مودې لپاره د انګريزانو د کولونيال ځواک له لاسه ووت ، تر څو چې پرنګي نوې لښک لرې ورورسيدلې.
٥ . په ١٩٣٦ او ١٩٣٧ کال کې په وزيرستان کې وزيرو ، مسيدو ، اپريديو ، شينوارو او د نورو پښتنې ننګيالو او توريالو قومونو او قبايلو پرله پسې پاڅونونه پيل او په ترڅ کې يې خپل کلي ، کورونه د پرنګي له سختې ظالمې بې رحمه بيماريو او هوايي ځواک تر بريدونو لاندې ونيول شول .
انګلستان په لومړۍ نړيوالې جګړې کې د وسلو په تصليحاتي کنفرانس کې د ګواښمنو وسلو او هوايي بمباريو منع تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه .انګريزانو دلايل دا وو چې افغان قبايل مونږ يوازې او يوازې د هوايي بمبارۍ له لارې تر کنترول لاندې راوستی شو .

٦ . د خپلواکۍ بل ځلاندی ستوری مير زا علي خان ــ اپيي فقير ــ د انګريز ښکلياک ګرو په ضد مبارزه کې زمونږ د تاريخ ځلانده کرښې جوړوي . د انګريزانو په وړاندې پښتني قبيلو د مبارزو تاريخ ډېر اوږود دی . دا مبارزه او بهير تر ننه پورې په پښتونخوا ، د خپلواکو قبايلو په پټاره کې د ملي ولسواکو ځواکونو او د ملتپالو ګوندونو لخوا په مخ درومي . هيواد پال پښتون قام تل په خپل ملي ، تاريخي ټاټوبي کې هر ډول بلهارۍ ورکړې دي .
٧ . خان عبدالغفار خان د خپل وصعت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خ اورو ته وسپارل شو . دا د ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګټلی شو .
٨ . په ١٩٤٧ کال د جون په مياشت کې د بنو لويه جرګه جوړه شوه ، د ټولې پښتونخوا او بلوچستان ملي مشرانو په ګډون فيصله وشوه چې پښتانه نه هند غواړي نه پاکستان ، يو واحد افغان ملي دولت جوړول غواړي .
٩ . کله چې د پيښور په چوک يادګار کې ، خيبر او توخم کې پښتنو ننګيالو ځلميانو د لر او بر يو افغان شعارونه ورکول ، اسلام اباد د ساړۀ جنګ په مهال دوی لويديځ او امريکې ته د روسانو مخته راليږل شوي استازي او ګوډاګي ورپيژندل .
١٠ . قاضي عطاالله خان ، ظفر کاکاخيل په افغانيت هغومره وياړي لکه د کابل ، کندز ، کندهار پښتون . د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي . پښتانه پوهيږي يا به يو کيږيو ، که نه ورکيږو ، که د زمانې توپانونو مخې ته سره يو نشو نو برباديږو .


ghafar
05.11.2007

عزتمن پتوال صاحب او نورو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې !
[quote:a26357003f]نو تاسو دې ته رابولم چې لاندې متن په دقت سره یوځل بیا ولولئ او قضاوت پرې وکړئ چې څه ترې اخیستل کیږي : [/quote:a26357003f]
دروند پتوال صاحب له ستاسو څخه ډېره مننه چې لوستونکي مو زما د لیکنې دقیقو لوستلو ته را بللي دي. ښایي ځینو سره مرسته وکړي چې په موضوع باندې ولیکي او له اضافی خبرو څخه تېر شي!
که د لنډې جملې څخه تېر شوو، چې ما په پاکستان کې د اصطراری حالت د اعلامولو په تړاو لیکلي وو، زما د پاتې لیکنې اصلی موضوع په افغانستان کې د پاکستان د [color=blue:a26357003f]ټولو[/color:a26357003f] حکومتونو [color=blue:a26357003f]لاسوهنه[/color:a26357003f] او د هغه [color=blue:a26357003f]علت[/color:a26357003f] دﺉ او بس!
[color=white:a26357003f] زمونږ له خوا د ډیورند د کرښې په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې لانجه زما د لیکنې موضوع نده![/color:a26357003f]
که تاسې محترم پتوال صاحب او یا کوم بل هېوادوال په افغانستان کې د پاکستان د پرله پسې لاسوهنو کوم بل [color=blue:a26357003f]مهم[/color:a26357003f] دلیل پېژنئ، مهربانی وکړئ و یې لیکئ !!!

په درناوي



05.11.2007

محترم غفار صیب ته سلام او درناوی !
ستاسو د لیکنې موضوع د ډیورن د کرښې د لانجې حل دی، ځکه تاسو ددې کرښې د لانجې د حل نه پرته په افغانستان کې د پاکستان دلاسوهنو ادامه اړینه بللې ( او
داسې ځلوئ چې هم اړینه او هم برحقه ده ) نو لیکلي :
(( تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ [color=white:0cfadbc007]د ډیورندکرښې لانجه حل نشی [/color:0cfadbc007]پاکستان به په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي))
خو تاسو په یوه ساه اخیستنه کې د[color=yellow:0cfadbc007] ډیورندکرښې لانجه حل [/color:0cfadbc007]ول غواړئ او په بله ساه اخیستنې کې ترې انکار کوئ چې ګواکې
[color=white:0cfadbc007](( د ډیورند د کرښې په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې لانجه زما د لیکنې موضوع نده! ))[/color:0cfadbc007]
نو آیا[color=yellow:0cfadbc007](( د ډیورند د کرښې په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې ))[/color:0cfadbc007]پرته دحل کومه بله لار او امکان هم شته؟
که وي نو هغه کوم حل دی؟ او که نه وي نو د پاکستان له پاره پرته له دې چې خدای مکړه افغانستان د ډیورن کرښه په رسمیت وپیژني، بل کوم حل وجود لري ؟؟؟؟
نو د پاکستان لاسوهنې ستاسې په وینا هم د همدې هدف له پاره تر سره کیږي څو افغانستان دې ته اړباسي چې د ډیورن کرښه په رسمیت وپیژني.
تاسې لومړی پښتون یاست چې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوي له پاره د پاکستان
په رضا ډیورن د کرښې د لانجې حل یعنې د افغانستان له خوا د ډیورن د کرښې منلو ته د تایید ګوته نیسئ . آیا همداسې نده ؟
که داسې نه وي نو لطفا ً د حل هغه لار درنو لستونکو ته په ګوته کړئ ې د ډیورن د کرښې له منلو پرته پرې پاکستان راضی کیدای او له لاسوهنو څخه پرې لاس اخیستی شی ؟
ایا د ډیورند کرښه د پاکستان له پاره ډیره حیاتی مسئله ده او د هغه هېواد په لوړو ګټو شمېرل کېږي ،که ردول او له منځه وړل د افغانستان له پاره زیاته حیاتی ملی مسله ده او زمونږ د هیواد په لوړو ګټو پورېشمیرل کیږي ؟


زده كړيال
06.11.2007

د ټولو درونو استادانو له ليكنو مننه
ما بيرون هم له ډېرو خلكو د پاكستان د بيړني حالت د اعلان په اړه پوښتنې وكړې
ډېريو خلكو ويل، چې پدې سره به افغانستان ته ګټه ورسېږي، هغه دا چې په پاكستان كې كېداى شي،
د جنګ جګړې غېږ ګرمه شي او په پاكستان كې تربيه كېدونكي طالبان به هم هملته مشغول شي.
بل دا چې افغانستان كې د ساړه ژمي په راتلو سره به هم ډېرى جنګياليان هملته بوخت شي.

خو د رسنيو له لارو مې اوريدل، چې نه په دې سره به په افغانستان كې جګړه لا نوره ګرمه شي.

زه شخصا پدې اند يم چي كه په دې شپو ورځو كې په پاكستان كي جګړه ګرمه شي ښايي دلته جګړي كمي شي.
ځكه چيري چي نانندرۍ ډېرې وي هلته جنګ هم ګرمېږي، نو د پاكستان بيړنى حالت دنانندريو ښه بېلګه ده.


ghafar
06.11.2007

عزتمن پتوال صاحب سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ !
[quote:24ac3936e7]تاسې لومړی پښتون یاست چې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوي له پاره د پاکستان په رضا ډیورن د کرښې د لانجې حل یعنې د افغانستان له خوا د ډیورن د کرښې منلو ته د تایید ګوته نیسئ . [color=white:24ac3936e7]آیا همداسې نده ؟ [/color:24ac3936e7][/quote:24ac3936e7]
نه محترمه داسې نده !
پتوال صاحب، سمه ده چې زه پښتون یم، خو د پښتونوالي واقعیت بایدزما لیکنه اغېزمنه نکړي ، زه پدې باور یم چې مونږ باید په ناپیلي توګه یوه موضوع وڅېړوو !

که نه نو مونږ پښتنو ته خو موضوع هسې روښانه ده:
د ډیورند کرښه د استعمار دسیسه او یوه تحمیلي کرښه ده چې پښتانه یې د جغرافیایی له نظره سره ویشلی او پښتانه دا تحمیلی کرښه هیڅکله نه مني او د مرګ تر سرحده پورې له خپل دریځ څخه دفاع کوي. او هر څوک چې د ډیورند د کرښې د له منځه وړلو لپاره خپل غږ پورته کړي او هر څومره چې په جګ آواز وي هغه اصیل پښتون او د نر بچی دﺉ، که نو ګیدړ او ...؟؟؟ دﺉ ! لاسته راوړنې پسې نه ګرځوو !!!
راځئ چې دا بحث یو لږ څه وغزوو ! او په سرکې که د یو څو پوښتنو اجازه وي چې:

[color=blue:24ac3936e7]دکوم هدف لپاره مونږ پښتانه د ډیورند د کرښې په نه پېژندنې ټینګار کوو؟
- آیا زمونږ مقصدد خپله تاریخي ملکیت بېرته لاس ته راوړنه ده؟ او دا پر هره بیه چې وي؟
- یا زمونږ ټینګار د ډیورند دکرښې دواړو خواو مېشتو پښتنو یو ځای کیدل او د هغو د ژوندانه شرایطو ښه کولو په موخه دﺉ؟ او که مقصد دا وي بیا دا پوښتنه چې
- په نړۍ کې د روان نړیوال کیدو په بهیر کې آیا دکرښې دواړو خواو مېشتو پښتنو یو ځای کیدل او د خلکو د ژوندانه شرایطو ښه کولو لپاره نورې لارې چارې نشته؟
[/color:24ac3936e7]

دا دﺉ لدې تحمیلي کرښې څخه ۱۱۴ کاله تېر شول، مونږ وینو چې په ټولییزه توګه ټول افغان ولس او په ځانګړيتوګه د لر اوبر پښتنو څو نسلونه د دغه کړکیچن حالت څخه آن د مرګ تر سرحد پورې زیانمن شول .
د ځینو لوستونکو به په یاد وي چې په افغانستان کې د وچکالیو د ناورین په کلونو کې د نړیوالو خوراکی موادو مرستو بېړيو ته د پاکستان د دوښمنۍ سیاست په نتیجه کې دکراچی په سمندری بندر کې د تشولو اجازه نه ورکول کیده او په نتیجه کې یې په افغانستان کې ډېر خلک له لوږې څخه مړه شول!
تر کومه حده مونږ د دې اجازه لروو چې د موجود نسل دژوند، لوږې ، ناروغۍ، بېسوادي او نورو په بیه دغه کړکیچن حالت ته دوام ورکړوو، په دې تمه چې په راتلونکو نسلونو کې یو ه ورځ نه یوه ورځ به بریالي شوو؟؟؟

پښتانه باید د خپلو تېرو هلو ځلو نتیجه( ښېګڼې او زیانونه) او خپل دریځ یو وار وڅېړي او بیا په سیمه او نړۍ کې د موجودو واقعیتونو په رڼا خپله راتلونکې استراتیژي وټاکي او دغو پوښتنو ته ځواب ووایي چې:
آیا د ډیورند د کرښې د په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې پرته واقعاً نورې لارې چارې نشته؟

په درناوي



06.11.2007

دروند ورور غفار صیب السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
تر اوسه خو د افغانستام موقف په عمل کې همدا دی د ډیورن د کرښې دپیژندلو موضوع دې پاکستان نه مطرح کوي او د نه پیژندلو تبلیغ خو افغانستان هسې هم نه کوي ، څو د پاکستان سره پّه زوره او له وخته مخکې خپل مناسبات خراب نکړي .
خو ایا پاکستان کله هم په دې بسیا کړې او افغان ولس یې په آرامه پریښودی دی؟
ستاسې لیکنه هم دا وایي چې پاکستان ددې مسلې حل غواړي چې معنې یې یواځې د ډیورن دکرښې په رسمیت پیژندل دي .
خو ستاسې له دې پوښتنې څخه چې [quote:74d0e4698e]
آیا د ډیورند د کرښې د په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې پرته واقعاً نورې لارې چارې نشته؟[/quote:74d0e4698e] د حل نورې لارې چارې هم شته، خوصرف تاسو دغه حل لکه د یوه فال په توګه له ځان سره په زړه کې پټ ساتلي دی .
هغه کسان چې د ډیورن د کرښې پیژندل نه غواړي، د پاکستان سره د ښو مناسباتو لرل هم نه ردوي، او دا همدا معنی لري چې د ډیورن د کرښې له پیژندلو پرته چې هر څومره دپاکستان سره مناسبات ښه کیږي ښه دی شي .خو بر عکس پاکستان تر اوسه پورې ددې کرښې په رسمي پيزندلو باندې زور اچولی او لاسوهنه یې هم په همدغه نیت جاري ساتلې ده .
نو دادی هغه امکانات چې تاسویې د ډیورن د کرښې د پیژندلو پرته ددې لانجې د حل له پاره د ګلوبالایزیشن په چو کاټ کې وینۍ دا مو ګز او دا مو میدان هغه درنو لوستونکو ته نور روښانه کړئ !
باید ووایم چې د ډیورن د کرښې په رسمیت د پیژندلو بل نوم د پشتونستان له مطالبې څخه په رسمي توګه تیرېدل هم دي ، نور نو دا تاسې او دا مو لوستونکي


pattang
06.11.2007

له غفار لالا سره جګړه نکوم خو غفار لا لا داسې يو عادت لري لکه غوړه کاسه
چې په يخواوتومڼو اوبو نه پاکيږي٠
غفار لا لا د شمالي ټلوالودزړه ارمان غيرې مستقيم مخ ته بيايې٠
متا سفانه غفار لا لا د ګلوبا ليزيشن په مانا هم ندی پوه شوی ، زه ګمان کوم دی
يې دټولې نړۍ يو نړیوال ازاد فدراسيون بولي ٠
ګلوباليزېشن دسرمايې هلته او دلته ازادخوځول او ازاد سروېس دي چې
سرمايه لرونکي  پکشې چړچې وهې اونورپکښېې ټانټې.
په د غه پروڅيس کې دولت او سرمايه خپل ځانونه له هغه ټولنيز و مسئولتونو
ځخه چې ټولنه ئي پر دوی حق لري ،ورو ورو باسي ٠
( دغه څېړنه زمادی چې په عمل کې مې ليدلی د ه ) .
نو ر خلق يې بيا په ( کلتور ، اقتصاد ، سياست ، communication ، چارپېريال او ..... ) ديوه ګډنړیوال پروڅيس مسئوليت بولي٠
نوغفار لا لا ته ماته دا ځواب راکړه چې د پښتونستان ازادي دلرو او برو پښتنو
يووالی پر دې خبره پورې څه اړه لري ???
ديوې حقوقي پرابلم اومسئلي يې دسرمايې له غلو سره څه ?
اوکه فرضاپاکستانيان د پورته څېړنې له مخه له افغانستان سره پر دې پروڅيس
کې شامل شي نو دا کاربه د پنجابي د کلتور ، سياست په تله وي او که د ومحکومو
پښتنو وروڼو په تله ??
که ګلوبا لېزيشن د هم ژبيو ، هم کلتوره اوپه زور تقسيم شويو انسانانو يو ځای
کېدل غوښتی نو ولي ئي داسې يوې مادې ته په خپل پروګرام کې ځای نه ورکاوو ??

[quote:7a58c058e5]نو دادی هغه امکانات چې تاسویې د ډیورن د کرښې د پیژندلو پرته ددې لانجې د حل له پاره د ګلوبالایزیشن په چو کاټ کې وینۍ دا مو ګز او دا مو میدان هغه درنو لوستونکو ته نور روښانه کړئ ! [/quote:7a58c058e5]



12.11.2007

[color=yellow:7c4b492730]دروند غفار صیب سلامونه او درناوی مې ومنئ !
مونږ دی ته سترګې په لار پاتی یو چې غفار صیب به مو له خپل ستر کشف څخه خبروي چې د ډیورن د کرښې د لانجې حل نه د هغې په رسمیت پیژندلو کې دي چې پاکستان یې غواړي او نه هم د ډیورن د کرښې په ردولو کې دی لکه څنګه چې تر اوسه یې افغانستان غواړي، بلکې په یوه بله دریمه لار کې یې حل پروت دی چې محترم غفار صیب یې پیژني او کیدای شي د ګلوبالیزایشن په کوم کنج کې دحل دغه لار پټه پرته وي . هیله ده چې غفار صیب له خپلې دې مستورې لارې له مخ څخه پرده پورته کړي . او که یې وړاندې نکړي ، بیانو په خپلې پورتنې لیکنې سره یواځې د حل د هغې لارې پلوی کوي چې پاکستان یې غواړي ، او هغه نعوذ بالله د ډیورن د منخوسې کرښې په رسمیت پیژندل دي او لوی خدای (ج) دې ترې پښتون او د پښتون بچي له دغسې ملي ضد اندګور له لرلو څخه وساتي . په مینه او درناوي ![/color:7c4b492730]


ghafar
13.11.2007

عزتمن پتوال صاحب سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ !
[quote:c5d0f42337] هیله ده چې غفار صیب له[color=blue:c5d0f42337] خپلې دې مستورې لارې [/color:c5d0f42337]له مخ څخه پرده پورته کړي [/quote:c5d0f42337]
لومړئ خو دا باید عرض شی، چې تاسو د هغو څو سولانو ځواب پر ځای، چې ما مطرح کړي دي، د ما [color=white:c5d0f42337]یوه مستوره لاره[/color:c5d0f42337] جوړه کړه !
زه خپله پوښتنه یو ځل بیا ځکه تکراروم ، چې د ۱۱۴ کالو را هیسې مونږ پښتانه همدا یو دریځ غوره کړﺉ چې د ډیورند کرښه تحمیلي ده او مونږ یې هېڅکله په رسمیت نه پېژنوو!
که مونږ دغه د پښتنو بر حقه غوښتنه او د هغه عملی کیدل د یوې پروژې په توګه ومنوو، ضروری برېښي چې کله نا کله د خپلو کړنو ارزونه وکړوو او لږ تر لږه لاندې پوښتنو ته باید ځواب ووایو:
پرته د یوه معنوی احساس آیاد دغه ۱۱۴ کلن دریځ دوام ، د ډیورند د کرښې دواړو خواو مېشتو پښتنوته ګټه یې زیاته وه او یا زیان یې؟؟؟
آیاپرته د همدا یوه دریځ درلودلو، د نورو لارو چارو موندلو هلې ځلې شوي دي، بې لدې چې له اصلی هدف څخه تېر شوو؟؟؟

[quote:c5d0f42337]او که یې وړاندې نکړي ، بیانو په خپلې پورتنې لیکنې سره یواځې د حل د هغې لارې پلوی کوي چې پاکستان یې غواړي ،[color=blue:c5d0f42337] او هغه نعوذ بالله د ډیورن د منخوسې کرښې په رسمیت پیژندل دي او لوی خدای (ج) دې ترې پښتون او د پښتون بچي له دغسې ملي ضد اندګور له لرلو څخه وساتي [/color:c5d0f42337].[/quote:c5d0f42337]

سبحان الله ! پتوال صاحب او دومره ناتوانی!!! لکه د نیمچه ملاو پشان چې استدلال و نشی کړای بیا د کفر حکم کوی!
د ډیورند دکرښې دا ډول ترزیق شوﺉ افراطی دریځ د دې دلیل هم کیدای شی، چې تر اوسه هیڅ کوم واکمن د دې جر‌أت نه درلوداواوس هم نه لری چې دا نه حل شوې لانجه آن یو ځل مطرح کړي!
دروند پتوال صاحب، مونږ دلته یواځې بحث کوو، د ډیورند دکرښې د حل نسخه هسې چې تاسو سره نشته چې کوم مډال مو پرې ګټلئ وي، زه یې هم نه لرم او فکر نه کوم چې په اوس وخت کې یې کوم بل څوګ ولري.
خو دا ددې معنی نلری، چې د لر اوبر پښتنو د ژوند د ښه کولو لپاره هڅې ونشي. د مثال په توګه زه په موجودو شرایطو کې د امن د جرګې په چوکاټ کې ځینې امکانات وینم چې د سیمې د خلکوپه ژوند کې مثبت بدلون راتلئ شی.
تاسو به په دې وروستیو کې اوریدلي وي چې نړیوالې ټولنې د [color=yellow:c5d0f42337](مونږ باید دافغانستان د خلکو زړونه وګټو)[/color:c5d0f42337] تر شعار لاندې د بیا ودانولو کارونه ګړندي کړي دي اودوی به دې ته په مینه حاضر وي چې د جنګ پر ځای د بیا ودانولو کارونه وکړي.
او له بلې خوا د پاکستان وروستۍ پېښې او کړکېچن حالت دا چانس یې زیات کړﺉ چې افغانستان او پاکستان د امن جرګې په چوکاټ کې داسې یوې موافقې ته ورسېږي ، چې پکې د ډیورند د کرښې یادونه ونشی او له بلې خوا په دغو سیمو کې دې د ښکیلو خواو پوځي فعالیتونه بیخي بند شی او نړیوال ځواکونه هم خپلو مرکزونو ته بېرت ستانه شي.
کله چې د امن جرګه یوه پر مخ تللي پړاو ته ورسېده، باید دې سره موازی په لمړي سر کې نړیوالې ټولنې سره د لر اوبر پښتنو سیمو دهر اړخیزې ودې لپاره په ځانګړیتوګه بنسټیزې ګډې پروژې لکه د لارو او سړکونو جوړول ، د اړتیا انرژي او د اوبو رسولو او داسې نورې پروژې پلان شي او د امن د جرګې د موافقتنامې د لاسلیک سره سم عملی کارونه دې پیل شی.
د دې تر څنګ باید د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او نورو کمرکی آسانتیاو موافقې هم وشي.
که د آبادۍ سوله ایز بهیر څو کاله همداسې دوام وکړي، د نړیوالې ټولنې او ور سره جوخت به د پانګه والو اعتماد زیات شی او د دې امکان شته چې نړیوال شرکتونه په دغو سیمو کې پانګونه وکړي.
که دا پورتني کارونه وشی او دغه بهیر همداسې په سوله ایزه توګه دوام وکړي ، د کرښې دواړو خواو وګړو تګ راتګ او کړه وړه به دومره زیاد شی، چې د ډیورند کرښه خپل مفهوم له لاسه ورکوي .

په درناوی



13.11.2007

دروند ورور غفارصیب او درنو لوستونکو ته سلامونه !
غفار صیب تاسو هیر کړي چې تاسو دغه موضوع داسې طرحه کړې وه :

[color=white:3fd2de16cb](( په پاکستان کې د اصطراری حالت اعلام سره د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د کوم مثبت بدلون تمه نه کېږي، ځکه تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیورندکرښې لانجه حل نشی پاکستان به په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي. په پاکستان کې حکومتونه ځی او راځی ، خو د ډیورند کرښه د پاکستان حیاتی مسئلې په توګه د هغه هېواد په لوړو ګټو شمېرل کېږي. له همدې کبله د ایوب خان، یحی خان ، بوټو او نورو د حکومتونو نه نیولي د مشرف تر حکومت پورې د افغانستان په وړاندې د پاکستان دحکومتونو دریځ له دوښمنۍ ډک او یو شان دﺉ. ))[/color:3fd2de16cb]
آیا په دې طرحه کې مو یو ټکې هم چیرې داسې چې اوس مو لیکلي، ځای کړې دی ؟ نه! تاسو نه دی لیکلی!
آیا په دې طرحه کې موتر هرڅه وړاندې د ډیورن د کرښې د لانجې حل نه دی غوښتی ؟ بسشکه تاسو غوشتی دس!
او آیا دغه حل مو په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې د بندولو له پاره نه دی غوښتی؟ د همدې موخې له پاره مو غوشتی دی !
او ایا هغه حل چې پاکستان پرې خپله لاسوهنه بندوي د ډیورن د کرښې په رسمیت منل نه دي ؟ بالکل دي ، په بل صورت کې مو د افغانستان سره د ایوب خان نه تر مشرف پورې دوښمنی اړینه بللې ده!
تر دې ځایه پورې خو ستاسو د لیکنې اود لاهور یا اسلام اباد د یو اوسېدونکي د لیکنې ترمنځ د ډیورن د لانجې په اړه هیڅ توپیر نه لیدل کیږي .
که مونږ د ډیورن د کرښې یادونه کوو، ددې له پاره نه وي چې د ډیورن د کرښې په سر دې حکومت اوس د پاکستان سره مناسبات خراب او د آزادۍ جګړه دې پیل کړي ! دا د هیڅچا هدف نه دی !
د تنقید هدف په ملي ګټو کې د حکومت ضعف ، د امریکا پورې تړاو،د امریکا او انګلستان ممکنه ګرایش چې د پاکستان په ګټه کرزي او شمالي اتلافیان یې چې تیار د پښتنو او پښتنې خاورې تجزيې ته غوږ په آواز ناست دي له فشار څخه کار وانخلي او هغه کار یې پاکستان په طالبانو کاوه په کرزي یې سرته ونه رسوي ، دریم شاه شجاع، او دوهم عبدالرحمان ترې جوړ نکړي .
په دې کې هیڅ شک نشته چې د ډیورن د کرښې موضوع مطرح کول اوس هیڅ سو ځانپوه افغان نه غواړي، دولت او حکومت یې نه غواړي، خو څوک یې چې همدا اوس غواړي هغه پاکستان دی، چې کله ۲۶ زره سرتیري پر دغه کرښه اچوي، کله پرې ښاردار سیم تیرول غواړي او کله هم یې پر ماینونو فرشول غواړي څو نړیوالو ته وښیي او پر افغانستان یې تحمیل کړي چې دا ددواړو هیوادونو ترمنځ نړیوال
سرحد دی، آیا همداسې نه ده ؟
د دیورن د کرښې په اړه خبرې مونږ د پاکستان سره نه لرو، مونږ یې د خپل دولت سره لرو او د غیور افغان ولس له خوا ورته ګواښنه کوو چې که ددې کرښې په اړه دې یوه خبره هم د پاکستان سره مطرح کړه چې بیا ونه وایې ، بیا به ته کرزی نه یې،بیا ته شاه شجاع یې، عبدالرحمان یې او کارغل یې، بیا دې نو نه پریږدو او له بادارانو سره دې له دې خاورې باسواو یا دې په دار زړوو !
هو، وروستۍ لویه جرګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ دافغانستان د ولس د ارادي ډیر ښه تمثیل و، افغانانو تل د پاکستان سره ښې اړیکې غوښتي او د کرښې دواړو خوتو ته د پرتو بشتنې ورونو قومونو دآبادۍ، پرمختګ او نږدیوالی پلویان دي او هر وخت چې دغه بهیر پرمخ تللی په هیڅ قیمت یې د هغې مخنیوی نه دی کړی او نه یې کوي ! نو دا افغان ولس ته کومه نوې خبره نه ده، نوې خبره به هغه خطر وي چې ددغسې امکاناتو پر ضد د کرښې ددوړاړو خواو تر منځ اتنیکي او ځمکنی جدایی او پردیوالی رامنځته کوي . ددې غوښتونکی یواځې پاکستان کیدلی شي نۀ افغانان والسلام !


Nazar
13.11.2007

[code:1:9ea481f1e8] د پاكستان بيړنى حالت د افغانستان په ګټه او كه په تاوان دي؟[/code:1:9ea481f1e8]

360 ډیګری او 100 % د افغانستان په ګټه دي
په شرت د دی چی ټول تاوان پنجابیانو ته ورشی مګر افسوس خبره دا دي
چی هلته هم پشتانه ټکول کیږی



13.11.2007

نظر صیب ښې چارې ،سلامونه او درناوی مې ومنه!
بیړنی حالت د پنجابي حاکمیت دیکتاتوري ده، نه دموکراسي ، چې د پنجابیانو دمرتجعو حلقو غوښتنه ده ، نو امکان نه لري چې د پنجابیانو دیکتاتوري دې د پښتنو په ګټه وي، په دمږکراسۍ کې پښتانه لږ تر لږه کولی شي په دواړو خواو کې خپل حقوق وغواړي . که ستاسو په خیال کې طالبان وي، چې پنجابي ارتجاع به مرسته ورسره زیاته کړي، نو تر هغوی به طالبان لا زیات د خپل هیواد د ورانولو او د پنجابي بادار په ګټه زیات تخریبي کارونو ته اړشي . برعکس دا خبره مو سمه ده چې په دواړو خواو کې پښتانه له هر ډول زیان سره مخ کیږي !


ghafar
14.11.2007

عزتمن پتوال صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه وړاندې کوم !
دروند پتوال صاحب که څه هم ما خپل نظر په تفصل سره وړاندې کړ، خو لیدل کېږي چې تاسې د [color=blue:8bfec01c09]حل[/color:8bfec01c09] اصطلاح سره ستونزه لرﺉ!
داسې ښکاري چې تاسې د حل اصطلاح یواځې د کرښې په رسمیت پېژندل ګڼئ، خو زه په بل نظر یم،ما د نورو تر څنګ لیکلي وو:
[color=white:8bfec01c09]ځکه تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیورندکرښې لانجه [/color:8bfec01c09] [color=blue:8bfec01c09] حل [/color:8bfec01c09] [color=white:8bfec01c09] نشی پاکستان به په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي.[/color:8bfec01c09]

یوه لانجه هغه وخت [color=blue:8bfec01c09]حل شوې[/color:8bfec01c09] حسابېږي چې د لانجې دواړه خواوې یوې ګډې موافقې ته ورسېږي. زه به د ډیورند د کرښې څو احتمالي یا خیالی لارې وشمېرم چې عمل کیدل یې غیر ممکن نه ښکاري :
۱ - د ډیورند کرښه رسماً له منځه ځي.
۲ - د ډیورند کرښه رسماً په رسمیت پېژندل کېږي.
۳ - دواړه هېوادونه لومړﺉ یو کانفدراسیون جوړوي او بیا ولیدل شی چې حالت په څه ډول پراختیا مومي .
۴ - د امن جرګې په چوکاټ کې چې ما پخپلې تېرې لیکنې کې لیکلي وو.
....
ښایي نورې لارې هم وي !

په درناوی



14.11.2007

دروند او منلي غفار صيب ښې چارې !
[quote:9428065c30]داسې ښکاري چې تاسې د حل اصطلاح یواځې د کرښې په رسمیت پېژندل ګڼئ[/quote:9428065c30]
پاکستان تر اوسه پورې همدې ته حل ويلي او همدغه حل غواړي، خو افغان دې ته
ډاګيزه ظلم وايي او حل نه ورته وايي، که نه د انګليس له خوا په امير عبدالرحمان تحميل شوي حل به چا منلي و !
نور حلونه چې تاسو په پام کې لرل بايد په لومړۍ ليکنه کې مو څرګند کړي واي اود فال په توګه مو له ځان سره نه واي ساتلي! په هر صورت ؛ د لوستونکو اندګورونه به پرې مهم وي :
١ـ د کنفدراسيون د جوړولو وړانديز پاکستان ان د ډاکتر نجيب الله په وخت کې د ټول افغانستان د ادغامولو له پاره کړي و، دادي اوس يی ستاسو له خولې څخه بيا اورو ، کنفدراسيون د پاکستان سره پښتونستان نه ازادوي بلکې ا فغانستان هم د پاکستان خيټې ته ورغورځوي او بس ! تاسی تل د پاکستان له پاره تل دغسې په زړه پورې وړانديزونه کړي او کوئ يې او په هغوي بيا د بيطرفه او نوي وړانديز نوم ږدئ .

٢ـ د امن جرګه مسله حلولي نشي خو کړکيچ کمولي شي ، اودا هم په اوسنيو شرايطو کې يوغنيمت دي او بس .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more