نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دځانمرګي بريدونو په مخالفت کې..
لړمون خوړينی
04.11.2007
ډېرو درنو ورونو و خويندو!
ځانمرګی بريد روا دی که نا روا؟... په دې اړه خو په دې فورم او دټول افغان په لومړي مخ کې ډېرې ليکنې وشوې،چا تائيد او چا رد کړې. داچې دغه عمل يو ناروا عمل دی بايد ټول يې په کلکه وغندو. زه غواړم چې په دې اړه يانې ددغه عمل په مخالفت کې ليکنې راغونډې او په کتابي بڼه يې چاپ کړم.
له تاسې درنو څخه هيله لرم چې په دې اړه خپلې ليکنې دلته خوندي کړئ.
Nazar
04.11.2007
اردو(ژبه) په ټول افغان کې ځای نه لري
زده كړيال
04.11.2007
لا تراوسه زه د ژوند په هره برخه كې زده كړيال يم، خو د عالمانو او استادانو ويناوو ته په غور سره غوږ نيسم او هڅه كوم، چې عمل پرې وكړم.
په ځانمرگو بريدونو مي هله ډيره خوا بديږي چي عام وګړي پكي قرباني شي.
پدي هكله د لوى عالم حسن جان د خبرو متن را اخلم، چي په زغرده يي دا كارونه بند اعلان كړي دي:
[color=red:af7f080c71]پوښتنه: دا وخت ځان وژونکې حملې په خپل جوبن کښې دی په تېرو ورځو کښې د سوات په يوه سيمه کښې هم په پوليسو باندې ځان وژونکې حمله وشوه او د يو پوليس افسر په شمول څلور سرکاری ملازمان ووژل شول تاسو دغو ځان وژونکو حملو ته په کوم نظر ګورئ؟
ځواب: د اسلام له رويه دغه حملې جائزې نه دی او هيڅ شرعی حېثيت نه لری او سراسر ظلم دے. که د پاکستان فوځيان دی او که پوليس ټول مسلمانان دی او زمونږ وروڼه دی. که ځان وژونکی په رښتيا د جنرل پروېز مشرف مخالف دی نو لاړ دې شی له هغۀ سره دې جنګ وکړی خپل مسلمان وروڼه ولې وژنی؟ مونږ د دا ډول ځان وژونکو حملو مخالف يو، غندو يې او يو غېر شرعی کار يې بولو[/color:af7f080c71]
http://larawbar.com/Loy_Afghanistan/
د لا زياتي مطالعي لپاره دلته كېكاږئ
وطندوست
04.11.2007
[quote:7c116bfa05="زده كړيال"]لا تراوسه زه د ژوند په هره برخه كې زده كړيال يم، خو د عالمانو او استادانو ويناوو ته په غور سره غوږ نيسم او هڅه كوم، چې عمل پرې وكړم.
په ځانمرگو بريدونو مي هله ډيره خوا بديږي چي عام وګړي پكي قرباني شي.
پدي هكله د لوى عالم حسن جان د خبرو متن را اخلم، چي په زغرده يي دا كارونه بند اعلان كړي دي:
[color=red:7c116bfa05]پوښتنه: دا وخت ځان وژونکې حملې په خپل جوبن کښې دی په تېرو ورځو کښې د سوات په يوه سيمه کښې هم په پوليسو باندې ځان وژونکې حمله وشوه او د يو پوليس افسر په شمول څلور سرکاری ملازمان ووژل شول تاسو دغو ځان وژونکو حملو ته په کوم نظر ګورئ؟
ځواب: د اسلام له رويه دغه حملې جائزې نه دی او هيڅ شرعی حېثيت نه لری او سراسر ظلم دے. که د پاکستان فوځيان دی او که پوليس ټول مسلمانان دی او زمونږ وروڼه دی. که ځان وژونکی په رښتيا د جنرل پروېز مشرف مخالف دی نو لاړ دې شی له هغۀ سره دې جنګ وکړی خپل مسلمان وروڼه ولې وژنی؟ مونږ د دا ډول ځان وژونکو حملو مخالف يو، غندو يې او يو غېر شرعی کار يې بولو[/color:7c116bfa05]
http://larawbar.com/Loy_Afghanistan/
د لا زياتي مطالعي لپاره دلته كېكاږئ[/quote:7c116bfa05]
زده کړیال صاحب:
دا باید زده کړې، چې مولوي حسن جان، کوم ربانې عالم نه وو، هغه یو سیاسي ملا وو، چې خپلې ټولې فیتاوې ګانې (نه فتواګانې) يي د آي اس آي دسیوري لاندې ترتیبولې.
هغه دفضل الرحمن دپاټ سړې وو، هغه دافغانستان دداخلې جنګ (د مسلمانانو دجنګ) لپاره ښې فتواګانې ورکولاي شوې، له ملا عمر او طالبانو يي ښې غوړې چڼې وخوړلې، او و روسته يي دآي اس آي په اشاره پر هغوي خوله را ماته کړه.
ماته یو ملګرې وویل کوم چې دهغه په مدرسه کې يي په صدر کې سبقونه ویل، چې حسن جان یوه ورځ ملا عمر ته ښکنځل وکړ، نو یو کندهارۍ طالب ورته راپاڅید، او تمانچه يي پرې راوویستله، او ورته ويي ویل: چې تر اوسه دملا عمر او طالبانو په پیسو ښې غوړې چڼې کولې، عمرې او حجونه دې پرې وکړل، فتواګانې دې ورکولې، او اوس ورته ښکنځل کوې، نو نور طالبان راپورته شو، او هغه يي ترې خلاص کړ.
ګرانه زده کړیاله: ځما یوه خبره دزړه په غوږونو واوره:
دپاکستان مطلق اکسریت علماء رباني علماء نه دي، په دې معنا چې هغوي اکثره يي دخپلې شبکې په خولو غږیږي،
دټولو دا شعار دې: سب سې پهلې پاکستان.
اسلام ورته مهم نه دې، داسلام په نوم ورته خپلې چوکۍ مهمې دي، خپلې هغه لنډکروزرې ورته مهمې دي، چې کله يي په خوب کې هم نشوې لیدلاي، او اوس په کې ښه په نشه ګرځې.
که ځما په لاس کې ددوي محاکمه کول شي، زه په ټولو دغو رنګو علماوو باندې دقصاصي اعدام فیصلې صادرې کړم.