نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
غمخور صاحب: په لیکنه کې مو څو ټکو ته پام را اړوم.
و.افغان
03.11.2007
غمخور صاحب: په لیکنه کې مو څو ټکو ته پام را اړوم.
نن ورځ مې دټول افغان دویبپاڼې په لومړي مخ کې دښاغلې حبیب الله غمخور صاحب په یوې موضوع [color=red:f000e67b27]--محترمووکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړئ –[/color:f000e67b27] سترګې ولګیدي، څنګه چې دښاغلې غمخور صاحب څیړنیزي لیکنې ځما ډیرې خوښیږي، نو وار له مخې موضوع ته ور داخل شوم، او په کره لوستلو يي بوخت شوم.
دښاغلي غمخور صاحب موضوع چې دشهید دتعریف په سر دولسي جرګې دښاغلیو وکیلانو تر مینځ دشخړې په اړوند ده، دډیرې ستاینې وړ او له حقائقو ډکه تفصیلې موضوع ده،[color=darkred:f000e67b27] چې 85٪ پنځه اتیا سلنه يي دمطلق تأیید وړ ده.[/color:f000e67b27]
زه نه غواړم چې ددغې موضوع په اړه څه ولیکم، خو دښاغلي غمخور صاحب په تایید دومره وایم چې: دهر انسان خاتمه یو غیبي امر دې، که هغه په خپل مرګ مړ شوې وي، او که په جنګ کې وژل شوې وي، دجهاد په سنګر کې ویشتل شوي وي، او که دجهاد له سنګر څخه لیري په نورو ځایو کې قتل شوې وي، خو اسلام په دنیا کې په ظاهر تعامل کوي، په مسلمان صف کې چې څوک وژل کیږي، نو هغه سره دشهید تعامل کوي، چې دشهید یو لړ احکام دي، فقهي کتابونو په تفصیل سره راخیستي دي، دشهید شهادت دهغه نیت پورې تړلې دی، شهید یواځې هغه څوک کیدلاي شي، چې د اعلاء کلمة الله لپاره دالله جل جلاله په لیاره کې شهید شي، ډیر کرته ددې امکان هم شته چې په مسلمان صف کې یومسلمان دکافر په مقابل کې جنګیږي، خو موخه يي دولت، مال، او یا نوم وي، که دغه انسان په جګړه کې ووژل شي، دالله په نیز شهید نه بلل کیږي.
لیکن په افغانستان کې اوسنۍ کونډې، یتیمان، بی وزله، غریبان او معیوبیین دهمدې ټولنې افراد دي، دلته دیوه محتاج انسان، دیوې محتاجې کورنۍ، تورسرو، او وږو ماشومانو سره دکومک مسئله مطرح ده، دافغانستان حکومتي چارواکو باید دشهید دتعریف قضیه په دغه قانون کې بیخي مطرح کړې نه وي دکوم مسوده يي چې ولسي جرګې ته لیږلې وه، او ښه ورته واضحه هم وه، چې په ولسي جرګې کې دامریکايي ځواک په برکت دمتضادو افکارو خلک راټول شوي دي.
[color=white:f000e67b27]
راځم مقصدي ټکو ته:[/color:f000e67b27]
دښاغلي غمخور په لیکنه کې ځیني مهم ټکې دي، چې باید هسې له سترګو تیر نشي، ځکه ځما په آند دغه رنګ سترګې پټول دملت، دین، وطن، او له حقائقو سره ستر خیانت بلل کیږي.
ښاغلي غمخور صاحب تر څه بریده هڅه کړې، چې دخلقیانو له مخونو څخه هغه تک تور داغونه لیري کړي، کومو داغونو چې دهغوي دکړنو په سبب يي مخونه ور تور کړي دي.
[color=red:f000e67b27]ښاغلې غمخور صاحب وايي: ((مگر هغه افغان چي کليمه ئې ويل ،پنځه وخته لمونځ ېې کاوه ،په خپل هيوادکښي يوه حاکميت ته که دده خوښ و يانه کارکاوه اوياپه وسله وال پوځ کښي و،اودقدرت پر سر جگړه کښې ېې خپل خوږژوند دلاسه ورکړ،هغه ته څنگه مردار شوی ويلاي شو؟؟؟....که دلته په افغانستان کې يو بهرنۍ هيوادو نفوذ درلودچې داهم زموږپر خاوره تجاوزووخوهغه بلې خواته ددغه تجاوزلپاره تر ((۳۰))زياتو هيوادو دآمريکا په رهبری اوهدايت مټی رانغښتی وې.که دلته ديوه غلامان وه نوهلته خودمرحوم داودخان دحاکميت چې دپاکستان او امريکانه خوښېده دړنگېدولپاره ډيرومشهوروڅيروچې همدا اوس هم مطرح دي دهمدې ((۳۰))بهرنيواوکافرودغلامۍ کړۍ غاړي ته واچولې)).[/color:f000e67b27]
غمخور صاحب: زه نه غواړم، چې دهغو عسکرو په مستورو خاتمو وغږیږم، کومو چې دمجاهدینو، او سپیڅلې مقدس جهاد په ضد جګړه کوله، ځکه چې امکان لري، چې ځیني دهغوي په زور راوستل شوي وو، او یا نور عذرونه ولري.
خو لیکن دغه مقدس جهاد ته چې تاسې دقدرت په سر جګړه وايۍ نو هڅه کوۍ چې لمر په دوه ګوتو پټ کړۍ.
[color=white:f000e67b27]دخلقي دیکتاتور رژیم او دهغه ګوندیان دبا غیرته افغانانو دپاڅونونو، او ورپسې دناوړه ناورینونو اوجګړو یواځيني او لمړنې مسؤولین او مسببین بلل کیږي.[/color:f000e67b27]دغه کمیونستي رژیم قدرته درسیدو سره هر اړخیز کوښښونه شروع کړل، چې په افغانانو کې دافغانيت، او اسلامیت دوینو چیني وچې کړي، له هیڅ راز جرمونو څخه يي دریغ ونه کړ، علماء يي بندیان کړل، ملایان يي شهیدان کړل، داسلام په ضد يي دبورجوازیت، او ارتجاعیت په نوم تبلیغات شروع کړل.
په لیسو او مدرسو کې به دځوانو خلقي معلمانو په لاس دکمیونستۍ ایډیالوژۍ نوټونه توزیع کیدل، چې دغه نوټونه سوچ دالحاد او دالله جل جلاله ددین څخه دارتداد نه ډک نوټونه وو.
په دغه نوټونو کې به یواځې داشتراکیت مفکوره نه تبلیغ کیدله، لکه څنګه چې ځیني وايي، بلکه داشتراکیت داقتصادي مفکوري تر څنګ دالحادي عقیدي مفکوري هم تبلیغ کیدي.
[color=red:f000e67b27]غمخور صاحب لیکي: که دلته په افغانستان کې يو بهرنۍ هيوادو نفوذ درلودچې داهم زموږپر خاوره تجاوزووخوهغه بلې خواته ددغه تجاوزلپاره تر ((۳۰))زياتو هيوادو دآمريکا په رهبری اوهدايت مټی رانغښتی وې.[/color:f000e67b27]
نه غمخور صاحب، داسې نه ده، سره له دې چې دمارکسیزم دفلسفي تشوالې او پوچتوب نن سبا دنړۍ ټولو خلکو ته جوت دې، خو داسې ښکاریږي چې تر اوسه ستاسې په ذهن کې دمارکسیزم دروغجن تبلیغات او شعارونه انګازي کوي،
کله چې غافل پادشاه شاه ظاهر شاه دشوروي سره اړیکې ټینګې کړې، صحي به دا وي چې ووایم: شوروي دشاه ظاهر شاه سره اړیکي ټینګې کړې، او ځیني معاهدې يي ورسره امضاء کړې، او په نوم ځیني مسلکي کار پوهان !!!؟!!؟ يي افغانستان ته راولیږل، او غافل سردار داود هم دخپل تره ځوي سره دغه پروژه –دروس سره ددوستۍ-- په ګډه ترسره کوله. سردار داود په ۱۹۵۳ کې صدر اعظم وټاکل شو، دموسکو زیارت يي وکړ، او دغه وخت کې روسيي افغانستان ته دوه پورونه هم ورکړل، چې ددوهم پور بنکي سود يي له افغانستان څخه معاف کړ، افغان دولت چې په سر کي یو شمیر غافلو بې پرواوو قرار درلود، روسيي ته يي ګڼ شمیر محصلین په بورسونو ولیږل، او کمیونستانو ته يي په افغانستان دپراخو خوزخښتونو او تحرکاتو اجازت ورکړ.
مارکسیزم همیشه دا کوښښ کاوه، چی دغافلو افغانانو غفلت په خپله ګټه وکاروي، دشوروي کمونستانو رهبريت په عام ولس کې دامپریالیت، او بورجوازیت په ضد شعارونه ورکول، دامریکي او دشاه ظاهر شاه په ضد يي دهغوي په زړنو کرکه او نفرت پیچکاري کوله، چې هدف يي دظاهر شاه ددولت رانسکورول وو، او پر ځاي يي دسوچه مارکسیزم کمیونسټي دیکتاتور دولت ودرول وو.
دا راز به دکابل دپوهنتون، او نورو پوهنتونونو محصلینو او د عالی لیسو شاګردانو به مظاهرې ترتیبولې، او دامریکا او ظاهر په شاه ضد به يي شعارونه ورکول.
په ۱۹۷۳ کې چې کله سردار محمد داود خان دسپیني کودتا په ترځ کې خپل دتره ځوي را وپرځاوه، او ځان يي رئیس جمهور اعلان کړ، دکابل او دمسکو تر مینځ اړیکې لا نورې پیاوړي شوي، تر څو چې دکمیونستانو ګوند وکولاي شو چې په داود خونړۍ، کرغیړنه، اوتوره کودتا تر سره کړي، او په ډیر ظلم سره يي په حق ورسوي..
[color=white:f000e67b27]همدغه کمیونستي، مارکسي، او خلقي خوزښتو کې به مخکې دامریکې او دظاهر شاه دپرځیدو شعارونه ورکول کیدل، دظاهر دپرزیدو وروسته به بیا دسردار محمد داود خان او امریکي دپرځیدو شعارونه ورکول کیدل، او حقیقت دا وو چې امریکا په افغانستان کې په ۱۹۵۳ کال کې راپرځیدلې وه، بلکه له هغې هم مخکې، امریکا دظاهرشاه ددورې په ورستیو کلونو کې او دسردار داود دریاست جمهورۍ په وخت کې په افغانستان کې هیڅ وجود نه درلود.
لیکن دمارکسیانو او کمونسټانو دا تګلاره وه، چې عام ولس دمارکسیست ددښمنانو په ضد شعارونو باندی مشغول وساتي، او دمارکسیت دخطرناک راروان سیلاب له لیدو يي سترګې وروتړي.[/color:f000e67b27]
هر کله چې به له دغو مارکسیانو له خوا کوم ولسي وګړو او یا ډنډوري ملګرو ته زیان ورسیده، نو دپیښې په اړه څیړني او شننې به تیارې پر میز پرتې وي، او وار له مخه به ددغو حوادثو پړه په دولت اچول کیده، او ویل به يي: چې ظاهر شاه او امریکا په دغو پيښو کې لاس لري.
شاغلې غمخور صاحب لیکي[color=red:f000e67b27]: ((۳/ ددغووکيل صاحبانوبه په يادوي ،کله چئ ددوي په اصطلاح کمونيستانوحکومت کاوه ،هغوي به هم خپل پلويان پسله مرگ نه شهيدان بلل اودشهيدپه دودئې خاوروته سپارل . خپلوانوبه ېې تر فاتحې وروسته دقران کريم ختمونه کول)).[/color:f000e67b27]
غمخور صاحب: ستاسې په اسلامیت کې شک نه کوم، او نه حق لرم چی ويي کړم، لیکن ته ولې کوښښ کوې چې حقائق پټ کړې، ولې ته دخلقي رژیم لوړ رتبه غړي، او رهبران کمیونستان نه بولي؟؟
ډیره عجیبه خبره ده، په وطن کې دا دالحاد دمفکوري دترویجولو تر شاه دچا لاس وو؟ علماء چا له مینځه وړل؟
قرآنکریمونه چا له پښو لاندې کول؟
دپیغمبرانو سپکاوۍ چا کول؟
ملائکو ته چا ښکنځل کول؟
یوه ورځ ځما والد صاحب چې هغه دکنړ دڅوکۍ لیسه کې دظاهر شاه او داود خان په دورو کې استاذ وو، راته وویل:
یوه ورځ ټولګي ته رانوتلم، زه په تدریس لګیا یم، او یو شاګر دې دیوه نوټ په مطالعه مشغول دې، دیو لړ تنبیهاتو وروسته ورغلم، نوټ مې ترې واخیست، چې ګورم یوه کمیونسټي نوټ دې، چې سوچه الحادي مفکوري ته تبلیغ کوي، نوټ مې څیري کړ، او له شاګره مې دنوټ په باره کې وپوښتل، هغه راته پرته له مقدماتو راغبرګه کړه: چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم، او دلینن هیڅ فرق نشته.
همدرانګه به خلقیانو په لیسو کې میټنګونه کول، او په خپلو میټنګونو کې به يي په ښکاره ویل: ((دا کوناټورې ملائکې دې راشي، چې مونږ دخپل میټنګ څخه منع کړي))، نعوذ بالله من ذلک.
[color=white:f000e67b27]خلقیانو ددین ملایان دخپلو شاګردانو په مخ کې بې عزته کړل، پیران يي دمریدانو مخکې بیعزته کړل، په هر رنګ نارواوو او ظلمونو يي لاس پورې کړ، او دغه سبب وو چې ملت ورته راپورته شو، دغه راپورته کیدو کې نه دامریکا لاس وو، او نه دامریکا دا توان کیده، امریکا وروسته له موقع استفاده وکړه، او دافغانستان مقدس جهاد يي دخپلې ګټې لپاره وڅرخاوه.[/color:f000e67b27]
ښاغلي غمخور صاحب لیکي: [color=red:f000e67b27](( زه اصلاددغې ترمينالوژی داستعمال سره مخالف يم .چي دافغانستان دخلق دموکراتيک گونددکمونست گوند په نامه څوک يادوی اوله دې نوم څخه په استفادې سره ددې گوندپرغړوداټاپه لگوی چې گويادوي خداي مکړه له اسلام نه اوښتی وه .داځکه ددې گوند ټول غړی په مسلمانه کورنۍ کښي دنياته راغلي ،ټولوپه جومات کې تر يوي اندازې اسلامي تعليمات کړي ،دوی ټولوکليمه ويل،او وايي ،په کلی اوښاروکښې په ټولومذهبی اودودیزوعنعنوکښي ترهيچاشاته ندي پاته شوی . داختر،جمعې اونورولمونځونو کښې لېدل کېدل ،مړۍ ئي سپوته نه دۍ غورځولی تر هرچائې په زياتو درنومذهبی مراسيمو خاوروته سپارل ،په ختم اوجنازه کښې ئې برخه اخيسته .ديوې سياسي عقيدې له مخې ېې دخپل مرام پر بنيادئې غوښته دا وطن جوړ کړي)).[/color:f000e67b27]
غمخور صاحب: تاسې څنګه کوښښ کوې چې له خلقیانو څخه هغه نوم لیري کړې، کوم چې هغوي خپل ځان لپاره په ډیرې پرافتخارۍ سره غوره کړې وو.
زه دا نه وایم، چې دخلق ګوند کې داسې خلک نشته چې لمونځ نه کوي، او یا روژه نه نیسي، وي به، لیکن دګوند رهبریت او تګلاره په کمیونسټي اصولو ښه خړوبه شوې وه، یواځي داشتراکیت داقتصادي مفکوري مطرح کیدل نه وو، او که یواځی دا خبره وې، نو دا مشکلات به مینځ ته نه راتلل.
زه دکمیونستۍ او اشتراکیت باره کې لږه، زیاته مطالعه لرم، اصلا داشتراکیت دمفکوري منځ ته راتلل هم په الحادي اصل بنا دي، چې دغه مفکوره دیوې بیهوده فلسفي په نتیجه کې مینځ ته راځي، دايي دتفصیل ځاي نه دې.
تاسې چې کومو دیني مراسمو ته اشاره کړې، چې دځینې خلقیانو له خوا تر سره کیدل، هغه څیزونه خلقیانو په اسلامي دین باندی دعمل لپاره نه کول، بلکه هغه يي دیوې افغاني عنعني او تقلید په توګه کول او بس.
[color=white:f000e67b27]تاسې څه سوچ کوۍ، چې یو څوک په لینن باندې درود وايي، نو هغه به مسلمان وي، دکوم لینن له وجهې چې په لسهاوو ملیونونه مسلمانان وژل شوي، لوي، وړوکې، ښځه، نر، ماشوم، ځوان او بوډا يي تر تیغه تیر شوې، دکوم ستالین په امر چې په زرهاوو ډلییزي وژني شوي.
دکومو له وجهې چې د اسلامي خاورو په جوماتونو کې دلسهاوو کلونو په اوږدو کې دالله أکبر، او آذان نعره نه هسکیدله، په جوماتونو کې به میوزیکونه غږیدل.
تاسې یو داسې رئيس ته څنګه مسلمان ویل شۍ چې په ((بسم الله الرحمن الرحیم )) پورې خندا کوي؟؟ ((موخه مې حفیظ الله امین دې)).[/color:f000e67b27]په یوه مجلس کې وايي: دمازدیګر دلمانځه وخت دې دپنځلس دقیقو لپاره به استراحت وکړو، یعني شراب وڅکو.
تاسې هغو خلکو ته څنګه مسلمانان ویلاي شۍ، چې دالله کور ته به يي باغ وحش ویلي؟؟
تاسې هغو خلکو ته څنګه مسلمان ویلاي شۍ، چی داسلام مبارک دین به يي دبورجوازیت، تخلف، اوارتجاع مذهب باله؟؟
[color=red:f000e67b27]ښاغلې غمخور صاحب لیکي: (( زه پدې باوريم چې دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند پسله هغه چي سياسي واک ترلاسه کړ ديولړعينی دلايلوله مخی پخپلو کړنوکښې [color=white]اشتباهات[/color:f000e67b27] وکړه ،بېگناه انسانان به ئي وژلې وه ،خیانت به ئې کړۍ وي ،خود اسنادهم راسره شته چې ددغوکړونوسره هم دگوند ټول غړی موافق نه وه)) .[/color]
ښاغلیه: تاسې څنګه اوس بیا ددوهم ځل لپاره دا جرأت کوۍ، چې ددوه میلونو شهیدانو دکونډو، یتیمانو، او ورثه وو په سترګو کې خاورې وشیندۍ، تاسې ته ضمیر څنګه دا اجازه درکوي چې لویو جرمونو، سترو نه بخښیدونکو جنایاتو ته اشتباهات ووايۍ.
[color=red:f000e67b27]ستاسې په پوهه پوره اعتبار لرم، چې تاسې به دجرمونو او اشتباهاتو تر مینځ ضرور فرق کولاي شۍ.[/color:f000e67b27]
آیا ددوه ملیونو بی ګناه افغانانو وژل اشتباه ګڼل کیږي؟
آیا دپنځه ملیونو څخه دزیاتو افغانانو بې کوره کیدل اشتباه ګڼل کیږي؟؟
آیا دټولنې ددینو علماوو، مصلحینو، اودیندارانو پاکستان ته اعزام کول ((موخه په شهادت رسول)) اشتباه ګڼل کیږي؟؟
آیا ددرې ملیونو بې ګناه افغانانو معیوبول اشتباه ګڼل کیږي؟؟
آیا د بیګناه افغانانو دکورونو، باغونو، جوماتونو، او شتمنیو سوځول اشتباه ګڼل کیږي؟؟
آیا دپتمنو خویندو عزت لوټول په ډیره بیغیرتۍ سره اشتباه ګڼل کیږي.؟؟
کومې ډلییزي وژني، کوم قتلونه، کوم مرګونه، او کوم دغم ټغرونه چې خلقیانو او دهغوي بادارانو په افغانانو خواره کړي، دهغې له شمیرلو څخه یو دائرة المعارف هم عاجزیږي، دا اوس چې مونږ کوم اور کې سوځیږو، دا هغه اور دې چې خلقیانو، پرچمیانو، او دهغوي بادارانو ځمونږ په کور کې بل کړې دې.
عجیبه عقل او عجیبه منطق دې چې وايي، روسیه افغانستان ته ځکه راغله چې له دغه هیواد څخه امریکا وشړي،
یعني ګر سره افغانان يي ددې لپاره تباه او برباد کړل چې له امریکا څخه يي وژغوري.
فکر نه کوم، که دا رنګه فکر حیوان هم وکړي.
هو دلته هغه قاعده استعمالیږي، چې وايي، دروغ وایه، وایه، تر څو چې دروغ دې رښتیا وبلل شي.
دمارکسیزم شعارونه هم ټول له دروغو پرته بل څه نه وو.
ټولې دنیا دا خبره څرګنده شوه، او ځمونږ دوطن خلقیان که دوطن لپاره خیر غواړي، نو لومړۍ دې په خپلو ټولو جنایاتو او جرمونو باندې اقرار وکړي، بیا دې له ټول ولس څخه بخښنه وغواړي، او بیا دې ګوښه په یوه ځاي کې غلې کښیني، ځکه چې آزموده باز آزموده نمیشود.
په آخر کې دا هم باید ووایم: دافغانستان ددیرش کلن بد ناورین پړه اچول په کمیونستانو باندې ددې معنا نه لري، چې تش په نامه مجاهدینو جنایتونه نه دي کړي، بلکه هغوي هم زښت زیات جنایتونه او جرمونه کړي دي، چې ان شاء الله یوه ورځ له ورځو څخه به دهغوي ستونو ته ددې مظلوم ملت لاسونه ورغزیږي، او له هغوي څخه په انتقام به يي جوش وینه سړیږي، خو ددیرش کلن بد ناورین لومړني مسببین کمیونسټان دي، خو دتوبې دروزاې اوس هم دژوندو لپاره خلاصې دي، هغه که هر څوک وي، لیکن حقوق العباد دبندګانو له بخښنې پرته نه بخښل کیږي.
دموضوع له اوږدیدو څخه بخښنه غواړم.
په افغانۍ مینې او مننې.
وهاج ساپی.
Re: غمخور صاحب: په لیکنه کې مو څو ټکو ته پام را اړوم.
وطندوست
04.11.2007
ښاغلې وهاج صیب!
ما هم دغورځنګ په ویبسایټ کې یوه لیکنه لیدلې،
غواړم چې تاسو او نورو لوستونکو سره يي شریکه کړم
په درناوۍ:
http://ghorzang.af/index.php?option=com_content&task=view&id=1295&Itemid=47
په دولت كې كمونستان په بېړه ځواكمن كېږي
سيدرحمن سالار
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د تله ۲۷ - مه
د ۱۳۷۰ كال دثور په ۸ نېټه چې د ډاكتر نجيب ترمشرۍ لاندې د كمونستانو دحكومت وروستۍ سلګۍ مړې شوې او حكومت يې ړنګ شو نو پركمونستانو ځمكه سره شوه او ملت يې د محاكمې غوښتنې پيل كړې خو د وخت جمهور رييس حضرت صاحب مجددي دوى ته د عمومي بښنې اعلان وكړ! او دوى له دغه بښنې څخه په ګټه اخيستنې سره په ډېر مهارت سره دوخت پر ځواكمنو ګوندونو كې ورګډ شول خو دوى نور خپل ځانونه كمونستان نه بلكې وردګډشويو ګوندونو ته وفادار ګڼل او نه دهغه وخت واكمنو دوى ته دكمونيست (خلق پرچم) د ګوندونو ترنامه لاندې دفعاليت اجازه وركوله.
دوخت په تېرېدو سره خلكو داسې وګڼله چې نور نو دكمونستانو دبيا را پورته كېدو ډرامه ختمه شوه او هېڅكه به ترپخوانيو نو مونو لاندې سرونه را پورته نه كړي خو كله چې دكرزي تر مشرۍ لاندې مؤقته اداره جوړه شوه او بيا وروسته لويه جرګه را وبلل شوه دغو نوم وركيو كمونستانو چې ځانونه يې غلي ګړي وو سرونه را پورته كړل او د دوى پاڼه د خلكو دخيالونو پرخلاف را واوښتله او ځانونه يې د دولت په لوړو او ټيټو ادارو كې په ډېر منظم ډول ونښلول او خپل فعاليت يې دومره ګړمړى كړ چې په ډېر لږ وخت كې يې وكولاى شول چې ولسي جرګې ته هم لاره ومومي او دغه راز يې دوطن په نوم چې خلق او پرچم دواړه د كمونېزم په مفكوره جوړ شوي ګوندونه په كې راټول شول جوړ كړ.
دوى كه د دولت په هره كچه غړي وو د خپلو خلكو له پاره يې داسې فعاليتونه پيل کړل چې په يو ډول نه يو ډول يې پردندو ګماري، همدا لامل وو چې په استخباراتي او امنيتي ادارو كې يې ځانونه دومره غښتلي او ډېر كړل چې په خپله خوښه هغه كارونه وكړاى شي چې دوى يې غواړي او د اوسني دولت په بدنامۍ تمام شي .
د ولسي جرګې غړى عبدالمجيد په دې اړه دخپلو معلوماتو له مخې وايي چې د كرزي د حكومت دجاسوسۍ، څارنوالۍ او امنيت په ادارو كې چې ډېرې مهمې ادارې ګڼل كېږي په سلو كې ۹۵ تنه د كمونستو ګوندونو غړي دي ا و دوى په ډېر شعوري ډول خپلو ګوندونو او ملګروته كاركوي او هرهغه څوك چې دوى يې دځان له پاره په يو ډول نه يو ډول خطرناك ګڼي تورنوي او زندانونو ته يې اچوي .
دده په وينا دولت تراوسه پورې هغه دچاخبره د اوښ پرشا ويده دى او په دې اړه يې هېڅ كار نه دى كړى نو موړى داهم وايي چې كه پردولتي ادارو كې دكمونستانو دغه پټ فعاليت په همدې ډول په چټكۍ سره دوام وكړي نو لرې به نه وي چې ډېر ژربه دحكومت واګې په خپل لاس كې واخلي.
اوس په دې وروستيو كې د وطن په نوم د دوى ګوند په يوه خپره شوې اعلاميه كې راغلي چې دوى نوي تكتيكونه په كار اچولي او د دغو تكتيكونو په ترڅ كې به يې دګوند ټول غړي په يوه دسترخوان سره راټول كړي .
له بلې خوا داسې هم ويل كېږي چې كمونستان او يو شمېر نورې ډلې دچين، ايران او شوروي هېوادونو له خوا دې ته هڅول كېږي چې په ډېر احتياط او مهارت سره دهېواد راتلونكې ټولټاكنو ته كار وكړي او په ګډه سره يو كانديد و دروي ترڅو د ولسمشرۍ څوكۍ تر ګوتو كړي او په دې برخو كې نوموړو هېوادو نو دوى ته د پيسو اولګښت ټټرهم وهلى .
او يوشمېر باوري سرچينې وايي چې دوطن ګوند (خلق او پرچم) او څلور لس نورې لويې او وړې ډلې غواړي چې تراوسنۍ متحدې جبهې يوبل پياوړى ګوندجوړكړي، او رپوټونه وايي چې ددې په دې اړه په بهركې پرسلا مشورو لګيادي او په دې اړه يې ډېر پرمختګونه هم كړي.
په هرصورت! كه موږ ترګنګوسو تېرشو او واقعيتونوته پام وكړو نو داسې ښكاري چې تركاسې لاندې نيم كاسه شته ځكه چې كمونستان په رښتيا هم له سره پياوړي شوي چې آن يو شمېر هغه ګوندونه هم له دوى سره يووالي ته اړ شول چې د جهاد په نوم جوړ شوي وو او دكمونستانو سره يې په كلونو،كلونو په ټټر،ټټر كې وهلي وو او متحدې جبهې په نوم يې يوه ډله جوړه كړه.
دا يوازې د كرزي دهغه ناسم سياست په ترڅ كې غښتلي شول چې هرچا او دهرې عقيدې ګوندونو ته يې په هېواد كې دفعاليت اجازه وركړه او ښايي همدا وجه وي چې اوس د ملك ډېر شمېر خلك دده واكمني د افغانستان په تاريخ كې ترټولو نابود او په خپل سياست كې پاتې راغلى حكومت ګڼي ځكه ددغه غلطو سياستونو له امله دملت هغه دښمن بيا سرراپورته كوي چې كابو دوه نيم مليونه افغانان يې يوازې د افغانيت او اسلاميت په ګناه ترخاورو لاندې كړي او دغه راز يې دپرديو په لمسون دوخت قانوني او سالم نظام ړنګ كړ او د روسانو يرغل ته يې لاره پرانستله او افغانستان يې دبدبختۍ او دښمنۍ يوې دغاسې ژورې كندې ته ور وغورځاوه چې لاتراوسه سرنشي را پورته كولاى.
دغه دقدرت وږي او د غلامۍ ماهران دچاپلوسۍ داسې مهارتونه لري چې كه دهرچااو هرځواك په غېږ كې وروپرېوزي په دې يې باك نشته خو په دې شرط چې دوى د افغانانو د منګولو څخه وژغوري او پرواك يې كېنوي دوى لكه د سرطان د ناسور په څېر خاصيت لري په ډېرې آرامۍ سره خپل كارونه ا و فعاليتونه كوي، هېچاته ځان نه ورښيي مګر په ډېره بېړه ځانونه د زړه او دماغ پولوته رسوي او هغه مهال يې بيا علاج ګران او ناشونى وي .
دمشرانو جرګې غړى مولوي ارسلان رحماني په وينا د اوسني نظام د ضعف او دغه راز د دولت پرضد چې كوم مخالفتونه موجود دي ددې يو ستر لامل دادى چې يو شمېر كمونستان د شمالي ټلوالې په ليكو كې په واك كې وو اويوشمېر نور د كرزي په حكومت كې واك ته ورسېدل او دوي لاس سره يو كړ او په لوى لاس يې دهغه طالبانو په ځورولو اونيولو لاس پورې كړ چې هغوى ياپه خپلو كورونو كې ناست وو اوياله هېواد څخه بهراوسېدل.
همدوى دولت ته غلطې او ناسمې مشورې وركولې او پرطالبانو يې ځمكه داسې سره او تنګه كړه او طالبان يې په لوى لاس دې ته اړكړل چې په يو كلك مخالفت لاس پورې كړي .
دولت بايد په لومړي سركې د كمونستانو د دغو دامونو په اړه پام كړى واى اوهغوى ته يې په خپلو ادارو كې دومره واك نه واى وركړى او چې هغه وخت يې داتېروتنه وكړه اوس هم لاوختي دى ، كه اوس هم د دوى دنابودولو په اړه ګام پورته كړاى شي نو مناسب وخت دى مګركه يې مخه اوس هم ونه نيول شي نو دا وېره شته چې ډېر ژر به واك ترګوتو كړي.
او زموږ په مظلوم ولس به يو ځل بيا خپلې چپه مېچنې وچلوي، ځكه مخكې مودې ټكي ته يادونه وكړه چې په چاپلوسۍ او غلامۍ كې پوره بريالي دي ، ښايي امريكا ته تر كرزي ډېر ځانونه وفادار وښيي او امريكايان خو همداسې يو څوك غواړي چې يوازې داوښ پړى په لاس وركړي او د دوى اصلي ګټې چې تراوسه هېچاته هم نه دي معلومې خوندي وساتي .
نو زموږ غوښتنه له دولت څخه په ځانګړې توګه له ولسمشر څخه داده چې له خپلو ادارو څخه كمونستان وشړي او يا لږ ترلږه د دوى كارونه وڅارل شي ا و مشورې يې په هېڅ صورت ونه منل شي ځكه دوى به حتماً غواړي چې پرخپلو هغه جرمونو پرده وغوړوي چې دواك پرمهال يې خلك وژلي په ځانګړې توګه د څرخي پله د زندان په پلګون سيمه كې يې دومره مسلمانان شهيدان كړي چې لاتراوسه يې ككرۍ تر خاورولاندې موندل كېږي او موږ دا امكان هم نه ردوو چې څو ورځې وړاندې چې دولسمشر په امرپه دغه پلګون كې پنځلس تنه اعدام شول په دې اړه به هم ولسمشرته همداسې كسانو مشورې وركړې وي چې غوښتل يې په راتلونكي كې له دوى څخه څوك دپلګون دشهيدانو پوښتنه ونشي كړاى
Nazar
04.11.2007
watanzar سلامونه او شی هیلی درته وړاندی کږی
[code:1:0243c3c025]نو زموږ غوښتنه له دولت څخه په ځانګړې توګه له ولسمشر څخه داده چې له خپلو ادارو څخه كمونستان وشړي او يا لږ ترلږه د دوى كارونه وڅارل شي ا و مشورې يې په هېڅ صورت ونه منل شي ځكه دوى به حتماً غواړي چې پرخپلو هغه جرمونو پرده وغوړوي[/code:1:0243c3c025]
فکر نکړم چی څوک دی ستاسو دی خبری ته غوږ سی
په ځانګړې توګه ولسمشر کرزی صاحب خو بیلکل دا کار نکړی
وطندوست
04.11.2007
[quote:1b388d5c2f="Nazar"]watanzar سلامونه او شی هیلی درته وړاندی کږی
[code:1:1b388d5c2f]نو زموږ غوښتنه له دولت څخه په ځانګړې توګه له ولسمشر څخه داده چې له خپلو ادارو څخه كمونستان وشړي او يا لږ ترلږه د دوى كارونه وڅارل شي ا و مشورې يې په هېڅ صورت ونه منل شي ځكه دوى به حتماً غواړي چې پرخپلو هغه جرمونو پرده وغوړوي[/code:1:1b388d5c2f]
فکر نکړم چی څوک دی ستاسو دی خبری ته غوږ سی
په ځانګړې توګه ولسمشر کرزی صاحب خو بیلکل دا کار نکړی [/quote:1b388d5c2f]
نظر صاحب:
ته هم ښه وايي، خو پر مونږ يي ویل دي، او کار خو دنور چا په لاس کې دی.
او ښاغلي وهاج صاب ته دومره وایم.
چې دغمخور سره نور سر مه خوږوه، هغه ځانته کمونست نه دې، بلکه دهغوي رهبري کوونکې دې.
مونږ دلته دمالمو په ښار کې ورته یو دشرف لقب هم ورکړې.
ځمونږ پښتانه ورونه ورته کوچنۍ برژنف وايي،
او فارسیبانان ورونه ورته برژنف کوچک وايي.
دۍ دومره متعصب دې، چې چاته السلام علیکم نه وايي،
ځکه چې وايي: دا عربي جمله ده،
اوکه څوک ورته ورته سلام وړاندې هم کړي، نو هغه يي په سلام جواب نه وايي،
ځکه چې دسلام جواب په عربي کې هغه ته ډیر بد ښکاریږي،
دغه ښاغلې سره له دومره افراطیت سره په خپلو لیکنو کې بیا ډیر عربي الفاظ کاروي، او غلط يي کاروي.
:P :oops: :lol:
منلی
05.11.2007
ټولو وروڼو سلامونه!
ښاغلی وطن زار دامشکل دايوڅه پښتنو ځوانانو دي ان تردي کله کله په ديي خبره احساساتي اوجذباتی شی چې ورته وويل شی چې زه اول مسلمان يم بيا پښتون اويالکه تاسوچی ورته اشاره کړي سلام هم په عربي نه خوښوي .
اوبياچې ورله ګوري ددوي نفرت صرف تر عربي پوري محدود ده نوري ژبي خاص کر انګلش او نوري مغر بي ژبي په ډيرشوق او زوق ذده کوي(چې بدکار نه دي ) او په ويلو يي فخر محسوس وي کله کله خويي په خوږه پښتو ژبه کې هم استعمالوي
ددوي له خبرو او عمل داسي ښکاري چې ددوي مشکل عربي سره نه اسلام سره دي
Nazar
05.11.2007
ګران ورور زخمی اول د الله (خدای ٠ج٠) رحمت تاسوته
بیا وروره زه په خپله د عربو څخه کرکه لرم مګر د دی متلب دا نده چی
زه مسلمان نیم
زه پر دی جمله پره یقین لرم چی الله زما رب دی او محمد یی رسول
مګر عربیان ډیر بیناموسه انسانان دی
pattang
05.11.2007
زخمي او نظر ته سلام !
داټول جهالت او نا پوهي ده ، که دعربو په کلتور او کارنامو سړی خبر شي او وې
ګوري چې دوی څومره مخ کې وو او څه عجا ئب کارونه ئي کړي دي نو سړی به
حيران پاته شي٠ کله چې صليبيانو هلته خپل مذهبي او امپريالستي تېرې شروع
کړې نو دعربو کلتور ته يې ډېر زيان ورساوو٠
پښتون که مسلمان او يا برخلاف:
دا يوه کلتوري او ايتنيکي مسئله ده داځکه چې څوک ا ول پيدا شي نو دخپل مور
اوپلار ګېن Gen/DNA دپښتانه ....ورسره وي او بيا ئي وروسته په غوږونو کې
ا ذان ورکوي٠
زمونږ دپښتنو هوښيار ان هم لېونيان کېږي ،کله چې لاره ترې غلطه شي نو خوله په
ملا طالب او اسلام را واړوي او دټولو بدبختويو مجرم اسلام وګرځوي ٠
يو شی بايد هير نکړو چې دعربو دولتي مشران ډېر ارتجاع ، بېکاره غله او بې پته
انسانان دي چې د صليبيانو مذدوران او اجنټان دي ، نو له دې کبله خبره عمومي شي
او ټول عرب پکشې راګډ شي خو د عربو اولس اوس ډېر مظلوم اولس دی او همدا
علت دی چې له ځينې عربو غلط کارونه پيښيږي او يو ناروغه عربي اسلامي
ناڅوناليزم ته نږدېوالی کوي ٠ که دامريکايانواونورو مداخلې په عربو کې
ګورم نو په لوړ اواز به ووايم چې عرب بايد د صليبيانو ديوه داسې کلتوري ،
اقتصادي اوسياسي استعمار په مقابل کې هر ډول مبارزه وکړي٠
صليبيان نه يواځې دا ملکونه زبېښي او وينې ئي څشي خودې دوی کلتور او
مذهب ته هم په ډېر سپکه سترګه ګوري او انسانان يې سيالان هم نه بولي٠
( افغانستان ئي بل مسال دی .. ..)
pattang
19.11.2007
انډيواله په حقيقت او تاريخ نه پوهيږي ، زه ستا د ښکنځلو ځواب نشم در کولی خو دومره درته وايم له بيعقله او ناپوهه جنګي یو بې کتې خر هم ښه دی .
[quote:b562c5f195="اختر"]ګوره پتنګه وروره !
دلته د غمخو ر صاحب او د وهاج ساپی صاحب خبره نسته خو بی ادبی دي معاف وي ستا د هغه ملک عبد الله عورته د ي لا په بن لادن و غيم !
په درناوی[/quote:b562c5f195]
20.11.2007
[color=yellow:e55b6e148b]درنو ورونو درانه اوسئ!
عرب زمونږ اسلامي ورونه دي ،خو سیاستوال یې اسلامي وروري نه پالي ! هغوی مداخله ګر،مرتجع اود عجمو په وړاندي متکبر او له جهالته ډک واکمنان دي . که سیاسی مشرانو یې د عربي نړۍ څخه یو اسلامي خلافت جوړ کړ بیا کیدای شی د نورو اسلامي هیوادونو په اړه هم نیک او داسلامي خواخوږۍ سیاست ولري . او که نه، تر هغې به خپل مغرض ، ارتجاعي او مداخله ګر سیاست ته دوام ورکوي ، او عربي ولس به هم تری د رښتینې نیکمرغۍ خاوند نشي ! کله چې اسلامي خلافت له منځه تللی واکمنانو یې داسلامي ورورولۍ سیاست له منځه وړی، خو جمال ناصر بیا هم څه ناڅه ددغه سیاست احساس په خپله محدوده کې ښوده ،په هر شکل چې و د عربي او ټولې اسلامي نړۍ د اتحاد پلوی يي کاوه . تر اسلامي خلافت راوروسته عرب زمونږ همدغسې او همدغومره اسلامي ورونه دي لکه د نړۍ نور عجم ( هند، اندونیزیا ، ملایزیا پاکستان ، ایران تاجکستان ازبکستان او ترکیې )مسلمانان او بس . په جهاد کې دعربي هیوادونو مرستې دومره زمونږ د هیواد د آزادولو له پاره نه وي لکه څومره چې یې زمونږ وطن پر مجاهدینو وران او بیا د طالبانو ددورې په بڼه د ۱۱ د سپتمبر د پیښې او امریکايي یرغل سبب وګرځېدې ! د دولتي او اسامه غوندې ولسي مشرانو مداخلو یې افغانستان دړې وړې کړ، که دا مداخله ګري وي، که جهالت وي که ارتجاعیت او تکبر ، هر ه بلا چې وي ، وي به ، خو اسلام او اسلامي وروري یې هیڅکله نشو بللی !!!!
په درنښت [/color:e55b6e148b]