نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دی وايی چې افغانان د مهتر يعقوب اولاده ده ..... پشتانه رښتيا هم اسرائيل دي او که بل څوک؟)
Nazar
01.11.2007
هنری راورټی هم پښتانه د يهودانو له نسله بولي.دی په هغه مضمون کې چې د پښتنو او پښتو د اصالت په باره کې يې ليکلی او په کال ۱۸۵۴ کې يې د بنګال د شاهنشاهی ټولنې په مجله کې خپور کړی او بيا يې له خپل پښتو ګرامر سره د مقدمې په حيث يو ځای کړی دی، اوږد بحث کوي او ليکی چې پښتانه خپله ځانونه د يهودانو له نسله بولي. هنری راورټی هم پښتانه د يهودانو له نسله بولي.دی په هغه مضمون کې چې د پښتنو او پښتو د اصالت په باره کې يې ليکلی او په کال ۱۸۵۴ کې يې د بنګال د شاهنشاهی ټولنې په مجله کې خپور کړی او بيا يې له خپل پښتو ګرامر سره د مقدمې په حيث يو ځای کړی دی، اوږد بحث کوي او ليکی چې پښتانه خپله ځانونه د يهودانو له نسله بولي. پدې پسې وايی دا مطلب د سدوزو د قبيلې په يوه تاريخ کې ، چې پدې وروستيو وختو کې دده لاس ته ورغلی دی او تذکرةالملوک نوميږی په بهترينه طريقه بيان شوی دی . راورټی وايی دا اثراته ټوکه او جمله ۶۳۰ مخه دی. د کتاب هر مخ ۱۷ سطره لری او په پښتو ژبه ليکل شوی دی . دی وايی دا کتاب ډېر نايابه دی. راورټی د کتاب ديباچه او مقدمه ترجمه کړې او په همدې مضمون کې يې ځای کړی دی .
د تذکرةالملوک په مقدمه کې هغه عنعنه يي روايت په ښايسته تفصيل راغلی چې پښتانه تني اسرائیل بولي. راورټی وروسته ددغې مقدمی له ثبتولونه وايی: (علاوه پر هغه اثر چې مايې لنډير دلته راواخيست په ډېرو معتبرو آثارو کې دا ثابته شوې ده چې افغانان اصلاً ددغه ملک نه دي چې دا اوس پکې هست دي، بلکه [په لرغونو زمانو کې]له لوېديځې آسيانه په ورو ورو ورته راغلي دي او دا څه ناممکنه خبره نه ده.ښايی چې مختلفو عواملو د پېرويو په تېريدلو هغوی دې ته مجبور کړي وي چې د بيت المقدس له شاوخوا سيمو نه مهاجرت وکړي) ( ۲۴ )
راورټی وروسته د خپل پښتو قاموس په مقدمه کې په زياتره صراحت او قاطعيت دا حکم کوی چې پښتانه بنی اسرائيل دي. دی ليکی :
( وروسته له کامل غور نه غواړم دا نتيجه واخلم: له هغه نژدېوالی نه چې ما د پښتو او سامی او ايرانی ژبو تر منځ وښود ، له هغو متعددو رواياتو نه چې پدې باره کې موجودديو د حضرت يعقوب داولادې له هغو دودونو نه چې د يهودانو له اسارت نه پنځه ويشت پېړۍ راوروسته هم په افغانانو کې رايج دي، له دې نه چې ددوی [افغانانو ]څېره له بل هر ولس نه په قاطع ډول نوپير لری ،ددوی [افغانانو ]له ينډی او حتی يوبل سره غدر نه ، د تجارت په کار کې ددوی له ځير کۍ نه اوله ګټې سره ددوی له مينې او له هغو متعددو ثبوتونو نه چې موږ يې پدې باره کې لرو چې دوی په تدريج سره د آسيا له غرب نه وړاندې تللی دی -زه غواړم دا نتيجه واخلم چې افغانان د يهودانو د[لسو] قبيلو بقايا دي.) ( ۲۵ )
د يهودانو په دايرةالمعارف کې هم راغلي دي چې پښتانه د خپلې عنعنې په اساس ځانونه د يهودو دلسور ورکو شوو قبيلو اولاده ګڼي. پدې پسې په دايرةالمعارف کې هغه مطلب په ډيره انډډول را اخيستل شوي چې بيلو په غور کې د يهودانو د موجوديت په ارتباط د طبقات ناصری په استناد ليکلی او موږ دمخه پرې وغږيدو .
د يهودانو دايرةالمعارف داهم ليکی چې ويل کيږی کوم د يهودانو معبد چې کنډوالې يې په کابل کې موجوددې دي، دهغه تاريخ د بخت نصر وخت ته رسيږي. ( ۲۶ )
په ځينو آثارو کې بيا پښتانه قبطان او دفرعونانو له نسله ګڼل شوي دي او دابوالفضل، آئين اکبری بيا هم لومړنی ليکل شوی اثر دی چې دغه راز يو روايت پکې راغلی دی. ابولفضل کله چې دده په خپل قول د کابل دسرکار په بحث کې د پشتنو په اصالت غږيږي دا روایت يادوي خوبې اساسه يې بولی. دی ليکی :
( ځينې وايی افغانان قبطیان دي او کله چې اسرائيل له بيت المقدس نه مصر ته ولاړل، دغه خلک [يعنی افغانان] هندوستان
ته راغلل..........داډير اوږد بحث دی او زه دلته ورنه تيريږم خو يوازي دومره بايد وويل شي چې دا هسې يوه خيالی افسانه ده.) ( ۲۷ )
فرشته بيا دغه شان يو روايت ديوه بل اثر په حواله په خپل تاريخ کې ثبت کړی دی . دی ليکی :
( ما په مطلع الانوار کې چې يوه منلی مؤلف ليکلی او ماته ددکن د کانديش په يوه ښار ګوټی کې لاس ه راغی، لوستي دي چې افغانان فوعون الاصله قبطیان دی. کله چې موسی پيغمبر هغه کافر (فرعون)ته ماته ورکړه او په سره بحيره کې غرق شو، ډيرو قبطيانو د يهودانو دين ومانه. خو نورو يې چې سر تنبه او خودارايه وو، رښتينی دين ونه مانه او له خپل ملکه وليږديدل هندوستان ته ولاړل. په نهايت کې د سليمان په غرونو کې ميشته او د افغانانو په نامه یاد شول .) ( ۲۸ )
فريدالدين احمد هم په رسالهءانساب افاغنه کې وايی پداسې معیاری آثارو کې، لکه تاريخ افغانی، تاريخ غوري او نور، راغلی چې اکثره پشتانه اسرائيل دي، خو ځينی يې بيا قطبيان دی. ( ۲۹ )
داسې ښکاری چې دانساب افاغنه یوه نسخه د معروف انګرېز مؤرخ، جان ملکم لاس ته هم ورغلې وه. دی پدې ارتباط ليکی:(زه دافغانانو دتاريخ یوه قلمی نسخه لرم. ددغه تاریخ مؤلف دافغانانو دوه نور تاريخونه، چې يو يې دافغانانو تاريخ دی اوبل يې دغور تاريخ، يادوي او وايی له دغو دوو آثارو نه داسې کاری چې افغانان قسماً ځانونهد مصر دقبطيانو له نسله بولی او قسماً داسائيلو له نسله.) ( ۳۰ )
اما په ځينو هغو آثارو کې چې په افغانستان او ايران باندې د چنګيز له يرغل نه وروسته ددغې سيمې د حالاتو په باره کې ليکل شوي، افغانان او يو بل قوم چې جرمابلل وی او معمولاً له افغانانو سره څنګ به څنګ ذکر شوی، له مغلو سره خلط شوي دي. ( ۳۱ )
. له دغو آثارو نه يو ډېر پخوانی د محمود کتبی تاريخ آل مظفر دی چې په ځينو قلمی نسخو کې دحمدالله قزوينی له تاريخ ګزيده سره یو ځای راغلی او د تاريخ ګزيده جز بلل شويدی . تاريخ آل مطفر په کال ۸۲۳ کې تصنیف او په کال ۱۳۳۵ کې د؟؟؟په همت په تهران کې خپور شوی دی . پدې اثر کې افغانان او مغل بيخی سره ګدوشوي څه چې ډير ځله بيخی يو شی ګڼل شوي دی ، لکه دا چي ( عمادالدين محمود.......ددار ابجرد په سيمه کې دهری طايفی عسکرو راټول کړل او اوغانی او جرمايی مغلو ته يې هم بلنه ورکړه( ۳۲) یو بل ځای وايي : ( پدغه وخت کې چې اوغانيانو او رومانيانو حرکت کاوه، نو روزيان چې هغوی هم مغول او دکرمان په ګرمسير اوسرد سير کې ميشته او له دوی سره همسايه دی، هيڅکله هم خپل اخلاص پرې نه ښود او ځکه نو په ارمان پاتې شول.) ( ۳۳ ) پدې اثر کې افغانان او مغل بيخی سره ګدوشوي څه چې ډير ځله بيخی يو شی ګڼل شوي دی ، لکه دا چي ( عمادالدين محمود.......ددار ابجرد په سيمه کې دهری طايفی عسکرو راټول کړل او اوغانی او جرمايی مغلو ته يې هم بلنه ورکړه( ۳۲) یو بل ځای وايي : ( پدغه وخت کې چې اوغانيانو او رومانيانو حرکت کاوه، نو روزيان چې هغوی هم مغول او دکرمان په ګرمسير اوسرد سير کې ميشته او له دوی سره همسايه دی، هيڅکله هم خپل اخلاص پرې نه ښود او ځکه نو په ارمان پاتې شول.) ( ۳۳ )
وروسته بيا ليکی : ( اوغانيانو جالغ ( ۳۴) لاره او د مغلو له دود سره سم يې دهغه پرستش کاوه او دبتانو په نامه ي قربانیۍ کولی. ( ۳۵ )
د مي خواند دروضةالصفا په متن کې هم دال مظفر د پېښو د بيان په ترڅ کې افغانان او جرمايان په ډاګه له مغلو سره ګډشوی اوداسې پکې راغلی دی: (امير محمد......کرمان ته راغی او وروسته له څو ورځو نه خبرونه راغلل چې اوغان او جرما مغوليانو دوليت په شاوخوا کې بغاوت او چورپيل کړی دی...) ( ۳۶ )
د روضةالصفا دچاپ وې نسخې دعناوينو په فهرست کې هم افغانان او مغول سره ګډ شوي دي، خو زه پوهيږم چې دا فهرست د مؤلف دی اوکه د ناشر. لکه څنګه چې ډورن دمخزن افغانی په يادداشتنو کې راوړی دي، عبدالرزاق سمرقندی بيا څوڅو ځايه افغانان او جرمايان له ترکانو سره ګډ کړي دي. يو ځای لیکی:( امير مبارزالدين مظفر....پدې فکر چې ښايی اوغان او جرمای اتراک به دهغه تر مظفرانه بيرغ لاندې راټول شی،دبم په لاره ولاړ او دجيرف په دښته کې يې واړول.) ( ۳۷ )
يو بل ځای ليکی چې شاه شجاع پدې پسې شو چې دافغان او جرمای پوځ تباه کړي.(دوی ترک نژاده دي.) بيا ليکی:امير سيور غتمش داقوي احتمال ګاڼه چې سرګردانه قبايل او ترک افغانان ورسره يو ځای شي.) ( ۳۸ )
پدې ډول يو شمير مؤرخینو ديوې خاصې دورې دوقايعو دبيان په ترڅ کې افغانان په وضاحت له مغولو او ترکانو سره ګډکړي دي. پدې باره کې موږ دهمدې فصل په يو ديرشم ياداشت کې يوه لنډه تبصره کړې ده. ځينې اروپايان بيا دارمنيانو په يوه عنعنه يي روايت پسې تللي دي او افغانان يې له ارمنيانو سره ګډ کړي دي. کوم اروپايی ليکونکی چې دغه روايت يې تر ټولو نه دمخه ثبت کړی هغه کروسنسکی دی.کروسنسکی چې اصلاً پولنډی دی له کال ۱۷۲۰ نه تر کال ۱۷۲۵ پوری په اصفهان کې يې د پښتنو دفتحې او دصفوی دولت دسقوط حالات په سترګو ليدلی اوياد داشت کړي دي. دايادداشتونه په حقيقت کې دهوتکو د تاريخ يوازينۍ معتبره اصلي منع ده. کروسنسکی د خپلو ياداشتونو به اوله برخه کې دافغانانو په اصل او نسب يو لنډ بحث کوي او پدې ضمن کې ليکی چې د افغانانو تاريخ ( بيخی مبهم دی او دا معلمه نه ده چې دوی اصلاً دشيروان يا هه ولايت دی چې دکسپين د بحيرې په خواکې داغستان ته ور څرمه ، پروت دی او که د هغو دښتو چې له دغه ولايت سره هم سرحده او له باب البواب نه هاخوادي اوکه لرغونی کسپي دي او ياددغه ملت يوه څانګه ده. په هر صورت کله چې [ګوډ] تيمور فارس او نور ګاونډي ملکونه تالا کړل نو دغه خلک يې يوه لرې ملک ته چې د فارس او هند ترمنځ پروت دی، ولېږدول چې هم له ټولو يرغلونو نه په ارمان وي او هم نور تاوانی نه شي. ځينې مؤرخين پدې عقيده دي چې دا ولس هغه وخت له ارمنستان نه راوتی دی چې دشيروان ولايت دالبانيا په نامه يادېده او خلک يې البانيايان بلل کېدل......دشېروان او کره باغ په سيمه کې دلويو لارو ساتونکی اغوانيڅ بلل کيږي چې دارمنيانو په ژبه کې يې معنا د افغانانو مشر دی او د ګيلان په سرحد کې...ارمنيان ځانونه اغوان ليک ګڼی او پدې نامه ډېر وياړي.ډير امکان لري د[افغانستان] دکندهار نوم وروسته له هغه چې دوی [افغانان] پکې ميشته شول، د کنډسار Kendsar له نامه نه جوړ شوی وِ او ځينې مؤلفين کنډسار هغه ماڼۍ ګڼي چې ستر سکندر جوړه کړې وه...کله چې افغانان له ارمنيانو سره اوسېدل نوبې شکه دهغوی په دود او مذهب وو. خو کله چې له خپلې اصلی خاورې نه لرې شول او له هندیانو سره ګډشول نو په ورو ورو يې اسلام ومانه. حتې په اوس وخت کې هم چې [افغانان] ډوډۍ پخوي په یوه خوايې دصليب علامه کاږي او دا ددوی ارمنی عنعنه ده چې تر اوسه يې ساتلی ده . دوی د خپلو پلرونو او نيکونو په پيروي له چور او چپاو نه خوند اخلي او هند ته دنږدې والي له امله يې له جنګ سره عادت پيدا کړی دی.) ( ۳۹)
د کروسنسکی د پورته عباراتو په باره کې څوټکی ديادولو وړ دي. يو داچې دا پورته مطلب ددوسغ سيو دفارس دانقلابونو په تاريخ کې چې اساس يې دهغه دليکوال په قول دکروسنسکی خاطرات دي، په يو څه تفاوت ثبت شوی دی.
بل دا چې کوم اثر چې موږ داپورته مطلب ورنه را اخيستی په هغه کې،دافغان کلمه په همدا خپل شکل يعنې افغان ليکل شوې ده.مګر ددوسغ سيو دفارس په انقلابونو کې دافغان کلمه دکتاب له سره تر پايه پورې د (اغوان) په شکل ليکل شوې ده او ښايي ددې خبرې دليل دا وي چې کروسنسکی افغانان له اصله ارمنیان بولي او ارمنيان لکه څنګه چې وروسته به وليدل شی، له ډير قديم نه د(اغوانانو)په نامه ياد شوي دی.
درې يم کروسنسکی وايي چې ګوډ تیمور(افغانان)له يروان نه داسې يوه ملک ته وشړل چې دفارس او هندوستان تر منځ پروت دی. خووروسته هم په همدې اثر کې او هم د فارس دانقلابونو تاريخ کې په صراحت ويل شوی چې داځای همدا دافغانستان کندهار دی.کوم مطالب چې جورج کيپل په خپله سفرنامه کې،
چې په کال ۱۸۲۴ م کې چاپ شوې ده ، راوړي دي دهغو روحيه هم داسې ده چې ګوندې پښتانه او ارمنيان په اصل او نسب سره يو شی دي. دی يو ځای ليکلی : ( دسبا ناري په وخت کې د کلی دماجت ملا راغی او په فارسي يې خبرې راسره پيل کړي . څرنګه چې ملاته معلومه شوې وه چې زه له هندنه راغلی يم نو په خاص ډول دې ته لېوال و، چې دافغانانو [یعنې هغه چا] په باره کې مغلومات ترلاسه کړي چې ده اورېدلی وو چې د هند تر ټولو نه جنګيالي خلک دي او قبېلې یې پدې افتخار کاوه چې له هغوی [ افغانانو] سره له يوه نسله دی.) کيپل خبرې ته دوام ورکوي او ليکی: (دشيروان په ولايت او شاوخوا سيمو کې ځايي خلکو د خپل اصل او نسب په باره کې داسې پوښتنې رانه کولې چې په يادونه ارزی او داځکه چې له عام ذهنيت سره اړخ لګوي او هغه دا چې دلرغونې البانيا (شيروان)ديوې سيمې خلک د هند دتاتارانو هغه قبايل جوړوي چې دافغانانو په نامه یادېږي...زما په ياداشتونو کې يو مطلب دی چې له داسې يوه کتاب نه مې را اخيستی چې اوس يې نوم نه راځی.مطلب دادی..لرغونو البانيايانو خپل هيواد ترکانو ته ورخوې کړ....او دوی خپله افغانانو يا هغه ملت جوړ کړ چې ارمنيان يې خپل وروڼه بولی، البته ژبې يې اوس فرق لري. خو دادژبو فرق په ډېره آسانه پېښيدلی شی .) ( ۴۰ )
بيلو هم يو ځای افغانان داصل او نسب په لحاظ له ارمنيانو سره تړي او حتی د (افغان) لفظ هم دارمنيانو د(اغوان) يو نوی شکل بولی. دی(دافغانستان د قوم پېژندنې مطالعه کې) دپښتنو دبېلو بېلو قبايلو او اقوامو داصل او نسب په باره کې له ډېر اوږده بحث نه وروسته وايی: پښتانه دهغوی دخپلې عنعنې په اساس له لرغونی يونانی مؤرخ هېردوتس نه تخمين يوه نيمه پېړۍ او له لرغونی يونانی جغرافيه پوه سترابونه تقريباً څلور نيمې پيړۍ پخوا په غور کې اوسېدل. دیخو کوم قومونه چې دغو دوو تنو يونانی مؤلفينو په خپلو آثارو کې دغور او شاوخوا او دلرغونې آريانا په نورو برخو کې يادکړي دي، موږ يې د پښتنو له اوسنيو اقوامو سره د نومونو د شباهت او مطابقت په اساس د ټولو څرک ولګاوه.مګر ددغو دوو لرغونو مؤلفينو په آثارو کې هيڅ داسې قومی نوم نه دی راغلی چې هغه دې له افغان سره مشابهت او مطابقت ولري.حتې خپله پښتنو هم په خپله قومی شجره کې دافغان په نامه کوم قوم يا ولس نه دی ياد کړی. خو کوم قومونه چې دغو دوو تنو يونانی مؤلفينو په خپلو آثارو کې دغور او شاوخوا او دلرغونې آريانا په نورو برخو کې يادکړي دي، موږ يې د پښتنو له اوسنيو اقوامو سره د نومونو د شباهت او مطابقت په اساس د ټولو څرک ولګاوه.مګر ددغو دوو لرغونو مؤلفينو په آثارو کې هيڅ داسې قومی نوم نه دی راغلی چې هغه دې له افغان سره مشابهت او مطابقت ولري.حتې خپله پښتنو هم په خپله قومی شجره کې دافغان په نامه کوم قوم يا ولس نه دی ياد کړی. بيلو خترې ته دوام ورکوي او وايي عربان دمخه تردې چې د خپلو فتوحاتو په لړکې افغانستان ته ورسيږی د ( اغوان) يا (اوغان) له نامه سره دارمنستان دغرنيو خلکو په مفهوم، بلد وو. نو کله چې د پښتنو غرنی ملک ( غور ) ته ورسېدل،پښتانه يې هم د (اوغان )يا (افغان)يعنې غرنيو خلکو په نامه ياد کړل. خو بيلو وايی دا امکان هم ته چې د غور پښتانه خپلو ګاونډيانو د عربو له ور رسېدلو نه دمخه، (افغان) بللی وي او بيا عربانو هم به همدې نامه ياد کړي وي .
بيليو وايی که خبره داسې وي نو سړی دې نتيجې ته رسيږي چې د غور اوسېدونکی اصلاً له ارمنستان نه راغلی(اغوانان) وو او له يهودانو او د غور له ځايی اوسېدونکو سره يې يوه ګډه او واحده ټولنه جوړه کړې وه. ( ۴۱ )
بيلو په همدې ارتباې دپښتون او پښتونخوا په کلمو هم ښايسته اوږد بحث کوي او پدې لړکې وايی چې د پښتون کلمه اصلاً له فارسی(پشته) نه راوتې ده.دی وايي (پشته) يا غره کې د غونډۍ يا غره معنا لري. څرنګه چې پشتانه په (پشته)يا غره کې اوسېدل نو د(پښتنوـ يا غرنيو خلکو په نامه ياد شول او هېواد يې (پښتونخوا) يعنې د پښتنو ملک وبلل و.خو د بيليو دا تعبير دده د خپل ذهن او تصور مولود ښکاري. ځکه موږ پوهيږو چې په فارسی کې غره ته(پشته) نه وايي، بلکه (کوه) ورته وايی او په يو شمير زړو ايرانی ژبو کې هم دا کلمه تقريباً په همدې کل راغلې ده. مثلاً په پهلوی کې دا کلمه کوف kof په اوستا کې کوفه kaofa او په زړه فارسی کې کوفه kaufa ده. ( ۴۲ ) څرنګه چې پشتانه په (پشته)يا غره کې اوسېدل نو د(پښتنوـ يا غرنيو خلکو په نامه ياد شول او هېواد يې (پښتونخوا) يعنې د پښتنو ملک وبلل و.خو د بيليو دا تعبير دده د خپل ذهن او تصور مولود ښکاري. ځکه موږ پوهيږو چې په فارسی کې غره ته(پشته) نه وايي، بلکه (کوه) ورته وايی او په يو شمير زړو ايرانی ژبو کې هم دا کلمه تقريباً په همدې کل راغلې ده. مثلاً په پهلوی کې دا کلمه کوف kof په اوستا کې کوفه kaofa او په زړه فارسی کې کوفه kaufa ده. ( ۴۲ )
په پښتنو کې،البته، کوه ته ( غر) وايی او دافغانستان دځينو ځايونو په نومونو کې هم د (غر) ريښه په يوه يابل شکل شه، لکه ګرديز، غرجستان يا غرشستان، غور او ښايی نور. نو که په لرغونو وختو کې د پښتنو ګاونډيانو او ياوطندارانو
غوښتني وي چې پښتانه دغرنيو خلکو په نامه ياد کړي، هرومرو به يې د کوهستانيانو يا غرستانيانو يا ګرستانيانو او يا کوم بل داسې نامه ياد کړي وي چې د (کوه) يا غر يا (ګر) ريښه به پکې وي، او دپښتنو ملک به يې هم البته کوهستان يا غرستان او يادې ته ورته يو شی بللي وي . غوښتني وي چې پښتانه دغرنيو خلکو په نامه ياد کړي، هرومرو به يې د کوهستانيانو يا غرستانيانو يا ګرستانيانو او يا کوم بل داسې نامه ياد کړي وي چې د (کوه) يا غر يا (ګر) ريښه به پکې وي، او دپښتنو ملک به يې هم البته کوهستان يا غرستان او يادې ته ورته يو شی بللي وي .
يو شمير نورو غربی ليکوالانو هم دا نظريه منلې چې افغانان ارمنيان دي. ( ۴۳) خو ددوی ټولو خبره په هغه روايت بنا ده چې د کروسنسکی په خاطراتو کې راغلې او وايي چې پشتانه دګوډ تيمور په وخت کې له ارمنستان نه دافغانستان دکندهار سيمې ته ليږدول شوي دي .
معتبر تحريري اسناد د کروسنسکی دا خبره په قاطع ډول فسخ کوي.دا اسناد چې تفصيل يې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلی دی،په بېخی صراحت او وضاحت وايی چې د تيمور ديرغلونو په وخت کې، په نننی افغانستان کې پښتانه يو آباد ولس دی او تیمور څو څو واره يرغلونه پرې کړي دي او ډير زيات يې ورنه وژلي دي حتی يو شمېر ډير پخوانی اسناد،لکه دبېرونی،عتبی،ابن اثير او نورو ليکنی او دغزنويانو دوخت دځينو شاعرانو اشعار،داښيی چې پښتانه له ګوډ تيمور نه څو سوه کاله دمخه دنننی افغانستان له بېلو بېلو سيمو نه نيولې بيا داباسيند تر غاړې پورې ميشته او آباددي.وروسته به وښيو چې دوی پدې سيمو کې له دومره پخوانه آباد دي چې له تیمور نه ډېر پخوا يوه ښايسته لويه سيمه ورته منسوبه او د(افغانستان)په نامه ياده شوې ده . معتبر تحريري اسناد د کروسنسکی دا خبره په قاطع ډول فسخ کوي.دا اسناد چې تفصيل يې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلی دی،په بېخی صراحت او وضاحت وايی چې د تيمور ديرغلونو په وخت کې، په نننی افغانستان کې پښتانه يو آباد ولس دی او تیمور څو څو واره يرغلونه پرې کړي دي او ډير زيات يې ورنه وژلي دي حتی يو شمېر ډير پخوانی اسناد،لکه دبېرونی،عتبی،ابن اثير او نورو ليکنی او دغزنويانو دوخت دځينو شاعرانو اشعار،داښيی چې پښتانه له ګوډ تيمور نه څو سوه کاله دمخه دنننی افغانستان له بېلو بېلو سيمو نه نيولې بيا داباسيند تر غاړې پورې ميشته او آباددي.وروسته به وښيو چې دوی پدې سيمو کې له دومره پخوانه آباد دي چې له تیمور نه ډېر پخوا يوه ښايسته لويه سيمه ورته منسوبه او د(افغانستان)په نامه ياده شوې ده .
ځينو غربی ليکوالو بيا پښتانه دارمنيانو تر څنګه له ګرجيانو سره هم تړلي دي.يو له دغو ليکوالانو نه Clairut کليرات دی.کليرات وايی ده ته یوه ګرجي چې جوزف نومېده ويلي دي چې افغانان پدې عقيده دي چې د نوح پيغمبر زوی، يافث درې زامن لرل چې نومونه يې ارمن، اغوان او کردون وو او ارمنيان، اغوانان او ګرجيان په ترتيب سره د همدوی اولاده ده اواغوانان بيا وروسته له ارمنستان نه دسليمان غرونو ته ليږدلي او دا اوسنی افغان ولس يې جوړ کړی دی. ځينو غربی ليکوالو بيا پښتانه دارمنيانو تر څنګه له ګرجيانو سره هم تړلي دي.يو له دغو ليکوالانو نه Clairut کليرات دی.کليرات وايی ده ته یوه ګرجي چې جوزف نومېده ويلي دي چې افغانان پدې عقيده دي چې د نوح پيغمبر زوی، يافث درې زامن لرل چې نومونه يې ارمن، اغوان او کردون وو او ارمنيان، اغوانان او ګرجيان په ترتيب سره د همدوی اولاده ده اواغوانان بيا وروسته له ارمنستان نه دسليمان غرونو ته ليږدلي او دا اوسنی افغان ولس يې جوړ کړی دی. ( ۴۴ )
دا او هغه نور مطالب چې موږ تردې ځايه راواخيستل، په اصل کې ټول يا په عنعنه يي رواياتو بنا شوي دي او يا په عادي مشاهداتو. اما کومې اصولي اودقيقې څېړنې چې دپښتنو دتاريخ،ژبې او اجتماعی خصوصياتو په باره کې د نولسمې پېړۍ له اوايلو نه رادې خواته شوې دي، دهغو په نتيجه کې دانظريات رد شوي دي. نوې څېړنې پښتانه داصل او نسب په لحاظ آريايان او د هندو اروپايی کورنۍ دهغې سترې څانګې غړي بولي چې د هندو ايرانی په نامه ياديږي .
لومړنی غربی مؤلف چې دپښتنو داصل او نسب په باره کې يې عنعنه يي روايات په کلکه رد کړل.هغه منستورات الفنستن دی.دالفنستن معروف کتاب، دکابل سلطنت،چې آن په کال ۱۸۱۴ کې ليکل وی دی، دپښتنی ټولنې داصولی مطالعې په برخه کې، داسې دقيق او نفيس اثر دی چې تر اوسه يې ساری نه دی ليکل شوی . لومړنی غربی مؤلف چې دپښتنو داصل او نسب په باره کې يې عنعنه يي روايات په کلکه رد کړل.هغه منستورات الفنستن دی.دالفنستن معروف کتاب، دکابل سلطنت،چې آن په کال ۱۸۱۴ کې ليکل وی دی، دپښتنی ټولنې داصولی مطالعې په برخه کې، داسې دقيق او نفيس اثر دی چې تر اوسه يې ساری نه دی ليکل شوی .
الفنستن دخپل اثر يو بحث د پښتنو داصل او نسب مطالعې ته وقف کړی دی. دی پدې برخه کې لومړی هغه عنعنه يي روايت را اخلی چې پښتانه بنی اسرائي ګڼي او بيا وايی ددغه روايت دبطلان دلايل خپله په همدې روايت کې پراته دي.ځکه دی وايي دا روايت ساول (ملک طالوت) دابراهيم پيغمبر پنځه څلويښتم پښت ګڼي او قيص دساول اوه دېرشم پښت بولي.خودی وايی ددې دوو ټکو اول مقدس کتاب،تورات،سره قطعاً اړخ نه لګوی او دوهم ټکی يې منطق نه منی.ځکه يوازې اوه دېرش پښته شپاړس سوه کاله نه کيږی. دی پدې برخه کې لومړی هغه عنعنه يي روايت را اخلی چې پښتانه بنی اسرائي ګڼي او بيا وايی ددغه روايت دبطلان دلايل خپله په همدې روايت کې پراته دي.ځکه دی وايي دا روايت ساول (ملک طالوت) دابراهيم پيغمبر پنځه څلويښتم پښت ګڼي او قيص دساول اوه دېرشم پښت بولي.خودی وايی ددې دوو ټکو اول مقدس کتاب،تورات،سره قطعاً اړخ نه لګوی او دوهم ټکی يې منطق نه منی.ځکه يوازې اوه دېرش پښته شپاړس سوه کاله نه کيږی. ( ۴۵ )
الفنستن همدلته دويليم جونز هغه تبصره هم يادوي چې دآسيايی څېړنو په خپرونه کې يې دونسيتارت په ترجمه کړې او موږ
] په همدې بحث کې دمخه را اخيستې ده.الفنستن هغه څلور دليلونه چې جونز دخپلې ادعا د ملاتړ دباره وړاندې کړي دي يو يو په متدل ډول ردوي او وايی :
( دافغانانو او يهودانو ددود اودستور تر منځ ډېر شباهتونه ښودل کېدلی شی. خودغه راز شباهتونه دبېلوبېلو ولسونو داجتماعی ژوند په عين مرحله کې معمول وي او که داټکی د قومونو تر منځ د عينيت دليل وي نو بيا کېدی ی چې تاتاران، عربان،جرمنان او روسان ټول يوشی وي). ( دافغانانو او يهودانو ددود اودستور تر منځ ډېر شباهتونه ښودل کېدلی شی. خودغه راز شباهتونه دبېلوبېلو ولسونو داجتماعی ژوند په عين مرحله کې معمول وي او که داټکی د قومونو تر منځ د عينيت دليل وي نو بيا کېدی ی چې تاتاران، عربان،جرمنان او روسان ټول يوشی وي). ( ۴۶) پدې ډول، الفنستن دا نظريه چې پښتانه بني اسرائيل دي، غوڅه ردوي .
الفنستن همدلته دانظريه هم ردوي چې پشتانه اصلاً قفقازيان دی. دی پدې ارتباط ليکی: ( له يوه نه زياتو اروپايانو دا عقيده هم څرګنده کړې ده چې افغانان دقفقازيانو يوه قبيله او په خاص ډول دارمنيانو اولاده ده. خو خبله پښتانه هيڅکله هم ځانونه دارمنيانو له نسله نه بولی.اما ارمنيان تل دا خبره کوی.) الفنستن وروسته له يو څه بحث نه ليکی : دی پدې ارتباط ليکی: ( له يوه نه زياتو اروپايانو دا عقيده هم څرګنده کړې ده چې افغانان دقفقازيانو يوه قبيله او په خاص ډول دارمنيانو اولاده ده. خو خبله پښتانه هيڅکله هم ځانونه دارمنيانو له نسله نه بولی.اما ارمنيان تل دا خبره کوی.) الفنستن وروسته له يو څه بحث نه ليکی :
زه ددې دپاره هيڅ دليل نه وينم چې افغانان له غربی قففازيانو سره وتړم. البته يوه جرمنی چې نوم يې نوم يې زړه ته نه راځی دا خبره کړې چې په تېره پېړۍ کې يې هلته افغانان ليدلی دي خو دا خبره دهيڅ شي دقبوت دليل نه شی کيدلی. ( ۴۷ )
جان ملکم هم دفارس په تاريخ کې هغه روايت ردوي چې وايی پشتانه بني اسرائيل دي او ليکی:(هيڅ داسې کومه کتيبه نه ده پيدا شوې چې دا عقيده تائيد کړي چې پښتانه د يهودانو له نسله دي او ددوی خپله مبهمه عنعه پداسې يوه موضوع کې د مسلم حقيقت په حيث نه شي منل کېدلی) ( ۴۸ ) جان ملکم هم دفارس په تاريخ کې هغه روايت ردوي چې وايی پشتانه بني اسرائيل دي او ليکی:(هيڅ داسې کومه کتيبه نه ده پيدا شوې چې دا عقيده تائيد کړي چې پښتانه د يهودانو له نسله دي او ددوی خپله مبهمه عنعه پداسې يوه موضوع کې د مسلم حقيقت په حيث نه شي منل کېدلی) ( ۴۸ )
اما کوم غربی مؤلف چې د پښتنو داصل او نسب په باره کې يې لومړی ځل ډېره وسيعه او دقيقه اصولی څېړنه او په نتيجه کې يې دپښتنو داصل او نسب په باره کې عنعنه يي روايات رد کړل هغه ستر مستشرق او د بشری علومو لوی عالم برناد ډورن دی چې د خپل علمی ژوند يوه لويه برخه يې د پښتنو د ژبې او تاريخ مطالعې ته وقف کړې ده . اما کوم غربی مؤلف چې د پښتنو داصل او نسب په باره کې يې لومړی ځل ډېره وسيعه او دقيقه اصولی څېړنه او په نتيجه کې يې دپښتنو داصل او نسب په باره کې عنعنه يي روايات رد کړل هغه ستر مستشرق او د بشری علومو لوی عالم برناد ډورن دی چې د خپل علمی ژوند يوه لويه برخه يې د پښتنو د ژبې او تاريخ مطالعې ته وقف کړې ده .
ډورن د خپلو ډېرو نورو کارونو تر څنګه د خواجه نعمتالله هروی تاريخ خانجهانی و مخزن افغانی په انګريزی ترجمه کړی او په لندن کې يې په کال ۱۸۳۶ کې چاپ کړی دی. ده پدې ترجمه يو لړډي پاخه او ارزښتنا که ياداشتونه ليکلی او له کتاب سره يې ضميمه کړي دي.ډورن د همدې يادداشتونو په يوه برخه کې دهغه روايت په ارتباط چې پښتانه بني اسرائيل بولي داسې ليکی :
( دا چې د فارسی ژبې مؤرخين پښتانه د يهودو له نسله ګڼي دا پرته له يوې خبرې نه د کوم بل شی ثبوت نه شی کيدی او هغه دا چې دا ليکوالان روايات، پرته له دې چې ماهیت يې معلوم کړي، د خپل دود په اساس، د مسلمو حقايقو په توګه ثبتوي ) ( ۴۹ ) ( دا چې د فارسی ژبې مؤرخين پښتانه د يهودو له نسله ګڼي دا پرته له يوې خبرې نه د کوم بل شی ثبوت نه شی کيدی او هغه دا چې دا ليکوالان روايات، پرته له دې چې ماهیت يې معلوم کړي، د خپل دود په اساس، د مسلمو حقايقو په توګه ثبتوي ) ( ۴۹ )
دغه راز ډورن وايی دا چې د افغانانو او يهودانو نومونه سره يو شی دي ددې دليل دادی چې افغانان مسلمانان دي. د مسلمانانو او یهودانو ډېر نومونه مشتر که تاريخی او قومی منبع لري، دا چې د افغانانو څېرې بېخی يهودانو ته ورته دي، دا هم ددې دليل نه ی کېدی چې پښتانه د يهودانو له نسله دي. ډورن ددې خبرې د تائيد دپاره د جان ملکم دا عبارت را اخلی چې(که ددوو ولسونو د څېرو سره ورته والی ددې دليل کېدی شی چې هغوی دې له عين نسله وي، هلته نو بيا کيدی شی چې کشميريان هم د خپلو څېرو له امله د يهودانو له نسله وبلل شی،ځکه یو شمير غربيان کشميريان هم، کټ مټ یهودانو ته ورته بولي.) ( ۵۰ ) ډورن ددې خبرې د تائيد دپاره د جان ملکم دا عبارت را اخلی چې(که ددوو ولسونو د څېرو سره ورته والی ددې دليل کېدی شی چې هغوی دې له عين نسله وي، هلته نو بيا کيدی شی چې کشميريان هم د خپلو څېرو له امله د يهودانو له نسله وبلل شی،ځکه یو شمير غربيان کشميريان هم، کټ مټ یهودانو ته ورته بولي.) ( ۵۰ )
ډورن د هغه روايت په رد کې چې وايی پشتانه د بيت المقدس له شاوخواسيمو نه افغانستان ته تللي دي، وايی پښتانه له کوم بل ملک نه افغانستان ته نه دي تللی، بلکه لکه څنګه چې سويليم جونز وايی (دلرغونی پارو پاميزاد (يعنی مرکزی افغانستان او شاوخوا سيمو) اصلي او ځايي اوسېدونکی دي.) ډورن وايي: (تاريخ دا ثابته کړې ده چې د غزنوی سلطان محمود دواکدارۍ په وخت کې او تر هغه نه ډېر پخوا دوی ( افغان) په هغو کلاوو کې آباد وو چې تر اوسه پکې ميشته دی.) ( ۵۱) يو شمېر معتبر اسناد چې زموږ ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دډورن ددې ادعا مؤيد دي . ډورن د هغه روايت په رد کې چې وايی پشتانه د بيت المقدس له شاوخواسيمو نه افغانستان ته تللي دي، وايی پښتانه له کوم بل ملک نه افغانستان ته نه دي تللی، بلکه لکه څنګه چې سويليم جونز وايی (دلرغونی پارو پاميزاد (يعنی مرکزی افغانستان او شاوخوا سيمو) اصلي او ځايي اوسېدونکی دي.) ډورن وايي: (تاريخ دا ثابته کړې ده چې د غزنوی سلطان محمود دواکدارۍ په وخت کې او تر هغه نه ډېر پخوا دوی ( افغان) په هغو کلاوو کې آباد وو چې تر اوسه پکې ميشته دی .) ( ۵۱) يو شمېر معتبر اسناد چې زموږ ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دډورن ددې ادعا مؤيد دي .
ډورن هغه روايت او نظريات هم ردوی چې پشتانه ارمنيان بولي او وايې که سړی دارمنی اغوانانو تاريخی سوابق دسېنټ مارټن په هغه اثر کې ولولی چې دارمنستان خاطرات نوميږی نو سمدستی به پدې قانع شي چې ارمنی اغوانان او پشتانه يا افغانان يو شی نه ،بلکه دوی بېخی سره جلا ولسونه دي. ډورن هغه روايت او نظريات هم ردوی چې پشتانه ارمنيان بولي او وايې که سړی دارمنی اغوانانو تاريخی سوابق دسېنټ مارټن په هغه اثر کې ولولی چې دارمنستان خاطرات نوميږی نو سمدستی به پدې قانع شي چې ارمنی اغوانان او پشتانه يا افغانان يو شی نه ،بلکه دوی بېخی سره جلا ولسونه دي. ( ۵۲ )
ډورن دځينو غربيانو دانظر هم چې وايي پښتانه له اصله ګرجيان دي او ګرجی ژبه وايي، بېخی بې اساسه بولی او وايي چې په هيڅ غورنه ارزي. ( ۵۳ )
ډورن په بای کې پښتانه دهندو اروپايی ولسونو دسترې کورنۍ غړي بولي مګر په عين وخت کې يې يو ځانته لرغونی ولس ګڼي. اوليکی:(زه دا خبره منم چې افغانان به دهغې سترې کورنۍ غړي وي چې جرمنيان ، هنديان ، سلوانيان او يونانيان ور پورې مربوط دي خو لکه څنګه چې موږ ددې دپاره ه
بيرته شاته
ashna
02.11.2007
نظر وروره دا ليکنه ستاسو نده او نه تاسو لوستې ده ليکنه ټوله په دروغو ولاړه ده او زموږ مو زړۀ راشين کړ په لوست ځکه چې يوه جمله پکې په بيا بيا تکرار شوې ده
خو په ما باندې دا يهودان هم لکه د ازبکانو سپينوئ او په کاناډا کې يوه پېغله چې ځانته افغانستانۍ وايي ثريه بها هم چې پښتنو ته يهودان واي
زما سره د يهودانو يو څه معلومات شته او يو څه به د يو فلسطيني ملګري نه تر لاسه کړم خو يو څه وخت به لګي
مننه
Nazar
03.11.2007
اشنا تاسوته او ټولو محترمو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم
محترم ورور اشنا !
دا لیکنه ما له یو ویب سایټ څخه کاپی کړی
زه هم ورته په سوچ کی شوم
نو څکه غواړم چی لیکوالان د پر دی لیکنه یو څه ولیکی
چی دا څومره ریشتیا او څومره له دروغو ډکه ده ؟
http://www.google.com.pk/search?hl=en&q=%D9%BE%D8%B4%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%87+%DA%85%D9%88%DA%A9+%D8%AF%DB%8C&btnG=Google+Search&meta=
Nazar
03.11.2007
افغان څوک دي؟
د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، اقتصادي او اجتماعي شرايطو لاندې يونه بيلېدونکی واحد اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت اري.
په افغانستان کې دننه او دباندې ځينې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامينځ ته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښونه خبر نه دي تل له مانه پوشتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاريخ لري کنه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره د خپل ملي تاريخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.
د افغان نوم تر کومه ځايه چې ماته څرګند دی په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مينځ په همدې نامه يوې ډلې وګړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی.
شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په نقش رستم کې د شيکاګو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنی دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ ميلادي کال او د او يسي په جګړه کې د روم د امپراتور واليرين ( valerian ) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.
څرنګه چې لومړی شاپور ۲۷۳ م کال مړشوی نو د دې ډبرليکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ ع کال پورې د ديارلسو کلونو تر مينځ ټاکلای شو.
(د دې ډبر ليک نيمګړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ کې چې په ۱۹۵۹ ع کال په شېراز (ايران) کې خپور شوی، وکتل شي). د دې ډبرليک په دوهم بند کې د پشکابور ( Pashkabur ) د ښار نوم د کوشان خساتر ( kushan-khsatr ) يعنې د کوشاني هېواد د وروستني ختيځ سرحد په توګه ياد شوی دی چې هغه يې د يوناني له “کسپاپوروس” د چيني هيون تسنګ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشا پور او پر شاور (پېښور) سره يو بللی دی. دهمدې ډبرليک په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د “ وينده فرو ابګان رزمه ود” ( ۱ ) نوم ياد شوی دی چې د سپرنګ لونګ ( Sprengling ) په نامه يوه محقق لومړی ځل دا ډبر ليک ولوست او دامريکې په سامي مجله کې يې په ۱۹۴۰ کال يوه مقاله وليکله او دوهمه کلمه “ابګان” يې په قاطع ډول د افغان له او سني پاچا دريم شاه پور له نامه سره چې له ۳۰۹ تر ۳۷۹ ع کال پورې يې او يا کاله پاچاهي کړې د اپکان ( Apkan ) په بڼه يو صفت او لقب ياد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د “ ابګان” د يادې شوې کلمې غوندې وګڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او يا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځينې مورخين لکه سر او لف کيرو يې د ساساني دربارپه مشرانو کې د درانيو او يو سفزيو د شته والي په فکر کړی دی (و ګورئ پټانان – انګليسي متن ۸۰ مخ) او موږ نوموړی نوم “وينده فرن افغان رزم بد” يعنې يو افغان د جګړې سالار وينده فرن ويلای شو چې ښايي يو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د “آوګان” نوم راغلی چې د فريدون د وخت له سپه سالارانو څخه ؤ.
سپهدار چون قارن کاو ګان
سپه کش چو شيروي وچون آوګان
( شاهنامه، د مسکوچاپ، لومړی ټوک، ۱۱۰ مخ)
همدا د فريدون په داستان کې يوځل وايي:
همه ګرد ايوان، دورويه سپاه
بزرين غمود و به زرين کلاه
سپهدار چون قارن کاوان
به پيش سپاه اندرون آوګان
(لومړی ټوک، ۱۱۶ مخ)
په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرګندېږي چې اوه – اوګان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بو ستي د وينا له مخې يې اصل او ستايي و بولو نو معنی به يې مهربان او لاس نيوونکی وي چې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بيا وروسته د يوه قوم او يا ټولنې په معنی او ښتی وي ليرې نه ده. که د ابګان، په اګان کلمو ته په زړو رواياتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهميت ورکړل شي لکه چې سپرنګ لنګ او او لف کيرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې د افغان نوم يا صفتد بګان او اپه ګان په بڼه له دريمې غيسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخيستل کېده او بادشاهانو، اداره چيانو او او وا کمنانو پېژانده او دا سند تر اوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د يادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روايتونو “او ګان” هم ورته دی.
دوهم له ترلاسه شويو او پاتې شويو آثار سره اړه لري چې دا نوم د اوه ګانه ( Avagana ) بڼه چې د ساساني دورې د ابګان او اپه ګان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو.
ورهامي هيرا ( Varha-Mihira ) هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجين کې وزېږېد او د ۵۰۵ ع شاوخوا يې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب “پنجد سيد هانتيکا” ) pance Siddhantika ) نومېده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز ؤ او دی د نجوم په باب يو منظوم کتاب هم لري چې پکې يې د ښکلو ډبرو. د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې بهريته سنهيته ( Bhrita Sanhita ) اېښي دي چې په ۶۱ - ۱۱ او ۳۱ - ۱۶ بيتونو کې يې دافغان نوم داوه ګانه په بڼه ياد شوی دی. لکه څرنګه چې فرانسوي عالم موسيو فوشه په خپل تکسيلا ته د هند او باختر زړه لار “ ۱۹۴۷ ” کال کې د پاريس چاپ، ۲۳۵ - ۲۵۲ مخونه، ۱۷ نوټ کې شرح کړی دی. دا د شپږمې پېړۍ په مينځ-مينځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دی، ځکه هندي منجم “ورهاميهيرا” په ۵۸۷ ع کال مړشوی او وايي چې د ده نجومي معلومات يو ناني سرچينه درلوده او د ځمکې په کرويتوب (ګردوالي) قايل و، دده دوه کتابونه ابو ريحان بېروني په عربي ژباړلي نوله همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور وړو.
د همدې تاريخي سند له مخې د “افغان” کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.
تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانيو سندونو لويديځ ته په پارس او ختيځ ته په هندوکې در وښود او موږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دودؤ بېلو ښارونو لکه بلځ، کندز، کاپيسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنګه چې د چين خلک هم د دين له مخې بودايان وونو ځکه به د چين بودايي زيارت کوونکي تل د زيارت او تبرک له پاره دې هېواد ته تلل له دې زيارت کوونکو څخه يو هم “هيون تسنګ” دی چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهورسره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ ع کال د اګست په لومړۍ نېټه له “ليانګ چو” نه را روان شو او د ۶۳۰ ع د مارچ په ۵ ”سمرقند” او په ۲۰ نېټه د افغانستان “خلم” ته راورسېدل، دی د اپريل په ۲۰ په “بلخ” او د اپريل په ۳۰ په باميانو کې ؤ او د هندوکش په له واورو ډک غره د می په لسمه نېټه “کاپيسا” ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کې پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ.
د اګست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اګست په ۲۰ ننګرهار ته راغی، دوې مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نيټې نه د ګندهارا په نورو برخو او ددسمبر له لومړۍ نيټې نه د ګندهارا په نورو برخو او د درسمبر له اومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې ؤ، د ۶۳۱ ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ۱۰ نېټه ټکسيلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنيدو کې د ۶۴۳ ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغی او بيايې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.
د دسمبر په ۲۵ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه راواوښت، د ۶۴۴ ع کال د مارچ په ۱۵ نېټه لغمان ته راورسېد او دهغه ځای له پاچا سره يوه مياشت پاتې شو، د جون په ۱۵ “فه-له-نه” يعنې “بنو” ته ورسېد، د جون په ۲۰ “و – پو-کين” او دجون په ۲۵ “ تساو-کيو-تو” (غزني) ته ولاړ، د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په لومړۍ نېټه اور تسپانه (کابل) د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اګست په لومړۍ نېټه توخار (تخار) د ستمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامير ته ورسيد چې بيا له هغه ځايه يار کند او ختن ته تېر شو.
د هيون تسنګ سفر نامه د “سي-يو-کي” يعنې د لويديځو هيوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انګليسي ژباړل شوې او په وارو – وارو خپره شوې ده چې د دې ارښتناک کتاب يوه برخه دهغه وخت د افغانستا د خاورې او خلکو د جغرافيايي، ديني، سياسي او اجتماعي او ضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راغبر ګېدو کښې “فه-له-نه” يعنې د "بنو" ولايت ته رسېږي، د " سي-يو-کي” د لومړي ټوک په ۲۵۶ مخ کې (انګليسي ژباړه) د “او-پو-کين” ( o-po-kien ) په نامه يوه سيمه د بنون او غزني تر منځ د بنو شمال لويديځ او دغزني جنوب ختيځ ته، يادوي چې تر ده وړاندي يوه بل چيني زايرفاهيان هغه د “لو-يې” يعنې “روه” ( Roh ) په نامه ياده کړې وه ( ۲ ) څېړونکو خصوصا جنرال کننګهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا “او-پو-کين” د “اوه ګان” (افغان) له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هيون تسنګ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو دده په وينا يې دهند له ژبو سره لږ ورته والی درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي لو څرنګه چې چيني “او-پو-کين” همغه د لرغوني “اوه-ګان” هجاوې (څپې) لري نو بويه په باور ووايو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سنده او غزني تر مينځ د پکتيا – پکتيکا او غزني ولايتونه د افغاني اصيلو او لرغونو قبيلو استوګنځي دي، دی حتما د همدې کورمې او ګوملې په غرونو چې د “او-پو-کين” يعنې “افغان” استوګنځی و او په همدې نامه يادېده، او پکتيا ولايت ته ور او ښتی دی.
تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي، چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه ياد په درې او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد يې په “حدودالعلم” کې دی چې په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په “تاريخ يميني” کې “افغان” د سبکتګين او د ده د کورنۍ په عصر کې په وارو – وارو ياد کړی ان چي ابن اثير په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املاهم ليکي، ترې راوروسته مور خانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب والشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاريخ ګزېده او محمد قاسم فرشته او نوروهم “افغان” او “اوغاني” قبايل په وارو – وارو ياد کړی دي.
همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ويلای شو چې دا داسې نوی نوم نه دی چې د احمدشاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوی وي، بلکه تر ده په پېړيو وړاندې يعنې ( ۷۰۰ ) کاله مخکې هم موجود او داستعمال وړ او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کې چې د ۷۲۱ ه ( ۱۳۲۱ )ع کال شا او خوا تاليف شوي وينو چې همدا د افغانستان ختيځي سيمې يې د سند تر څنډو پورې د “د افغانستان” په نامه بللې او له دې نه هيواد د غزنويانو او غوريانو د سياسي وحدت له دورنه د چنګيزيانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود وخو دومره پراختيا يې نه درلوده لکه د احمدشاه بابا په وخت کې يې چې ترلاسه کړه
د هرات دتيموريانو په وخت کې مولانا کمال الدين عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶ ه ) ۱۴۱۳ ) کال په هرات کې زېږيدلی او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د “مطلع سعدين او مجمع بحرين” تاريخ په ۸۷۵ ه ( ۱۴۷۰ ع)کال وليکه، دی هم په خپل کتاب کې افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چې سيفي پېژانده و وارو – وارو يادوي چې د هرات د تيموريانو د لوی هېواد خراسان يوه برخه و او معين الدين اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو – وارو ياد کړی دی.
کله چې بابر په ۹۳۲ ه ( ۱۵۲۶ )ع کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثرو تاريخونو کې وينو چې همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمې خلک تل د هند د تيموريانو او دايران د صفويانو د يرغلګرو امپراتوريو په مقابل کې د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جګړه بوخت دي – څو چې په همدې افغانستان کې ددووپېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د ميرويس او احمدشاهد مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا ددې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او دلوي افغانستان په جوړولو بريالي شولاو دادی موږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او دافغانستان اووه سوه کلن وياړ من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پيل او مبداء په توګه پېژنو
________________________________
________________________________