نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دامریکایانو لاسپوڅو ته: دوحشیانو دوحشت او ځناورتوب دا بې پرتوګه خبرې هم ولولۍ
پښتون زلمی
31.10.2007
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/story/2007/10/071031_yb-af-us-commander-warn-kunar.shtml
10:20 گرينويچ 2007 ,31 اکتوبر
نعمت الله کرياب
له اسد اباد څخه
امريکايي قومندان د کونړ خلکو ته گواښ وکړ
[color=red:52aeceec28]په کونړ کې يوۀ امريکايي قومندان سيمه ييزو خلکو ته گواښنه کړې چې که د دوى په سيمه کې يې پر سرتېرو بريد وشي، ښايي هلته هر اوسېدونکي ته په ځوابي گام کې زيان واړول شي. [/color:52aeceec28]
د کونړ د نارامې ولسوالۍ ماڼوگۍ په کوړنگل دره کې له سختو جگړو وروسته، د امريکايي پوځ قومندانانو په يوه غونډه کې خلکو ته وويل چې که دوى د امنيت په ټينگولو کې هڅې ونه کړي د بيارغاونې او ارامۍ تمه دې نه لري.
ځايي چارواکي او خبريالان هم دغې غونډې ته ور غوښتل شوي وو چې موخه يې په کوړنگل کې له جگړې وروسته وضعې ارزول و.
يوۀ امريکايي قومندان ډگرمن اولاسکن په زېږه ژبه غونډې ته وويل که پوځيانو ته يې د دوى په سيمه کې زيان ور واوړي، دا به په دې مانا وي چې سيمه ييز خلک د اورپکو ملاتړي دي.
[color=white:52aeceec28]دۀ وويل: '' که په کوړنگل کې زما قومندان او د هغۀ سړو ته مرگ ژوبله واوړي، يقيني ده چې د دې ځاى هره دروازه له خپگان سره مخامخېدلى شي. زه نه غواړم د تېر په څېر ستاسې کورنۍ او اولادونه دې له داسې يو څۀ سره مخامخ شي.''[/color:52aeceec28]
يوۀ بل لوړپوړي امريکايي قومندان ډگروال پرسلر هم په ورته لهجه خبردارى ورکړ چې تر هغه پورې يې ځواکونه او په سيمه کې مېشته د بيارغاونې ډله (پي ار ټي) پر بيارغاونې پيسې نه شي لگولى تر څو چې يې پوځيان په جگړو بوخت وي.
دۀ وويل: '' موږ په پېچ او کوړنگل کې تر هغه د بيارغاونې کارونه نه شو کولى تر څو چې مو سرتېري په جگړو لگيا وي. دا هېڅ امکان نه لري چې جگړه او بيا رغاونه دې يوځاى وشي. که موږ يو څۀ جوړوو، بيا ويجاړېږې.
زما سرتېرى ځان وساتي که بيارغاونه وکړي. هغوى د ټوپک پرځاى بېل او کولنگ ته خوشاله دي. خو دا هر څۀ په امنيت پورې تړلي دي. جگړه موږ نه ده پيل کړې. تاسې گورئ په کوړنگل کې هره و رځ پر موږ ډزې کېږي.''
کوړنگل دره په وروستيو کې د کونړ په تر ټولې ناامنې سيمې اوښتې ده. ښايي درې څلور کاله مخکې دغه سيمه چا دومره نه پېژنده.
خو اوس به داسې ورځ کمه وي چې پکې له بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو نښتې ونه شي، آن تر دې چې چورلکې هم پکې رانسکورې شوې دي.
په وروستيو کې همدلته امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په پيلولو سره خپل سرتېري په سختو جگړه کې له وسله والو سره ښکېل کړل.