نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سلامونه!!!
De Islam Shagird
29.10.2007
ګرانو محترمو مکرمو او عزتمنو ورونو او خويندو،
اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته!!!
زه دغى ښکلى پاڼى ته نوى راغلى يم او ټولو ليکونکو، کتونکو، ويونکو، او پوښتونکو ته په ډير درناوى سلامونه واړندى کوم. خداى (ج) د وکړى چى تاسى زما د برخه اخيستنه نه خوشحاله اوسى. زه کوښښ کړم چى ځان په رښتنى اسلام پوه کړم او د ټولو نه يو درخواست لرم چى تاسى ټول زما سره لږ صبر وکړى ځکه چى هم د اسلام او هم د پښتو ژبى زده کوونکى يم. زه به خپل کوښښ وکړم چى ځان يوى لوړى ليول ته ورسوم.
Re: سلامونه!!!
pattang
29.10.2007
وعليکم والسلام ځوانه ښه راغلې ، هر کله راشې !
خدای دې وکړي چې په ښو ليکنو ټول افغان ښائيسته کړې او تر اخره پورې
زمونږ سره دليکلو خپله ملګرتيا وکړې ٠
غټ طاقت او لوی مقاومت درته غواړم ٠
[quote:368885f7d6="De Islam Shagird"]ګرانو محترمو مکرمو او عزتمنو ورونو او خويندو،
اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته!!!
زه دغى ښکلى پاڼى ته نوى راغلى يم او ټولو ليکونکو، کتونکو، ويونکو، او پوښتونکو ته په ډير درناوى سلامونه واړندى کوم. خداى (ج) د وکړى چى تاسى زما د برخه اخيستنه نه خوشحاله اوسى. زه کوښښ کړم چى ځان په رښتنى اسلام پوه کړم او د ټولو نه يو درخواست لرم چى تاسى ټول زما سره لږ صبر وکړى ځکه چى هم د اسلام او هم د پښتو ژبى زده کوونکى يم. زه به خپل کوښښ وکړم چى ځان يوى لوړى ليول ته ورسوم.[/quote:368885f7d6]
رښتینی
30.10.2007
د اسلام شاګرد صيب هركله راشي
خو دا يوه پوښتنه كوم چي دا ځاي خو د اسلام د زدكړي له پاره
اساسي مواد نلري او نه په دي موضوع باندي كوم ترتيب شوي
مضامين شته دلته خو ډير ځله داسي پيښيږي چي اسلاموالو او
مقابل لوري سنګرونه سره نيولي وي او د ويب مسئولين د خير
په غونډۍ ورته ناست وي !!
ګوره موخه دي ډيره سپيڅلي ده خو ......
نوردي له الله نه موفق غواړم
په مينه
De Islam Shagird
31.10.2007
اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته محترمو مکرمو او عزتمنو ورونو او خويندو،
عزتمن پتنګ صاحب او عزتمن حامد صاحب ډیره مننه دستاسی د مینی او محبت نه! عزتمن حامد صاحب دا خبره د سمه ده او قبولوم يی. دا پاڼه د اسلام د زدكړي له پاره اساسي مواد نلري او د اسلام مضامين پکښی شته دی، نو هيله من يم چی د ستاسی د ليک لوستلو نه هم زما د پښتو ليک او هم د ژبی الفاتو مجموعه کلک شی. نو زه به خپل کوښښ وکړم په خپل پوستونو کښی. خدای (ج) پاک د تاسی ټول خوشبخته ولری......امين!
په درناوی.
مازدیګر
01.11.2007
داسلام شاګرد
ستړی مشې هرکلې درته وایو
ښه په ډاډه زړه راځه دادی د خپلو وروڼو حجره ده........... او خیر دی وی حامد صیب
داسی قحط الرجال هم نه ده ښه ډیر خلک لا هم به همدی حجره کی شته چه ددین
په هکله ښاسته ډیر معلومات لری او د پوښتنی په وخت یی له چا نه سپموی
اوس منل یا نه منل بیا د هر چا خپل نصیب .......
ډاکتر وطنمل
10.11.2007
محترمه ورور ه د اسلام شاګرده سلامونه مو ومنه او هرکله راشې !
هیله ده د اسلام په اړه په زړه پورې معلومات د اسلام پّه خونه کې بیامومې او د ژوندانه په نورو برخو کې بیا تاسو په نورو خونو کې لوستونکو ته مالومات وړاندې کړئ . ټول افغان یوه [color=white:394f2db7c6]ملي اسلامي او ولسواکه [/color:394f2db7c6]پاڼه ده ، پر اسلام سربیره د ملي او ولسواک ژوند په اړه او دغه راز په ادب ، هنر، علم ، فلسفې او ټول کلتور په هره برخه کې د معلوماتو ورکړه راکړه په مخ بیایي .له دې کبله دلته د چا دفکر او بیان آزادي نه سلبیږي، بلکې [color=cyan:394f2db7c6]ملي اسلامي او ولسواکو ارزښتونو ته ددرناوي په چوکاټ کې [/color:394f2db7c6]د فکر او بیان آزادي ساتل کیږي . نو د آزاد بحٍث په اړه دا تور بیخي زیاتی دی
[color=yellow:394f2db7c6](( چې ډير ځله داسي پيښيږي چي اسلاموالو او مقابل لوري سنګرونه سره نيولي وي او د ويب مسئولين د خير په غونډۍ ورته ناست وي !! ))[/color:394f2db7c6]
هو، یوه خبره باید روښانه وي چې :
[color=white:394f2db7c6]که څوک غواړي چې اسلامي لیکنې وکړي او اسلامي لیکنې ولولي نو ټول افغان ته دې راځي ، خو که څوک غواړي چې ټول افغان يواځې په اسلامي لیکنو محدود کړي، د ملي او ولسواکو لیکنو او آزاد فکر او بیان مخه دې ونیول شي، نو بیا ښه داده چې ټول افغان ته خپل مخ را ښکاره نکړي ![/color:394f2db7c6]
و.افغان
10.11.2007
[quote:44520368e1="ډاکتر وطنمل"]
[color=white:44520368e1]که څوک غواړي چې اسلامي لیکنې وکړي او اسلامي لیکنې ولولي نو ټول افغان ته دې راځي ، خو که څوک غواړي چې ټول افغان يواځې په اسلامي لیکنو محدود کړي، د ملي او ولسواکو لیکنو او آزاد فکر او بیان مخه دې ونیول شي، نو بیا ښه داده چې ټول افغان ته خپل مخ را ښکاره نکړي ![/color:44520368e1][/quote:44520368e1]
محترم ډاکټر صاحب:
دټول افغان دفورمونو دیوه مسؤول چلوونکې په حیث تاسې سره داسې زشته او تیزه خبره مناسبه نه ښکاري.
تاسې باید په سړه سینه دې اعتراضونو ته غوږ کیږدۍ، لکه څنګه چې په ډیرې سړې سیني دبیان دآزادې په پلمه داسلام دمقدساتو سپکاوۍ زغملې شۍ.
زه فکر نه کوم چې تر اوسه چا له تاسې څخه دا غوښتلي وي، چې دټول افغان فورمونه دې یواځې او یواځې اسلامي لیکنو پورې محدود وي، او نه چا دا غوښتلې دي چې دملي او ولسواکو لیکنو مخه دې ونیول شي، او نه چا دا غوښتلي دي چې دبیان آزادي دې نه وي.
یواځې او یواځې دا له تاسې څخه غوښتل شوي چې اسلامي مقدساتو ته دسپکاوۍ اجازه ورنکړۍ، دبیان آزادي یا حریة التعبیر او دیو چا دمقدساتو سپکاوۍ ډیر فرق سره لري، دهمیش لپاره ټولو ورونو آزادو هر اړخیز بحثونو ته سینه ښه پراخه نیولې ده، او په ښه توګه يي د ادب په فضا کې ترسره کړي دي.
خو څوک چې اسلام بی غیرته دین بولي، او مسلمانانو ته عموما بې غیرته وايي، او اسلامي احکامو پورې له څیړنې پرته مسخرې کوي، دپښتنو مشرانو پورې استهزاء کوي، او دڅیړنیز بحثونو لاره نه نیسي، مثالونه يي دې فورم کې زښت زیات هم دې، نو دا بیا د بیان آزادي نه ده،
دا دنورو دحقوقو پایمالول دي.
[color=white:44520368e1]له هغې ټولنې چې تاسې دبیان دآزادۍ فکر ((هر چا ته دسپکاوۍ کولو تجویز)) اخیستی دي، هماغې ټولنې دتیرې پنځه نۍ په ورځ په یوه فرانسوي لیکوال پینسن رینوار باندې د33000درې دیرش زره ایرو جرماني فیصله وکړه، ځکه چې هغه د دلائلو له مخې دهولوکاسټ دوژل شوو په شمیره کې شک کړې وو، تر دې مخکې پرې ددریو میاشتو دبندې کیدنې حکم پرې هم صادر شوې وو.[/color:44520368e1]
خو که ستاسې عقیده تاسې ته دبیان دآزادۍ په پلمه دډنمارکیانو دکړنې تجویز درکوي، کومه کې چې هغوي دمحمد صلی الله علیه وسلم انځورونه کښلې وو، نو بیا زه په خطا یم چې دا څو کرښې مې ولیکلې، او له تاسې څخه بخښنه غواړم.
په آخر کې یو وار بیا یادونه کوم چې: باید [color=white:44520368e1]دبیان دآزادۍ[/color:44520368e1] او [color=#444444:44520368e1]دیوچا دمقدساتو دسپکاوۍ [/color:44520368e1]تر مینځ توپیر وشي.
رښتینی
10.11.2007
ډاكټر وطنمل صيب ليكي
[code:1:2697243772]خو که څوک غواړي چې ټول افغان يواځې په اسلامي لیکنو محدود کړي، د ملي او ولسواکو لیکنو او آزاد فکر او بیان مخه دې ونیول شي، نو بیا ښه داده چې ټول افغان ته خپل مخ را ښکاره نکړي ![/code:1:2697243772]
او ما ليكلي و :
[code:1:2697243772]....... ډير ځله داسي پيښيږي چي اسلاموالو او مقابل لوري سنګرونه سره نيولي وي او د ويب مسئولين د خير په غونډۍ ورته ناست وي !![/code:1:2697243772]
دلته په كار وچي دهغو سپكو سپورو او ان لوڅو ښکنځلو او د ځينو ګډونوالو
هغه ليكني چي اسلام او مسلمامانان يي په بيشرمي سره ښكنځلي ،يوڅو بيلګي
مي هم راخيستي واي څو دا زما خبري ښي ثابتي شوي وي خو دهغو راخيستلو
ته ځكه اړتيا نه ليدل كيږي چي يوخو هغه ټولو برخوالو او لوستونكو ليدلي دي
او بل لكه ماته چي په هغو سپكو بحثونو كي ګډون كولو خوند نه راكاوه نو ولا
كه يي دلته رانقل كول هم خوند راكوي
نو وطنمل صيب لومړي خو دي خبري ته ځير شه چي ټول افغان ستاسو كور دي
او مونږ مو ميلمانه يو او شايد چيري به مو دخير خبره هم ليكلي وي او بل دا چي
چاته به مو ښكنځل يا مازي سپكه خبره هم نه وي كړي خو له دي هرڅه سره بياهم
زموږ مخ ښه نه درباندي لګيږي دومره حق لرم چي دلامل پوښتنه يي وكړم ؟
دا درسره منم چي دلته به زما دمخ شتون يا نه شتون هيڅ اهميت نلري او زه هم
ځان دومره مهم نه بولم خو داصولو خبره خو هرځاي او هر وخت مهمه وي
دا كوم پښتني يا ديموكراتيك او ياهم اسلامي اصول او اخلاق دي چي
دشريفو خلكو ښكنځونكو او داسلام او مسلمانانو سپكاوي كوونكو ته خو مو
يوځل نه په ښكاره او نه په كنايه كي داسي وليكل چي ځه مخ دي ورك کړه او
او زما د مخ له شتون نه په تنګ شوي ؟؟؟
او دا زرين توري دي راته ډالۍ كړل
[color=yellow:2697243772]نو بیا ښه داده چې ټول افغان ته خپل مخ را ښکاره نکړي ![/color:2697243772]
او په ټول افغان كي دځيني سپكو ليكنو د احتجاج په توګه له مسئولينو نه
شكايت او دهغو دسستي غندنه چي زموږ ديموكراتيك حق ده تاسو په يوه
[color=indigo:2697243772]تور[/color:2697243772] سره تعبيروي
[code:1:2697243772]نو د آزاد بحٍث په اړه دا تور بیخي زیاتی دی [/code:1:2697243772]
او زموږ له دي غوښتني نه چي داسلام سپكاوي دي نه كيږي ستا دا اخيستنه :
[code:1:2697243772]خو که څوک غواړي چې ټول افغان يواځې په اسلامي لیکنو محدود کړي، د ملي او ولسواکو لیکنو او آزاد فکر او بیان مخه دې ونیول شي،[/code:1:2697243772]
زه يو تور ونه بولم ؟؟
..........په مينه او درنښت
momtaz
11.11.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:19dab9a438]نو وطنمل صيب لومړي خو دي خبري ته ځير شه چي ټول افغان ستاسو كور دي او مونږ مو ميلمانه يو او شايد چيري به مو دخير خبره هم ليكلي وي او بل دا چي
چاته به مو ښكنځل يا مازي سپكه خبره هم نه وي كړي خو له دي هرڅه سره بياهم
[color=brown:19dab9a438]زموږ [/color:19dab9a438]مخ ښه نه درباندي لګيږي دومره حق لرم چي دلامل پوښتنه يي وكړم ؟[/quote:19dab9a438]
حامد خانه وروره که له حقیقت نه تېر نشوټول افغان د بحث مونږ ټولو ګډونوالو ته داسې شرایط برابر کړي چې د لیکنې د اخلاق په چوکاټ کې هر څه لیکلای شو، د آن دا چې د دې پانې مسئول دغه پاڼه د ښاغلو ننګيالی زابل او Talib له خوا د طالبانو د اعلامیو او فرمانونو خپرولو پلتفورم په توګه هم زغمي .
لکه چې لیدل کېږي تاسو هم په دې پاڼې کې ښه (سوره ور) دسترخوان آوار کړﺉ دﺉ او ډېرې لیکنې مو هم کړي دي او پدې توګه د تاسو شکایت موجه ندﺉ!
هو که ( میم زر ما ټول یې د ما ) غواړﺉ هغه بیا بله خبره ده :!:
والسلام
رښتینی
11.11.2007
بښنه غواړم زما ليكنه شخصا وطنمل صيب ته متوجه ده او
هغه چي څه مناسب بولي هغه به ليكي او له تاسو نه هم مننه
په مينه
ډاکتر وطنمل
18.11.2007
دروند مودب او منور ورور حامد صاحب السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
ستاسی لیکنې چې د پوهې، معنی ، ادب او درناوي نمونې دي او زما له پاره ډیر ارزښت لري، هیڅکله دیته اړتیا نه لري چې زما له خوا د اصولو په بیانولو سره په عامه مجرده توګه تنقید شي . زما په لیکنه کې یواځې یو ټکې تاسوته راجع و او بس ، چې ګواکې :
[quote:5a36890873]ډير ځله داسي پيښيږي چي اسلاموالو او مقابل لوري سنګرونه سره نيولي وي او د ويب مسئولين د خير په غونډۍ ورته ناست وي [/quote:5a36890873] ما دا جمله چې
[color=white:5a36890873]ً ً د ویب مسئولين د خير په غونډۍ ورته ناست وي [/color:5a36890873]ً د آزاد بحٍث په اړه زیاتی بللی دا په دې معنې چې تر څو پورې دواړه خواوي خپله
منطقي دفاع کوي او پر بل اړخ په سپورو سپاندو سره تیری نه کوي، د ویب مسول باید هم مداخله ونکړي او پریږدي چې دوی خپل ذهني، منطقي او علمي ځواک وازمايي ګوندې یو حل ته سره ورسیږي . او که ونه رسیږي لوستونکي به لږ تر لږه د
ګډونوالو په اند ګور پوه او د استدلال له حدودو څخه خبر شي .
په دواړو خواو کې دیکتاتوريز اندوال شته چې د ویب له مسولینو څخه په خپله ګټه په زور سره د مقابل لوري ځپل غواړي ، دا کار د ویب مسول نه دی کړی اونه یې کوي، نو که دې ته هر څوک د خیر په غونډۍ ناسته وايي نو ستاسو د معلوماتو له پاره یې زه زیاتی بولم او که مطلب مو ترې بل شی وي باید مشخص په ګوته شي اود دغسې عامو او مجردو ادعاو په شکل وړاندې نشي ، څو د ناوړه پوهاوي سبب ونه ګرځي !
نور اصول چې بیان شوي بالکل ستاسو د لیکنې سره کوم تړاو نه لري، تاسو ناحقه ځان ته راجع کړي، خو د نورو ډیرو لیکونکو د پخوانیو یا اوسنیو لیکنو سره تړاو لري او زه د مسول پّه توګه دېته اړ یم چې د یوې یا بلې لیکنې په ځواب کې نورو لیکونکو ته هم آړین چوکاټونه روښانه کړم . زه دیته اړ نه یم چې تاسو ته د ټول افغان
ملي اسلامي او ولسواک بنسټونه روښانه کړم، ځکه تاسو پرې ښه پوهیږئ خو د ډیرو نورو لیکنې مې دیته مجبوروي چې پام یې بیا بیا دغو درې طلايي اصلونو ته راوګرځوم . له دې کبله هیله کوم د متن نورې برخې د خپلې لیکنې ځواب او یا پر هغې تنقید ونۀ انګیرئ .
سر بیره په دې ټول افغان د لوستونکو او په بیلګړې توګه د لیکونکو دی، نۀ زما او نۀ د ګوم بل مسول پورې اړه لري . خو کوم اصول چې ورته وضع شوي هم بدلیذلی شي خو تر څو پورې چې یې اصول اعتبار لري تر هغې پورې یې مسولین مجبور دي چې د نوموړو اصولو په چوکاټ کې ستاسو لیکونکو او لوستونکو له پاره وچلوي
او پرې نږدي چې نوموړي اصول یې تر پښو لاندې شي . دا صرف یو [color=white:5a36890873]خذمت[/color:5a36890873] او چوپړ دی چې مسولین یې تر سره کوي، نۀ داچې د بحثفورمونه د
د کوم مسول ملکیت او تاسو صرف میلمانۀ وګڼل شئ ، نو تاسې ټول دلته په تمامه معنې کوربانۀ یاست!
په مینه درنښت او سلامونو!
ډاکتر وطنمل
18.11.2007
دروند محترم او مکرم ورور وهاج ساپی صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه !
تاسو لیکلي :
[quote:ba1cac5c40]تاسې باید په سړه سینه دې اعتراضونو ته غوږ کیږدۍ، لکه څنګه چې په ډیرې سړې سیني دبیان دآزادې په پلمه داسلام دمقدساتو سپکاوۍ زغملې شۍ. [/quote:ba1cac5c40]
ددې جملې لومړس برخه مو کومه بده خبره نه ده، خودوهمه برخه یې تش تور دی چې بی ثبوته مو لګولی . که کومه لیکنه زما تر سترګو شوي نه وي او دغسی کوم شی په کې تیر شوی وي ، هغه بیله خبره ده، ولې ډاډ درکوم چې اسلام ته سپکاوی نه زغمل شوی، نه زغمل کیږي او نه به وزغمل شي !
[quote:ba1cac5c40]زه فکر نه کوم چې تر اوسه چا له تاسې څخه دا غوښتلي وي، چې دټول افغان فورمونه دې یواځې او یواځې اسلامي لیکنو پورې محدود وي، او نه چا دا غوښتلې دي چې دملي او ولسواکو لیکنو مخه دې ونیول شي، او نه چا دا غوښتلي دي چې دبیان آزادي دې نه وي[/quote:ba1cac5c40].
که تاسو یواخې له ځان څخه خبر یاست چې دا کار مو نه دی کړی، نو بیا مو دغه د[color=yellow:ba1cac5c40]((چا ))[/color:ba1cac5c40]کلمه منم او تاییدوم چې تاسو داسې کومه غوښتنه له ماڅخه نه ده کړې، خو که خبره د نورو لیکونکو وي، دغسې استازیتوب به تاسو ته سخت پریوځي . بله داچې غوښتنه یواځې دا نه ده چې له ما څخه دې داسې او داسې وغواړي، بلکې هره لیکنه یو یوه موخه، یوه روحیه او یوه توګه لري چې ترې په ډآګه څرګندیږي چې د لیکونکي تمه ، خیال او غوښتنه څه ده .
[quote:ba1cac5c40]خو څوک چې اسلام بی غیرته دین بولي، او مسلمانانو ته عموما بې غیرته وايي، او اسلامي احکامو پورې له څیړنې پرته مسخرې کوي، دپښتنو مشرانو پورې استهزاء کوي، او دڅیړنیز بحثونو لاره نه نیسي، مثالونه يي دې فورم کې زښت زیات هم دې، نو دا بیا د بیان آزادي نه ده، دا دنورو دحقوقو پایمالول دي. [/quote:ba1cac5c40]
وهاج صاحب هغه (( څوک چې اسلام بی غیرته دین بولي، او مسلمانانو ته عموما بې غیرته وايي، او اسلامي احکامو پورې له څیړنې پرته مسخرې کوي )) لطفاً لیکنه یې په مشخصه توګه رامعرفي کړئ ، لیکنې ډیرې کیږي او ډیرو ته یې د نور لیکونکو له خوا سم ځوابونه هم ویل کیږي، خو هره لیکنه زما له نظره نه تیریږي نوکه چا اسلام ته نعوذ بالله بیغیرته دین ویلی وي او نوموړی چا غندلی او رټلی نه وي ، را په ګوته یې ګړئ چې پر اخطار سربیره یې لږ تر لږه اړونده لیکنه ور ړنګه کړم . دا غوښتنه نه یواځې له تاسو څخه، بلکې له هر لوستونکي څخه یې کوم .
او دا چې ځینې
[color=white:ba1cac5c40](( دپښتنو مشرانو پورې استهزاء کوي، او دڅیړنیز بحثونو لاره نه نیسي، مثالونه يي دې فورم کې زښت زیات هم دې)) [/color:ba1cac5c40]
دا مسایل ډیر پیښیږي او زمونږ د خواشینۍ سبب ګرځي، ولې دا عقیدوي او
د بیلګړې سپېڅلتیا موضوع نه ده، بلکې استدلال او ترینګلي ځوابونه غواړي.
که بیا هم څوک ځوابونه او استدلال په پام کې نه نیسي او پخپله هم له استدلال پرته پرله پسې دغسې تیریو ته دوام ورکړي ، نو له ګډون څخه به محروم او له بحث څخه به وویستل شي !
[quote:ba1cac5c40]خو که ستاسې عقیده تاسې ته دبیان دآزادۍ په پلمه دډنمارکیانو دکړنې تجویز درکوي، کومه کې چې هغوي دمحمد صلی الله علیه وسلم انځورونه کښلې وو....[/quote:ba1cac5c40]
[color=white:ba1cac5c40]باس بس ! صافي صیب، په زیاتي او تیري کې ډیر وړاندې او خدای خبر چیرې لاړې، یو مسلمان باید هیڅکله د ډنمارکي مردارخورو کفارو سره مشابه نه کړئ، ستاسو ددغی انګیرنې د متن له احتمال څخه په لوی آلله سره پناه غواړم ![/color:ba1cac5c40]
نور مو په لوی الله سپارم
سميع الله سمس
02.09.2008
وعليکم سلام ورحمت اله و برکا ته'
ګرانه وروره زمونژ سلامونه هم ومنه ډير خوشهاله شوم چه ستا سو شکلي
اظهار مي ولوست له الله پاک نه در ته نورهم موفقېت غواړم
انجينر سمسور
pattang
24.09.2008
ويښه وروره ښه راغلې ، خدای پاک دې قدرت درکړي چې زمونږ بحثونه
تاوده وساتې٠ ستا پښتوله مانه ډېره ښه ده ، ډېره ښه پښتو ليکې ، ستا پرېکړه
او دغه اقدام دې مونږ ته ډېر قدر منداو دستاينې وړ دی ٠
په مينه
پتنګ
[quote:d5c919365b="أيشه"]اسلام عليکم ګرانو وطندارانو٠ خدای پاک مو ټول جوړ او روغ ولری٠ زه دلته نويی راغلی يم٠ او راغلی يم هم په د خاطر چی د وطندارانو سره پيژندنه وشی او هم زما د پښتو ليکل او لوستل پاخه شی٠ زه د افغانستان نه په ٨ کلنی کی وتلی يم او پس له وتلو د پښتو درسونه ټول پاتی شول او اوس په پينځه ويشت کلنی کی کوښښ کوم چی دی خوږی مورنی ژبی سم ليکل او لوستل زده کړم٠ که تاسو زما په ليک کی غلتی وينې او ما پوه کړې نو زښته ډېره به خوشهاله شم...مګر مزاهمه کيګم هم نه٠ خير د وی خپل کوښښ به وکړم او ده هم وايم چی خدای پاک د وکړی چی زما د ليکنی سره په تنګ نشې٠
دی مينی سره٠٠٠ ايشه[/quote:d5c919365b]
عبد السلام
24.09.2008
عايشې!خورې ستړې مشي
ښه شو چې ايله يوې بلې خور هم دبحثونو کوډلې ته سر را ښکاره کړ ٠
ګرچې ستاسو پښتو ليکنه اساساً راته ښه پخه ښکاري ،ولې کوم صيقل ته چې اړ تيا لری هغه يواځې دټو ل افغان دماهرواستادانو سره په بحث اودعوو کې ځليدای شي ٠ لکه دښاغلي نقاد، ښاغلي پتوال ،ښاغلي غيرت، ښاغلي،حسن،ښاغلي پتنګ که چيرته دي په سياسی خبرو کې تنګه نکړي د محترم استاذ حليمی خبرې اوره خو پښتو يې پريږده ،اوپام چې دهوتک خبرو ته غوږ نشي چې لار به درنه ورکه کړي٠ دانور ساپيان اوغفارخيل،او هيوااو اووغيره په شمول دسلام خبرواو پښتوکې اصلاً ری ونه وهي.
بریالۍ وسي
[quote:6aeed7a44e]
اسلام عليکم ګرانو وطندارانو٠ خدای پاک مو ټول جوړ او روغ ولری٠ زه دلته نويی راغلی يم٠ او راغلی يم هم په د خاطر چی د وطندارانو سره پيژندنه وشی او هم زما د پښتو ليکل او لوستل پاخه شی٠ زه د افغانستان نه په ٨ کلنی کی وتلی يم او پس له وتلو د پښتو درسونه ټول پاتی شول او اوس په پينځه ويشت کلنی کی کوښښ کوم چی دی خوږی مورنی ژبی سم ليکل او لوستل زده کړم٠ که تاسو زما په ليک کی غلتی وينې او ما پوه کړې نو زښته ډېره به خوشهاله شم...مګر مزاهمه کيګم هم نه٠ خير د وی خپل کوښښ به وکړم او ده هم وايم چی خدای پاک د وکړی چی زما د ليکنی سره په تنګ نشې٠
دی مينی سره٠٠٠ ايشه
[/quote:6aeed7a44e]
pattang
24.09.2008
عايشي جانې معذرت در څخه غواړم چې د ورو ر نوم مې درکړی اوس به ورېره
درته وايم او داخو نور څومره دخوشالي ځای ده چې يوه ورېره هم په فوروم کې برخه
اخلي٠
په درناوي
پتنګ
[quote:b4e3b15c07="pattang"]ويښه وروره ښه راغلې ، خدای پاک دې قدرت درکړي چې زمونږ بحثونه
تاوده وساتې٠ ستا پښتوله مانه ډېره ښه ده ، ډېره ښه پښتو ليکې ، ستا پرېکړه
او دغه اقدام دې مونږ ته ډېر قدر منداو دستاينې وړ دی ٠
په مينه
پتنګ
[quote:b4e3b15c07="أيشه"]اسلام عليکم ګرانو وطندارانو٠ خدای پاک مو ټول جوړ او روغ ولری٠ زه دلته نويی راغلی يم٠ او راغلی يم هم په د خاطر چی د وطندارانو سره پيژندنه وشی او هم زما د پښتو ليکل او لوستل پاخه شی٠ زه د افغانستان نه په ٨ کلنی کی وتلی يم او پس له وتلو د پښتو درسونه ټول پاتی شول او اوس په پينځه ويشت کلنی کی کوښښ کوم چی دی خوږی مورنی ژبی سم ليکل او لوستل زده کړم٠ که تاسو زما په ليک کی غلتی وينې او ما پوه کړې نو زښته ډېره به خوشهاله شم...مګر مزاهمه کيګم هم نه٠ خير د وی خپل کوښښ به وکړم او ده هم وايم چی خدای پاک د وکړی چی زما د ليکنی سره په تنګ نشې٠
دی مينی سره٠٠٠ ايشه[/quote:b4e3b15c07][/quote:b4e3b15c07]
عبد السلام
03.10.2008
وطنمل صاحب؛ دسلام اواحترام روسته:
ستاسو خبرې په ځای دي خو متاسفانه په دې خونه کې دليکنو دبيا تغير اوياړنګولو امکان نشته . مهربانی وکړئ زما ليکنی ړنګې کړئ٠
په درنښت